کور / بوټي / کــــــــــــــاپور!(کافور)

کــــــــــــــاپور!(کافور)

له قرآني بوټو څخه یوهم کافور دی چي یوځای دلوی رب ﷻ په کلام کي راغلی دی 

سورة الدهر آیت (۵)کــــــــــــــاپور!(کافور)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

إِنَّ الأبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (٥)عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا (٦)

ترجمه :بیشکه ابرار نیکان څښي (په جنت کي) له جامونو دشرابو ځني چي وي ګډ له هغو سره (جنتي) کافور چینه چي څښي به له هغې څخه (نیک ) بندګان دالله  چي بیا یي به (مؤمنان ) دغي (چینې ) لره هرچیرته چي یې خوښه وي بیول یې .

تفسیر :یعني دشرابو هسي جامونه به څښي  چي لږ څه کافور به پکښي ګډوي  داکافور ددې دنیا په شان نه دي بلکه دجنت دیوې خاصي چینې نوم دي چي دلوی الله ﷻ له لوري په خاص ډول دالله تعالی مخصوصو اومقربو بندګانوته دهغه له اوبو څخه ورکول کیږي . ښایي چي ددې دسوړوالي ،ښه رائحه اووږم مفرح خاصیت اودتک سپین رنګ له امله هغه ته کافور ویل کیږي  ( تفسیر عثمــــــاني جزء (۲۹) ص (۱۵۹۸)

په نبوي احادیثو کي هم کافورته دیادیدو شرف حاصل دی په ځانګړي ډول دمړي دغسل ورکولوپروخت یې رسول الله  په ډېرو احادیثوکي دورلګولو حکم فرمایلی دی :اوهمداراز دجمعې د مبارکي ورځي اودهغې دلمانځه دفضیلت په اړه په حدیث شریف کي دکافور په نیکي سره یادونه شوې ده :

دیوه حدیث شریف متن دغه دی :عن ابی موسی الاشعري  قال قال رسول الله  :ان الله یبعث الایام یوم القیمة علی هیئتهاویبعث یوم الجمعة زهراء منیرة اهلها یحفون بها کالعروس تهدي الي کریمها تضئ لهم یمشون فی ضوء ها الوانهم کالثلج بیاضا وریحهم تسطع کالمسک یخوضون في جبال الکافور ینظرالیهم الثقلان مایطرقون تعجبا حتی یدخلواالجنة لایخالطهم احدٌ الاالمؤذنون المحتسبون (اخرجه ابن خزیمة والحاکم وصححه الالباني  نورهم ګڼ احادیث شته چي ورکي دکافور یادونه شوې ده .

کافورته په عربي کي هم کافور په انګریزي کي Camphara  په پارسي کي هم ورته کافور ویل کیږي اوعلمي نوم یې :  Cinnamamum  دی  دهند، نیپال،اندونیزیااونورو خواوشا سیموونه ده  ډېره جګه ونه یې وي کله کله یې لوړوالی ترپنځوسوومترونوپوري هم رسیږي ،واړه واړه ژیړاوایرو رنګ لرونکي ګلونه کوي .

میوه یې لکه کپسولونه داسي هګۍ ډوله وي اووړه وړه وي ،ترټولو ونو ژر راټوکیدونکې اوغټېدونکې ونه ګڼله کیږي ځکه چي کله کله یې په یوه کال کي اوږدوالی (جګوالی) لسو میترونوته هم رسیږي .

دکافور په اړه امام قزویني وایي :یقوي الحواس ویقطع الباه حواس قوي کوي اودباه قوت (جنسي یاشهواني قوت ) پرې کوي (عجائب المخلوقات ص (۳۵۲)

 

په جدیدو طبو کي پرکافور زښته زیاتي لیکني شوي دي !

فوائدالاعشاب الطبیعیة  ……………………….دوکتور جابر ابن سالم القحطاني

فوائدالکافور………………………………………………دمعة ألم

ماهی فوائدالکافور؟………………………………………فیصل مصطفی

  نباتات القرآن ،الکافور…………………………………..ایمن السید 

هم داراز ګڼ شمېر مقالې پردې ونه باندي لیکلې شوي دي  چي د اسماء طه – احمد سامي ابراهیم- اَمِنه مازن الشاکر- مروة عبدالکریم محمد-مصطفی عفیفي اونورولیکني ماولوستلې چي دډېرو طبي څیړني یوبل ته سره ورته دي دمعمول په څیر به یې زه ان شاء الله مهم اولنډ ټکي راواخلم  ستاسي دنیکودعاګانوپه هیله :

دکافور عطري روغن دسړځګي ،ټوخي ،دځيګردحساسیت ،انفلونزا،دګیس دختمولو ،دنزلې ،روماتیزم ،دبندونو ددرداوزکام دناروغیو لپاره دتبخیر یاتدلیک (دودولو،بویولو،اوموښلو) په ډول علاج دی  دوني پاڼي یې :دځيګر دحساسیت بلغمي ټوخي ،دځیګر دتخته والي ،اودبلغمو دایستلو اودوایروسونواوجراثیمو دوژلو لپاره غوره دواده  همداراز دغاښونو دټینګولو ،دغاښونو ددرددپرې کولو او اوریو دټینګولو لپاره ښه مؤثریت لري ،غاښونه له خوړل کیدو ساتي ،داوریو پاړسوب ختموي،دتنفسي جهاز دسمولو کار کوي ،دکافورپه اړه مشهوره ده چي تبخیر یې دخزندو دورک کولو لپاره ډېر مؤثر دی اوصحي ضرر هم نه رسوي دانسانانو بدن ته ،دلمر وهلي لپاره ښه دواده ،ایمن السید یې یوه بله عجیبه ګټه ښودلې ده  زه به یې په غټوتوریوولیکم ګوندي دمجاهدینو ورته پام شي اوکار ورځني واخلي .

ایمن  السیدلیکي: والنوع التجاري منه اوصمغ الکافور ابیض بلوری شفاف ذورائحة نفاذة ویستعمل فی صنع المتفجرات کمایدخل فی عمل الادویة والعطور- اوتجارتي ډول دکافور یې سپین ګردۍ ګردۍ ټیکۍ دی چي تېز بوی لري اوپه چاودیدونکوموادو کي ورځني کار اخیستل کیږي لکه چي په دواګانو اوعطرو کي ورڅخه کار اخیستل کیږي همدغه مهم ټکي وو.

دخوب مـــــــــــــــــــــانا!

کافور په خوب کي لیدل  ښه دي  اوښه صفت  اودښځي دحامله کیدو زیری هم کیدای شي که یې له مړي سره کافور ولید که له ژوندي سره نودهغه پرښو اعمالو دلالت کوي اوله نیکانوسره به یی حشر وشي ان شاء الله .                      والله اعــــــــــــلم 

 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …