کور / بوټي / قراني بوټي / بـــــــــېره »مبارکه ونه »

قراني بوټي / بـــــــــېره »مبارکه ونه »

دبېري دمبارکي وني یادونه په عظیم الشان قرآن کي درې ځایه راغلې ده  چي دوه ځایونه دالنجم په سورة کی پرله پسې که دواړه یووګڼل شي نودرې ځایونه ګني  نوڅلور ځایونه یې په قرآنکریم کي ذکر شوی دی اودریم ځای دواقعې په سورة کي  .

لومړی آیت  آیت ۱۴ دوهم آیت۱۶

وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى (١٣)عِنْدَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى (١٤)عِنْدَهَا جَنَّةُ الْمَأْوَى (١٥)إِذْ يَغْشَى السِّدْرَةَ مَا يَغْشَى (١٦)مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَى (١٧)لَقَدْ رَأَى مِنْ آيَاتِ رَبِّهِ الْكُبْرَى (١٨)   سورة النجم 

ترجمه : اوخامخا په تحقیق سره لیدلی وو محمد صلی الله علیه وسلم   هغه (جبریل علیه السلام)  په راښکته کیدلو کي بل ځاي په نزد دوني دبیري  سدرة المنتهی  (چي منتهی دعلم دخلګو دی) په نزددهغې دی جنة المأوی     (یعني ځای دهستوګني دمؤمنانو)

(لیدلي وومحمد صلی الله علیه وسلم  جبریل علیه السلام لره) کله چي پټي کړي هغه وني دبیري لره هغه څه چي پټ کړي یې وو  ـــ  

تفسیر: یعني دحق تعالی انوارواوتجلیاتو پردې وني باندي پلوشې اچولي وې اودپرښتو دشخول اوډیروالي داحال وو چي ددې وني له هري پاڼي سره یوه یوه پرښته په نظر راتله    (عثماني رحمة الله علیه ) 

دبیري دمبارکي وني په اړه علامه شبیراحمد عثماني لیکي :حضرت شاه صاحب رحمة الله علیه  لیکي : دوهم ځلي یې جبرائیل علیه السلام په خپل اصلي صورت  دمعراج په شپه په اووم آسمان کي دبیري له وني سره ولید چي هغه دپورتنیو اوکښتنیو مخلوقاتوپه  منځ کي وېش دی یعني چي پاسني خلګ لاندي اوکښتني خلګ پورته نه شي تللای   اودهغه په خوا کي یې جنت  هم وکوت.

علامه عثماني رحمت الله علیه وړاندي لیکي : څرنګه چي دجنت انګور انار ،اونوري میوې له  دنیوي میووسره نه قیاس کیږي    اویواځي دنامه اشتراک دهغوی په منځ کي شته هم داسي دابیره هم له دنیوي  بیرو سره نه قیاس کیږي ،دغه لوی الله ته ښه معلومه ده   چي هغه بیره به څنګه ونه  وي ، لنډه یې داچي هغه ونه ددې خوااودهغې خوا پرسرحد ولاړه ده ، هغه اعمال احوال اونور……….. چي له دې لوري خیژي  اوهغه احکام اوامرونه چي له پاسه راکښته کیږي دهغو ګردومنتهی هم دا ـــ  ونه  ـــ  ده  

له ګردو روایتونو څخه داسي راوزي چي ددې وني بېخ په شپږم آسمان کي اوڅانګی یې تر اووم آسمان پوري غزیدلي دي      .  والله اعلم   (تفسیرعثماني جز (۲۷) ص (۱۲۷) سورة النجم )

څرنګه چي دلته په دې بحث کي  زموږمطلب یواځي د(سدر)بیري ذکر په عظیم الشان قرآن کي دی اووروسته  دهغې پرطبي  اړخ خبره کوو نونور تفصیلات نه شوذکر کولای      چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  یواځي جبریل امین علیه السلام لیدلی اوکه یې درباني دتجلیاتوپړاوونه هم طی کړي ؟        ددې بحث دشنلو ځای  دتفسسیرونو جلدونه دی  په ځانګړې توګه قاضی صاحب رحمة الله علیه په التفسیر المظهري   کي علامه الوسي په روح المعاني کي  اوعلامه عثماني په تفسیر عثماني کي ښه مدلل اومفصل بیان کړی دی .

دریم آیت  شریف   سورة الواقعة   

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ (٢٧)فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ (٢٨)وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ (٢٩)وَظِلٍّ مَمْدُودٍ (٣٠)

ترجمه :     اوملګري یاران دښي لاس  څومره ښه دي  ملګري یاران دښي لاس   په بیرو بې اغزیو کي به وي اوپه کیلو له بیخه ترسره ډکوکړیوشویوکي  به وي اوپه سیورواوږدوکړیوشویو همېشه ؤکي به وي .

اوڅلورم ځای هم دسباء په سورة کي دسدر (بیري ) ذکر راغلی دی : سورة سباء آیت ۱۶ 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   فَأَعْرَضُوا فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ سَيْلَ الْعَرِمِ وَبَدَّلْنَاهُمْ بِجَنَّتَيْهِمْ جَنَّتَيْنِ ذَوَاتَيْ أُكُلٍ خَمْطٍ وَأَثْلٍ وَشَيْءٍ مِنْ سِدْرٍ قَلِيلٍ (١٦)

ترجمه :پس وګرځیدل (له شکره اوله دعوته دانبیاؤ اهل دسباء) پس ومولیږه پردوی سیلاو دیوه زورور خوړ اوبدل ورکړ موږ دوی ته په ځای ددووباغونو ددوی کي دوه باغونه نورخاوندان دمیوو بې مزې ترخواودښوره ګزه اویوقدر له بیرو هم خوډېر لږ .

دادسبادقوم ډېره عجیبه قصّه ده  چي عظیم الشان قرآن یې بیان کړی اوټول سورة په همدې دسبا په نامه شوی دی   زموږغرض ورځيني دبیري دنامه ذکر وو چي داڅلورم ځای ذکردی په عظیم الشان قرآن کي چي ددې مقدسي وني کیږي  په نبوي  احادیثو کي هم بیخي په ګڼ شمېر احادیثو کي د(سدر) خصوصًا دمعراج په قصّه کي  ذکر راغلی دی    دبېلګي په توګه :

عن انس رضی الله عنه  ان النبي صلی الله علیه وسلم قال : یخرج من تحت سدرة المنتهی اربعة انهار  اثنان باطنان واثنان ظاهران  ورأیت ورق الشجرة کاذان الفیلة .

وعن عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه انه لما اُسری بالنبي صلی الله علیه وسلم  انتهی به الی سدرة المنتهی وهي فی السماء السابعة الیها ینتهي ما یعرج به من الارض  ــــ  

وفي سنن ابی داؤد انه صلی الله علیه وسلم  قال: من قطع سدرة صوب الله رأسه فی النار   ـــ الاحادیث کلها صحیحة .(کتاب  ـــ شجرة السدر وفوائدها للناس ص (۱۷ـــ ۱۸) 

د ابو داؤدشریف  دحدیث ترجمه اوتفصیل دادی چي : رسو ل الله صلی الله علیه وسلم  وفرمایل: څوک چي دبیري ونه قطع (پرې ) کړي   لوی خدای  دي دهغه کس سر په اور ورننباسي  یاداچي لوی خدای به یې سر په اور ورننباسي ،یعني سزا به ورکړي .

محدثین وایي: ددې معنی داده چي څوک ناحقه دبیري ونه پرې کړي اوخپل ملکیت یې نه وي ځکه دبیري دوني ښه  سیوری دی اوخلګ ورځيني پراخه استفاده کولای شي نوڅوک چي یې پرې کوي نوپرخلګو زړه سوی نه لري اوحال داچي خپل ملکیت یې هم نه دی اوورته دومره شدیده اړتیا هم نه وي . والله اعلم 

په عربي ژبه کي بیره ډېر نومونه لري :النبق  ،الغسل ، الاردج،الزفروف ،او  العرج اوهمداراز دبیري دوني میوې ته  النبق ،العبري  اوالجنا ویل کیږي  خوزموږ په پښتو ژبه کي اوهم داراز راته خواوشا ګاونډیو پاړسي ،اردو ،بلوڅي ،اونوروژبوکي ورته یواځي وني اومیوې دواړوته دبیري نوم شته .

دبیري په اړه دپخوانیوتحقیقاتو ځيني برخي !

   امام قزویني په خپل مشهور کتاب  (عجائب المخلوقات ) کي لیکي : نبق:صاحب الفلاحة (امام ابن عوام) وایي :چي دبیري دمیوې زڼي دګلابوپه اوبوکي «دګلابو دګلونوپه نښتیځلي شوې اوبو کي» واچوئ اویوڅوورځي یې پرېږدئ  ،بیایې نوراواخلي ویې کرئ  نودهغې بیري له وني ،پاڼو اومیوو څخه به دګلابو دګلونو ډډوزي ولاړیږي ،اوکه یې زڼي په شاتو اوپیو (شیدو) کي واچوې بیاچي راویې کاږې     اووچ شي اوویې کرې  نومیوه به یې ډېره خوږه  اوډېر ښه بوی به یې ځي ،په پاڼو چي یې ویښتان پریمنځې نووېښتان ټینګوي قوي کوي اواوږدوی یې اودویښتانوسرونه چي چوي دوه یادرې یا څلور ښاخه کیږي ددې لپاره علاج دی ،میوه یې کله خوږه اوکله هم تروه وي ،اووچه میوه یې دویني ددستونو اودهغه اسهال لپاره ټک وپتری ده چي دمعدې دکمزورۍ له امله وي ،کله چي له زڼوسره وکوټله شي اوکپه کړای شي  (عجائب المخلوقات ص ۳۵۴ ج ۲)

امام ابن قیم رحمة الله علیه فرمایي : دبیري میوه چي په عربي کي النبق ورته ویل کیږي  اسهال ته ګټه رسوي ،معده پخوي یعني سموي یې  چي خوراک باملوته تیاره شي    ،صفراء تسکینوي ،بدن ته تغذیه ورکوي ،اشتها خلاصوي حشا(رئیسه غړي)قوي کوي ،صفراوي مزاجونه اصلاح کوي ،بلغم ختموي ،دځیګر اودسا دناروغیو لپاره ګټور ه ده ،کولمې اووینه پاکوي   ،دانسان بدن ته بېرته ورځني تللی نشاط راګرزوي ،دپوستکي دناروغیولپاره اوهم دستوني دالتهاباتو لپاره ګټوره ده .انتهی 

                                                                                        (دفوائد ثمرة السدر ص ۱۲ په حواله )

که دبیري میوه وچه کړي اوبیایې اوړه کړي :نوکه یې بېله ځان ته پخوي بهترینه حلوا اوزبر دسته غذا ده ،اوکه یې له نورو خوراکي موادو مثلا  د ـــ ټیکۍ ،یاحلوا ،یا پراټې ،یاروغانۍ جوړولو لپاره یې په اوړو ګډه کړي یادوریجو سره ګډه کړي یایې له نوروکتغونو سره په ضروري کچه ګډه کړي نودژوندون ښه خواړه به همدغه وي      .

دبیري له ځانګړتیاوو څخه یوه هم داده چي : په نړۍ کي بهترین اوعلی الاطلاق ښه شات )دبیري شات عسل السدر  دي .

  ځکه چي محققین وايي: ددې شاتوپه خوړولوسره دبدن مقاومت دومره زیاتیږي چي حتی دسرطان غوندي درنوناروغیو دورپېښیدوپه وړاندي لاهم ثابت قدم پاته کیږي   نوځکه داوس وخت ټول اطباء حکیمان اودناروغیو متخصصین سپارښت کوي چي که څوک ځان له ډولاډول مهلکو ناروغیو سرطانونو اوجراثیمو څخه ساتي ،اوهم داشاني دمفاصلو له التهاباتو که ځانونه ساتل غواړي اوله سکتاتو څخه ځانونه ساتل غواړي نوشات دي خوري اوخصوصا دبیري شات  حافظ امام ذهبي رحمة الله علیه  وایي : دبیري دوني په پاڼولامبیدل سر دنوروپاکوونکو توکیو په نسبت  ښه پاکوي اوحرارت له منځه وړي   – ترپایه ……

  نودلته دایراني څيړونکوهغه خبره چي وایي    :هغه وخت چي صابون شامپو اونور دبدن اوسر دپاکولو لپاره تنظیفي موادنه وو نودبیري په پاڼو لامبېدلو اوسر پرېوللو ګټه کوله .

باید دناپوهۍ اودتش په نامه محقق دڅیړني دناقص والي په مانا واخلو :ځکه ټول صابونان اوشامپوګاني نقصانونه لري خویواځي بېره ده چي نقصان خوبالکل نه لري  بلکه ګټي یې څومره دي ؟  

بوټی پېژاندی محقق عمار کیناوي  دبیري دمبارکي وني اودهغې دمقدسي میوې پرتاریخچه اوطبي ګټو یوه مستقله رساله لیکلې ده چي مخکي هم ماورته حواله ورکړې وه  دفوائد ثمرة السدر  په نوم اوهم داراز محقق دکتور حسین شیباني یوه ښه مستنده اومعتبره رساله پردې موضوع لري چي نوم یې (فوائدالسدر «النبق») دی  نوري هم ګڼ شمېر مقالې پر دې ونه باندي مالیدلي  اوکیدای شي داسي مستقلي رسالې به هم وي خودغه دواړي رسالې ډېري جامعي اودحسین الشیباني په شخصیت کي له دې یوه ټکي پرته چي په مسلک کي تشیع دی ،خوعرب تشیع ډېر بد نه دي  ــ دی دعراق دی ــ دنوروتشیعو چي پاړسیان دي په ډول متعصب هم نه بریښي   اوضمنا کومي خبري چي پاړسیانوکړي وي دی هغه نه کوي اودعربو محققینو په ډول  په رساله کي څیړني کوي ، اودادواړي رسالې هغه ټکي چي ماله مخه دبیري دطبي خواصو په اړه څه خبري ولیکلې هم څه ناڅه رااخلي اوضمنا نوري هم څه جدیدي څیړني اوتحقیقات لري چي دغه دی لنډ ټکی یې وړاندي کوم :

دوی وایي:          دبیري میوه غذائیت لري ،ملینه ده، حرارت ټیټوي ،ددانو اودمعدې دزخم لپاره ګټوره ده ،پاڼي چي ېې په اوبوکي وایشول شي نوقابضي دي ، دنس چنجیان هم ختموي  ،اسهال په ټپه دروي ،دوېښتانوبیخونه ټینګوي ،دځیګر دناروغیو لپاره هم ګټوري دي  ، لښتي که یې جوش شي  نواوبه یې دکولمو دزخم ،تر کولمو دویني بهیدلو اودښځودناروغۍ دبې چتي کیدلو ،اودشدیداسهال دبندولو لپاره ټک وپتری ده ، 

دپاڼوله وچولووروسته چي دغه پاڼي  ښې وړې کړي په بدن کي که چوړګی اوګربګاري پرهارونه وي په لګولو سره هغه ډکیږي ،که بدن پرې پرېمنځل شي نوښه یې پاکوي اوهیڅ خیری پرپوستکي نه پریږدي  اووېښتان هم ښه ټینګوي که ورباندي سرپرېمنځل  کیږي ،

دبیري دمیوې زڼي که وچ کړای شي اوواړه شي نوپرمات شوي ځای مثلا مات لاس ماته پښه ماته ګوته اونورو…………. باندي پټۍ کول یې مات شوی هډ جوړوي  .

دوی وایي : دبیري میوه معدې ته ګټه رسوي ،طبیعت پرخپل معتدل حالت راولي ،خاصتا بیاچي وچه وي ګټه یې ډېره ده ، اوتر ډوډۍ له مخه باید وخوړل شي ځکه اشتها خلاصوي ،دبیري دوني ګلونه دشاتو مچۍ خوري اوبهترین شات ورځني راباسي ،دبیري دوني د بیخ  پټوکی اوهم داراز دڅانګو پوستکي دزخمونو لپاره دوادي ،داډول چي وسوځول شي اواېره یې پرپرهارولګول شي ،اوکه همداغسي پرخپل حال وچ شي اوواړه شي هم دزخمونو لپاره دمرهم په شان علاج دی، زڼي اوهمداراز دمیوې تخم چي یې ووړ اوپرپرهارولګول شي ښه علاج دی ، دبیري میوه که وایشول شي اووڅیښل شي نومعده پاکوي اووینه صافوي اودمعدې دغازونو دورکولو لپاره آسانه علاج دی  دبیري اوبه (عصیر) یاجوهر چي لږ بوره یا نبات هم ورګډوي دمعدې دزخم لپاره ښه دی اوهمداراز تنده ماتوي ،دوی وړاندي لیکي : تجربې ثابته کړې ده چي دبیري دوني پاڼي دپیري سحر (جادو) اودفک المربوط «فک المربوط دعملیاتو اوتعویذاتو دفن  اړونده خبره ده زه نه پرې پوهیږم » لپاره خاص تأثیر لري ، که دچا  پر بدن حب الشباب (دځوانۍ دانې) راختلې وي یایې پوستکی  کا(خارش) کوي نودبیري دوني پاڼي دی راواخلي وچي دې کړي بیادې وړې کړي اوڅواونۍ یاورځي دي پرله پسې یوه کاچوغه دبیري دپاڼو دغه اوړه په یوه ګلاس پخوشویو اوبوکي اچوي  اوډېر دي لړي کله چي داسي شوې لکه نکریځي نوټول بدن دي په لړي (ککړوي) بیا دي څه وخت ورته صبر کوي چي وچ شي بیادي له صابون شامپو اونورو بلاوو پرته په داغسي نږه اوبوپریولي ،ان شاء الله جک جوړ به شي ،همداراز دسر دبېلابېلوناروغیو اوخصوصا  ددانو،کا،اوخانګرودورک کولولپاره همدانسخه مجربه ده ،لنډه داچي دبیري دمبارکي وني دومره اوچت مقام دی چي کیدای شي دبلي وني به نه وي چي په اووم آسمان کي یې وېش ددې پرککرۍ جوړ کړی اوطبي ګټي یې هم بیخي زیاتي دي موټی دخروار بیلګه  ماوړاندي کړه ! په تلو تلو کي  یوڅه رڼول  غواړم یوه  داچي دبیري ،شنې ژیړي اوسر ې ،ټولي ګتوري دي اوپاڼي یې هم    ګلونه یې هم  پټوکي   اوپوستکي هم  اوخوند یې بیله خبره ده چي دکومي هغه سم وي ،اوداهم دوهمه خبره : هغه داچي تاسو به کیدای شي  په طبي څیړنو یا کتابونوکي  ووینئ چي دبېري وني دغه خواص اودبیري دغه خواص دي ،ما ورپسي  ډېر ځان  سرګردانه کړنتیجه دغه په لاس راغله چي ګټي یې یو شی دي  فقط خبره دافضلیت ده نوځانونه مه ورپسي ستړي کوئ  هره یوه یې ګټوره ده .

                                                                                                      دخوب تعبیر 

بیره مبارکه ونه ده میوه یې شفاء ده هر قسم ته لیدل یې  خیر اومنفعت  دی  که یې ولیدل چي دبیري وني ته خیژي نودلوړي مرتبې خاوند به شي ،والله اعلم  

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

                                                                      

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …