کور / بوټي / اوری (خـــــــــــــــــــردل!) پېژنۍ ؟

اوری (خـــــــــــــــــــردل!) پېژنۍ ؟

یوهم له قرآني بوټوڅخه :اوری (خردل ) دي په عظیم الشان قرآن کي په دووځایونوکي لوی رب ﷻ داوری ذکر کړی دی ،

لومړنی آیت (۴۷) سورة الانبیاء 

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ (٤٧)

ترجمه: اوکیږدو تلي دانصاف دپاره د(اهل د) ورځي دقیامت پس ظلم به نه وکړ شي په هیڅ نفس دهیڅ شي (هیڅ) اوکه وي (دغه عمل) په قدر دیوې دانې اوري  نورابه وړو دغه (دانه) اوبس یوموږ حساب کونکي (یاساتونکي دبندګانوداعمالو )

دوهم آیت شریف (۱۶) سورة لقمان  

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (١)يَا بُنَيَّ إِنَّهَا إِنْ تَكُ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ فَتَكُنْ فِي صَخْرَةٍ أَوْ فِي السَّمَاوَاتِ أَوْ فِي الأرْضِ يَأْتِ بِهَا اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ لَطِيفٌ خَبِيرٌ (١٦)

په دغوآیاتونوکي دحضرت لقمان  و خپل زوی ته دوعظ ،نصیحت اوپندورکولو قصّه لوی رب ﷻ زموږ رسول  ته بیان کړې ده :چي حضرت لقمان حکیم صاحب خپل زوی ته دوصیتونو په سلسله کي وویل :ای زوی ګوټيه! زمابیشکه دا (دبدي اونیکي خصلت) که کوم شي وي په قدر ددانې داوري څخه پس وي دادانه په کومي تیږي (ګټي) کي یاوي په آسمانونوکي یا په ځمکه کي (چي هیڅوک پرې خبر نه وي) نورابه یې وړي الله (حساب کتاب ته) بیشکه الله ﷻ ښه باریک لیدونکی ښه خبردار دی .

اُوري په احادیثو کي !  

داوري ددانې یادونه په زښتو ډېرو احادیثو کي شوې ده دبیلګي په توګه به دوه مبارک حدیثونه رانقل کړم :

روی ابن عباس رضی الله عنهما :ان النبي  قال : ضحکت الجنة فاخرجت الکمأة وضحکت الارض فاخرجت الخردل . کتاب فوائدالخردل للدکتورعبدالباسط السید 

حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي چي جناب رسول  الله  وفرمایل: جنت وخندل نو(دخنداله امله یې) پوڅکۍ راشنه شوه ،اوځمکي وخندل نو(دخنداله امله یې) داوری دانه راشنه شوه .

وقال  :ما السموات السبع والارضون السبع في کف الرحمن الاکخردلة في یداحدکم کتاب   فوائدالخردل لصحة الانسان  للمحقق بدر عیاد 

ترجمه :رسول الله  فرمایلي دي : نه دی دا اووه آسمانونه اواووه ځمکي په لاس (بلاکیف) دلوی خدای ﷻ کي مګر لکه یوه دانه Mustard داوری ستاسي  دکوم یوه کس په لاس کي  .

اوری چي په عربي کي ورته خردل په پارسي کي هم خردل په اردو کي ورته رایي اوپه انګریزي کي ورته Mustard ویل کیږي اوعلمي نوم یې Sinapis دی 

یوکلن واښه دی چي لوړ والی یې کله کله تر یوه متره پوري هم رسیږي تکي شنې خپرې سوروري پاڼي لري اوپه سر کي تک ژیړ ګلان کوي کله چي موږ په مطلق ډول له دې مبارک بوټي سره نابلد وو لکه چي ماددې کتاب په سریزه کي له درده ډکه یادونه کړې ده نومایې تخم پیداکړ دخپلي خوني مخته مي وکاره چي دادی الحمدلله ښه راشین شو چي دادی ددې لیکني پر وخت له نژدې ورته ګورم اوښه علم ورباندي راوستلای شم ،اوهم دارازمي په ډول ډول دخوړلو اودتداوي لپاره دکارولوآزمویني  هم وکړې ګني زموږ علما چي دقرآن کریم ترجمه اوتفسیر کوي نوپه سپیلني سره یې نوم اخلي اودادسپیلني له ډوله بیخي نه دی خپل جلا کهول طبي خاصیتونه اوعلمي مقام لري ،په مقدمه کي ما له پښتنو ګیله کړې وه چي ددومره مهم ګټور بوټي لپاره نوم لانه لري  ! بلې هو! 

دنن ورځي هغه تش په نامه پښتانه شنونکي چي وچ لامده ،ښي اوکیڼ ،چاغ اوډنګر نه شي سره بیلولای ،په پخوانیو پښتنوکي څه نه وایم هغوی بشپړ علمي خدمت هم کړی دی چي دهغوی په زبر دسته تحقیقاتوکي یې ما نوم پیداکړ چي اوری دی .

عجیبه ده چي پښتنو محققینو څومره زیار ایستلی دی  په هرشي پسي یې پوره څیړني کړي دي خوموږ به یوڅوکلونه وروسته بیادغه خپل لیک هم نه شولوستلای ،اوری خونوم دی چي ځیني نومونه دملایانو په اصطلاح :اسماء معلول په علت نه دي ،نه پوهیږم چي ددې نامه دایښودلو به څه لامل وي .

اوس به هم داوری طبي ګټي په لنډو ټکوکي راواخلو ! مخکي چي ماددوو کتابونو نومونه یادکړل اونور ګڼ مقالات  اورسالې داوری پر طبي اوعلمي حیثیت لیکل شوي دي اوهم داراز ځيني زما ځانګړي تجربې دي چي دټولو لنډ ټکي دادي : داوري تخم مهم دی چي ورځني طبي ګټي ترلاسه کیږي ،تخم  یادانې یې په درې رنګه کي دي تور، ژیړ،اوسپینچک دلته زموږ په خوا وشا کي چي پیداکیدلای شي هغه تورو اوژیړودانووالادي  ددې ډول اوري پاڼي باید استعمال نه شي ،پاڼي چي یې استعمالیدلای شي هغه سپین تخم لري  اودلته سپین تخم والانشته دغه نوردوه رنګونه چي دي دې ته هندي خردل ویل کیږي، په اوري کي A   ویټامین ،کالسیوم ، ریبو فلافین،نباسین اووسپنه ښه په پراخه کچه پراته دي ،اوپه متوسط ډول فوسفور هم ورکي شته ، اونورهم زیات شمېر عناصر ورکي شته ،اوري دبندونو ددرد لپاره ګټور دي چي تخم یې په یوڅه اندازه اوبوکي وکوټي ویې لړي اوپرهغو ځایونو یې موښي چي دردکوي ،اوري دویني دلوړ فشار لپاره ګټور دي ،اودنیم سیري لپاره دواده ، دزړه اوشریانونو دناروغیو ددفعي لپاره ګټور دي ،داوري لویه ګټه داده چي څوک یې په کتغ کي اچوي یایې دغسي خوري نودسرطان دناروغۍ ترډېره بریده دفع کوي اوري دبدن دفاعي قوت  سموي چي بیا دډېرو ناروغیو په وړاندي مقاومت کولای شي ،دښځو دمیاشتنۍ ناروغۍ له تیریدلو وروسته یاپرهم دې وخت که دردونه وي نواوری ورته غوره علاج دی وړوي دي اوکپه کوي دې دتصلب الشرایین دناروغۍ لپاره  بیخي ګټور دي  اونوري ګټي …….

دخوب مـــــــــــانا!

اوري په خوب لیدل دغم اومشکل دورپېښیدوخبر داری دی  یاکیدای شي په سختي سره به ښه پاک حلال مال پلاس راوړي والله اعلــــــــــــــــم 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …