کور / بوټي / پیاز ! (البصـــــــــــــــل)دقراني بوټو په شمار کې راځي

پیاز ! (البصـــــــــــــــل)دقراني بوټو په شمار کې راځي

په ذکر شوي آیت شریف کي پنځم اووروستنی شی چي بني اسرائیلو یې غوښتنه کړې وه یوهم پیاز دی .قرآني بوټی پیاز چي په عربي کي  ورته (البصل) په پارسي اواردو کي هم ورته پیاز په بلوچي کي یې لږنوکی نامه ته تغیر ورکړی دی پیماز ورته وایي په انګریزي کي Onion  ورته ویل کیږي اوعلمي نوم یې Alliumcepa دی  دهوږي له فصله څخه شمېرل کیږي .داسي کوربه نه وي چي په هغه کي دي پیاز موجودنه وي اوداسي کس به نه وي چي پیاز دي ونه پیژني په هرهیوادکي په هره سیمه اوهر کاله کي پیاز پیاز ! (البصـــــــــــــــل)شته  چي پیاز په کوم کتغ کي نه وي ګواکي خوند یې بیخي نشته ډېر ارزښتمن بوټی اودخوراک خوند سموي،تیز دند اوبوی لري چي سپینوي یې په سترګو اوښکي کوي خوهمداغه اوښکي یې لاهم علاج دی په پیاز کي تاوان بالکل نشته اوګټي یې بېحده ډېري دي .پیاز ډېر رنګونه اوډولونه لري لکه سور ،سپین، ژیړاونور…………..خوطبي ګټي یې سره یوشان ته دي البته شنه بلګونه یې بیل شی دي اوجلاګټي لري .

دپیاز پرطبي اوعلمي  اهمیت بې شمېره ډېرکتابونه ،مقالات اورسالې لیکلې شوي دي .په عربي محققینواوبوټي پیژاندوکي 

من فوائدالبصل :…………………. لیکوال خالد الاصبحي 

البصل یقوی المناعة……………………..السیدحسن حسین 

البصل………………………………….عصام البدري 

فوائدالبصل الطبیة ………………………دوکتوره ریحانه 

د(معجزات الشفاء) په نوم کتاب دلیکوال اومحقق منصور عبدالحکیم بیخي دقدر وړ تحقیقات دی  په پارسیانوکي دډاکتر سهراب کتاب( یک صد ګیاه معجزه ګر) اوهم داراز دبوټي پیژاندي اومحققي :فرزانه ربابه دریاباري کتاب  (خواص درماني پیاز) بهترین طبي تحقیقات دي . دډاکټر سهراب اودفرزانې دریاباري تشیع فکر بېله خبره ده خوطبي څیړني یې دقدر وړدي .داغسي خومشهور محقق منصور عبدالحکیم چي څه دپاسه دیوسل اودیرشو کتابونومصنف دی هم خپل ځان ته ځیني تفردات لري ،لکه چي ددجال پر موضوع چي یې تحقیق کړی اوهم داراز دیأجوجو اومأجوجوپه موضوع کي یې ښې لغتي وهلي دي چي له تحقیقاتویې څرګندیږي چي خپله رأیه یې ترډېره حده خوښه ده اوپه استدلال کي هڅه کوي چي نویه خبري رامخ ته کړي که له ځینو کتابونوسره ټکر وي هم پروانه لري ،خوطبي تحقیقات یې پرسترګو دمنلو دي نودځینوتشیعوخبري هم سمي راځي  له دې پرته نور هم بې شمېره تحقیقات شته چي دلوی خدای ﷻ په توفیق سره به یې په لنډو ټکو کي خلاصه راواخلم .

دپیاز خوړل زړه ته قوت ورکوي اوسلامتي ورته بخښي ، پیاز که اوم وخوړل شي که پوخ دمخ پوستکي ته ځلا ورکوي دزهرو ضرر دفع کوي ،معده قوي کوي ،دباه قوت ته ښورښ ورکوي ،بلغم نري کوي اوراجلاکوي یې سدې خلاصوي ،معده نرموي ،دداء الثعلبه  دناروغی لپاره علاج دی چي پرې موښي يې ،اوپوخ خوړل یې دټوخي اودځیګر دخشونت لپار ه ګټور دي ،دملا اوولیو درددفع کوي ،چي د پیاز اوبه دمچۍ له شاتو سره ګډي کړې اوسترګي  پرې رانجه کوې نودسترګو دځیر (نظر) دکمزورۍ علاج دی ، اوهم داراز دسترګو اوبلن مواد وچوي ،اوکه یې په غوږ کي څاڅکي کړي نودپ غوږ خلاصوي  دغوږونوازانګې ختموي اوکه ورځني زووب بهیږي په ټپه یې دروي ، دپیازاوهوږي هریو که لږه اندازه راواخلي اوپه خله کي یې درې دقیقې وژویي نودخلې ټول جراثیم وژني اورۍ یې ورټینګوي اوغاښونوته هم ګټه رسوي ،البته وروسته بیاباید دخلي دپیازو یاهوږي دبوی دورک کولو لپاره یالونګ وژیي یایوڅه مڼه وخوري یا دي نانا وژویي  یادي (مشوي شوی) سورکړی جوزهندي(کوپره)وخوري اویاهم که پنیر یې پیداکړ اوویې خوړ نوبوی به یې ورک شي ، په پیازو کي ټول هغه معادن ،ویټامینونه اوعناصر پراته دي کوم چي په هوږه کي ذکر شول ،لکه کالسیوم ،فوسفور،وسپنه ،کبریت AاوB ویټامینونه ،ګلو کوز ………..اونور ……….. دپیاز خوړل تنفسي جهاز سموي چي دډېرو ناروغیو ددفع لامل دی هم داراز دستوني ،وچي غاړي اودسا وهلو دنورومجراګانو دالتهاب مخنیوی کوي ،هم داراز دویني دخوږې دناروغۍ په کمولو کي مرسته کوي ،دستوني دناروغیو لپاره ګټور دی ، دنزلې لپاره هم غوره علاج دی ،که سړی هره ورځ پیاز خوري نودزړه شریانونه به یې سم وي اودځیګر په ناروغیو به نه اخته کیږي ،دپیاز اوبه که په کښېکښلووایستلي شي اوڅوک یې له خوراک سره استعمالوي نودسرطان دناروغۍ تر ډېره بریده مخنیوی کوي اونوري بې شمېره ناروغۍ دفع کوي دغسي دړي دړي کول اوخوړل یې هم سرطان اونورو ناروغیو ته ګټور دي دزکام اوانفلونزاناروغۍ که چاته ورسیږي نوپیاز دي کړۍ کړۍ وڅوکرییي په یوه ژور لوښي کي دي  کیږدي بوره دي ورباندي واچوي ترڅلورویشتو ساعتونو پوري دي پریږدي بیادې راواخلي نوهغه به اوبه کړي وي هغه اوبه دي هره ورځ له دوو تر پنځو چمچو پوري  خوري  نوان شاء الله ژر به جوړ شي .

پیاز اشتها سموي ،دهاضمې دخرابوالي لپاره ګټور دی اودزړه اونورورګونودروغتیاپالنه کوي ،هم داراز په تبو کي یې خوړل ګټه رسوي اودسړځګي لپاره ښه دي چي سړي ته سړه هوا تاوان نه رسوي  دخلې اوحنجرې دداخلي پاړسوبونولپاره ګټور دی،د(دمامل) دزووب دانو لپاره هوږه اوپیاز دواړه دوادي په ځانګړي ډول شنه پیاز یادهوږي شنې پاڼي چي راواخلې ویې ټکوې اوپرې ویې لګوې هم داراز دسترګو دلیمه دانې اولیکي چي ورباندي ویې لګوي جوړیږي ان شاء الله .

یادهوږی یودانه غمی راواخلئ ویې ټکوئ اوپرهماغه ځای یې ولګوئ نوان شاء الله ډېر ژرجوړیږي  دپیاز دسپینولو پروخت که یې له سترګو اوښکي تللې اوورنه تنګ شو نوپرپیاز دي اوبه تویې کړي هغه تیز دند به یې ورورک کړي 

هوږه اوپیاز باید روغ وساتل شي اوپټوکی یا دسر خوروکي یې باید ترهغه وخته چي کاروي یې ورڅخه جلا نه شي ګني تأثیر یې کمیږي هم داراز په مناسب وچ ځای کي یې ساتل پکار دي ځکه چي ډېره هوا دود اوډېره تودوخه اودوړي تاوان ورته رسوي   .

دپیاز ټولي طبي ګټي لیکل ګران کار دی خودغه یوڅو یې ډیري عمده ګټي وې چي ولیکل شوې ،په پای کي به دشنه پیاز ځانګړي ګټي ولیکم هغه هم ټولي نه یوڅو ډېري دپام وړ خبري :شین پیاز دټوخي لپاه دوادی ! که وچ ټوخی وي که بلغمي وي ، دوچ ټوخي لپاره یې کارول په دې ډول ګټور دي : شین پیاز دي وټکوي اوبه چي یې وکړې هغه دي وڅيښي یاکه یې لږڅه له شاتو سره ګډي کړي نوبیخي ګټوري دي اوهم داراز دبلغمي ټوخي لپاره یې هم په همدې ډول کارول یاله یوڅه اندازه حبة السوداء سره ګډول اوخوړل ګټور دي اوکه یې له ډوډۍ سره وخوري هم ګټه ورته رسوي اوټوخی لږوي .

 دلوی خدای ﷻ په نباتاتوکي دومره ګټي دي چي سړی یې یادولای نه شي اوکه یوڅوک درب ﷻ له هغو حکمتونو څخه ناخبره وي چي په خپلو صنائعو کي یې ایښي دي کیدای شي هغه به دې سړي ته چي دنباتاتوګټي بیانوي یادروغجن یاهم پرته وئېدونکی ووایي (والعیاذبالله ) خوزموږ دلوی رب ﷻ پرهغو حکمتونو باندي ایمان دی چي پخپلو شیانو کي یې په خپل کامله قدرت سره ایښي دي نوځکه ورباندي یقین لرو :دشنه پیاز په اړه چي تحقیقات شوي دي دهغو تحقیقاتو غټ غټ ټکي  دغه دي :

 شین پیاز دزړه لپاره وقایه ده په ځانګړي ډول دقلبي سکتې لپاره ښه دی یعني چي څوک یې خوري قلبي سکته نه ورباندي راځي ،په شنه پیاز کي د(بلوټين) ماده پرته ده کومه چي په مڼه کي هم شته خودشنه پیاز دغه ماده بیخي ډېره ده که څوک دسلواودووسوووګرامو ترمنځ په کچه شین پیاز په اونۍ کي درې ځله خوري نوپه حیرانوونکي ډول سره یې خپل بدن ته دپروټین ماده ورکړه ،شین پیاز په نورو دغو ناروغیو کي مرستندوی دي چي تر ډېره حده یې مخنیوی کوي اوکه څوک پرې اخته وي (العیاذ بالله ) نوهم ورته ګټور ثابتیدلای شي ،دټوخي لپاره :دټټر دحساسیت لپاره ، دسینې دپاړسوبونو لپاره،دتناسلي اعضاؤدپاړسوبونو لپاره ، دمتیازودنظام دخرابوالي لپاره دروماتیزم لپاره ، دتنفسي ناروغیو لپاره ،دسرطان دناروغۍ لپاره ،دسرطاني پرهارونولپاره دکوټل شوي شین شوي اوربړول شوي بدن دپرهارونو  دهډوکو دشین والي اودردونولپار ه،ددانو اومتعفنو پرهارونواوزخمونولپاره ،دحب الشباب ( دځوانۍ ددانو) لپاره دغوږونو دناروغیو اودردلپاره ،دنیم سیري اوټول سر درد لپاره ،دانفلونزا لپاره ، دویني دفشار لپاره ،داستسقاء دناروغۍ لپاره (استسقاء)دنس دنظام کله هم داینې دنظام اوکله هم دکولمو دنظام دخراب والي له وجهي وي دټولو لپاره شین پیاز ګټور دی ، دتریخي دډبرو لپاره ،دهاضمې دخرابوالي لپاره ،دهاضمې دنظام دکمزوري لپاره ،دغدوداختلال لپاره دچاغوالي لپاره یعني که یې چاغ سړی خوري نوډنګروي یې ،دشریانونو دخرابوالي لپاره ،اودهرډول سوځل شوي کوټل شوي اوزخم شوي پرهارونولپاره اونوري هم ډیري ګټي لري چي پردې موضوع باندي پوره لس دانې رسالې اومقالې مالیدلي اولوستلي دي خومهم ټکي یې همدغه وو .

اوس به یوڅونسخي په تفصیل سره ذکر کړم چي ډېري مهمي دي !

شین پیاز دسینې دحساسیت لپاره : یوه میاشت دي پرله پسې هر سهار پرتشه خوا دپیازواوبه اویوګیلاس شات سره ګډوي یعني نیم دپیازو اوبه اونیمه اندازه یې  شات رک روغ به شي ،

دځیګر دپاړسوب لپاره : پیاز دي وکوټي اوتود دې کړي ماښام مهال دي  په ځیګر اوشا باندي لګوي  پاړسوبونه به یې هم ټول ختم شي .

دتناسلي اعضاؤ دخرابوالي اوپاړسوب لپاره !

 دمڼې په سرکه کي دي پیازټوټې ټوټې وڅوکرییي اودرې شپې دي کیږدي بیادي هر سهار پر تشه خوا یووړوکی ګیلاس ورځني څیښي  لس ورځي پر له پسې دي داعلاج وکړي 

دروماتیزم ددردونولپاره : په کوم ځایونو یابندونو چي یې درد وي نوپیازدي په اوبو کي وایشوي اودغه بخار دي ورته نیژدې ونیسي اولږ دي ورباندي وموښي بیادي دزیتون په غوړو هغه ددردځایونه غوړ کړي یوه اونۍ پرله پسې  اوکه صعتر یې یازعتر چي هم ورته وایي پیداکړ نوسهار مهال دي هره ورځ یوه کوچنۍ چمچۍ په شاتو کي ګډوي اوخوري دې  ان شاء الله روغ رمټ به شي .

دپرهارونوددردونواوکوټل شویوځایونولپاره !

دشنوپیازواوبه دي  په دغومره اندازه له کافورو سره ګډي کړي سهار اوماښام دي خوږ شوي ځایونه په غوړوي اوډېرحرکت دي وهغوخوږشوواندامونوته نه ورکوي ،

دماتوهډونودجوړیدو اودردونودآرامولولپاره!

دپیاز شوروا دي دهډوکوله ماغزو څخه جوړوي که داوښ  دهډوکوماغزه پیداشول خوښه خبره ده که هغه نه وو دغوایي هغه هم صحي دي پیاز دي له دې ماغزو سره وایشوي همداشوروادي هره ورځ سهار پرتشه خوا څیښي اوچي پټۍ کړې یې وي له هغو پرهارونوچي پټۍ لري کړي هم شنه پیاز دي له ډوډۍ سره ډېرخوري چي جوړوالي ته یې ګټه کوي ،اوپلې یې هم ورسموي ،

داستسقاء دناروغۍ لپاره : دپیاز شوروادي له هرخوراک څخه وروسته څیښي یویوګلاس ،خالي دپیازو شورواداده چي پیاز که شنه وي که نور پیاز وي درې دانې دي په سپیرو اوبو کي (۱۵) دقیقې وایشوي هم داغه یې شورواده .

دټوخي لپاره: دي پیاز په شاتوکي واچوي سهار سهار اومازدیګر دي هم یوه چمچۍ اویایوڅه زیات خوري ،اوله خوراک وروسته دي هم خوري .

دبدن دپاکولو اودویني دسمولو لپاره ! دي پیاز له پنیر یادزیتون له غوړو سره خوري .

ددانولپاره :یوه ټوټه یایوه لښته دي دپیاز راواخلي اوپه سرکه کي دې ووهي پردانو دي کیږدي اوهم داعمل دي تکراروي په څوورځوکي به ان شاء الله جک جوړ شي .

دخوب مــــــــــــــــانا! 

که ناروغ وو اولږ پیاز یې په خوب کي وخوړ نودمرګ زیری دی که روغ وو نولږ دمال زیری دی چي په سختي سره به یې لاس ته راوړي ،که یې ډېر وخوړ نوجوړ به شي که یې بالکل ونه خوړ نوډېر خیر دی .   والله اعـــــــــــــلم 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …