کور / بوټي / زقـــــــــــوم ! بې ګټي بوټی !

زقـــــــــــوم ! بې ګټي بوټی !

په عظیم الشان قرآن کي دزقوم بوټی په ډېرو سورتونوکي یاد شوی دی خوټول ترټوله دقهر اوعذاب په آیتونو کي لوی رب ﷻ دي موږ ته په خپل لوی فضل اورحمت سره نجات راکړي (آمین) په عظیم الشان کتاب لوی قرآن کي دالواقعه –الاسراء- الدخان په سورتونوکي دزقوم ونه یاده شوې ده چي العیاذ بالله په دوزخ کي راټوکیدونکې ونه  ده اودکافرانوخوراک ده – العیاذبالله ! په سورة الاسراء کي هم 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

 وَمَا جَعَلْنَا الرُّؤْيَا الَّتِي أَرَيْنَاكَ إِلا فِتْنَةً لِلنَّاسِ وَالشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِی القُرانِزقـــــــــــوم ! بې ګټي بوټی !

ډېرومفسرینو ورځني دزقوم ونه ترجمه کړې ده خوځینو محققینو ورځني نوري ترجمې هم کړي دي ترټولو ښه ترجمه اوتفسیر علامه محمدالطاهر ابن عاشور په خپل بینظیر تفسیر التحریر والتنویر (چي په پنځلس ټوکه کي طبع شوی دی ) کړې ده چي: الشجرة الملعونة في القرآن  یهودي کورنۍ ده دې ملعوني کورنۍ په بیت المقدس اوپه نوره ګرده نړۍ کي فتنې خپرې کړي دي ،محقق عبدالمجید العرابلي هم په خپل یوه بې ساري تحقیق کي چي د( الرسم العثماني  یفرق بین شجرة الزقوم المقبوضة وشجرت الزقوم المبسوطة ) په نوم طبع شوی دی داخبره په اثبات رسولې ده چي له الشجرة الملعونة في القرآن څخه مراد یهودیان اودهغوی فتنه ده .

هم داراز عبدالله السعید د(ماهي الزقوم ) یحی البولیني د(ماهی شجرة الزقوم؟) هبه د(شجرة الزقوم ) اومحقق عبدالرحمن قاسم الفیفي الیمني د(شجرة الزقوم ) په نوم تحقیقي رسالې لیکلي دي دوی ټولو دزقوم په اړه لیکلي دي چي: هي من اخبث الاشجار ……. دزقوم ونه دټولوونو بده ونه ده ،اهل تشیع بیاوایي چي: دالاسراء په سورت کي له الشجرة الملعونة في القران څخه مراد دبني امیه کورنۍ ده چي دخپل هغه  تضاد له مخي چي دوی یې دابوسفیان له کورنۍ سره لري اوحضرت کاتب الوحی امیر معاویه العیاذ بالله په دې لړۍ کي په سختو ټکو غندي نوهم دغسي ترجمه یې هم دخپل عصباني غریزې دپوره کولو یوه بله پلمه ده  دوی دام المؤمنین عائشه صدیقه  هغه قول هم یودلیل ګڼي چي مروان ابن الحکم ته یې په خواشیني سره وفرمایل :سمعت رسول الله  یقول لابیک وجدک انکم الشجرة الملعونة في القرآن  .طباطبایي هم په خپل لوی تفسیر المیزان کي هم داترجمه کړې ده خویواړخ ته ام المؤمنین ته سپکي سپوري ویل اوبل لوري ته یې په ټولو فرموداتوکي په هم دغه یوه خبره دلیل نیول چي دسخت قهر په حالت کي یې کړې وه نودچا په خبره له دین اواسلام څخه هم دخپلي اشتها یوشی جوړول دي اَفَتُؤمِنُونَ بِبَعضِ الکِتَابِ وَتَکفُرُونَ بِبَعضٍ الایة  ددې خبرو دتحقیق اوشنني ځای دتفسیرونوکتابونه دي که لوی رب ﷻ راته وخت اووس راکړل ان شاء الله دعظیم الشان قرآن په طبي تفسیر کي به ورباندي سمي درستي خبري وکړم  .

وړاندي چي ما دکومومحققینو دڅیړنو،کتابونو اومقالاتونومونه واخستل هغوی بشپړ تحقیقات ددې بوټي په اړه کړي دي خوهیڅ یوه طبي ګټه یې هم دزقوم دبوټي نه ده بیان کړې،دپارسیانو کتابونه اوپخواني طب هم ماورپسي ولټول هیڅ ګټه مي هم ورکي پیدانکړه .

استاذعبدالرحمن الفیفي په خپل زبر دست تحقیق کي لیکي :فلیس لها ثمر یؤکل ولافیها أیة فائدة طبیة ولاتصلح حطبا ولاغذاء للمواشي .

نوداداسي ونه ده چي نه میوه لري ،اونه ورکي کومه طبي ګټه شته نه دسون لپاره دلرګیو په ډول کار ورکوي اونه هم دڅارویو لپاره کومه ازوغه ورځني لاس ته راځي .عجیبه خبره ده چي داسي بې ګټي بوټی لوی الله هیڅ پیداکړی نه دی چي په هغه کي دي هیڅ ګټه هم نه وي بلکه په هریوه اونوروصنائعو کي یې په لس ګونو ،په شلګونو بلکه په سلګونو ګټي نغښتي وي .نوخلقت یې دڅه لپاره دی؟ ددې جواب ماپیدانکړ خوحقیقت دادی :چي ترټولو لویه ګټه له قرآن کریم څخه لاس ته راوړل یواځي ددنیا، دبدن ، دصحت اوددې لنډکي ژوندانه نه ده بلکه دلوی آخرت لویي ګټي اصل مقصود دی نوپه دنیا کي دزقوم موجودیت چي په اوبو شین کیږي اوبیږي په خاورو کي کرل کیږي دهغه زقوم یوه نمونه غوندي ده چي په اور ټوکیږي ،په اور پايي ،په اور زرغونیږي والعیاذبالله  نومنکرین دي ورځني پندواخلي ،اعجوبه ده کفار په دې هم پوهیږي چي دزقوم دبوټي طبي ګټي هم نشته ښه بوی هم نلري ،ګلان هم نه کوي ،بلکه تېره اغزي لاهم لري خواوشا ورسره کرل شوي ګلونه هم ځوروي ځمکه هم خرابوي دوی یې ترهر چا ډېر کري هم اوورځني هیڅ پند هم نه اخلي .

داخوهسي یوه بیلګه غوندي ده داور زقوم به ددوی خوراک وي لوی رب دي موږ مسلمان ټبر ته نجات راکړي .

زموږ پښتانه هم عجب کارونه کوي ډېر خلګ شته چي زقوم یې نوم  وي مسلمان پلار اومسلماني مور ورباندي دغه نوم ایښی وي .

نه پوهیږم ددوی ددې نامه په ایښودلو کي غرض څه شی دی ؟ لوی رب دي پنا راکړي خوددې لپاره یې کرل ښه کار دی چي څوک پند اوعبرت ورځني واخلي .

درسول الله  په مبارکو احادیثو کي هم بیخي ډېر دزقوم نوم راغلی دی خوټول دحدیثو په کتابونو کي په ابواب صفة جهنم کي والعیاذ بالله منها راغلی دی  البته یوڅوګټي یې هم په یاد راغلې یوه خوداچي سخت ترخه زهر ورځني جوړیږي اوزهر هم کله کله دانسانانوپه کار کیږي بله داچي په زهر جنو بمونو جوړولو کي ورځني پراخه استفاده کیدلای شي خوخپل ځان ته ترکیبونه لري .

دخوب مـــــــــــــــانا! 

زقوم لکه چي ښه بوټي نه دی په خوب لیدل یې هم ښه نه دي که یې په خوب ولیدچي زقوم خوري نوپه زهرو به مړ شي که یې کښت کرهڼه کوله نودفساد خپرولولامل به شي . والله اعـلم     اللهم انا نعوذ برضاک من سخطک وبمعافاتک من عقوبتک

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

                                                     

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …