کور / بوټي / قراني بوټي / شونډ ـــ زنجبیل ـــ ادرک

قراني بوټي / شونډ ـــ زنجبیل ـــ ادرک

اویوهم له قرآني بوټونه شونډدی شونډیاسونډ چي لوی وکم یې ګرده پیژني اوسپین سري اوسپین ږیري یې څه ناڅه له طبي خواصو سره هم بلد دي،په عربي ژبه کي ورته زنجبیل اوپه پاړسوکي ورته ادرک ویل کیږي .دې مبارک بوټي ته هم دعظیم الشان قرآن دیادولو اونوم اخیستلو شرف حاصل دی،اوهم داراز دنبوت دسالار صلی الله علیه وسلم په لاس مبارک یې دتناول مقام خپل کړی دی .زنجبیل په عظیم الشان قرآن کي یوځای ذکر شوی دی .سورة الدهر آیت ۱۷

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلا (١٧)                                                                                     شونډ ـــ زنجبیل ـــ ادرک

ترجمه :اوورڅښول کیږي به جنتیانوته په جنت کي جامونه دشرابو چي وي به ګډله (پاکوشرابود) هغه سره (لپاره دخوشبویې جنتي) زنجبیل «شونډ»

عن ابي سعیدالخدري رضی الله عنه قال: اهدی ملک الروم الی رسول الله صلی الله علیه وسلم جدة زنجبیل فاطعم کل انسان قطعة،واطعمني قطعة .  رواه ابونعیم فی الطب  ــ

            الطب النبوي ص۵۵ کتاب  شفاء العلیل في عجائب الزنجبیل ص۱۱ 

ترجمه: حضرت ابوسعید خدري رضی الله عنه فرمایي: دروم پاچا جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دشونډدمربه یوډبی تحفه رالیږدولی نورسول الله صلی الله علیه وسلم هر انسان ته څه برخه ورکوله اوماته یې هم ورځیني برخه راکړه .

رئیس الحکماء ابوعلي ابن سینا دشونډدپیژاندګلوۍ بیانولواوسمتونوښوولووروسته دځینوخواصو په اړه لیکي : شونډحافظه قوي کوي ،دسر اوستوني فاضله رطوبات صافوي ،که یې څوک څیښي اوکه ورباندي سترګي رانجه کوي دسترګو درطوبت په وجه تاریکي ورته په رڼا بدلوي غذاهضم کوي ،داینې اومعدې سړځګي ورته نورماله کوي،دمیوودخوراک له وجي چي په معده کي کوم فاضله رطوبات غونډیږي هغه وچوي اودمعدې زیاتوب لامده بل ورته وچوي قوه باه ښوروي اولړمانه ته نرم غوندي تلیین (نرم والی) ورکوي ،امام ابن القیم رحمة الله علیه دشونډپه اړه فرمایي: شونډپه هضم کي مرسته کوي،نس په معتدل ډول سره نرموي ،اینې ته چي کوم عوارض دسړځګي اورطوبت له امله رسیږي دهغوپه مخنیوي کي موثر دی،دسترګو دتاریکۍ (یعني دځیر دخپ والي) لپاره چي له رطوبت نه ورپېښه وي په خوراک اورانجه کولودواړو طریقو سره ګټوردی،پرجماع باندي سړي ته قدرت ورکوي ،غلیظه ریاح چي په کولمواومعده کي وي دهغوی دتحلیل لپاره مؤثر دی،بالجمله داینې اومعدې لپاره اصلاح کوونکی دی.

محقق دکتور حسن وهبه په خپل کتاب :اعشاب مصرالطبیة وفوائدها  ــ کي پرشونډباندي مفصل بحث کړی  اودهغه طبي ګټی  یې بیان کړی دي هم داراز حکیم امام داؤد الانطاکي په خپل عالمي مقبول کتاب (التذکرة) کي پرشونډاودهغه پر طبي ګټو په تفصیل سره بحث کړی دی ،دابن الازرق هغه قصیده خوهرچا کیدای شي اوریدلې وي چي د(فوائدالزنجبیل ) په نوم ده اوپه پښتوهم ترجمه شوې ده دعبدالجلیل العبداوي په نوم یوعرب څیړونکي یوه بهترینه مستقله رساله دشونډپرطبي خواصوباندي لیکلې ده چي د(الزنجبیل ) په نوم مشهوره ده ددې وواونورولسګونومقالاتو چي زما ترسترګو شوي اولوستلي مي دي خلاصه په لنډو ټکو کي رااخلم .

شونډچي په عربي کي ورته زنجبیل په انګریزي کي     Ginger اوپه پاړسي کي ادرک ورته ویل کیږي دتودوسیموله حاصلاتو څخه یو غوره واښه اوبوټی دی،خوندوربوټي لري اوپه هرکتغ کي چي ګډشي خونداوبوی یې ورسموي شونډ ډېر ډولونه لري اونومونه یې هم بېل دي :بلدي،شامي،زنجبیل العجم،زنجبیل فارسي،زنجبیل الکلاب زنجبیل الهندي دغه وروستني ته یې کفوف هم ویل کیږي اوکثیرالاستعمال هم همدغه دی .

خوزنجبیل (شونډ)که په هر نامه وي اودهر هیواد  وي طبي ګټي یې یوله بل سره هیڅ توپیر نلري.

دشونډدبوټي په زمکه کي چي رېښې وي هغه راویستلي کیږي اودډېرورنځونودواده ،دشونډکه مربا،جوهر ،اوغوړي،(روغن )پیداشي نوډېرپه آساني سره ترې استفاده کیدلای شي ګني خپله رېښې خوهرځای پیداکیږي.شونډپه دریمه درجه کي ګرم اودلومړنۍ درجې په اول کي یابس دی،اوپه عین حال کي رطوبت هم ورکي شته شونډسدې خلاصوي ،بلغم ایسته کوي،عفونه اومخمده مفتره اومضعفه موادختموي،ریاح تحلیلوي،اعصاب قوي کوي،دبدن دمقاومت اومناعیت جهاز ورقوي کوي ،په وینه کي کولسټرول پرمعتدل حالت باندي ساتي ،دحافظې دضعف بهترین علاج شونډدی،دصداع اوشقیقي(بشپړسردرداونیم سیري) لپاره دواده ،دشب کورۍ لپاره ګټوردی چي له شاتوسره استعمالیږي ،دځیر دتیزولولپاره ګټوردی،دآوازاوستوني دخلاصولولپاره ګټوردی ،دجنسي قوت لپاره زورورکار ورکوي خوچي په دې طریقه سره استعمال شي !

یوه اندازه شونډچي دپستو له زڼوسره ووړشي اوله شاتوسره خوري نودعلامه انطاکي په خبره فیه سر عظیم .

شونډ: معده پاکوي اوقوت ورکوي ،په شونډکي دلوی قدرت په عطاء سره دومره طاقت پروت دی چي دبدن  عصبي چړپېدلی جهاز(نظام) په کراره کراره سموي، دزکام لپاره خوتجربه شوې دواده ،خوکه له لیمواوحبة السوداء سره ګډشي اولږلږ خوړل کیږي نوبیخي ښه مؤثر اودزکام له ختمولو سره سره نوري ډېري ګټي هم لري،داینې اوبډوګي سدې هم ورخلاصوي که له هر خوراک وروسته له حبة السوداء اوشاتوسره ګډه جوړه شوې مربایې وخوړل شي ،هرډول زهرجنه خزنده که څوک وچیچي نوشونډدي وژویي وژویي ترڅوداسي شي لکه اوړه بیادي پرهغه خزنده چیچل شوي ځای کیږدي ښه به شي.

دقوت باه لپاره یوه عجیبه نسخه !

دغوایاګامیښي نیم سېر شیدې دي راواخلي ودي اېشوي دټکول شوي شونډنیمه چمچۍ دي ورکي واچوي،یوه اندازه شات که هغه نه وي بوره دي هم ورګډه کړي سهاراوماښام دي خوري یوه میاشت پرله پسې .

دانفلونزا لپاره دشونډنسخه!

نیم ګلاس شیدې ورکي نیمه چمچۍ شونډ اولږه اندازه دمچۍ شات ورګډوي اوخوري دې،اودحبة السوداء دروغنوڅاڅکي دي په پوزه کي څڅوي 

شونډدروماتیزم لپاره دواده چي له شاتوسره خوړل کیږي ،اوهم داراز درګ  نساء لپاره دشونډ کارول ګټور دي په دې ډول :یوګلاس جوش کړای شوې اوبه دي څیښي چي شونډورکي ایشول شوي وي اوه (۷) څاڅکي دی حبة السوداء دروغنو ورکي څڅوي ،اوپنډۍ دي ټینګي ټينګي دشونډپه کریمویعني روغنو اودزیتون په تیلو سهار اوماښام غوړوي ان شاء الله جوړ به شي .

بوټی پېژاندی ډاکټر عبدالجلیل عبداوي یوڅوعجائبي اوآسانه نسخې بیان کړي دي .دی وایي : دنس اونور بدن غازونه اودلړمانه ریاح له منځه وړي ،په کولموکي فالتو اوتاواني  وازګي ویلوي اوغوړځګي یې ورتعدیلوي ،په هاضمه کي مرسته کوي ،که دچا دخولي (له مخه ډېره ډېره حیا) بدبویي ځي نووچ شونډ دي ووړ کړي په اوبوکي دي محلول کړي اوغرغره کوي دې دڅوکرته په داډول کولوسره به یې بدبویي په خوشبویی بدله شي ،بډوګي اوسپوخڅي ته ګټه رسوي که کثافات ورپکي وي باسي یې  ،دغه یې هغه ګټي وې چي په انفرادي ډول سره یاهم په کتغ کي شونډ وکارول شي اوکوم چي له نورونباتاتوسره ترترکیب وروسته طبي ګټي لري ،هغه ډېراوږدبحث دي جلا لیکنه غواړي ،په پای کي به یوڅوخبري دپارسي حکیمانو راواخلو چي له نورونه جلا دي اوځانګړی ارزښت لري ،دپارسیانو ترلس ډېري مقالې ما دشونډپه اړه ولیدلې اوځيني مي وهم لوستلې دصحرایانوپه اصطلاح دپارسیانو دي دمور شیدې شي پرهره موضوع ددوی علمي تحقیقات په هربازار کي په پراخه پېمانه پیداکیږي ددوی تحقیقات که څه هم اکثریت برخه یې دعربي مبارکي ژبي ژباړي  وي خوځیني نوی شیان هم لري اوځیني تجربې یې هم ګټوري وي .

دوی وایي :حامله ښځه دي شونډ(په جلاتوګه له کتغ نه بېل) نه خوري کیدای شي ماشوم ته یې تاوان وکړي .

شیدوخور ماشوم ته دي هم شونډنه ورکوي کیدای شي منفي اثر ورباندي وکړي ،زموږدپښتنو تجربه بیاوايي چي شیدورودونکي ماشوم ته هم ګټه رسوي خاصتا هغه وخت چي ریزش اوزکام یایخ وهلی وي خولږلږ اوله وړولووروسته چي ترنرۍ خاسه وچڼي اواوبه یې لږه اندازه ورکول کیږي .

پارسیانوپه جلاډول دشونډ روغن هم ایستلي اوګولۍ یې هم د(قرص های زنجبیل) په نوم په بازارونوکي (لکه تهران  اصفهان مشهد اونوروکي شته ) هم داراز یې رب یامربه هم په ډېروعجائبو شکلونوکي شته چي لاس ته راوړل شي ورځیني ګټه هم  په آسانه اخیستل کیږي ،اوجعل کاري هم ورکي نشته اصلي شونډدی.

پارسیان محققین وایي : که په ځان پوه شوې چي یخ ووهلم دستي دشونډشربت جوړکړه اودوه یادرې وخته یې څیښه .

که دستوني دردلرې نوغرغره کول یې هم ګټور دي خوپه چایو یاشربتوکي څیښل یې بیخي پراخه ګټه رسوي ،دپارسیانوطبي نویه خبري هم دغه دې ،کله چي ما دشونډپه اړه بحث دې ځای ته رارساوه په عربي تحقیقاتوکي یوډېرجالب اودیوې ډېري زوروونکې ناروغۍ علاج همدغه شونډ مخي ته راغی ،خپله ناروغي دومره نه ده خوسړی ډېرزوروي زه خپله هروخت ورځيني کړیږم هغه دمعدې جوش چي زموږخلګ وایي زړه مي ایشي ددې لپاره که یې کپه وخوري که شربت که په چایو کي اوکه په شاتوکي اوله حبة السوداءسره ګډوخوړل شي خوبیخي ټک وپتری دی،

والله خالقنا وله الحکم فی الاولی والاخرة والحمد لله رب العالمین 

دخوب تعبیر 

امام ابن سیرین رحمة الله علیه ته منسوب یوقول راغلی دی چي شونډپه خوب کي غم اورنځ دي ،زمارأیه داده:شونډپه خوب کي لیدل اوخوړل دناروغ لپاره دروغتیا زیری اودنیستمن لپاره دپراخي روزي بشارت .دسورت الدهر ۱۷ ــ ۱۸ ـــ آیتونه ګواهي ورکوي   .   والله اعلم 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …