کور / بوټي / دخټکي پوستکي!

دخټکي پوستکي!

دخټکي پوستکي که لامده په ویښتانو وموښي ،یایې وچ کړي چي ښه کلک شي بیا یې نوواړه   اوړه کړي دسر په ویښتانو یې وموښي بیابیرته سر په پاکو اوبو پریولي چي ښه پاک شي یابل کوم صابون مابون یاشامپو مامپو هم ورکړي نوپروا نه لري ،نو دسر خانګره به بالکل ورکه شي اوویښتان چي چوي دوه یادرې سرونه کوي هغه به بیا نه کوي ،که یې څوک په هغو ځایونو یوڅو وختونه مسلسل موښي چي فالتو (چټي) ویښتان ورباندي راشنه کیږي لکه :دښځو لینګي ،مخ،لیچونه یانور دبدن غړي نوهغه چټي ویښتان به ورختم خټکیکړي اوبیا به نه راشنه کیږي ،که یې څوک په مخ اولاسونو یاپښو موښي  نوزښته ښه پوستکی ورتازه کوي اودسترګو لاندي توره لیکه ورختموي خوپام دي وي چي په باڼوګانو یې ونه موښي ،دخټکي پوستکی که نارینه خوري نوجنسي قوت ورزیاتوي ،که یې وکوټي اوله نورو شنو شیانو سره یې سلاته کړي اوخوري یې نودزړه پلې ورټینګوي اودبدن نوري پلې هم قوي کوي .

دخټکي پوستکی چي وچ کړي اوهره ورځ اته ګرامه ځني رااخلي په اوبو کي یې ایشوي اوخوري یې دمثانې ډبري ورختموي .

 دخټکیانوزڼي !

 دخټکیو په زڼیو کي فوسفور، وسپنه ،اویټامین بي پراته دي ، دخټکیانو په زڼیو کي : په هرو سلو ګرامونو کي (۳۲) زلالیات شته  اودپسه په غوښه کي په هرو سلو ګرامونوکي  (۱۵ – یا ۲۰ ) زلالیات پراته دي نوکه څوک دورځي سل ګرامه دخټکي زڼي خوري نودبدن احتیاجات یې دوسپني ،فوسفور ،ویټامین  B اوزلالیاتوله پلوه ټول وربشپړ کړل  ،دخټکي زڼي : دټوخي ،دستوني اوځيګر د درد اوتبو لپاره ګټور دي ،دخټکي دزڼیو مغز هم ښه بوی لري خوړل یې ادرار سموي نس نرموي اوله مخه ډېره ډېره حیاء جنسي  قوت زیاتوي .

اخځونه !

فوائد قشر البطیخ الاصفر  ……..لیکوال :عبدالباسط عباس محمد

خواص خربوزه  ……………………….:داکتر فرهادملکزاد

داروهای خربوزه ………………..دوکتوره فرزانه ربابه دریا باري 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

                                       

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …