کور / بوټي / دخرماځيني ګټي دپارسي ژبوحکیمانوله نظره :

دخرماځيني ګټي دپارسي ژبوحکیمانوله نظره :

پارسیان چي کله ذکرشي نومقصدورځني داوسني ایران یاپخواني فارس (پارس خراسان) حکیمان دي زموږدافغانستان پارسیان خواران اوس دنورو له پېښوکولو لاهم لویدلي دي پخوالاڅه ناڅه حکیمان دقلم خاوندان اوعلماء پکښي وو بلکه یووخت دعلم اومعرفت مرکزیت ددوی په ساحه کي وو په روان جریان کي دغرب تاړاک بیابیخي ډیر سیوری پردوی وغورزاوه  اواکثریت یې تطمیع ،تقطیع خرمااوترصیع کړل ـــ الاماشاء الله ـــ دپارسي ژبویوسني عالم حکیم اوبوټي پیژاندی محمدمیرویس غیاثي څه ناڅه ښې علمي مقالې دقرآني نباتاتو دمعلوماتو اوطبي خواصو په موردکي  لیکلي دي چي ضخیمه برخه یې دعربي ژباړه اوځیني یې دپارسیانوتجربې دي چي ترټولو خوندوره لیکنه یې(خلاصه ای ازاعجاز علمي قرآنکریم ) ده هم داراز بوټی پیژاندی نورالحق فراس د(خرما اعجاز علمي) په نوم یوه رساله لري چي ګټورمعلومات ورکي درج دي یوشیعه حکیم بوټی پېژاندی ډاکټرسهراب خوش بین په څلورټوکه کي یوکتاب لیکلی دي چي نوم یې :یکصدګیا ه معجزه ګر ــ دی دده تشیع فکر پرخپل ځای خوکتاب یې واقعا بهترین معلومات ورکوي هم داراز ډاکټر عبدالزهراجلالي د(بررسي اعجاز زیست شناسي قرآنکریم )په نوم رساله لري چي دقرآني نباتاتو په ځانګړي ډول دخرما په اړه جالب مطالب ورکي شته له دې نه پرته په معاصر ایران کي مستقل انجمنونه ،ټولني،ادارات،پوهنځي ،اوډیري کړۍ په دې برخوکي شپه اوورځ کارکوي چي د ــــ لکل فن رجال  ـــ پربنسټ یې ټول نظام عیار کړی دی که څه هم دناروغیوددرملني له پلوه که ایران ترافغانستان وروسته پاته نه دی  خوډیر وړاندي هم نه دی .خونشرات یې په هره برخه کي بېحده زیات دي یعني موږویلای شو چي ترعربي اوانګریزي وروسته معلوماتونه په ایرانۍ پارسي کي ډیر دي  خودخولي خبري بېلي دي اوعمل بېل شی دی دوی له خپلوطبي معلوماتونوچندان ګټه دخپل ژوندانه اودرملني لپاره نه ده اخستې (خوښائسته زموږچمن په اختلاف ښکاریږي) دنړۍ په علمي جامعه کي دپرمختګ ،رشد اونبوغ دغه اصول دي چي یوکس که هرڅومره ټیټ استعداد ولري اوپه ټیټه سویه لیکنه وکړي خوبل دوخت علامه اومحقق یې تشویقوي ،شاباش ورکوي اونوروڅیړنوته یې هڅوي پرګنې اوټولني یې دآثارو اولیکنودطباعت کارورکوي اوبله خبره داده چي دهر فن خلګ په خپل فن کي څیړني کوي  خوزموږپه ټولنه کي که یوکس زیاروباسي لیکنه وکړي دلوړاستعداداویاهم دټیټ یاموازي استعداد دخاوندانوکولمې پرې کیږي لکه ددوی په حریم کی چي یې په لوی لاس پښه اېښي یایې ددوی دپلرونومیراث ورنه په زوراخستی وي نوځکه موهم ژبه خواره ،هم درملنه خواره ،هم روزي خواره اوهم فکرونه خراب دي .

دپارسیانودڅيړنوخبره مي کوله چي ددوی لس ګونه کتابونه ماپردې خپله ترلاس لاندي موضوع باندي وکتل ددوی دتحقیقاتو لنډټکي به دمقدسي عمې خرماپه اړه وړاندي کړم نوربحث ته زه هم خاتمه ورکوم .

دنرخرما دوږي سپڼسی که تازه مصرف شي دزړه اواینې دتقویې لامل ګرزي اوپه غاښونوموښل یې دغاښونودټینګیدو سبب ګرزي ،که دخرما اېستل شوی جوهر چي دخرما روغن ورته ویل کیږي دزیتون له غوړوسره ګډکړای شي،دمعدې دزخم اودسرددردعلاج دی ،اوپه سر موښل یې دویښتانوتوئیدل بندوي ويښتان ټینګوي ،په خرما کي وسپنه زیاته ده که څوک دورځي د۱۵ ګرامه په اندازه خرما خوري دبدن وسپنه یې پوره کیږي اودویني دلږوالي (کم خوني) ستونزه چي دوسپني  دلږوالي په سبب رامنځ ته کیږي له منځه ځي .محققین وایي چي دسرطان ناروغي هغه چاته رسیږي چي په بدن کي یې منزیم (منزیم مواد ) لږ وي نوکه څوک خرما خوري په خرما کي دغه ماده دمنزیم ډیره ده نودغه ماده به یې پوره وي بیا سرطان ناروغي نه ورته رسیږي  خصوصا په هغو سیموکي چي تودوخه (ګرمي ) زیاته وي  ځکه چي دلمرشعاع (وړانګي) ځیني وخت زیاتي شي اوپه کمزوروبدنونوکي منفي تأثیر وکړي اوپه سرطان اخته شي نوپه تودوسیموکي یې انسان بایدلږترلږه دوې یادرې دانې دورځي وخوري ،کوچنیانوته که خرما ورکول کیږي دګوځڼ(فلج) په ناروغۍ نه اخته کیږي که په ګوځڼ اخته وي هم هره ورځ یوڅودانې  خوري ګټه ورته رسوي ،خرما اعصاب قوي کوي ،که څوک په زکام  اودسرپه درداخته وي یایې ستونی خوږیږي ۶۰ ګرامه خرما دي په اوبوکي جوش کړي اوودي څښي ټول شکایتونه به یې رفع شي،دحساسیت،پوستکي دناروغۍ اوبندونوددردلپاره خرما ټک وپتری ده ،دبدن دهرغړي دالتهاب لپاره خرما دواده ،دخرما دُوښاکه واېستله شي چي له لسوکیلویویاله پنځوکیلونیم کیلو دُوښاوزي دهرعمرلرونکی یعني ځوان ،زاړه،ماشوم،نر،اوښځي،روغ اوناروغ ټولولپاره بېحده ګټوره ده ،که پنځوس ګرامه خرما په اوبوکي واېشول شي (یولیټراوبوکي) اوبیا صاف کړای شي نوداشربت د لقوه،فلج،سینه تنګي(ځیګر تخته)اودملادردلپاره اوهم داراز دبندونوددردلپاره بیخي مؤثر دي،خرما له ( ملخوځی : دګل یوډول دي چي دریحان غوندي پاڼي لري اوزیړتخم کوي)سره دم اوخوړینه کړای شي دبلغمي تبو اومثانې دډبري لپاره دواده،اګرکه خس کرده آن درشیر تازه که کمي دارچین« دارچین هم یوتک شین بوټي دی اوسپین ګلان کوي» درآن ریخته شده باشدبخورندوبعدازان هم بازکمي شیر بیاشامندتقویت قوه باه .

وروستنیوتحقیقاتو جوته کړې ده چي دخرما په زڼي کي له ۸ تر۱۰ په سل کي غوړشته که یې په مشین نچوړوشي نودصابون شامپو اونوروپاکوونکوڅیزونوله اولیه اوبنیادي موادوڅخه شمېرل کیږي .

دخرما په خوړلوسره حافظه قوي کیږي ،زڼی که یې وسوځول شی اوواړه شي دسترګو بهترین رانجه اودسترګوځیر(نظر) تیزوي ،اودسترګودردختموي خرما دسالنډۍ لپاره بهترینه نسخه ده که څوک پرې اخته وي نوهره ورځ دي بلاناغه یوڅوداني خوري حتمابه انشاءالله شفاء مومي اواوس به دعربي منابعو څوخبري لادخرما په اړه وکړو ټول خواص ذکرکول یې څوټوکه کتاب لیکل غواړي خدای پاک دي وکړي چي پښتانه محققین ورباندي خولې توی کړي.

عربي څیړونکي وایي :النخل دتمروني ته ویل کیږي ،دوحدت صیغه یې  ــ نخلة ـــ ده او ـــ نخیل ـــ اسم جمع دی دنخلة جمع نه ده ،اودامؤنث کیږي اومذکرکیږي عرب وایي :هوالنخل  ـــ وهی النخل ،تمر ته په انګریزي کي Date  -Palm وایي .کمال الدین القاهري په خپل مشهورکتاب (النبات والحیوان )کي لیکلي دي چي خرما له انسان سره په اووشیانو کي شباهت لري ،

۱ ــ ولاړ بدن اوقامت 

۲ ــ نراوښځه لري 

۳ـ ترڅوپیوند نه شي اوحمل وانه خلي میوه نه کوي 

۴ــ چي سریې پرې شي مړه کیږي 

۵ــ که یې زړه ته قوي صدمه ورسیږي هلاکیږي

۶ــ که یې دبدن بندونه مات شي بیاوده نه کوي لکه انسان چي حرکت نه شي کولای

۷ ــ اوپه پټوکي کي  داسي پوښل شوې ده چي هغه وېښتان لري لکه دانسان غوندي 

په کتاب (نخلة التمر)کي علامه عبدالجبار البکر ددې په اړه نورډېرشیان هم ذکرکړي دي 

همداراز علامة احمدراشد په خپل کتاب (النخلة )کي اوډاکټر عبدالله عبدالرزاق السعید په خپل کتاب (الرطب والنخلة ) کي ډېري عجیبه ګټي اوخواص بیان کړي دي  چي دځينوټکولنډیز یې دادي :دخرماسیوری ډیرسوړ وي نوځکه عرب ورباندي مثالونه وایي ،له لرګیونه یې بهترین چتونه جوړیږي له دړونه یې ښه لوښي جوړیږي چي سم تقطیع شي ،اوخرماپخپله بهترینه غذاءده که بل شی څوک  ونه خوري یعني ډوډۍ نه وي نوخرما هم دغذاء اوهم دفاکهې پرځای ورته کفایت کوي ،له زڼي یې ډیرقسمونه داروګان جوړیږي که سم غور ورباندي وشي مثلا رانجه ډیرپه ساده توګه ځني جوړیږي چي فقط وسوځول شي اوواړه کړای شي ،دخرما خواوشا څلورسوه ډولونه دي چي ټول یې محققینو په خپلوکتابونوکي ذکرکړي دي اوبېل بېل نومونه لري یوڅویې دبېلګي په ډول دادي :الحلیّ  ـــ الصقعی  ـــ المجناز ـــ البرني  ـــ الخلاص ـــ بنتة الطائف  ــ الشقر ـــ البرجي  ـــ الخشرم ـــ القطارة ـــ الرخوة ـــ السلح ـــ الروثان ـــ  المرباع ـــ الحلوة ــ المکفریة ـــ القصب ــ السلطاني ـــ نبوت سیف ـــ نبوت علی ـــ السکري ـــ الرزیز ـــ المکتومي ــ اُم خشب ـــ الونان ـــ اللحمیة  ــ الغلامیة ــ الفردوسیة ـــالمطواح ــالخضري ــ ریق النبات ــ عجوة العالیة ـــ ربیعة  الرایسة ــ الزولة ــ المنیفة ــ الصفري ـــ الدخیني ـــ المرزبان ـــ الوحیلی ــ الشهبان ـــ المخیضر ـــ المسکان  ــ الداهنیة ــ الثری ــ دجلة نور ـــ عسیلة ـــ صفاوي ـــ صبروم ـــ مجدول ـــ الحضاري ـــ المقفزی ــ الخنیزی ــ الاصابع ـــ السوید ـــ السباک  اونور……………..

تعبیر الرویاء  (خرما په خوب لیدل )

امام ابن سیرین رحمة الله علیه فرمایي :خرما په خوب لیدل مال اومراد اومقصددی ،که یې عالم په خوب وویني نوعلم به یې زیات شي اوکه سوداګر یې په خوب وویني نوپه سوداګري کي به ګټه وکړي ،که یې په خپل کورکي دخرماله میوې لژنده ونه ولیده نوله کوم شته من کس سره به یې راکړه ورکړه وشي اوډېره ګټه به ځني ترلاسه کړي ،که څوک واده نه لري یایې دبلي ښځي دنکاح اړتیاوي اوخرما په خوب وویني نوواده به وکړي اوله ښې حیاناکي اومالداري ښځي سره به یې نکاح وشي ــ خومخکنۍ  خبره په  یادساتل په  کار دي چي په کوم ایت شریف کي که کوم شی ذکر شوی وواوپه خوب کي یې ولید نودهماغه آیت یادورپسې آیت شریف مضمون دده دخوب تعبیر دی .که څوک خرماپه خوب کي وویني نوپه یوویشت آیتونو کي دي وګوري چي زړه یې وي دهغه آیت شریف معنی دي دخپل خوب تعبیر کړي هم داغسي به ان شاء الله دده پرزړه نتیجه په لاس ورشي مثلا دسورة ق ایت شریف (والنخل باسقات لها طلع نضید ) اوورپسې آیت شریف ( رزقا للعباد  .الایة) دي ورځني ترجمه کړي لوی الله به حلاله پراخه روزي ورکړي اوهم داسي نور آیتونه …… که ژوندي وودخرماپه اړه به نوري څیړني راتلونکي ته پریږدو اوس همدومره .

                                                                                                   والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …