کور / بوټي / دمالټې پوستکی !

دمالټې پوستکی !

دمالټې خپلي ګټي خوبیلي دي ،که څه هم موږ په قرآني بوټوکي ورځني بحث نه دی کړی په نبوي طب کي به ان شاء الله  یولاره ورته جوړه شي چي ورکي داخله شي که نه وه نوپه عمومي ،طب الاعشاب یاالطب البدیل کي موڅوک مخه نه نیسي ،خواوس به یې دپوستکي ځیني هغه ګټي بیان کړو چي دپام وړ دي ترڅو له دې وروسته یې څوک هسي خوشي چټي ونه غورزوي !هسي خوشي چټي !  دمالټې پوستکی !

۱ –  دمالټې پوستکي چي لامده وي نودلاسونو اوپښو پرشادي وموښي وموښي وموښي ،ددې ترڅنګ چي پوستکي ځلوې نودپوستکي د مني او ژمي دسیلۍ وچي هوا اوسپیرې لیکي اوکوتان هم ورختموي ، اوښائسته کوي یې ،اودسړو زیږو اوایخي اوبو دکارولو له امله چي لاسونه اوپښې چاودي چاودي یاچاکونه چاکونه شوي وي یایې سپیره ناسي خورونه رااړولي وي هغه ټول به ورک شي اوترهرډول کریمونودغه ښه دواده ،هم داراز دلیمو پوستکی یانیښتیځلی شوې اوبه هم دلاسونو اوپښو دسپیره مخي  اوچاکونولپاره دوادي چي پرې ویې موښي اوپنځلس دقیقې یې پریږدي بیایې په نیم تودو اوبو پریولي .

دلیمو خبره  مي هسي دباب دمناسبت له وجهي ورګډه کړه :خبره ترخبري یادیږي ګني نورمناسبت له دې بحث سره نلري پرهغه به جلا بحث  کوو ان شاء الله  ،همداراز شهتوت چي موږ ورته وایو په عربي کي ورته (فراولة) ویل کیږي دلاسونو بامونه چي پرې وموښي نوغارونه اوچاکونه یې ټول ورکوي اوډېر زیات ښائست پوستکي ته وربخښي ،خوړل یې بیا په لس ګونو ګټي لري چي جلا دبحث اړتیا ده چي ورباندي وشي ،دمالټې دپوستکي  دښائست لپاره دکارولو بله طریقه داده چي :پوستکی یې ټوټې ټوټې کړه په دیګ کي یې واچوه ساده اوبه لږاندازه ورواچوه سر وربند کړه پرنرم اور یې کیږده یوڅو دقیقې یې وایشوه بیایې نوراواخله چي سړه شي، بیا یې نواوبه راواخله په ښیښه کي یې واچوه په یخچال کي یې کیږده لږنوکی دګلاب اوبه هم ورګډي کړه دورځي دوه واره مخ ورباندي لامدوه نوپه یوڅو ورځوکي به یې په ګټه پوه شې چي رنګ به دي ښائسته شوی وي ،دمالټې پوستکی راواخله وچ یې کړه بیایې ښه واړه کړه په پاک دسمال یاپاک دلیلون (پلاسټیک) په کڅوړه کي یې خوندي کړه نوددغو ناروغیو لپاره پکار درځي  دکولمو دسم حرکت لپاره چي کولمې ورسره سمیږي داینې لپاره چي سم حرکت به کوي اووینه به سمه تولیدوي داعصابو دقوي کولو لپاره ګټور دی معده صافوي اوښه یې پاکوي ،خوددې لپاره چي له ډېر تریخوالي یې ځان خلاص کړي نولومړی دغه پوستکی راواخله په دیګ کي یې واچوه پنځلس دقیقې یې وایشوه بیاهغه ترخې اوبه ځني وننوه بیایې  بیا دوهم ځل پنځلس دقیقې وایشوه بیایې ترخې اوبه وننوه دریم ځل یې وایشوه دغه اوبه یې نوکیږده هر سها یویو وړوکی ګلاس  ورځني څیښه ان شاء الله دغه ټولي ناروغۍ به ورکي شي ،که یې دکومي یوې لپاره وڅیښي هم نور اړخیځ تاوانونه نه لري ،دیادولو وړ ده چي دمالټې په پټوکي کي ویټامین سي ،وسپنه اونور ډېرمعادن اوقوتونه پراته دي نوآیا! داپټوکي ددې وړ دي چي څوک یې په کثافاتو اوانبارونو کي وغورځوي ؟

له دې ښائسته ژیړو پوستکو نه دښې ګټي لاس ته راوړو په هیله     همدومره 

اخځونه !

فوائد قشرالبرتقال  – لیکوال :راجي المغربي .

قف الاترمي قشرالبرتقال- لیکوال : ظهور 

قشر البرتقال – ډاکټر ولیم کاشل (برمنګم) 

دفرانسوۍ ډاکټري (لوسیه راندو)Lausia-radu دکتاب  البرتقال عربي ژباړه 

البرتقال غذاء ودواء   پرو فیسور نیکولای کایو –ایټالیا 

                                    وفي کل شي آیة  تدل علي انه واحد    

                           

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …