کور / بوټي / خــــــــــــرما : نخیل ـــ نخلة ـــ نخلاً ـــ نخل ـــ لینة

خــــــــــــرما : نخیل ـــ نخلة ـــ نخلاً ـــ نخل ـــ لینة

                         پرهغه مقدسه قرآني ونه اومیوه باندي به بحث وکړو چي دلوی رب جل جلاله په عظیم کتاب قرآن کریم کي ۲۱ یوویشت ځایه ورځني یادونه شوې اوصفتونه یې بیان شوي دي چي  هغه خرما ده  خرما په عربي ژبه کي متعددنومونه لري چي ځیني خــــــــــــرمایې دادي نخیل :په دې نامه سره په عظیم کتاب کي اوویه ځایونه ذکرشوې ده سورة البقرة آیت ۲۶۶  سورة الرعدآیت ۴ سورة النحل آیت ۱۱    ــــ  او ــــ۶۷ سورة الاسراءآیت ۹۱ سورة المؤمنون آیت ۱۹ اوسورة یس آیت ۳۴ اودنخلة  نخلا نخل اولینه په نومونوسره په څوارلس ځایونوکي ذکرشوې ده مختصراً دسورتونونومونه اودآیتونوشمېره دغه ده سورة الانعام آیت ۹۹ ـــ او ۱۴۱ سورة الکهف آیت ۳۲ سورة مریم آیات ۲۳ ــ ۲۵ سورة طه آیت ۷۱ سورة الشعراء آیت ۱۴۸ سورة ق آیت ۱۰ سورة القمر آیت ۲۰ سورة الرحمن ایات ۱۱   او  ۶۸ سورة الحشر ایت ۵ سورة الحاقة ایت ۷ اوسورة عبس آیت ۲۹ 

اونورنومونه یې لکه تمر اونور…… په احادیثو کي هم راغلي دي خوقرآني نومونه یې هماغه پورته ذکرشوي نومونه دي هم داراز په عظیم الشان قرآن کي رطب هم یادشوی دی لومړی به دعظیم کتاب په ایتونو پیل وکړو .

لومړنی آیت شریف  سورة البقرة ۲۶۶ 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ      أَيَوَدُّ أَحَدُكُمْ أَنْ تَكُونَ لَهُ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَأَعْنَابٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الأنْهَارُ لَهُ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَأَصَابَهُ الْكِبَرُ وَلَهُ ذُرِّيَّةٌ ضُعَفَاءُ فَأَصَابَهَا إِعْصَارٌ فِيهِ نَارٌ فَاحْتَرَقَتْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (٢٦٦)  

ترجمه : ایاخوښوي یو ستاسي داچي وي دي ده لره یوبڼ «باغ» له خرماؤڅخه اوله انګوروڅخه چي بهیږي له لاندي (دونو) دهغوویالې چي وي ده لره په دغه بڼ کي له نوروهر ډول میوواوورسیږي ده ته زوړوالی اووي ده لره اولاد ضعیفان پس ورسیږي هغه (بڼ) ته سخت بادچي وي په هغه کي اور نووسوځي دا(باغ) هم داسي (په شان ددې تیر شوي بیان ) بیانوي الله جل جلاله  تاسي ته دلائل (دخپل قدرت ) لپاره ددې چي تاسي فکروکړئ (په هغه کي اوترې پندواخلئ)

 دالانعام دسورة دوه ایتونه ۹۹   او ۱۴۱  دزیتون په بحث کي بشپړ له ژباړي سره موږرانقل کړي دي که همالته وکتل شي دلته یې بیانه تکراروم .

ځکه چي بحث وروسته دطبي خواصو اودنشأت اوتقدس پرنورواړخونو اوږدیږي اوس به دوهم ایت له ترجمې سره مختصراً ولیکم .

دوهم آیت شریف سورة الرعد ایت ۴

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     وَفِي الأرْضِ قِطَعٌ مُتَجَاوِرَاتٌ وَجَنَّاتٌ مِنْ أَعْنَابٍ وَزَرْعٌ وَنَخِيلٌ صِنْوَانٌ وَغَيْرُ صِنْوَانٍ يُسْقَى بِمَاءٍ وَاحِدٍ وَنُفَضِّلُ بَعْضَهَا عَلَى بَعْضٍ فِي الأكُلِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (٤)

ترجمه: اوپه زمکه کي ټوټې دي (مختلفي) څنګ په څنګ پیوستي یوله بل سره او(نور)باغونه دي (په زمکه کي) له انګورواوکښتونه دي اووني دخرما دي چي ځیني له یوه بیخه پورته شوي دي اوځیني ځان ځانته بېخ لري چي اوبه کیږي په یوقسم اوبوسره اوغوره کووځیني له هغوڅخه په ځینونوروباندي په خوراک( خوند رنګ اووږم کي ) بېشکه په دغه مذکوره ؤشیانوکي خامخا دلائل (دقدرت ) دي لپاره د(هغه) قوم چي عقل چلوي  پکښي .

دریم آیت شریف :سورة نحل ۶۷ 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ    وَمِنْ ثَمَرَاتِ النَّخِيلِ وَالأعْنَابِ تَتَّخِذُونَ مِنْهُ سَكَرًا وَرِزْقًا حَسَنًا إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ (٦٧)

ترجمه: اوله میووڅخه دخرماګانواوله( میوود) تاکانو (کورو) څخه (هم داسي درڅښووموږپرتاسي) چي جوړوئ تاسي له دغو میووڅخه نشه کونکي (بد) اورزق ښه بېشکه په دغو (انواعو دمیوواومشتقاتو)کي (یې ) خامخا دلیل( ښکاره دقدرت )دی لاره ده(هغه ) قوم ته چي عقل چلوي اوفکروغور پکښي کوي  ــ دالنحل دسورة ۱۱ آیت شریف موږدزیتون په بحث کي لیکلی ؤ که همالته وکتل شي .

څلورم آیت ۹۱ سورة الاسراء  :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     وَقَالُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكَ حَتَّى تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الأرْضِ يَنْبُوعًا (٩٠)أَوْ تَكُونَ لَكَ جَنَّةٌ مِنْ نَخِيلٍ وَعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الأنْهَارَ خِلالَهَا تَفْجِيرًا (٩١)

ترجمه : اووایي (قریش) له سره به ایمان رانه وړوپه تا (ای محمده صلی الله علیه وسلم )! ترهغه پوري چي جاري کړې ته (راوباسې ،راوبهوې ) موږ ته له ځمکي (دمکې مکرمې تل بهیدونکې خوټېدونکې ) چینه (چي تل ډکه وي له اوبواوله سره نه وچیږي ) یاچي وي تاته یوباغ له خرماؤاوانګورونورواني کړې ته ویالې په منځ ددې باغ کي په روانولوسره    ــ   دقریشو ددې ناوړه غوښتنواوناخوالوپوښتنو اوزوروونکو پلموپه اړه پرله پسې څوآیتونه راغلي دي چي تحت اللفظ ترجمه یې رانقلوم ددې لپاره چي مضمون بشپړ شي که څه هم زموږغرض دلته یواځي دخرماټکی دی پاته مضمون په پښتو دغه ډول ژباړم :

 یاداچي راوغورزوې ته آسمان لکه چي ګمان کوې ته پرموږ باندي ټوټې ټوټې یاداچی راولې ته الله جل جلاله اوپرښتې مخامخ (ښکاره چي ویې وینو ) یاداچي تاته یوکور له سروزرو (یاملمع په سروزرو چي پکښي کښینې ) یاچي پورته وخیژې په آسمان کي،اوله سره به ایمان رانه وړو په (تش ختلوستا آسمان ته که چیري وخیژې) ترهغه پوري چي راکوزکړې پر موږباندي داسي یوکتاب چي لولویې (اوتصدیق ستاوي پکښي) 

ووایه ! (ای محمده! صلی الله علیه وسلم  دوته ) پاکي ده رب زما ته (جل جلاله ) آیازه (یعني نه یم زه ) مګر یوانسان رالیږل شوی (په شان دنورورسولانو) سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم  

دآیتونوفهرست دبحث په پیل کي مالیکلی وو که څوک دخرما پر ټولوآیتونو باندي علم راوستل غواړي دهماغه له مخي دي په هغوسورتونوکي هم داآیتونه وګوري یوه خبره بله دیادولووړده چي یوقول داسی هم راغلی دی چي دخرما ذکرپه عظیم الشان قرآن کي (۲۶) ځایه شوی دی .ماپلټنه ورپسي وکړه نوصراحة دغه یوویشت ځایونه ماپیداکړل کیدای شي ددې قول والا مقصدکنایة یاسیاقا اویاهم په غبرګ مضمون کي لکه درطب په نامه یاهم دقصې دمناسبت په وجه وي  ـــ   والله اعلـــم ـــ

بیاهم عرض کوم که چا بل ځای هم پیداکړلطفا مادي خبر کړي  ـــ 

                                                             اوس دخرما په اړه نبوي پلوشې !

۱ـــ عن عائشة رضی الله عنها عن النبي صلی الله علیه وسلم قال : بیت لاتمر فیه جیاع اهله .جامع الترمذي جلد ۲ ص ۳ 

۲ـــ قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :اکرموا عمتکم النخلة فانها خلقت من الطین الذی خلق منه آدم علیه السلام         شجرة   العذرآء ص ۸۲ 

۳ـــ ان قامت الساعت وفي یداحدکم فسیلة فان استطاع ان لاتقوم حتی یغرسها فلیغرسها   متفق علیه 

۴ـــ روی عن الرسول صلی الله علیه وسلم انه قال : ان التمر یذهب الداء ولاداء فیه  ـــ زادالمعاد   ـــ اللؤلؤ والمرجان ص ۳۷۰ 

۱ــــ له ام المؤمنین عایشې رضی الله عنها نه روایت دی چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کوم کورچي په هغه کي خرمانه وي دهغه کوروالابه وږي وي 

۲ـــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :عزت ورکوئ ستاسي عمې (دپلارخور) خرماته چي داله هغې خټي پیداشوې ده چي حضرت ابوالبشر آدم علیه السلام ورځني جوړشوی وو

۳ـــ رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: که قیامت راتلی اوستاسي دیوه کس په لاس کي دخرما څانګه وه که یې دومره وخت پیداکولای شو چي ویې کري اوقیامت نشي نوودې کري 

۴ـــ له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت دی چي فرمایلي یې دي :بېشکه خرما ناروغي له منځه وړي اوپه دې کي هیڅ ناروغي نشته .

                                صدق الله وصدق رسول الله صلی الله علیه وسلم 

 دخرما دمبارکي وني اومقدسي میوې په مورد کي دخاتم الانبیاء صلی الله علیه وسلم خواوشا درې سوه (۳۰۰) احادیث راغلي دي  ــ عربي محققینو خپلي غاړي خلاصي کړي دي لوی رب جل جلاله دي ورته نیکه جزاء ورکړي په لس ګونوڅه چي شل ګونو کتابونه یې پرهره موضوع  لیکلي اوخپاره کړي دي یواځي دخرماپه موردکي چي مالیدلي یاکتلي دي دهغوکتابونوشمېره ترشلواوړي زموږلپاره چي استفاده ترې وکړو دغه یوڅومآخذ ذکرکوم که څوک ورته مراجعه وکړي اودنورومفاهیمولپاره ورځني  څه راچڼ کوي چي ماهم په دې مضمون کي ورڅخه ګټه اخستې 

۱ــ النحل ـــ للامام ابی حاتم السجستاني رحمة الله علیه 

۲ـــ النخلة ـــ للعلامة  علی محمد علی   دخیل 

۳ـــ نخلة التمر شجرة الصحراء  :دکتورعبدالباسط عودة ابراهیم 

۴ـــ العقدالبکري فی ثمار نخیل التمر 

۵ــ الکیمیاء الحبویة لثمرة التمر  :دکتورعصام عبدالله  مولود 

۶ ـــ الانتاج الصناعي لثمار نخلة التمر :دکتورحسن خالد العکیدي 

۷ ـــ تجفیف التمور =           =                 =                                =                    =

۸ ـــ الفوئد الطبیة للتمور  : دکتو عبدالباسط عودة 

۹ ـــ اود ډاکټر ابوالعطاء موسی نظمي مدلل اومفصل کتاب (النخلة فی القرآن الکریم والاحادیث النبویة )اونور …….. ددې مضمون مأخذاوډیر دقدروړ کتابونه اومقالات دي 

خوزموږ پښتانه څیړونکي شعر،افسانه ،ناول ،غزل اونورخرافات شاربي ،په ډیر تأسف چي ښه جید علماء موپخواني منطق ،زاړه ریاضي ،حکمت اوفلسفه اونورهماغسي بې مفهومه کتابونه اړوي هیڅ یې اسلامي څیړنواوقراني مفاهیموته وخت پیدانکړکه بل کوم مسلمان لیکوال اوداسلام خواخوږی پرکومه اسلامي اړینه موضوع باندي لیکنه وکړي هم یې دوی په مخکي خنډجوړیږي یاورپسي پروپاګندکوي نوهم ځکه  ماټول پښتودانټرنیټ سائټونه ورپسي ولټول اودکتابونو پاڼي مي ورپسي  واړولې چي دعربي ژبي د(خردل) چي په پارسي کي  یې هم داغه نوم دی اوپه اوردوکي ورته رائ ویل کیږي چي په عظیم الشان قرآن کي دوه ځایه ذکرشوی دی معنی اوحقیقت پیداکړم خوپه شدیدتأسف چي پیدامي نکړ  له بازاره مي له یوه حکیم څخه راوغوښت سپین سرو اوسپین ږیروته می عرض کړ هغوی یې هم نه پیژني مفسرین یې په پښتو کي ترجمه راته په سپیلني سره کوي چي کلا وحاشا   سپیلني ته بالکل ورته هم نه دی .

نودداغسي غریب قوم پرحال باندي افسوس پکار دی نوره خبره نه اوږدوم دمبارکی خرما پرطبی فوائدوبه دعربي اوپارسي مفکرینواوحکیمانودویناوو اولیکنو په رڼا کي بحث وکړم  .  والی الله المشتکی .

په ډیرو لنډوټکوکي   

خرمادخوراک له وخت نه ترهغوپوري چي په بدن کي په انرژي بدلیږي فقط فقط شل دقیقې وخت غواړي اوډېره ژرهضم کیږي په خرما کي پیټاسیم اوویټامینونه A اوB  شته 

دمعدې اوکولموله سرطانه مخنیوی کوي خرما که داغسي وخوړل  شي اوکه په اوبوکي واچول شي پرتشه خوا یې اوبه وڅښلې شي اوخرما چي په اوبوکي محلول شوې ده هم  وخوړل شي بدن ته بې ساری قوت ورکوي اوله ډ ېروناروغیومخنیوی کوي که په اوبو کي جوش ورکړشي اوبیادغسي تودې اوبه  یې وڅښل شي هم ګټوره ده .اوکه له پیو سره یې هم داغه تودې اوبه ګډي شي خونورعلی نوردي 

په خرماکي خوږه لوړه (شکره) ګلکوزاووسپنه شته نوبدن ته دغه موادوربشپړکوي په خرماکي کلشیم شته خوراک یې هډوکوته ګټه رسوي په خرما کي هغه ملین مواد دي چي دښځي  رحم ته انبساط ورکوي اودکوچني دزوکړي پروخت پرهغه ښځه آسانی وي چي دکوچني ترزیږېدلوله مخه خرما خوري 

خرمادننه نس اوکولمې نرم ساتي اوکولموته دجراثیمو اومکروبونودننوتلو مخه نیسي که هره ورځ څوک خرما خوري نوپیریان نه شي ورنژدې کیدلای اوضرر نه شي ورته رسولای

خرما اعصاب قوي کوي اودبدن غدوداوشریانونه سموي پرزخم باندي چي پټۍ شي جوړوي یې اوهغه زخم ته مکروبونه نه شي ورننوتلای ،په فوائدالنخلة وثمرها کتاب کي یې لیکلي دي چي که یې دجنګ جګړې پروخت څوک خوري نوقوت ورکوي ،غیرتمن کوي یې اوله مرګ نه به نه ډاریږي .مجاهدینوته پکارده  چي دجهادلپاره دخرمادخوړلوسنت لازمي وګڼي .

خرما دامساک قوت زیاتوي ،دبواسیرولپاره دواده ،دبدن دالتهاب لپاره غوره علاج دی ،دسرطان له ناروغۍ وقایه ده چي خوړونکی یې ورځني ساتي ،دویني دلوړفشارلپاره دواده ،دپوستکي دحساسیت لپاره علاج ده ،دخرما په خوړلوسره دبدن پلې ټینګیږي ډاکټرحسان شمس په خپل کتاب فوائدالتمرکي لیکي :هغه چا  رښتیا ویلي دي چي وایي :په خرماکي معادن (کانونه) دي .ځکه چي دوسپني دومره غټ مقدار په خرما کي پروت دی چي دبدن دوسپني اړتیا ټوله ورپوره کوي ،همداراز ورکي دخوږه لوړي(شکري) کان دی خواعجوبه داده چي خپله دخرما له خوراک نه دشکري ناروغی نه پیداکیږي ـــ خودشکري په ناروغۍ اخته کسان دي ډیره نه خوري ،

رښتیا ویلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم  (بیت لاتمر فیه جیاع اهله )

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دانــــــــــار پوستکی !

دانار دپوستکي که څه هم موږ دانار په بحث  کي ځیني ګټي ذکر کړې وې …

دبادرنګ پوستکی اوزڼي !

دبادرنګ دګټوپه اړه په قرآني بوټوکي بحث شوی دی دزڼیو اوپوستکو یوڅوګټي یې علاحده شته …