کور / بوټي / ښــــــــــوره ګـــز ! (الاثـــــــل)

ښــــــــــوره ګـــز ! (الاثـــــــل)

دعظیم الشان قرآن په بوټو کي یوهم ښوره ګز دی چي دالسباء په سورت  کي یوځل ذکر شوی دی 

آیت شریف (۱۶) سورة سباء  

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ (١٦)

ترجمه: پس وګرزیدل (له شکره اوله دعوته دانبیاؤاهل دسبا) پس ومولیږه پردوی سیلاو دیوه زورور خوړ اوبدل  ورکړ موږ دوی ته په ځای ددوو باغونوددوی کي دوه باغونه اویو قدر له بیرو څخه هم خوډېر لږ علامه عثماني ددې آیت شریف په تفسیر کي لیکي : دغه واقعه دحضرت عیسی  اودحضرت رسول الله  په منځ زمانه کي واقع شوې ده دقدیمه ؤ آثارو محققینو په لاس کي د(ابرهت الاشرم) دزمانې یوه لویه کتیبه دسد العرم دبقیه دیوال څخه لویدلې ده چي په هغه ددغه بند دنړیدو پېښه مذکوره ده مګر دغه غالبا ددغي واقعې دوروستنۍ زمانې قصه ده چي دهغې ذکر په قرآن کي مذکور دی   والله اعلم                                       ښــــــــــوره ګـــز ! (الاثـــــــل)

دغه قصه دسبأ دقوم ده ډېره اوږده قصه یې ده چي په ډېر لوی عیش وعشرت کي یې ژوندکاوه خووروسته عذاب ورباندي رانازل شو باغونه یې ورته له بیخه وایستل اوښوره ګز اولږنوکی بیري هم ورپاته شوې قصه یې دتفسیرونو په کتابونوکي په تفصیل سره شته زموږ هدف د(اثل) ښوره ګز بوټی دی .

ښوره ګز یا غز« غــــــــزه » چي په عربي کي ورته (الاثل )په پارسي کي (ګز) په انګریزي کي  Tamarix ویل کیږي  اوعلمي نوم یې  Articulata دی له قرآني بوټو څخه ګڼل کیږي اوپه پارسي کي یې میوې ته ګزمازک ویل کیږي .

 په پښتو کي یې مفسرینو په  ښوره ګز سره ترجمه کړې ده زموږ په سیمو کي غزه چي موږ  ورته وایو په انځورونوکي عین هغه شی دی  اونورچي یې بوټي پیژاندوکومي نخښي لیکلي دي هماغه په غزه کي موجودي دي لوی رب ﷻ داسي هیڅ شی  پیداکړی نه دی  چي په هغه کي دي بیخي ډېري ډولاډول صحي ،ماحولیاتي،اخلاقي ،تجمیلي اویاهم نوري ګټي نه وي ،ښوره ګز  که څه هم دسباء دقوم دطغیان له امله دښو بڼونو په بدل کي دخوارۍ ذلت ،اودټیټي سطحي دژوندانه کولو لپاره  ورکړل شوي وو خوبیا هم په لسګونو ګټي یې تراوسه پوري راسپړل شوي دي .

که نوري څیړني  ورباندي وشي کیدای شي نوري ګټي یې هم رامخته شئ ،ګڼو بوټي پیژاندو دښوره ګز پرګټو مقالې لیکلي دي چي ځیني یې دغه دي!

الاشجار وفوائدها عنداهل الزمان ……………………لیکوال ابواشرف 

دامفصله رساله ده چي یوه تحقیقي مقاله ورکي په ښوره ګز لیکله شوې ده 

الاثل صدیق الفلاح………………………لیکوال المعری 

فوائدالاثل ……………………………………ابودنان 

بعض فوائدشجرة الاثل ……………………………… کامل 

دوی زیار ایستلی دی چي دښوره ګز ګټي راوسپړي دټولو مضامینو مهم ټکي به زه ان شاء الله راونغاړم .

دوی وایي : دښوره ګز ډېرټینګ لرګی دی چي په ودانۍ کي وکارول شي ښه ودانۍ جوړیږي اودالرګی بیخي زیات مقاومت لري چي له باران ،خټو خاورو اودود څخه بد نه وړي لرګی یې دڅالي ،منا،جوګۍ ،پناه ځای اوسیوری جوړولو لپاره ډېرغوره دی اوسیوری یې ډېر سوړ وي ،

لرګی که یې وسوځول شي ښه سکاره ورځني جوړیږي چي هغه سکاره بیا دډېرو کارونو لپاره پکاریږي .

اوسکاره چي یې بیاتازه کړي نوګاز بدبوی اودندنه لري ،اېره چي یې زیرمه کړای شي داوریو اوغاښونودټینګولو اوپاکولو لپاره ډېره ګټوره ده اوتاوان هیڅ نه ورته رسوي کرل یې دومره آسانه دي چي هسي یوه لښته ورڅخه پرې کړه په مازي لامده ځمکه کي یې ننباسه که اوبه نه وي نوهم به رازرغونه شي ، ویل کیږي  چي ښوره ګز که باران ورباندي بیخي ونه شي اونوري خواوشا ورته اوبه نه وي هم څلور کلونه په تنده کي ژوند کولای شي (سبحان الله )پخوانیو کښت کارانو به یې وني پرخپل کښت خواوشا لګولې ترڅوکښت یې له بادونو اونیزونو(سیلاوونو) څخه ورخوندي کړي اوهم  داراز پردي مالونه هم کښت ته بیا نه شي ورننوتلای اوډېره بې زحمته یې کرل اوراشنه کیدل کیږي ترهر ډول دیوال ،تېر ګه او-باره دغه ښه ساتونکی جوړیږي ،سخت کلک لرګی یې دی که کوښه ،هوچه،ښاخۍ منګاښه،لینده، لیندۍ ،نیښک چنګک ،خارک ،اورلړونی ،ټمبه ،څرخ ،پښتۍ ،ډیوټ ،دڅاځینه ،لکړه ،بیت ، مینی،اونور…………هرشي که ورځنی جوړشي نوبیخي ډېره اوږده موده دوام کوي ،

دښوره ګز طبي ګټــــــــــــــي !

 پخوانیو طبو یې دغه ګټي ذکر کړي دي :

د(الرشاح   – البودم – بلهارسیا)له بولو سره دویني یاخالی ویني دراتلو په ناروغۍ اخته دي پاڼي  راواخلي ودې غوړوي (خپرې دي کړي) ورباندي کښې  دې ني ،اوله سربېره خوادي هم پرځان تاو کړي یوه بړستن دي ورباندي واچوي چي خوله وکړي .

درې واره دي داسي ځان خوله کړي ان شاء الله رک روغ به شي  .

دبهق :دناروغۍ لپاره (پر بدن سپین ټپونه چي  پیس نه وي ) سهار وختي دي دښوره ګز اوبه وباسي درې وختونه دي پرې موښي ان شاء الله ډېر ژر به جوړ شي ،دالرشاح دناروغۍ په اړه محقق ابو زهیر وایي چي آسانه علاج یې دادی :چي دپاکي ځمکي خټه دي په نامه اوسپوخڅه وروموښي

 نویو طبي څیړنو یې دغه ګټي ذکر کړي دي !

 دپرهارونولپاره دوادی چي پرې موښي یې بالکل یې ټول اثرات ورختموي چي په لږو اوبو کي یې لږ وایشوي ویې څښي هم هر ډول پرهار جوړوي (ان شاء الله ) 

اېره یې چي دمسواک په ډول په غاښونو ووهل شي نو اورۍ ټینګوي اوغاښونه ښه تک سپین ځلوي اوغاښونه له خرابیدو ساتي که ایره  پرهغه پرهار واچول شي چي وینه یې نه بندیږي نوپه ټپه به یې بنده کړي اوپرهار ته تاوان هیڅ نه کوي ،که یې  ایره راواخلي اوله غوړو سره په ځانګړي ډول دزیتون له تیلو سره ګډه شي سر پرې غوړوي نوویښتان ټینګوي ،اوقوي کوي یې اودغاښونوددردلپاره دواده اودبواسیرو په ناروغۍ اخته که یې په ځان موښي اودبواسیرو ځایونه په غوړوي ان شاء الله ډیر ژر جوړیږي ،هم دغه یې ټولي مهمي ګټي وې چي بیان شوې .

دخوب مــــــــــــــــانا!

 ښوره ګز اونوري داغسي بې میوې اوبې بویه وني په خوب لیدل بُخل ،تنګه روزي اوخواري ده .

                        دقرآني بوټوکتاب پای ته ورسید والحمدلله اولا وآخرا.

 په پای کي غواړم یولنډکی بحث دقرآني بوټواونورومیوودپوستکوپه اړه وړاندي کړم :

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …