کور / بوټي / دخرما زڼي !

دخرما زڼي !

دخرما زڼي چي پراور وسوځول شي اوسکاره شي ،بیاښه واړه کړل شي نودسترګولپاره ترټولو ښه رانجه دي چي سترګي ورباندي توروي نودسترګو ځیر (نظر) تیزوي ،باڼه راشنه کوي اوټينګوي یې اوسترګي ښې ورباندي توریږي .

همداراز جدید طبي تحقیقات وایی :چي سترګي غټوي اوښائست ورته بخښي ،دخرما زڼي !

۲ -که هغه ښځه یې چي ماشوم ته تی ورکوي دقهوې په ډول په اوبو کي ایشوي هغه داسي چي ویې نه سوځوي داغسي یې واړه کړي ویې ټکوي  اوپه اوبو کي یې واچوي جوش یې کړي بیایې لکه چای اوقهوه څیښي نوشیدې یې زیاتوي اونور بدن ته هم ګټه رسوي ،

۳- دښځي له کوچني زیږیدلو وروسته درحم ځای ته دورګرځیدواودبندونوددردونو دارامولو لپاره چي دبخور په ډول استعمال شي  نوډېره ګټه ورته رسوي رحم به یې هم پرځای اودردونه به یې هم آرام شي ،

۴ – دخرما زڼي چي داغسي اومه واړه کړي چي پرغاښونویې دردوي نوپه خُله کي دې واچوي زبیښي دې ناړي دي تیروي له نوري ګټي پرته چي بدن ته یې رسوي دغاښونو دردونه به هم آرام کړي ،

۵ – دخرما زڼي پراووه ډوله (احماض زیتیه) Alignright  باندي  حاوي  دي ، حامض الکابریت،الکابرینیک ،اللوریک،المبرسنک،البالمینک،الاولبک،اللبنولیک ،التنبریک،

 همداراز ورکي  کروهیدات ، دهون ،پروټين ،الباف، ماء(اوبلن مواد) او-رماد(اېره ) شتون لري .

۶ – دنقرس لپاره هم دخرما زڼي چي واړه یې کړي اوکپه کوي یې علاج دی .

۷ – دخوږه لوړي (شکري ) اودزړه دشریانونو لپاره هم علاج دی ، 

دخرما په زڼو کي دغوړځګي مواد هم شته ،هرمون پیټوسین ډېرمعادن اوپروټين ورکي پراته دي ،نوپه عمومي توګه سره دغه زڼي مقوي مواد ګڼل کیږي ،په خوړلواوکپه کولو یې کولمې نرمیږي ،دځيګر دحساسیت لپاره ګټور دی ، دخرما زڼي دویني دتجدید لپاره ګټور دي ،خوحاملې ښځي دې نه خوري ځکه چي کیدای شي چي درحم انقباض یې ورمات کړي ،

دخرما له زڼیو څخه بهترین صابون جوړیږي ،چي هغه صابون دپوستکي دناروغیو اودسر دخانګرو دواده ،

دخرما زڼي  که واړه کړای شي اودچاکلیټو په جوړولو کي ورګډکړای شي نوبهترین چاکلیټ به همدغه وي اوهم داراز داسکریم په جوړولو کي که ورګډ کړای شي چي واړه یې کړي اونورو موادو ته یې ورضم کړي نوبهترین اسکریم به  همدغه وي .

قهوه : یې داعصابو لپاره ګټوره ده قوت ورکوي ،دسینې دحساسیت لپاره ټک وپتری ده ، سترګو ته ګټه رسوي د شپې نه لیدو (شب کوري ) لپار ډېره ښه ده چي څوک دشپې نه ویني ددې قهوې په څیښلو سره جوړیږي ،اوهم داراز دبدن ګرمي له منځه وړي ،

                                                        دخرما له زڼیو دقهوې جوړولو طریقه! 

زڼي به ښه پاک کړي منځونه به یې ښه  ورصفا کړي ،بیابه یې په اوبو ښه پاک پریولي ،بیا به یې په جوش اوبو کي پاک پریولي ،بیا به یې په لاسو نوښه وموښي بیابه یې بیاپریولي بیابه یې لمر ته کیږدي له اوو ترلسو ورځوپوري بیابه یې نوراواخلي په هواکش کي به یې واچوي چي ټول لامده بل یې وچ شي بیابه یې ښه واړه کړي بیابه یې نو په اوبو کي ایشوي که لږ څه هیل اوزعفران ورکي ګډ کړي نوبیخي ښه قهوه ورځني جوړیږي ګني په همداغه حالت باندي بهترینه قهوه ده .همدغه قهوه یې نودخوږه لوړي (شکري ) دناروغ لپاره دواده .

دنباتاتو متخصص دوکتور عدنان الوابل په خپله یوه تحقیقي مقاله کي چي دفوائد نواة التمرة په نوم نشر شوې ده وایي :دخرمادزڼي علمي نوم Phoenixdacty-Lifera       دی . ورکي ډېر مقوي عناصر اومواد پراته دي :لکه :پروټين ، ټینامین ،ریبوفیلافین،پوټاسيم،وسپنه ،فوسفو ر اوکالسیوم ،نس پاکوي ، خواپاکوي، دسترګو دناروغیو دواده ،دسینې دحساسیت لپاره ښه ده ،دولادت نه وروسته دښځي رحم سره ورولي (سموي) دشپې نه لیدلو ناروغۍ ختموي ،اشتها سموي ،جنسي قوت زیاتوي، وینه نویه کوي، دبدن ګرمي ختموي اوځيني دپوستکي ناروغۍ ختموي ،اوهم داراز که دلوی خدای خوښه وه نو دسرطان دناروغۍ دمخنیوي لپاره مؤثر ده ،حاملې ښځي یې باید قهوه ونه څیښي ځکه چي درحم انقباض راولي ،

نوآیا: له دومره ګټو سره سره به څوک هم دغه مبارک زڼی چټي غورزوي؟اوآیا:داسم ،آسانه،ارزانه، اورښتونی علاج نه دی ؟

اخځونه :

الریاض جریده:دخالي ورځ کال (۱۴۲۶) هـ ق (۸) اکتوبر  کال          (۲۰۰۵) م ګڼه :۱۳۶۲۰

فوائد نواة التمر (دوکتور عمر وخالد)

فوائد نواة التمر (دوکتور عدنان الوابل )

ماهي فوائد نواة التمر؟ جریدة الریاض ورځپاڼه (۲۴) فبروري (۲۰۰۸) میلادي 

فوائدالتمور الطبیة  (عبدالمغني الادریسي )

                                           

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …