کور / بوټي / قراني بوټي / انــــــــــــــــــــار!

قراني بوټي / انــــــــــــــــــــار!

انارهم له هغوپاکومیووڅخه یوه ده چي په عظیم الشان قرآن کي یې دنامه دیادیدلوشرف حاصل کړی دی . اوهمداراز درسالت خاتم صلی الله علیه وسلم یې صفت فرمایلی دی ! له ډېرواوږدواوسوروروخبرو به تیر شو دعظیم الشان کلام په باغچوکي به دانارڅرک ولټوو لوی رب جل جلاله په خپل رښتوني کتاب لوی قرآن کي درې ځایه دانارذکرفرمایلی دی .

دالانعام دسورت په دووآیاتونو کي یې ذکرراغلی دی آیت ۹۹ اوآيت ۱۴۱ چي دواړه له بشپړضروري تفصیل سره دزیتون په بحث کي مکمل ولیکل شول اودریم ځای دالرحمن سورت په آیت ۶۸ کي ذکرشوی دی .انــــــــــــــــــــار!

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (٦٨)

ترجمه :وي به په دغوجنتونوکي هرراز میوې اوخرما اوانار .

یوه عرب محقق دکتوراحمدالماضی د(سلسلة اسماءفی القرآن ) په نوم دمقالاتویوه نادره مجموعه (کتاب) کي لیکلي دي چي له دې قرآني میوې انار څخه یې هم څه ښه  کافي بحث کړی دی دی وایي:انار له ډېروپخوانیو پیژاندل شویومیووڅخه یوه ده ،کنعانیانو دصیدون په نامه یاداوه اوهم داراز یې هغه حدیث شریف هم رانقل  کړي چي دنبوت سالار صلس الله علیه وسلم فرمایي : مامن رمانة الاوفیها حبة من رمان الجنة .هیڅ داسي کوم انارنشته مګر په هغه کي یوه دانه دجنت له اناروڅخه وي . 

ډاکټر عدنان جوادالطعمة د(منافع وخصائص صحیة وطبیة للرمان ) په نوم یوه مستقله رساله داناروپرطبي ګټولیکلې ده محقق ډاکټرصبري القباني په خپل نړۍ وال مشهورکتاب (الغذاءلاالدواء) کي هم ځانکړی ګټوربحث دانار پرطبي ګټواوډولونوباندي کړی دی هم داراز یوی محققی اوبوټي پیژاندې ډاکټره :ریحانه ستوب دفوائدالرمان په نوم یوه بهترینه مفصله اومدللــه رساله ليکلی ،هم داراز محقق ډاکټر اسماعیل الکیلاني فلسطیني د(عصیرالرمان)په نوم بهترینه مجموعه لري ،اوهم داډول پوهاند امجدقاسم الاردني د(عصیرالرمان) په نوم یوعجیب تحقیق لري ددیوومذکوره ؤتحقیقاتودطبي ګټوچڼ به وروسته وکړو.

لومړی به دامام قزویني رحمة الله علیه دعالمي کتاب (عجائب المخلوقات)اودامام ابن عوام رحمة الله علیه دمشهوراومنل شوي کتاب (الفلاحة) لنډلنډټکي په دې اړه راوژباړم .

امام قزویني لیکي :انا له هغوونوڅخه دی چي نه زرغونیږي مګرپه تودوسیموکي امام ابن عوام لیکي :که داناردوني دلاندي د(آس) ونه وکرې نواناربه بیخي ډېره میوه راوړي،اوکه داناردوني نه دلاندي دخرما زڼی له مالګي سره پټ کړې نودانارمیوه به خوساشي اوکه غواړې چي دانار په دانوکي دي زڼی نه وي (یعني یواځي له اوبو دي ډک وي )نودکرهڼي پروخت یې دلښتولاندینۍ خواوي راواخله اومینځونه یې ورتش کړه (یعني په لښتوکي چي یې کوم دننه ماغزه وي هغه ورځیني پاک کړه چي تش نلونه پاته شي) اوځيني لښتي له ځينونوروسره پیوستي کړه اوپه وښویې سره وتړه اوویې کره! نوچي وني یې راشنې شي اوانار وکړي نوهیڅ زڼی به نه لري وړاندي لیکي: له لرګیونه یې ډېري خزندې تښتي (یعني له دودڅخه یې)بلکه له دغسي لرګیونه یې له دودولوپرته هم ډېري خزندې تښتي .دی وایي نوځکه یې ځیني مرغان وړې لښتي راوړي اوپه خپله ځاله ګۍ کي یې ږدي ترڅویې بچوڼوته خزندې ورنه شي .رئیس الحکاء ابوعلي ابن سینا وايي :دانارنلونه دخزندو دشړلولپاره عجیب مؤثر دي،اوهم داراز یې دلرګیودود،

امام محمدابن زکریاوایي :دانارو دلرګیو دودماران اونوري ډېري خزندې تښتوي ،امام قزویني وايي :ځينوحکیمانوویلي دي :که چا کوم کس دانارپه لښته وواهه اوله دې وهلووهغه ته کوم پرهارپه بدن کي جوړشونودغه پرهارتر هغونه جوړیږي ترڅودالاشهب (دآس نوم دی چي څلورډولونه لري )غوښه ورباندي کښینږدي،دانارګلونه چي جلنار ورته ویل کیږي کله سپین اوکله سره وي ،رئیس الحکماء ابن سینا وايي:ګلان یې دهغواوریودواده چي وینه کوي اوښوریدلي غاښونه ټينګوي،اومیوه یې دویني   لپاره ګټوره ده.امام قزویني وړاندي ليکي: له حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما نه روایت دی چي فرمایي:دانارهیڅ دانه په ونه کي نه راټوکیږي مګردجنت داوبویوڅاڅکی ورکي وي،اوله حضرت علی کرم الله وجهه نه روایت دی چي فرمایي:کله چي تاسي انارخورئ نوله وازګو(پردانوسربېره چي نرم پوستکي وي) سره یې خورئ!ځکه چي هم دغه وازدي(وازګي) یې دمعدې  دواده دحضرت علی کرم الله وجهه قول دغه ډول دی:

اذااکلتم الرمانة فکلوها بشحمها فانه دباغ للمعدة«(دباغ ) دپوست رنګولواوپخولوته وایي» ومامن حبة  منها تقوم في جوف رجل الاانارت قلبه واخرست شیطان الوسوسة اربعین یوما  ـــ اوکما قال 

هیڅ دانه داناربه دکوم سړي په نس کي ونه لویږي مګر زړه به یې ورته ځل وبل 

کړي اوڅلوېښت ورځي به دوسوسې والاشیطان ورځني وشړي،د ــ الفلاحة ــ مصنف وایي: که څوک غواړي چي انار ډېره اوږده موده تازه وساتي اولوندوي  اودانې یې پوچي نشي نوپخپل لاس دي راپرې کړي چي زخمي نه شي بیادي یواړخ په ایخی غوړوکي ورولګوي (چي لږیې سربېره پټوکی ورباندي ولړل شي) بیادي په سړه خونه کي راوځړوي نوبیخي ډېره موده به نه خراب شي اونه وچ ،اوکه یې په خپله ونه کي پریږدي اوله پاڼونه یوڅه ورباندي تاوکړي ،بیایې داسي پټ کړي همالته په ونه کي ځوړندچي خزندې نه شي ورتللای نوداهم ډېره اوږده موده روغ رمټ اولوند پاته کیږي ،له پوستکي یې هم خزندې تښتي لکه له لرګیونه چي یې تښتي .

                                                                                                  عجائب المخلوقات جلد۲ ص ۳۴۸

اوس به دجدیدو تحقیقاتو دطبي ګټو غټ غټ ټکي په لنډ ډول دهغوکتابونواورسالوله مطالعې رانچوړکړوچي وړاندي یې یادونه وشوه .

دانار طبي ګټي !

دزړه شریانونه سموي اودویني جریان ورکي چټک کوي ،

انار: داسهال لپاره ګټور دی ،

انار:دخوراک دهضم کولولپاره ګټور دی په ځانګړي ډول له    غوړوخوراکونووروسته                     څی              وخوړل شي،

انار: معده قوي کوي ،

انار:دکولموچینجیان له منځه وړي ،

انار:دخوږه لوړي دناروغۍ لپاره ګټوردی ،

انار :دبندونودپاړسوب دناروغۍ لپاره ښه دی ،

انار:دسرطان دناروغانولپاره ګټوردي،

انار:د     وینی               دناروغۍ لپاره ګټور دی،انار:دسترګودځير (دید) دکمزورۍ لپاره ښه دي،

انار:دویني دلږوالي (کم خوني) لپاره دواده ،

دانارواوبه دبډوګودډبرواوکثافاتولپاره ټک وپتری دی،

داناروپوستکي چي وچ کړای شي او واړه شي په نکریځو ګډشي اوپروېښتانوولګول شي نووېښتان ټینګوي اودسر دبېلابېلو ناروغیولپاره ګټورعلاج دی،

انار:دنقرس دناروغۍ لپاره ګټور دی،

په انار کي هیڅ قسم تاوان نشته ،

په انار کي A   B   C    ویټامینونه شته اولږه کچه وسپنه شته ،محققین وایي:انار دغذایي عناصروپه ځانګړي ډول دویټامینونوله پلوه ډېره بډایه میوه ده ،وقایوي اوعلاجي عظیم خاصیتونه لري ،دردونه اراموي،دبدن تودوخه ټیټوي ،دسختي تندي پروخت یې څیښل ډېر ګټور دي ،

داسهال دبندولولپاره فائده من دی ،قابض دی،دنزیف (دکولمونه چي ویني ځي) لپاره ګټوردی،خاصة دهغه نزیف لپاره چي دبواسیروله امله وي له انار نه دنښتیځل شویواوبوداخاصیت دی چي دسترګو دناروغیولپاره ګټور دی خاص بیا دځیر (نظر) دکمزورۍ لپاره ،دانار ګلان چي واېشول شي داوریو دناروغیولپاره ګټور دي،

انار:دټکنیوتبولپاره مفیددي،دکولمواولړمانه چینجیان ختموي خاصتا لوی چینجي ،اودبواسیرولپاره بهترین علاج دی ،دپوستکي دناروغیو لپاره لکه حساسیت اونور………ډېرګټور دی.

د(جرب) دناروغۍ اودپوستکي دبېلابېلو ناروغیو لپاره یې پټوکي ډېرګټور دي چي استعمال یې داسي وشي !دانار پټوکي واړه اووچ کړل شي بیالکه واړه اوړه داسي میده شي اوله شاتوسره ګډشي اوهره ورځ ورباندي بدن غوړوي نوډېره ژر ورته ښه ګټه کوي.

که دانار پوستکی وسوځول شي اوله شاتوسره یې ګډاووخوري نودنس چینجي وژني ،اوکه یې پربدن خالونه وي یانور ټپونه نوپه دې باندي چي یې غوړوي دبدن پوستکی به یې صاف پاک شي ،دانار دپوستکي سوځل شوي چي پرپرهارونواوزخمونولګوي نومکمله شفا ده ،دانار: خوراک دحاملې ښځي لپاره ډېرګټور دی،دزړه دنارغیومخنیوی کوي اودسرطان په مخکي خنډ جوړیږي چي بدن ته یې نه پریږدي،دروماتیزم لپاره دانارونوخوراک تربله هره دواګټور دی ،جدیدطبي تحقیقات وایي :که هره ورځ کوم کس یوګلاس دانار اوبه څیښي هغه ته دزړه ټکانونه نه ورپیښیږي،

انار: په انساني جسم کي فاسدموادختموي اوخاصتا دمعدې دالتهاب لپاره غوره دواده ،دزړه شریانونه صافوي ،

انار: دښځو دهغه ناروغۍ چي ډېره ورته پیښیږي چي دتیانوسرطان ورته ویل کیږي دهغه ددفعي لپاره یواځنی علاج دی،

انار: دتنفس نلۍ خلاصوي ،اودهاضمې سختي په آسانۍ بدلوي ،

انار:په جلنار باندي پرهارونه جوړیږي،البته چي ګرم کړشي اوورباندي ولګول شي یاداغسي وټکول شي اوپرزخم ولګول شي ،ځکه چي ګرمي دی اوپرها رګنډي،دانارکوم ډول چي خوږ وي هغه یې مُلین دی اودنس نظام سموي دانارودانې چي وټکول شي اوله شاتوسره ګډي شي دغوږددردلپاره ډېرګټوردي،اودپوزي دناروغیولپاره ګټوردي دننه دي ورکي اچوي،خوږانارچي پوخ کړشي بیاوټکول شي نودپړسېدلي غوږلپاره ټک وپتری ده ،تریوانار چي ونښتیځل شي نوڅیښل یې دسترګو دناروغیولپاره ګټوردي،تریوانار ادرار ښه سموي ترخواږه خودواړه ورته ګټوردي د انارودانې له شاتوسره ګډول اوخوړل چي دمعدې هرډول زخمونه وي ورګنډي یې ،تریخ انار دتبواودبدن دغړیودپاړسوب لپاره بهترین علاج دی،دغه تیري څوګټي دحکیم ابن سینا په حواله رانقل شوې دي .

حکیم داؤدالانطاکي وایی:انارټول دبدن ځلاده دبدن رطوبات پریمنځي ،اومعده آسترکوي ،دبدن سددخلاصوي،دژړی ناروغي ختموي ،دتوري دناروغۍ لپاره ګتور دی ،اورنګ سوراوسپین کوي ،انارچي په لمر وچ شي،یایې دمسوپه لوښي کي پوخ اووچ کړي بیانوسترګي ورباندي رانجه کوي دسترګو داوښکو لپاره ګټور دي،دسترګوځیر(نظر) تیزوي اودسترګونوروناروغیوته چي په عربي کي ورته جرب اوظفر(ظفر العین) ویل کیږي ګټور دي.

اوتریواناردسیني سوی ،دستوني خرابي اودځیګر ددردلپاره ښه دی:لکه چي دصفراءلپاره دواده تنده ماتوي ،داورلمبه اودلمر تودوخه (چي پربدن یې تأثیر کړی وي) بندوي،

اوجدید تحقیقات هم داوایي:داناروګلان چي جوش کړای شي نواوبه یې داوریو دناروغیو اودغاښونودبېلابېلو مشکلاتو لپاره بهترین علاج دی،اودپوزي دویني لپاره هم ګټور دانار پوستکی که واېشول شي اوهغه جوش کړی شوي اوبه یې په نکریځو ګډي شي په هغودسریاږیري ویښتان سره کوي نورنګ به یې ډېرځل وبل اوپرخپل طبعی حالت وي اوضمنا نوروېښتان به نه سپینیږي    .دعربي محققینودڅیړني بحث پریوه جید جدیداواړین تحقیق ختموم چي دوی دانار دپوستکي په اړه کړي دي چي دڅومره نن سبا دعامي ناروغۍ علاج دی.

دمعدې جوش 

دمعدې جوش ته څوک په پښتنوسیموکي دزړه جوش وایي څوک ورته دزړه ایشنا وايي ،څوک یې دمعدې اېشیدل بولي،عوامل یې هم بېلابېل ګڼل کیږي،دواګاني یې هم مختلفي ښوولي کیږي خوتراوسه پوري یې ماداسي مؤثره ،ارزانه ،مجربه،آسانه اوبې تاوانه دوانه وه لیدلې هغه هم دانارپوست :په دې ډول :دانار پوستکی چي وچ کلک وي داسي دي ووړ کړي لکه اوړه یوه لږه اندازه دي په اوبو کي وایشوي اوپه عادي یاغیر عادي حالت کي دي وڅيښي دمعدې دجوش لپاره مادومره ساده،ښه ،آسانه اوبې تاوانه علاج نه دی لیدلی،دوهمه طریقه یې داده چي یوه اندازه یې له نورومائعاتولکه چای یانورسره ګډکړي اوویې څیښي البته تریخوالی یې ډېرزیات دی یوه خوږه مږه دي په خوله کي ورسره واچوي،فکر کوم چي یوه پرلسمه برخه به مي هم دانار دطبي ګټو لانه وي لیکلي خونوربحث راتلونکی ته پرېږدم اوس فقط دموضوع دجالبیت په نظر کي نیولو سره دپارسي حکیمانو یوڅوډېري په زړه پوري طبي خبري رااخلم چي پرنوروڅیړنوموشوق راشي اوخپله هرلوستونکی فکر وکړي مطالعې پراخي کړي اوډېررازونه راوسپړي . 

پارسي طب  اودانارځانګړي ګټي

دوی وایي: که دچا له مخه حیا دویني اسهال کیږي نودانار اوبه یې دوادي:کومي ښځي چي حاملې وي نوانار دي خوري ځکه چي دانار په خوړلوسره دماشوم چي دمورپه نس کي دی نقصان پوره کیږي اوهغه ښځه ډېرسالم ،اوسلیم الاعضاء وزیږوي .

که څوک انارخوري پوستکی به یې تل ځل وبل وي اودسپین ږیرتوب آثاربه ورکي لږڅرګندیږي،اناردکلسټرول دخطرناک قسم چي  L-D-L  ورته ویل کیږي مخنیوی کوي .نوري ایراني اوپارسي حکیمانوهم هماغه ګټي چي عربي حکیمانوکړې وې په لږووډېرتفاوت سره رانقل کړي دي ډاکټر سهراب خوشبین په خپل کتاب یکصدګیاه معجزه ګر کي هم داڅوټکي زیات راوړي ووچي دپام وړاووړاندي شول .

                                                                 تعبیرالرؤیاء   (دخوب تأویل) 

انارپه خوب کي که خوږ وي ښه دی اوکه تریویاتریخ وي نودرنځ اوکوم غم دراتلونښه ده ،

خوږانارخوړل دحلال مال دجمع کولونخښه هم کیدای شي اودخوب لیدونکي په کار کسب ،شغل،همت اوفکر پوري ډېره اړه لري،چي هریوه ته باید دهغه له شخصیت سره مناسب تعبیر په لاس ورکړشي .

 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …