کور / بوټي / دهنــــــــدوانې پټوکی دپنځوناروغیو درمل

دهنــــــــدوانې پټوکی دپنځوناروغیو درمل

هندوانه په خپله هم  دبې شمیره ناروغیو لپاره دواده خوپه دې فصل کي بحث پرپوستکیو باندي کیږي نوپوستوکی یې دپنځو ناجوړیولپاره دوادی!     دهنــــــــدوانې پټوکی دپنځوناروغیو درمل

دویني دلوړ فشار دټیټولو لپاره: هندوانه چي  ماتوي نوله مخه یې ښه پاکه پریوله چي ماته دي کړه نوښه یې پربیخ وتوږه چي په پټوکي باندي یې سره غوښه پاته نه شي تش پټوکی یې راواخله لمر ته یې کیږده چي ښه وچ کلک شي  بیایې واړه کړه کښې یې ږده   که ورته اړتیا وي یعني دفشار دلوړوالي شکایت وي نو هره ورځ فقط اوفقط شل ګرامه ورځني رااخله په اوبو کي یې ایشوه چي ښه پخه شي اوورکي ولاړه شي اوناروغ دي سهار مهال څیښي هره ورځ دي په همدې اندازه په دې ډول ایشوي اوڅیښي دې  تریوې میاشتي پوري ان شاء الله پرمخ به جوړ شي .

نوري څلور ناروغۍ په دې ډول دي :

۱ – دبډوګو پاړسوب 

۲ – استسقاء

۳ –  دبولو بندیدل اوورسره بله ناروغي هم داوږدې مودې قبضیت 

۴ – په تریخي اوبډوګو کي ډبري 

ددې ټولو یادو شویو ناروغیو لپاره یې داستعمال طریقه داده !

دهندوانې پټوکی راواخله واړه واړه یې کړه په دومره اندازه اوبو کي یې واچوه چي ورکي پټ شي پراور یې کیږده ډېر یې ایشوه ترداسي حده چي داسي ټینګ شي لکه معجون  بیایې راواخله کښې  یې ږده چي ساړه شي بیایې نو په یوه بنده ښیښه کي واچوه چي هوا نه ورننوزي سر یې وربند کړه په دې ناروغیو په هره یوه که څوک اخته وي هره ورځ سهار پرتشه خوادي یوه وړوکې چمچۍ خوري تریوې میاشتي پوري پرله پسې  ان شاء الله بیخي به روغ جوړ شي .

بله ګټه یې داده :دهندوانې پټوکی که داغسي لوند په تخرګونو یانوروځایونو وموښل شي دخولې بدبویي ورختموي دهندوانې په زڼو کي ډېرزیات ویټامینونه ،طاقت اوغوړځګي پراته دي  په ځانګړي ډول دویني دکولسټرول  لپاره یې خوړل ګټور دي .

اخځونه ! 

فوائد قشر البطیخ الاحمر : لیکواله  دوکتوره امیره باحساسي (عماني)

قشر البطیخ علاج لخمسة امراض  لیکواله : ام اللؤلؤ الشرق الاوسط ورځپاڼه (۱۹) شعبان (۱۴۲۶)هـ ق 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …