کور / بوټي / قراني بوټي / ســــــــرکه

قراني بوټي / ســــــــرکه

۱ ـــ  قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :نعم الادام الخل  ـــ الحدیث  رواه مسلم والامام احمد رحمهماالله

۲ ـــ وقال :اللهم بارک فی الخل فانه کان ادام الانبیاء قبلي . رواه ابن ماجه  کتاب الفوائد الصحیة للخل حکیم فارس عدیل ص ۲ 

۱ ــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : سرکه ښه کتغ ده!سرکه

۲ ـــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي یاالله ! په سرکه کي  برکت واچوه ځکه چي ماڅخه دمخکینیوانبیاؤکتغ وه دسرکې په اړه داحادیثوپه نوروکتابونوکي هم احادیث شته خودغومره کفایت کوي چي کوم شي ته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه وویل نوهغه شی که هرډول وی  نوره بدي نلري .

پخوانیواواوسنیو حکیمانوددې احادیثوپه رڼاکي دسرکې په اړه تحقیقات کړي دي تردې چي پرکال ۱۴۲۷ هــ ق او۱۴۲۸ هـ ق نوي انکشافات هم مخي ته راغلو چي وروسته به یې هم اواوس به هم ورځني دغه یوه خبره وکړم چي پرپورته یادوشویوکلونویوه نویه ناروغي چي د (انفلونزا)نوم ورکړشو په انسانانوکي خپره شوه اوویل کېدل چي له مرغانواخیسته کیږي ددې لپاره ښه ساده علاج اوډېرآسانه سرکه ده که یې څوک خوري نونه پرې اخته کیږي اوکه یې پرې اخته څوک استعمالوي نوروغتیا به مومي .

                                سبحان الله  !اللهم صل علی رسولک خیرالخلق کلهم 

پورته چي مي پرکوم کتاب حواله ورکړه همداغه کتاب په صحیح روایت نقل کوي :

والثابت عن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه کان یأکل الخل مع الزیت .اوداثابته شوې ده چي رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سرکه له غوړو(دزیتون له غوړو)سره خوړله وړاندي لیکي چي سیدنا فاروق اعظم رضی الله  عنه هیڅ بل شی نه خواړه مګرزیتون اوسرکه اوتر هغه وخته یې غوښه نه خوړله ترڅوچي دمسلمانانوفقیرانوبه ونه خوړله .

                                                         الفوائدالصحیة للخل ص ۶ للمحقق فارس عدیل 

اللهم صل علی الصحابة اجمعین وعلی الخلفاء الراشدین بخصوصهم 

                                     

دسرکې طبي ګټي !

په لنډوټکوکي به دسرکې ځيني ګټي دپخوانیواواوسنیوطبي څیړنوپه رڼا کي یادي کړو 

دویني غوړځګي (کولسټرول) لږوي ،خوچي له خوراک نه دپاسه دشنوشیانوله سلاتې سره ګډه شي اووخوړله شي ،

شریانونه پاکوي .ډاکټر جارفیس په خپل کتاب (الطب الشعبي) کي لیکي :سرکه کولمې له جراثیموپاکوي ،دبډوګواوسپوخڅي وستې (هودونه) له پاړسوبونوپاکوي اوصاف یې ساتي ،اوادرارسموي .

د،ډاکټر احمدالغامدي په نوم یوه عربي محقق په خپله ډېره نویه رساله (فوائدطبیة عدیدة للخل والزیتون) کي لیکلي دي :سرکه دچاغ انسان وزن کموي،ځکه چي دوازګوتراکم نه پریږدي ،وینه له پنډوالي ساتي اودویني خوږه لوړه لږوي ،اوهم داراز وړاندي لیکي :کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :نعم الادام الخل ـــ نوله هغې ورځي ترننه پوري محققین درازونوپه راسپړلوبوخت دي اونوي نوي انکشافات هره ورځ مخي ته راځي دوزن دکمولولپاره ټوله نړۍ نن ورځ سرګردانه ده خوجاپاني محققینویې دغه ساده علاج تجویز اوورباندي تجربې وشوې چي ډېرګټور آسانه اوارزانه علاج ثابت شو چاغښت دډیروناوړوناروغیو لامل کیږي لکه دزړه ناروغي ،لوړفشار،دویني کولسټرول ،داینې ناروغۍ ،روماتیزم ،دشکري (خوږه لوړي)ناروغۍ ،اودپښواوملاددردونوناروغۍ نودچاغښت مخنیوی پکاردی اوهغه په سرکه سره کیږي        ص ۱۲ ــ ۱۳  

  وړاندي لیکي :سرکه دستوني ددردلپاره ګټوره ده ،اوهغه جراثیم وژني چي په کتغ کي وي  ــ په لینګوکي دویني جریان سموي ،دروماتیزم ددردونولپاره ګټوره  اودلمرله تودوخي اووړانګونه  دپېښوشویوناروغیولپاره ټک وپتری ده،اوهم داراز دبدن پوستکي سم ساتي ،دعضلاتو دردونه کراروي اووېښتان ښه ساتي اوټینګوي یې ،اوپه پای کي لیکي کومه جامه  که نه پاکېدله  یوټپ باندي وویایې غوښتل چي ښه ځلاورکړي اوجراثیم ورکي مړه شي نوپه سرکه دي پریمنځي  .         

                                                                               انتهیْ  ملخصا ص ۳۵ص ۳۹ص ۴۳

دپارسي محققینوپه څیړنوکي یې یوڅوګټي نوري هم وراضافه کړي دي :

په بدن کي مضري بکتریاوي وژني ،داسهال ددفع لپاره ښه مؤثریت لري ،دبدن دخولوبوی ورکوي که دچادخولي بوی ځي (له مخه حیا) نودلرګي مسواک دي په سرکه لامدوي اوورباندي ټینګ ټینګ دی غاښونه وهي که یې دبدن بوی ځي (حیادي وي) نوپه سرکه دي ټول بدن لوندکړي لږګړی وروسته دي پاک ولمبیږي بدبویي به یې ورکه شي،سرکه دمعدې دګازدډیریدومخنیوی کوي ،اوکه څوک یې په خوله غرغره کوي اومسواک پرې وهي نوغاښونوته ځلاهم ورکوي چرکیات یې هم له منځه وړي او اُورۍ هم ټینګوي  اونوري بېلابېلي ګټي چي اکثریت یې هغه دعربي محققینو په اقوالو کي ذکرشوې دپارسیانودبوټي پیژاندودغه اونوري ګټوري خبري دسرکې په اړه ایراني محقق (آزاده تجارزاده) په رساله (خواص سرکه) اوهم داراز مشهورایراني بوټي پیژاندي اومحقق مرتضی نظري په خپل ګټورکتاب (خواص میوه های خوراکي) کي لیکلي دي 

سرکه یواځي له انګورونه بلکه له اکثریت میووڅخه جوړیږي خوښه اوګټوره سرکه دانګورواوسیبو(مڼو)ده

 په یادلرئ! په بازارونوکي په ځانګړي ډول په دغسي هیوادونوکي چي پرهیڅ شي باندي دحکومت کنټرول نشته اونه هم په دې سیمه کي په حکومتونوکي دااحساس شته چي دخپلوولسونودین ،عقیدې،عمل،صحت،تعلیم اونوروچاروته پام وکړي یواځي په اداري فساداوخپل عیش ،شراب اوشباب باندي یې خپل مردارژوندتېرکړ نوپه دې بازارونوکي چي دسرکې په نوم کوم زهرجن مواداوتیزاب خرڅیږي دغه هیڅ سورکه نه ده ،بلکه دروغتیالپاره زهرقاتل ده  ـ که څوک سرکه  غواړي  اوګټي یې ورته ارزښت لري نولاسي دې جوړه کړي یادي له داسي اعتمادي مسلمان دیانتدار څخه ترلاسه کړي لکه زموږدکلي دسورکې خالا چي مشهوره مسلمانه عزتمنه اوحلال خوره ښځه ده دسورکې ماهره ده جوړوي یې پلوري یې اودخپل اولاد لپاره حلاله نفقه لاس ته راوړي اوټول دسورکې دجوړولوموادیې حلال دي اوتیزاب اوعفوني موادورکي نشته .

دانګورواوسورکې ټولي خوڅه لسمه برخه ګټي مي هم نه دي ذکرکړي خوددې لنډبحث لپاره دومره کافي ګڼم که خدای پاک جل جلاله په پښتوکي پښتنومحققینوڅیړونکوته وس ورکړي چي نوري اوږدې لیکني هم ورباندي وکړي نوبه دپښتانه ولس لپاره شرح صدر شي،دبحث په پای کي به دانګورواوسرکې دخوب تعبیر هم ذکرکړو اودانصاف لرونکوسترګوته به خپل دغه خام موادډالۍ کړو.

                                                                     

                                                                دانګوروپه خوب لیدل ! 

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمايي:

په خپل موسم کي تورانګورپه خوب لیدل دغم اورنځ دراتلونخښه ده،اوبې وخته خوف اوویره ده ،اودکوم انګوراوبه چي توري وي دحرام مال دلاس ته راوړلونخښه ده ،سپین انګورپروخت خوړل دمال اودولت په زحمت سره دلاس ته راوړلونخښه ده، اوسره انګورپرخپل وخت خوړل دلږي ګټي نخښه ده ،دسخت پوستکي والاانګورخوړل دمال دلاس ته راولونخښه ده چي په زحمت سره به وي ،اودنرم پوست والاانګوردحلال مال نخښه ده ،کوم انګورچي په لیدلوکي سوروي دعزت اومرتبې نخښه ده،اوتورانګوردغم اورنځ نخښه ده،اوکوم انګورچي خوږلونداوپاک وي دمال مرتبې اودعزت نخښه ده.  والله اعـــــــــــلم   (تعبیرالرؤیا ص ۱۲۳) 

                                                                 سرکه په خوب لیدل !

حضرت امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي:

سرکه په خوب لیدل حلال مال دی اودهغې دخوړلوتأویل نېک دي.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: نعم الادام الخل  ـــ  الحدیث  ـــ                     تعبیرالرؤیا ص ۳۱۰ 

 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …