کور / بوټي / قراني بوټي / عنب (انــــــــــــــګور )

قراني بوټي / عنب (انــــــــــــــګور )

دتیروڅومبارکو نومونوپه څېر دانګورنوم هم په فصیح کلام الله المجید کي په تکرار راغلی دی چي په عربي ژبه کي (عِنَب) ورته ویل کیږي اوانګورهم دجنت میوه اوبندګانوته په دنیا کي دیوه عظیم  اوخوندور نعمت په ډول ورکول شوی دی ،په عظیم الشان قرآن کي انګور یوولس ځایه ذکر شوی دی پرعثماني ترتیب به هغه آیتونه راوړو چي دانګوروذکر ورکي راغلی دی البته هغو آیتونو ته به یواځي اشاره وکړو چي مخکي  د(النخیل) خرما یاد(الزیتون )ښون په بحث کي ذکر شوي دي لومړی په لنډو ټکو کي : سورة البقرة آیت ۲۶۶ سورة الانعام آیت ۹۹ سورة الرعدآیت ۴ سورة النحل آیت ۱۱ او۶۷ سورة الاسراءآیت ۹۱ سورة الکهف آیت ۳۲ سورة المؤمنون آیت ۱۹ سورة یس آیت ۳۴ سورة النبأ آیت ۳۲ اوسورة عبس آیت ۲۸   عنب (انــــــــــــــګور )

اوس په تفصیل سره 

دسورة بقرة آیت ۲۶۶ دالانعام آیت ۹۹ دسورة الرعدآیت ۴ دالنحل آیات ۱۱ـــ ۶۷  دالاسراء آیت ۹۱ دالمؤمنون آیت ۱۹ اودسورة عبس آیت ۲۸ په بشپړ تفصیل سره دزیتون اوخرما په بحث کي ذکر شوي وو نودلته یې نه تکراروم  دسورة الکهف   یس شریف اودسورة النبأ آیتونه پرعثماني ترتیب :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    

وَاضْرِبْ لَهُمْ مَثَلا رَجُلَيْنِ جَعَلْنَا لأحَدِهِمَا جَنَّتَيْنِ مِنْ أَعْنَابٍ وَحَفَفْنَاهُمَا بِنَخْلٍ وَجَعَلْنَا بَيْنَهُمَا زَرْعًا (٣٢)

ترجمه :اووښیه! (بیان کړه) دوی ته یومثال (دکفارو اومومنانوهغه ) دوه سړي چي ګرځولي (ورکړي وو) موږیو له دوی دواړوته دوه باغونه له انګورو(تاکونه) اوپټ کړي ووموږداباغونه په خرماؤسره اوپیداکړي ووموږپه منځ ددې (دواړوباغونو) کي کښت (فصل) دسورة الکهف په دغه ۳۲ آیت اورپسې ۴۵آیت دهغه په ضمن کي ددنیا بې ثباتي ،دکفر اوتکبر بدانجامي اودایمان اوتقوی پرمقبولیت باندي تنبیه ده دغه دوه سړي چي دهغوی مثال بیان شوی دی په واقعي ډول موجود وو؟یایواځي دتفهیم لپاره مثال فرض شوی دی؟ دعلماؤ په دغه مورد کي دوه قولونه دي اودتمثیل  ګټه په هرحال کي حاصله ده .                                 تفسیر عثماني ۱۵  ــــ ۱۷۰۱ 

زموږغرض دلته دانګوروذکر دی نورتفصیل نه شوورکولای 

دوهم آیت شریف سورة یس ۳۴ 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ   وَآيَةٌ لَهُمُ الأرْضُ الْمَيْتَةُ أَحْيَيْنَاهَا وَأَخْرَجْنَا مِنْهَا حَبًّا فَمِنْهُ يَأْكُلُونَ (٣٣)وَجَعَلْنَا فِيهَا جَنَّاتٍ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ وَفَجَّرْنَا فِيهَا مِنَ الْعُيُونِ (٣٤)لِيَأْكُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ وَمَا عَمِلَتْهُ أَيْدِيهِمْ أَفَلا يَشْكُرُونَ (٣٥)

ترجمه :اویودلیل (دقدرت ) دی دوی ته زمکه مړه (وچه کلکه ) چي  ژوندۍ کوو هغه موږ(په اوبوسره)اوراوباسو موږله هغې زمکي څخه دانې نوله ځینوددغو(دانو) څخه خوري(خپل قوت پرې کوي ) اوپیداکړي مو دي  په دغې زمکي کي باغونه له (هرقسمه د) خرماګانواو(له هرراز کورو(انګورو) اوجاري کړي مودي په دغي (زمکي ) کي له چینو (داوبو)څخه دپاره ددې چي وخوري دوی له میوودهغو (مذکوره شیانوڅخه)اونه دي پیداکړي دغه (میوې)لاسونوددوی ،آياپس شکرنه وباسي دوی (په دغونعمتونودالله جل جلاله )

دریم آیت شریف   ۳۲سورة نبأ :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  انَّ للمُتَّقِینَ مَفَازًا   ۳۱    حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا (٣٢)وَكَوَاعِبَ أَتْرَابًا (٣٣)وَكَأْسًا دِهَاقًا (٣٤)

ترجمه:بېشکه خاص متقیانوته (په آخرت کي ) ځای دخلاصی بري کامیابۍ دی باغونه (دمیوې ) اودانګورو(وني ) دي اوپیغلي انارتیوني همځولي دي او(متقیانوته په جنت کي دشراب طهور)پیالې ډکي ترڅنډو دي 

همدغه څوآیتونه دانګورودمیوې په اړه ذکرشول په عظیم الشان قرآن کي هرڅه شته  .درسول الله صلی الله علیه وسلم چي کومي میوې خوښي وې په هغو کي یوه هم دانګورمیوه وه .

ویذکرعن رسول الله صلی الله علیه وسلم انه کان یحب العنب والبطیخ .الطب النبوي للدکتور نجیب الکیلاني ص ۷۱ په ډیرواحادیثو کي دانګوروذکر شته که سم کار ورځنی واخستل شي پرانګورو،وڅکو،کشمشو،سرکه ،اونوروعصیراتوباندي یوضخیم کتاب لیکل کیږي که لوی رب جل جلاله وس اوخت راکړي زه خپله  له دې میوې سره اودهغې له ګټوسره بیخي ډیره مینه لرم نولیکنه به ورباندي ان شاء الله په تفصیل وکړم خواوس په لنډډول څه خبر ي ستاسي لوستلو ته نذرانه کوم :

انګورکه غلط استعمال اوپر کار ولویږي نواُمّ الخبائِث (شراب )ورځني جوړیږي که سم وکارول شي نولامده میوه یې جلادژوندانه ترټولوغوره میوه ،دجنت بیخي ښه اوبهترینه غذاء ده ،اوچي سم وچ کړای شي زموږپه هیواد کي درې ښه څیزونه ورځني جوړیږي کشمش ،وڅکي ،آبجوشی  چي پرهره یوه وچه میوه به یې خبره وکړو دانګوروعلمي نوم
 Vitis  Vinifer –a دی  

رستم الحکماء محمدهاشم آصف په خپل مشهور کتاب (رستم التواریخ) کي لیکلي دي :انګورشپږ۶۰۰سوه ډولونه لري چي تور، سره،شنه،سپین،اوبوته ورته .ژیړاونوررنګونه لري خوانګورټول انګوردي یعني ګټي یې سره مشترکي دي په افغانستان کي مشهوره وه چي په هرات کی یوسل او شپیته ډوله انګور شته خومایې یواځي شپږډولونه ولیدل ،په ټول افغانستان کي هم دغه یوڅوډولونه شته لکه : کشمش ،ایته یا هیته ،ټنډیان،قلمک،شوندوخاني ،اونور ……… اوځیني یې ځينوسیموته منسوب وي لکه کندهاري ،هراتي ،غزنیچي ،کابلي،آکازي ،اونور……. امام زکریا ابن محمدابن محمودالقزویني په خپل مشهور کتاب (عجائب المخلوقات )کي دانګورپه اړه لیکي :کرم:اکثرالاشجار وجوداونفعا .انګور دونوډیره برخه تشکیلوي په ډېرښت اوګټه دواړوکي .یعني ډېرهم دي اوګټي یې هم بیخي ډېري دي 

امام ابن عوام «ابوزکریایحی ابن محمدابن احمدابن عوام اشبیلي اُندلسي المتوفی في اواخر ۶۰۰ هجریة»په خپل بېمثل کتاب الفلاحة کي لیکي :چي په پښتویې ژباړه ټکي په ټکي رااخلم :دانګورله عجائبونه یوه داده چي که یې هغه لښته چي په هغي کي دمیوې کولوتوان وي ،راواخلي ویې کري (په زمکه کي یې ښخه کړي:نوپرلومړنې کال به غټ غټ وښکي وکړي ، اوکه ته یوه اندازه له توروانګوروڅخه بله دغومره اندازه له سپینوانګوروڅخه اوبله دغومره اندازه له سروانګوروراواخلې اودغه ډول یې پرې کړې چي پوست ورځني جلا نه شي یوه رنګ والاله بل رنګ سره ونښلوې اوویې کرې نوتور،سره اوسپین انګوربه درې سره په یوه تاک کي وکړي دغه درې سره رنګونه به په یوه تاک کي وي ،اوکه ته غواړې چي سپین انګورتورشي نودانګور دتاک خواوشا وکینده اوتورتیل(مثلاسوځلي مبلین )ورکي واچوه نوانګوربه یې تورشي ،اوکه ته غواړې چي دانګوروپه تاکونوکي چینجي پیدانه شي نوتاکان یې دتاک بري پروخت په هغه بیاتي (غچي) پرې کړه چي هغه غچي دي دچنګوښي یادلیوه په وینوسره کړې وي ،دانګورودتاکانوهغه اوښکي    (اوبه) چي دتاک بري پروخت راڅڅیږي که په یوه ښيښه کي واچولې شي اوهغه چاته چي دشرابو څښلوعملي وي (شراب څښل یې عادت وي ،العیاذ بالله)اودی پرې خبر نه وي ورویې څښې نوله شرابوڅښلوبه یې سخت نفرت وشي اودانشه به پریږدي که څه هم پخوایې یوګړی ورځني صبر نه شوکولای .

شیخ رئیس ابوعلي ابن سینا وایي :دانګورودتاکونواوښکي (اوبه)د(جرب )او(قوباء) دناروغیولپاره دواده 

جرب: داء یحدث في الجلدبثوراصغارالها حکة شدیدة.   المنجد فی اللغة ۸۴ باب الجیم مع الراء

ترجمه :جرب یوه ناروغي ده چي په پوستکي کي پیداکیږي وړې دانې ورځني راخیژي اوهغه سخته کا(خارش)کوي اواوبه هم ورباندي راښکاره کیږي 

القوباء:داء فی الجسدیتقشر منه الجلد ویعرف عندالعامة بالحزاز المنجد ص ۶۶۰ قوباء یوه ناروغي ده په بدن کي چي دبدن پوستکي ورځني خرابیږي اوپه عامه اصطلاح کي جزازورته ویل کیږي 

جزاز:داء یظهر فی الجسدفیقشر ویتسع وقدیعالجونه بالریق ونصیحها القوباء .المنجد

جزازیوه ناروغي ده په بدن کي راښکاره کیږي پوستکی پر سراخلي اوپسي  پراخیږي داخلګ یې علاج په ناړوسره کوي اودې ته ورته قوباءناروغي ده دغه خبري دحکیم ابن سینا دناروغیو دپیژاندني لپاره دلته ماورسره اضافه کړې اوس بېرته دعجائب المخلوقات مضمون ته ورګرځم :دانګورودتاکانوپاڼي چي وژوولي شي نوسستي اُورۍ ټینګوي اوچي وټکولی شی اوپربدن ولګولی  شي اوورباندي ناروغ ځان خوله کړي نوتودې تبي اوحساسیت به یې ورک شي ،اودمیووډولونه یې ډیر دي ،اوعجیبه یې هغه میوه ده چي دغوایي سترګي ورته  ویل کیږي هره دانه یې لکه دجوزدومره وي ،بل قسم یې دپیغلي ګوتي بولي ځکه چي دانې یې دومره اوږدې  وي لکه دپیغلي دسرولاسونوسرې کړي ګوتي اوډیرځله یې یووښکی دومره اوږدوي لکه یوګز بل ډول یې دوالی نومیږي داډول یې تور انګور دي اوغټ غټ وښکي لري 

حکیم ابن سینا وایي :انګورپه خپل موسم کي چي پرې شي نس ښوروي (یعني نوی تحرک ورکي راولي ) اونوروحکیمانوویلي دي :انګورسړی چاغوي اودجماع (کوروالي)شهوت زیاتوي ،اودمني ماده تولیدوي ،تبخیر یې دخزندولپاره دواده اوپرخپل وخت پرې کړشوي انګورچي له سرکې سره ګډکړي دبواسیرواوقوباء لپاره بهترینه دواده ،له انګوروکه مردارشراب جوړیږي لکه له مخه چي موذکر وکړ همدارنګه ورځني پاکه اومقدسه سرکه هم جوړیږي 

دشرابوپه اړه له یوې کیسې وروسته امام قزویني رحمة الله علیه دسُرکې په اړه لیکي :سرکه چي ده نوهغه ښه کتغ ده لکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :نعم الادام الخل . امام قزویني وړاندي لیکي :سرکه چي پربهېدونکې وینه باندي توی کړي (چي له پرهاره بهیږي)نوبنده به شي ،اودجرب،قوبااودګرموتبولپاره دواده ،اوچي تودې تبي یې کیږي که یې پر سرکیږدي نوجوړبه شي ،که دچاغاښونه ښوري نوپه سرکه دي غرغره (مضمضه) کوي غاښونه به یې ټینګ شي ،شهوت خلاصوي اوښوروي یې اواستسقاء له منځه وړي .

وڅکي: اوهرڅه چي وڅکي دي نورسول الله صلی الله علیه وسلم ته وڅکي ورهدیه کړل شوې نوجناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :بسم الله نعم الطعام الزبیب،یشدالعصب ویذهب الوصب ویطفئ الغضب ویرضی الرب ویطیب النکهة ویذهب البلغم ویصفی اللون (امام ابن القيم ويلي دي:دغه حديث نه دي صحيح بلكه مختلق اوموضوعي دي.زادالمعاد)

ترجمه :دلوی خدای جل جلاله په نامه وڅکي ښه خوراک دی ،پلې ټینګوي اوناروغي لري کوي ،اوخواشیني ختموي ،اولوی رب جل جلاله راضی کوي ،اوطبیعت خوشاله کوي اوبلغم له منځه وړي اورنګ تازه کوي حکیمانوویلي دي :انګورمعده قوي کوي ،له زڼوسره چي یې خوري نوطبیعت حبس کوي(بندوي) اوله زڼوپرته خوراک یې طبیعت خلاصوي .     عجائب المخلوقات جلد ۲ ص ۳۵۲ ـــ ۳۵۳   والله اعلم   

 دانګورو ځیني نوري طبي ګټي !

 

دنویوتحقیقاتوپه رڼا کي به هم دانګورو،کشمشو،وڅکو اوآبجوشوپر ګټو خبره وکړواووروسته به دسرکې په موردکي بحث وغزوو!

په لنډوټکوکي :که څوک ډیرچاغ وي اوخپل وزن لږول غواړي نولس ورځي پرله پسې دي هره ورځ یوه یوه کیلو انګورخوري اوټوله ورځ دي بل هیڅ خوراک نه کوي وزن به یې کم شي .دانګورواوبه دسپوڅخي دډبري دتوری دډبری اوکثافت اودروماتیزم دوادي ،همداراز دانګورواوبه دنقرس دناروغۍ دواده .دنقرس پیژاندنه مامخکي کړې وه 

یوه عربي محقق علامه ابن الحوراء دانګورودګټو په اړه یو بهترین کتاب لیکلی دی د(الخواص الصحیةللعنب) په نوم چي ځیني ټکي یې دادي :انګوریوه بهترینه غذایي ،قمتي اوصحي غذاءده له دومره خوږوالي سره سره یې شکره (خوږه لوړه)په سل کي ۱۵ ده  ــ ګلکوزـــ ورکي ۷ په سل کي ده   ویټامین  ج اوب  ورکي په پراخه کچه پراته دي په خوراک سره یې دویني کولسټرول خصوصًا هغه بده نوعه چي   L –  D – Lورته ویل کیږي  لږوي
 L –  D – L    کولسټرول چي دچاپه وینه کي وي هغه ته دزړه ناروغۍ ډېري ورپېښیږي ،انګور  ـــ اینې ته قوت ورکوي ،اوصفراوي مواداصلاح کوي ،دنقرس دناروغۍ په نوم چي پیژاندله کیږي چي په اړخونواوبندونوکي ددردپه سبب پیداکیږي ددې په مخنیوي کي انګورګټوردي .

ابن حوراء وایي :بحثونواوڅیړنوثابته کړي ده چي کومه سیمه چي دانګورو خوراک ورکي زیات وي همالته دسرطان ناروغۍ کمي بلکه نه وي ځکه چي په انګوروکي ډیرغذايي عناصر دي چي سرطاني  مادې له منځه  وړي اوپه انګوروکي څرنګه چي ویټامین ا ــ ج  ډېر دي نودفاسدو موادواوسرطاني حجراتو دختمولو لپاره موثر دي ـــ همداراز په انګوروکي دهډوکو دکمزوري کېدو دمخنیوي  علاج پروت دی بلغم ختموي اوسږي هم صافوي ،هم دارنګه :انګورداوریو دردونه ختموي اوغاښونه ټینګوي .

 بوټي پېژاندی  لوله المغربي په خپله رساله (فوائدالعنب الصحیة والجمالیة) کي دابن الحوراء پرڅیړنونورټکي هم وراضافه کړي وايي:انګور لوړ فشارټیټوي ځکه چي ادرار زیاتوي ،ځکه چي په پراخه کچه پوټاشیم ورکي شته په انګوروپه ځانګړي ډول په پوستکي (ددانوپه پوستکي) کي یې ډېرعناصر شته لکه ویټامین بې جي چي دانسان بدن دعصبي نظام دسلامتۍ لپاره ورته دیره اړتیالري ،انګور له شیدونه هم زیات ژرهضمیدونکي دی ،انګورډېرعالي قیمتي علاج دي په ځانګړې توګه دهغه خلګولپاره چي په بدن کي تشنجات یادګردو(بډوګیو) کمزوري لري ،ځکه چي په انګوروکي مالګه اواوبه دواړه شته خوپه ډیره متناسبه کچه لکه څرنګه چي انګور په ښه ډول دویني دتصفیی اوله زهرجنوموادودپاکولوپه برخه کي مؤثریت لري ،دانګورو دتاکانوپاڼي چي پخې شي اوداسي جوړي شي لکه چای اووڅیښلی شي نودبولو دادراردسمولو،دبډوګیواوسپوخڅي (مثانې) دصافولواوورځني دکثافاتو دپاکولولپاره ګټوره دواده ،اوپه ثبوت رسیدلې خبره ده چي هغه سیمي چي خلګ یې انګورډېر  خوري دسرطان ناروغۍ ډېري لږ ترسترګوکیږي له دې نه علاوه انګور دویني په پاکولواوپه بدن کي دمضرواوزهرجنوموادوختمولو،اوناببره دردونو اوکړکیچنوحالتونوکوم چي دانساني بدن دودي مخنیوی کوي په رفع اودفع کي ځانکړی تأثیر لري اودانګورپه  دا نوکی    موجود مواددادي  :پوستکی ټینګوي اوله هغوتودوذراتووسره مجادله کوي کوم چي دبدن سپمونه ورتړي ،که انګور له شاتوسره ګډکړل شي (تورانګور) اوبیادغه ګډمحلول پرپوستکي  (دبدن پرپوستکي)شل دقیقې ولګول شي بیاپه نیم تودواوبوسره پرېمنځل شي نودبهترینو لامدوکریموبلکه ترهر ډول ښوکریمودمخ اوبدن پوست ښائسته کوي ،که دانګورونښتیځلي شوې اوبه پنځلس دقیقې پرمخ ولګول شي چي په پنبه یې وهي اوبیامخ ورباندي لامدوي نودمخ پوستکی ځل اوبل کوي له دې نه پرته مضمون یې دابن الحوراء مضمون ته ورته دی .

اواوس به هم دانګوروپرمحصولاتو البته له وچولووروسته چي ورځني لاس ته راوړل کیږي څه بحث وکړو!

لکه چي مخکي مویادونه وکړه چي له انګورودرې شیان جوړیږي چي وڅکي ،کشمش اوآبجوشی دي ددې دریو واړوګټي یودبل سره ورته دي په عربي اصطلاح کي مهم عنصر (الزبیب) دي چي موږپه پښتوکي په وڅکو ورځني ترجمه کوو ،خوپه پښتني رواجونوکي وڅکي له عربي (الزبیب) نه بېل شی دی ،موږوڅکي هغووچودانوته وایو چي انګورخیرن پیرن په دوړواوټولوکیمیاوي اوعفوني موادولژنده پربامونولمرته وغورزووچي څه زیات وکم یوه میاشت وروسته یې راکښته اوهمداغسي له خاورواوخزلوسره خورو اوکشمش هغه ته وایو چي په څالو کي یې پرتناوونودانګورووښکي راځړوواوله وچیدلو وروسته یې همداغسي له خاورواودوړوسره خورو اوآبجوشي هغه ته وایو چي هیته (ایته) انګورپرې کړوپه ټوکریوکي یې اچوواوله اهاک (چونه)ـ نه په راخوټيدونکي بیرل (بیلر) کي څوغوټې ورکوواوبیایوه غوټه په بل ډرم (بیرل) کي چي خړي اورڼې اوبه سره ګډي وډي ورکي وي .ورکووبیایې نولمرته غورزووچي له وچیدووروسته یې همداغسي له اهاک ډکي خورویعني بیایې دپریمنځلو نوبت نه راځي ځکه چي که بیا پریولل شي خوسا کیږي .خودعربو بیله طریقه ده اوطب نورڅه وايي

ډاکټر د الف العبراني یومفصل پرډیرو برخو مشتمل کتاب پردې موضوع لیکلی اونوروعربوحکیمانوبیخي ډیري لیکني په دې برخه کي کړي چي لومړنی شرط یې دممیزو(کشمشو) وڅکواوآبجوشو دجوړولو دادی  چي انګوربه لږترلږه هروښکی درې ځله په پاکواوبوپرېمنځي لومړنۍ جمله یې داده :

اولااغسل العناقید(عناقیدالعنب) بان تغمرالعناقید في اناء به ماء عمیق عدة مرات

                                                                                                                                    الزبیب من العنب ص ۷

لومړنی وښکی دانګوروپرېوله داسي چي وښکی په یوه لوښي کي څوځله غوټه کړه چي ژوري اوبه ورپکښي وي 

ورپسې نوره طریقه داسي ښيي:دلیمو (لیمبو) اوبه په بل یوه لوښي کي وننوه اووښکي له مینځلووروسته دیوې دقیقې لپاره ورکي ږده بیایې رااخله په پاکه فضاء کي یاپه پاکه هواکي یې چي تازه چلیږي کیږده یوه اونۍ وروسته یې راواخله خس وخاشاک ورځني بېل کړه هم داوڅکي دي 

اوداهم لازمه ده چي دغه دانې ټولي روغي وي که چاودیدلې وې بیایې خونداوتأثیر خرابیږي ،نوله څلورویاپنځوکیلوانګورونه یوه کیلووڅکي لاس ته راځي چي همدغه نوبهتریني اوډیري ګټوري وڅکي دي .دعربوحکیمانولیکلي دي چي دغه ډول وڅکي دانګوروله ټولوانواعوجوړیږي خوایته (هیته) خاص مقام لري خوبیخي به له خپلو وطني وڅکوکشمشواوآبجوشوهم نه ناهیلي کیږو چټلتیایې ځان ته خبره ده خوګټي یې هماغه دي کومي چي یې طبیبان بیانوي البته چټلتیابه یې خامخا څه منفي تأثیرات هم لري .

دوچوانګوروچي هرډول یې وي په ځانګړي ډول هغه چي لمرته وچ کړای شوي وي طبي ګټي دادي: په وچوانګوروکي ډېرغذائي عناصرموجوددي دنزلې لپاره ګټوره دواده ،دځيګر،معدې اوکولمودسون (سوخت)لپاره ټک وپتری ده ،امام ابن قیم رحمة الله علیه په خپل مشهورکتاب (الطب النبوي) کي لیکلي دي بهتریني وڅکي هغه وي چي غټي وي(یعني آبجوشي)پوست یې نرم وي اودخوراک پروخت یې زڼي ورڅخه وغورزول شي چي وخوړل شي ټوخي ته ګټه رسوي ، دبډوګي اوسپوخڅي ددردلپاره ګټه ده معده  قوي کوي اونس نرموي  ـــ ترپایه  اطباؤلیکلي دي چي معده قوي کوي اینه اوتوري ته ګټه رسوي ،دځیګر،ستوني اوسږوددردلپاره دواده ،اودحافظې دقوي کولو لپاره ګټوري دي زړه ته قوت ورکوي اوګرمي ختموي دلوړفشارلپاره دواده ،دروماتیزم لپاره ګټوره نسخه ده،حکیم ابن سینا وایي :الزبیب صدیق الکبد والمعدة والعنب والزبیب بعجمهما جید  ــ ای کل منهما لاوجاع المعی والزبیب ینفع الکلی والمثانة . 

هم داراز په وڅکوکي پوتاشیم (هغه موادچي دویني فشار له لوړیدوساتي) زیات دي ،دکولسټرول ناروغۍ ته ګټه رسوي همداشان نوي محققین وايي چي وڅکي یواځي استعمالول ښه نه دي بلکه ددې لپاره چي ټول مضرتونه دفع شي نوکله له لیموکله له مرچ اوکله له نوروشیانوسره ګډي وخوړل شي ترڅوتعادل وساتل شي .

هم دغه اونوري ډیري ګټي لري چي په لنډوټکوکي وړاندي شوي لکه چي له مخه موذکرکړي ووچي له انګورویوه بله ډیره مقدسه اوپاکه ماده تولیدکیږي چي هغې ته موږسرکه وایو اوپه نبوي صلی الله علیه وسلم مبارکواقوالوکي دهغې نوم(الخل ) یادشوی دی نوددې مبارکي غذاءاومقدس کتغ په اړه به بحث وکړو ! 

 

                                                                                                   والســـــــلام                                                                                       لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …