کور / بوټي / قراني بوټي / کیـــــــــــله (الطلح ـــ الموز)

قراني بوټي / کیـــــــــــله (الطلح ـــ الموز)

دقراني بوټوپه لړۍ کي دکېلې نوم هم راځي دلته یوه خبره باید واضح کړو چي په ننۍ عربي کي کیلې ته موز ویل کیږي اواکثریت عربوته چي طلح ووایي نه پرې پوهیږي  اوپه عظیم الشان قرآن کي دطلح په نوم ورځیني یادونه شوې ده ،دموریتانیا هیواد یوه څیړونکي محقق حبیب حافظ یوه بهترینه تحقیقي رساله لیکلې ده چي د: الطب الاصلي والطب البدیل په عنوان اود(صدراية الطلح  ) په نامه یې طباعت شوی دی  ،په یوه زبر دست  تحقیق کي یې لیکلي دي :سوف نبدأ انطلاقا من هذه الحلقة بتقدیم جوانب من الخصائص کیله الغذائیة والعلاجیة لابرز الاشجار والنباتات  المحلیة المعروفة في مختلف المناطق الموریتانیة ولعل من الافضل ان نبدأ باکثرها انتشارا وشیوعا وهو شجرة الطلح  مذکرین  بان استعمال النباتات  للاغراض الطبیة  والغذائیة یجب ان یخضع لاستشارة اهل الاختصاص والخبرة والتجربة من العطارین والاطباء ویدخل في المسمی للطلح  کل من التمات والصدره البیضاء والموز وابروار او اوروار  الی آخره ……..

ددې اوږد تقریر یوه برخه مي رانقل کړه چي دپای دټکو ترجمه    اوحاصل یې دادي چي : طلح یوډول دنوعي نوم دی چي څلور ډوله میوې  :التمات ،الصدره البیضاء ، موز،ابروار ورکي شاملي دي   نوموز دطلح یوډول میوه ګڼله کیږي نوپردې تقدیر دعظیم الشان قرآن یوبل اعجاز رامخي ته شو چي موږناقص الفهم هم ورباندي پوه شوو چي قرآن کریم موز ذکر نه کړ اوطلح یې ذکر کړه : چي ځيني خلګ چي په قرآني  بلاغت اوفصاحت بلدنه وي هغوی به له خپلي خوښي سره سم  اودخپلي څیړني یاتجربې موافق دکیلې معنا ورڅخه اخلي اوڅوک به یې عمق ته ورلویږي اوداغسي څیړنه به کوی لکه موریتانوي محقق چي کړې ده فجزاه الله عنا وعن جمیع الامة   ددیوو څلورو میوویاونو په اړه به زه لنډ ه خبره وکړم چي وپیژاندل شي اواهمیت یې راته معلوم اوهم داراز یې دطبي اونورو بیلابیلو ګټو دراسپړلو لپاره کار وکړو ،نوداڅلور وني : 

التمات، ته زموږپه اصطلاح کي اناناس ویل کیږي ،

الصدر البیضاء: دموریتانیا اودهغو نوروهیوادونو خپله ځانګړي میوه یاونه ده چي زموږ  لوري ته نه کوم طبیب ورسره تراوسه آشنایي    لری      اونه هم کوم دلغاتوماهر ،موز خو کیله ده  اوابروار یااوروار ،ته په عربي اصطلاح کي ام غیلان ویل کیږي  زموږ په پښتانه هیوادونوکي نشته په پارسي کي یې دایرانیانو د(لغت نامه دهخدا) په حواله  داسي  درپیژاندلی شو چي وایي: درخت خار دار است که دربادیه مي روید عوام طلح واهل بادیه سمر نام میدهند  یعني یوه ونه ده چي په دښتواوساراوو کي راټوکیږي چي اغزنه ده عوام ورته طلح اودکلوبانډو خلګ ورته سمر نوم ورکوي ،یاداچي :اوروار ته په عربي  اصطلاح کي قشقش ویل کیږي  خوراجح خبره داده چي دا(ام غیلان) ده دام غیلان په اړه امام قزویني ترهرچا ښه معلومات لري اوله موږسره یې شریکوي دهزاره ګانو دلغت نامې ژباړي خوند نه و کړ .

امام قزویني رحمة الله علیه  وایي : ام غیلان : شجرة من عضاه البادیة  کثير الشوک قال ابن سینا : اصله یسمی  یتک اذبخر به طیب رائحة البدن  وقطع رائحة الثوم        عجائب المخلوقات  ج ۲ ص ۳۴۵ 

ام غیلان ونه  له (عضاه البادیة  ـــ سارائي اغزني وني ) څخه ده ډېر اغزي لري ،ابن سینا وایي :بیخ ته یې (بنک) یا ( ینک )  ویل کیږي  «دغه نوم پاړسي دی » چي تبخیر شي نودبدن بوی ورسره ښائسته کیږي  اوداوږي (هوږي) بوی ختموي .

اما ابن بیطار چي دقرون وسطی غټ محقق اودنړۍ ترټولو لوی بوټې پیزاندی ؤ «چي بشپړ نوم یې : ضیاء الدین ابو محمد عبدالله ابن احمد الاندلسي المالقي   اوپرکال ۶۴۶ هــ ق  په دمشق کي په جلا وطنۍ کي وفات شو ډېري څیړني یې پرطبو اونباتاتوکړي دي      ډېر زیات تصانیف یې په طبو اونباتاتو اوهم داراز ځینو نورو علوموکي کړي دي  چي عمده یې دادي :الجامع لمفردات الادویة  والاغذیة ،المغنی  في الادویة المفردة ،علاج السرطان  ،کتاب فی الطب ،مقالة في اللیمون ،الافعال الغریبة  والخواص العجیبة ،میزان الطب ،التداوي بالسموم  اونور………….    »

په خپل نړیوال  مشهور کتاب الجامع لمفردات الادویة والاغذیة کي دام  غیلان اودهغې له طلح سره دتړاوپه اړه ښه تفصیل ورکړی اوهم داراز ددکتور صبیحه په نوم یوې عربي  محققي اوددکتور محمدشرف محمد په نوم عرب بوټی پیژاندی په خپلو رسالو کي  النبات الطبي عندالعرب   کي دامام ابن بیطار مضمون رانقل کړی اونوري یې ورسره ډېري ښې ګټوري خبري اونباتي څیړني اضافه کړي دي چي دهغو دمضمون لنډ ټکي اوورسره دامام ابن بیطار رحمة الله علیه دخبروخلاصه رااخلم    .

امام ابن بیطار وايي :ابوالعباس النباتي ویلي دي : دا«ام غیلان» دهغه نبات نوم دی چي سمر ورته ویل کیږي اودصحراء دخلګو پر ژبه  ،طبیب ابوحنیفه وایي :عام خلګ طلح ته ام غیلان وایي ،اوزه وایم ددې غایي  په سبب دکلو اوبانډو خلګ طلح هغې وني ته وایي کومه چي دسمر له وني غټه وي  اوداډېري دحجاز په شیلو کي پیداکیږي  .

ابن سینا وایي : ام غیلان هي من عضاه البادیه معروفة باردة یابسة تمنع بقبضها سیلان الرطوبات جیدة لنفث الدم  یعني :ام غیلان  دعضاه البادیه له جملې څخه ده  مشهوره خنکه  وچ لوړي ده   ددې په کار ولو سره درطوباتوسیلان بندیږي دویني له کولمونه دبهیدلو لپاره ټک وپتری ده  .الجامع ج ۱ص ۵۷

محقق احمدعیسی وایي : طلح  ــ ج ــ طلاح و طلوح     ام غیلان : وثمره یسمی علفا ولحاها یسمی بنک  فارسیة وزهرها یسمی حنبل وثمرها یسمی برمة (ج  برم ) وشوکها عنم من فصیلة البقولیات         Legumineuses

من اسماءها  الفرنسیة   A cacia-Gammier   

ونجد من عنداحمد عیسی  کذلک شوکة مصریة ام غیلان سنطة بریة ثمرها یسمی دادا«فارسیة»          A cacia – Verawird  من فصیلة  Legumineu

من اسمائها المترادفة  ـــ الخ  ـــ

سرسرکي ژباړه یې داده :ام غیلان له عضاه البادیه څخه ده حکیم احمد عیسی وایي :طلح چي جمع یې طلاح اوطلوح ده همداغه ام غیلان ده چي میوه یې علف غوښه یې په پاړسي کي بنک ګلونه یې حنبل   اومیوه یې برمه هم ګڼل کیږي  چي جمع یې برم راځي  اواغزي یې عنم بولي  دا دبقولیاتو(وښو) له کهوله څخه ده    هم داراز احمد عیسی ویلي دي :چي په پاړسي کي چي دادا ورته ویل کیږي میوی ته یې داځنګلي کیله ده  چي اغزنه مصري ونه هم ورته ویل کیږي   والله اعلم 

                                                                                      دکیلي طبي حیثیت 

امام قزویني وایي : ابن سینا ویلي دي  کیله دبولوادرار سموي   (ج ــ ۲ ص ــ ۳۴۵)  قوت باه زیاتوي ،اوډېر خوراک یې د (سدد) ناروغي پیداکوي    دسدد یاسدادپه اړه ژب پوهان وايي  داء في الانف یمنع تنسیم الریح   ( المنجدفي اللغة ص ۳۲۶)  

سدادپه پوزه کي یوه پیداکیدونکي ناروغي ده چي شامه قوه ختموي یوه خبره دلته باید زه واضح کړم  چي طلح که ډېري انواعي  لري مشهوره نوعه یې دغه  زموږ اوستاسي رواجي کیله ده   او(موز) خوددې کیلې خپل ځانګړی نوم دی        نوطبي ګټي   یې که څه هم په مختلفو توریو بیان شوي وي  خوهماغه ټولي ګټي په دغه زموږ اوستاسي په کیله کي نغښتي دي   اوس به دجدیدو تحقیقاتوپه رڼا کي دکیلې دمبارکي میوې روغتیایې ګټي بیان کړو 

کیله ،کیلا،طلح ،موز اوپه نورونومونو ټول څه دپاسه ۱۳۰۰ ډولونه «انواع» لري چي له هغوی نه ۹۶۰ په استرلیایي قاره کي اونورډولونه یې په نوره نړۍ کي پیداکیږي      زموږ هیوادافغانستان ته خودایران دځينوتودو سیمو کیله راواردیږي اوځيني یې هم دپنج پدره  ګاونډیانو له تودو سیمو خپله یې اراضي دې ته عیاره ده چي دکیلې کر کرهڼه ورکي وشي خوتراوسه لانه ده رواج شوې  اراضي یې ځکه برابره ده چي کیلا دشین کیدو اومیوه کولولپاره فقط یوشرط لري چي دهغې سیمي تودوخه به     ap 40 یاپه ساده ډول ووایو چي دتودوخي درجه به   لوړه  کچه ۴۰ درجې سانټي ګراډه وي ټیټي ته یې اعتبار نشته                    نودافغانستان  ننګرهار ،خوست ،کندهار ،هلمند،نیمروز،فراه، اوکندوز ولایتونه په همدې کچه یازیات تاوده دي  خوکه یې کوم کرهڼ پوه ورپام کړي .

دکیلو پرطبي ګټو لیکل شوي ګڼ شمیر مقالې ماولوستلې چي عمده ورکي  دډاکټري ریحانه ستوب    فوائدالموز   فوائد شجرة الطلح  دکتور عبدالله الخراز     اودمحقق  ابوعصام محمود العمودي العسل البري  مقالات دي       دهمدیو اونورو دمضمون لنډ لنډ ټکي  دطبي  ګټو په اړه راژباړم  البته ډېر ټکي ورکي دډاکټري ریحانې دي :کیله یواځي  دانه ده چي خوند یې ډېر خوږ اوزړه وړونکی دی یاداچي په ډېر ښائسته  خلقت کي لوی رب جل جلاله  تقطیع کړې ده بلکه طبي ګټي یې هم بې شمېره دي   .

کیله دفقر الدم   بې ویني توب (کم خوني) لپاره دواده چي دبدن وینه ورزیاتوي  اوزبردسته ویټامینونه په وینه کي ورګډوي  

 کیله دعمومي ضعف  (کمزورۍ ) لپاره دواده   

کیله فکر اوذکاوت ته وده ورکوي  حافظه تیزوي  ذهن ته بې ساری قوت اونشاط ورکوي ځکه چي په کیله کي فوسفور په زیاته پیمانه پراته دي  پرمیندولازمه ده  چي دخپلو ماشومانودذهني اوبدني قوت دبشپړولو لپاره هغوی ته کیله ورکړي   په کیله کي بېلا بېل معادن پراته دي لکه کلسیوم ،وسپنه ،اوفوسفور،اوهم داراز بې دریغه ویټامینونه ورکي دکائناتو خالق ایښي دي لکه ویټامین  ــ أ ــ ب ۱ ــ ب ۲ ــ ب ۶ــ ب ۱۲  ویټامین ج  اوقسما ورکي  ـــ د ــ او ــ هـ  ــ هم موجود دي  نوځکه دبدن ټولي کمزورۍ ورپوره کوي  نوتی ورکوونکې اوحاملې ښځي ته یې خوراک ډېر اړین دی  اوهمداراز وړو ماشومانوته ځکه چي دکیلې هضم کول ډېر آسان دي اوقوت  ډېر ورکوي  اوهم داراز څرنګه چي په کیله کي  کالسیوم اوفوسفور په پراخه کچه پراته دي نوخوراک یې هډوکي قوي کوي ،غاښونو اونوکانوته قوت وکوي .

که څوک دکولمو دالتهاب «پاړسوب» اودمعدې دزخم  په ناروغۍ اخته وي نوکیله دي په پیو (شیدو) کي محلول کوي اوڅښي دي  ډېر ژر به انشاء الله جوړ شي  دې ته موږ دکیلو جوس وایو .

کیله : دروماتیزم ،عصبي التهاب ،دنقرس  دناروغۍ اودپښتورګي دنشاط لپاره ګټوره ده  که دچا په تریخي کي ډبري یانور تکلیف وي یا داینې په ناروغۍ اخته یاهم دخوږه لوړي (شکري ) په ناروغۍ اخته وي نودغه کسان دي کیله ډیره نه خوري دوی ته ترډیره بریده  پرهیزکول په کار دی  ، په ځانګړې توګه هغه تنان دي کلک پرهیزوکړي چی حساسیت محسوس کړي   اوهم داراز اومه کیله اوشنه کیله دي هیڅوک هم نه خوري  اوهمداراز هر څوک چي کیله خوري ښه دي ژویي ژويي  ترڅو په خوله کي لیپړی شي بیادې تیروي ځکه چي کیله درنه ده بیاپرمعده باندي بوج راولي  که څوک دویني دفشار دلوړوالي په ناروغۍ اخته وي خوراک یې ورته تاوان نه کوي  ځکه چي په کیله کي  پوټاشیم ډېر دي خومالګه ورکي نشته  که غوماشی یوڅوک وچیچي نوپرهار یې پاړسوب یاسوروالی پیداکړي نواسانه علاج یې دادی چي دکیلې دپوستکي په دننه خوا یعني دکیلی خواته چي یې کوم طرف دی په هغه دي وموښي جوړ روغ اودپرهار تأثیر به یې ورک شي .

کیله : دبدن په داخلي نظام کي دحرارت درجه ټیټوي اومعتدل حالت ته یې راولي ،

کیله : دمعدی دجوش لپاره هم ګټوره ده  هغه ایشنا چي ترسږمو پوري له خوراک څخه پیښه شوي وي نوکیله دي په ژوولو ژووولو په خوله کي اوبه کوي تیروي د ي پرمعده ولاړ غازونه اوفالتو مواد به پاک کړي اوایشنا به ورکه شي  دکیلي په خوړلوسره دزړه نبض متوازن ساتل کیږي  ځکه چي په کیله کي پوټاشیم شته اودهمدې پوټاشیم  دشته والي له امله کیله ددماغ اړخ ته  داکسیجن دسم پمپ  کولو صلاحیت په بدن کي پیداکوي  اوهم داراز په دې سبب په بدن کي داوبو خور نظام  برابروي ،دکیلې خوړونکی ٪  دسکتې په سبب چي مړه کیږي  په هغوی کي څلویښت  په سل کي بیغمه اوخوندي دي  

که کیله له مڼې سره ملګرې وخوړل شي نودکیلې پروټین څلور برابره نورورسره زیاتیږي  کروهیدات یې دوه برابره فوسفور درې برابره  ویټامین أ پنځه برابره  وسپنه دوه برابره اوهم داراز نور ویټامینونه  هم ټول ورسره زیاتیږي  نوکه دسړي  وس وي هره ورځ دي مڼه اوکیله  خوري اوکه یې نه وي نودچا په خبره نیستې خوموخپله هم ډېره ده  همدغه ټکي عمده وو چي ولیکل شول  

                                                                                                          دخوب مانا 

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي :کیله دمالدار ولپاره مال اوددیندارو لپاره دین اودکیلې دوني پاڼه دټولوونو له پاڼو څخه بهتره ده که کوم مالدار سړی په خوب وویني چي کیله یې اخیستې یا چا ورکړې ده نومال به یې نور هم اضافه شي اوکه یې ولیدل چي کیله خوري یایې خوړلې ده نوددین اودنیا دواړو ګټه به لاس ته راوړي. والله اعلم وعلمه اتم 

  

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …