کور / بوټي / الزیتون :«خوونه ــ ښون »

الزیتون :«خوونه ــ ښون »

څرنګه چي دانځر په اړه بحث کي دزیتون مبارک نوم هم ذکرشو،نوورسره متصل به له دې مبارکي مېوي هم دلوی خداي جل جلاله په توفیق سره بحث وکړو !

زیتون په عظیم الشان قرآن کي ۷ اووه ځایونه ذکرشوی دی په تفصیل سره به ټول آیاتونه پرعثماني ترتیب رانقل کړو اوژباړه به یې هم ورسره ضم کړووروسته به یې پر تخلیق ،تغریس،اوطبي ګټوخبره وکړو  ـــزیتون

(۱)دغه دامام ابوبکررازي رحمة الله علیه مقوله ده

 لومړی آیت   ۹۹  ـــ سورت الانعام  ـــ 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  وَهُوَ الَّذِي أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَأَخْرَجْنَا بِهِ نَبَاتَ كُلِّ شَيْءٍ فَأَخْرَجْنَا مِنْهُ خَضِرًا نُخْرِجُ مِنْهُ حَبًّا مُتَرَاكِبًا وَمِنَ النَّخْلِ مِنْ طَلْعِهَا قِنْوَانٌ دَانِيَةٌ وَجَنَّاتٍ مِنْ أَعْنَابٍ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُشْتَبِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ انْظُرُوا إِلَى ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَيَنْعِهِ إِنَّ فِي ذَلِكُمْ لآيَاتٍ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ (٩٩)     

ترجمه: اودغه الله هغه ذات دی چي نازلي (راکښته) کړي یې دي له طرفه دآسمانواوبه نورااېستلي دي موږپه دې (اوبو)سره زرغونه دهرشي (زرغونېدونکي) نورااېستلي دي موږله هغه (زرغونه) څخه شین (کښت   فصل) چي بیا راباسو موږله دې(شنه ډکي) څخه دانې یوپه بل سورې (لکه وږي)او(راباسو)له (جنسه د) خرماڅخه (داسي خرما چي راووزي) له غلافه (وږي) دهغې څخه وږی نژدې (ځمکي ته یایودبل سره) او(راباسو) باغونه له انګورواو(راباسو) زیتون «ښون»اوانارپه داسي حال کي چي یوله بل سره مشابه وي (په پاڼوکي) اونه وي مشابه (بلکه بېل وي په خوندکي ) وګورئ! تاسي طرف دمیوې دهري وني ته کله چي میوه ونیسي اوپوخوالي دهغې ته بېشکه په دغو(تېروټولو) کي خامخا دلائل دقدرت اووحدت دي لپاره دهغه قوم چي ایمان لري (تصدیق کوي) 

                                                                                                                   ژباړه له عثماني تفسیر نه 

دوهم آیت ۱۴۱ الانعام:بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ        وَهُوَ الَّذِي أَنْشَأَ جَنَّاتٍ مَعْرُوشَاتٍ وَغَيْرَ مَعْرُوشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفًا أُكُلُهُ وَالزَّيْتُونَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهًا وَغَيْرَ مُتَشَابِهٍ كُلُوا مِنْ ثَمَرِهِ إِذَا أَثْمَرَ وَآتُوا حَقَّهُ يَوْمَ حَصَادِهِ وَلا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ (١٤١)

ترجمه: اوالله هغه ذات دی چي پیداکړي یې دي باغونه (دانګورو له زمکي) هسک «اوچت »کړی شوي (پرلرګیو) اوغیرهسک «اوچت »کړی شوي (پراته پر زمکه ) اودخرماونه اوکښت «فصل» چي مختلفي وي میوې دهغه (په رنګ اوخوندکي ) اوښون «زیتون » اونرګوسی «انار» چي متشابه وي (په ونواوپاڼوکي ) اوغیر متشابه وي (میوې دهغوپه مزوکي ) ونیسئ اواداءکړئ حق دهغې په ورځ دریبلو(شوکولو)ددې اوبی ځایه یې مه مصرفوئ تاسي ،بېشکه چي الله جل جلاله نه خوښوي مسرفان «تېرېدونکي له حدودو» 

دریم آیت ۱۱سورت نحل :

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     يُنْبِتُ لَكُمْ بِهِ الزَّرْعَ وَالزَّيْتُونَ وَالنَّخِيلَ وَالأعْنَابَ وَمِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ (١١)

ترجمه: زرغونوي الله جل جلاله تاسي ته په دغواوبوسره کښت «فصل»اوښون «زیتون»اوخرماګاني اوتاکونه دکورو«انګورو» اوله هره قسمه میووڅخه بېشکه په دغه (زرغونتیا ددغومذکوره شیانو) کي خامخا لویه نخښه(دقدرت ) ده لپاره دهغه قوم چي غورکوي .

څلورم آیت ۲۰ سورة المؤمنون : 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ      وَشَجَرَةً تَخْرُجُ مِنْ طُورِ سَيْنَاءَ تَنْبُتُ بِالدُّهْنِ وَصِبْغٍ لِلآكِلِينَ (٢٠)

ترجمه : اوبل پیداموکړه هغه ونه چي وزي له «غره د» طورسینا څخه چي زرغونیږي له غوړوسره اوله انګولي «سالن ــ کتغ »سره دپاره دخوړونکیو .

علامه شبیراحمد عثماني رحمة الله علیه  ددې آیت کریمه په تفسیرکي لیکي : یعني دخوني «زیتون» ونه چي ترې تېل ووزي چي دموښلواونوروپه مصرف رسیږي اوډېرزیات خلګ یې دکتغ په شان استعمالوي ،دښون «زیتون» ذکریې په خصوصیت سره وفرمایه ځکه چي دهغه فوائدزیات دي اودیوه مخصوص فضل اوشرف حیثیت لري ،ځکه  دالتین په سورة کي پرې قسم یادشوی دی دطور غره په لوري نسبت کول هم دهم دغي خووني «زیتون» دفضیلت اوبرکت ښکارولولپاره دی ځکه چي په هغه وخت کي به هلته ددغي خووني وني زیاتي وې .   تفسیر عثماني جزء۱۸ص ۲۴۶ 

علامه قاضی ثناء الله پاني پتي رحمة الله علیه پخپل تفسیر التفسیر المظهري کي ددې آیت په شرحه کي لیکي :وشجرة تخرج من طورسینآء  وهي الزیتون .یعني په دغه آیت کي له شجرة څخه مراد زیتون دی .دبحث په پای کي لیکي :ویقال ان الزیتون اول شجرة نبت فی الدنیا بعدالطوفان  ــــ  التفسیرالمظهري ج ۶ص ۳۷۶ ښون «زیتون»لومړنئ هغه ونه ده چي دنوح علیه السلام له طوفانه وروسته دزمکي پرمخ رازرغونه شوه .

پنځم آیت ۳۵ سورة نور  :

   بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ     اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِنْ شَجَرَةٍ مُبَارَكَةٍ زَيْتُونَةٍ لا شَرْقِيَّةٍ وَلا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَنْ يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الأمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ (٣٥)

ترجمه : الله جل جلاله مالک دنوردآسمانونواوځمکي دی  مثال صفت دنور دده(داسي دی) لکه (رڼه ) طاقچه چي په هغې کي یوه بله ډیوه وي دغه بله ډیوه په قندیل د(ښیښه) کي وي دغه قندیل (ښيښه په سبب دهغې رڼا چي پکښي ده ) ګواکي یوستوری دی ځلیدونکي چي بلوه شي (دا څراغ په اول کي ) له تیلودوني برکتناکي دزیتون چي نه مشرق طرف ته وي اونه مغرب طرف ته نژدې دي تیل ددې چي  رڼا وکړي (له خپله ځانه له ډیري صفایي) اواګرکه نه وي رسیدلی دې ته اور دغه رڼا( دډیوې )پررڼا ( دصافوتیلوده )لیاره ښيي الله جل جلاله نورخپل هغه چاته چي اراده وفرمايي اوبیانوي الله جل جلاله مثالونه خلګوته (اوپه معقولاتویې پوهوي دمحسوساتوپه وسیله ) اوالله جل جلاله پرهر شي ښه عالم دی 

شپږم آیت :  ۲۹ سورة عَبَسَ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ       فَأَنْبَتْنَا فِيهَا حَبًّا (٢٧)وَعِنَبًا وَقَضْبًا (٢٨)وَزَيْتُونًا وَنَخْلا (٢٩)وَحَدَائِقَ غُلْبًا (٣٠)وَفَاكِهَةً وَأَبًّا (٣١)مَتَاعًا لَكُمْ وَلأنْعَامِكُمْ (٣٢)

ترجمه : بیاموزرغونې کړي دي په هغې (زمکي ) کي دانې اوانګور اومڼه ،ترکاري  اوښون «زیتون» اوخرما اوباغونه ګڼ (له جهته دډیروالي دونو) او(تازه )میوې او«وچي میوې »یاواښه (وموکړل دغه ټول څیزونه )دپاره دنفعي ستاسي اودحیواناتوستاسي .

او ــ اووم آیت شریف د ــ التین والزیتون ــ هم هاغه لومړنی ایت دی چي دانځر په پیل کي موبشپړ سورت لیکلی اوبحث موپرهمداغه بنا ءراشروع کړی دی  ـــ همدغه اووه ځایه په عظیم الشان قران کي دزیتون دمبارکي وني اومیوې یادونه شوې ده  .

 

ښون «زیتون » په احادیثوکي :

عن زید ابن اسلم عن ابیه ان عمر ابن الخطاب رضی الله عنه قال :قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :کلوا الزیت وادهنوا به فانه من شجرة مبارکة  .

عن ابی اسید رضی الله عنه قال :قال النبي صلی الله علیه وسلم کلوامن الزیت وادهنوبه فانه شجرة مبارکة   ــــ   الجامع للترمذی ج ۲ ص ۶ 

حضرت سیدنا فاروق اعظم رضی الله عنه فرمایي :جلالت مآب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زیتون خورئ اوموښئ (ځان اویاسر ورباندي غوړوئ) تدهین ورباندي کوئ ځکه چي له مبارکي وني (رانښتېځل شوی )دي .

حضرت ابو اسید رضی الله عنه فرمایي جناب  دنبوت سالار صلی الله علیه وسلم وفرمایل :له ښون «زیتون» نه خورئ اوغوړول پرې کوئ ځکه چي دامبارکه ونه ده .

له دې ټول ارشادنه امر څرګندیږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې پر استعمال باندي امر فرمایلی دی اودرسول اکرم صلی الله علیه وسلم دامر ټیټه (کمه) درجه داستحباب ده .

یعني مستحبه سنت دی 

له دې ډول احادیثونه داحادیثوپه کتابونوکي بیخي ډېر شته خوموږ په همدې کفایت کوو 

امام قزویني په خپل جامع کتاب عجائب المخلوقات کي دښون په اړه جامع بحث کړی دی چي ټکي په ټکي یې ژباړه کوم دی وایي :زیتون: مبارکه ونه ده کثیرالنفع لوی رب جل جلاله په خپل عظیم کتاب کي په هغې قسم کړی دی ځکه چي نفع یې ډېره عامه ده اوله حضرت حذیفه ابن یمان نه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :ان آدم علیه السلام وجدضربانا في جسمه فاشتکي الی الله تعالی فنزل جبریل بشجرة الزیتون وامره ان یغرسها ویأخذثمرتها فیعصرها وقال له :ان فی دهنها شفاء من کل داء لاالسام .ژباړه : سیدنا آدم علیه السلام په خپل بدن کي دردمحسوس کړ نولوی ری جل جلاله ته یې شکایت وکړ نوسیدنا جبرائیل دزیتون ونه ورته راوړه اوامریې ورته وکړ چي ویې کره اومیوه یې راواخلئ اوویې نښتیځئ

اوورته ویې فرمایل بېشکه دزیتون په غوړوکي له هري ناروغۍ شفاده له مرګ نه پرته 

امام قزویني  وړاندي لیکي : ددې وني له عجیبه خاصیتونو نه یودادی چي ډېروخت بې اوبوصبرکولای شي اولرګی یې لوګی (دود) نه لري اونه یې غوړي لوګی لري  .

حکیم بلیناس وايي : دزیتون دوني له عرقیاتو نه که څه شی په هغه چا وځړول شي چي لړم چیچلی وي نوفی الحال جوړیږي ،اودزیتون شنه پاڼه چي په اوبوکي پخه شي اوخونه ورباندي اوپاشي کړي نومچان ورځني تښتي ،دزیتون پاڼي چي وسوځول شي ایره یی دتوتیا«دسترګودواده» کارورکوي  ،اوچي پاڼی یې په سرکه کي پخې شي نودغاښونوددردلپاره ګټوره دواده ،اوچي پاڼی یې دشاتو(عسلو) له اوبوسره پخې شي تردې حده چي لکه عسل داسي وګرځي اوپرماتو(خوړل شویو) غاښونوباندي ولګول شي نوهغه غاښونه راکاږي ،ژوول یې دبواسیرولپاره ګټوردی ،اوچي پاڼي یې په اوبوکي هړیسه کړي اوپه هغواوبوډوډۍ خیشته کړي اوموږکانوته یې کیږدي که یې وخوري نوموږکان به مړه کړي .داټولي دحکیم ابن سینا خبري وې  جلد ۲ ص ۳۴۸ 

له دې بحث نه یې دطبي ګټوترڅنګ دپیدایښت تاریخ هم څرګندشو چي دانسانیت له پیل سره زمکي ته دغه مبارکه ونه راغلې ده .

دزیتون علمي نوم         Olea  Europaea   

اوپه انګریزي کي ورته Olive      ویل کیږي ترشلوډیري نوعي وني لري دنړۍ په ډېرو هیوادونوکي شته ،تل شنې زرغونې وي ،پاڼی یې یوه ټوټه اویوه اوبلي ته مخامخ وي ،کوچني کوچني سپین ګلان کوي ،په لومړني پسرلي کي یې ګلان غوړیږي اوپه کراره کراره یې میوه په دوبي کي پخیږي ،لوړوالی یې له دریو مترونوتر پنځلسومترونویاله دې نه زیات هم کیدای شي .

حکیم داؤد وایي : زیتون داکتوبر اودسمبر دمیاشتو ترمنځ موده کي باید وکرل شي نوڅلورکلونه وروسته میوه راوړي بیا تر زرو کلونوپوري
 دوام کوي. 

زیتون  دایراني حکیمانوپه نظر دغه ګټي لري : نقرس (دپښو پاړسوب ) اوروماتیزم (دبندونو درد) ته ګټه رسوي دزیتون پاڼي دویني دفشار دوادي ،اوعفوني زخمونوته ګټه رسوي ،دزیتون غوړ سوځل  اوله سوځیدلونه پیداشوي دردته ګټه رسوي ،او پرهار له خرابیدلوساتي دمار،لړم،اونوروخزندودچیچل شوي ،دیخ وهلی (جل وهلي) ګرمي وهلي پرپوست یې لګول ډېر ګټور دي درداوسوخت ورآراموي پرپرې شویوپوستونولګول یې کندي کندي ځایونه ډکوي ،دوروځو اوباڼوګانو ساتنه کوي چي پرې موښل کیږي ،پرسر باندي چي یې څوک لګوي سپین ویښتان یې بیرته توریږي  پوست یې قوي کیږي دسرخانګري یې ختمیږي ،وېښتان یې ټینګیږي ،دسترګورېزش ختموي چي ورباندي سترګي غوړوي دسترګو خارښت اوسوځېدل  ختموي اودسترګورڼتیا(دید) ځیر زیاتوي .

تحقیقاتوښودلې ده چي هره ورځ  دوې چمچې دزیتون غوړیعني ۲۳ ګرامه استعمالول دزړه دناروغیو مخنیوی کوي ،دزیتون غوړدوچ ټوخي لپاره ګټوردي ،دلیموله اوبوسره چي ګډشي اووخوړل شي دصفرامخنیوی کوي،که په خوله کي یې زخمونه وي نودزیتون پاڼي په ژوولوسره جوړیږي ،جنسي قوت زیاتوي دسرطان دناروغیومخنیوی کوي ،په خوراک سره یې دبدن دردونه آرامیږي اوبدن پوست  اونرموي ،دهډوکودردختموي .دغه ټول دایراني محققینودمعلوماتولنډټکي دهمشهري ورځپاڼي په حواله وړاندي شول .

ډاکټر صبري القباني په خپل کتاب ( الغذاء لاالدواء) کي لیکي :  انسانانو له زمانې راهیسي دزیتون دمبارکي وني اومیوې پیژاندنه کړې ده نوبهترین کتغ دی چي میوه یې وکارول شي غوړي چي یې په څراغ کي ولګول شي نوښه نوراني رڼاده ،لرګی یې داور لپاره بهترین دسون مواددي .

ډاکټر حسان شمس په خپل کتاب  (زیت الزیتون بین الطب والقرآن ) کي دزیتون په اړه بشپړ تفصیل ورکړی دی په پای کي لیکي :زیتون څومره عجیبه ونه ده که  ماته وویل شي چي دیوه په زړه پوري شي رسم وکړه زه به ټول عمر صرف کړم اودزیتون وني به کاږم څومره عجیب له ګټوډک اوله عجیبه منظرڅخه ښکلی خلقت دی اودیوې وني څومره مختلف ډولونه دي .

د ـــ ډاکټر ـــ الدوس هکسلي په نوم یوه عربي طبیب د( شجرة الزیتون ) په نوم یوه نادره مجموعه ددې مبارکي وني پرخواصو لیکلې ده .

ډاکټر ــ خلیل ابوالعطاء موسی نظمي  ـــ دبحرین دعین الشمس استاذاودعلم النبات دشعبې پروفیسر دزیتون په باره کي بهترین کتاب لیکلی دی چي نوم یې (شجرة الزیتون شجرة مبارکة) دی  ددې ټولو اونورو ګڼوڅیړنوطبي خواص په لنډو ټکوکي وړاندي کوم    ـ والله الموفق لکل خیر ! 

دکتور خلیل لیکي :حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما فرمایلي دي : په زیتون کي ګټي دي :غوړي ورځني ویستل کیږي ،کتغ دی اوغوړځګي ده ،دپوستوکي پوختیا ورکي نغښتي ،اورڼاده چي په لرګیو اوتیلو یې لاس ته راوړل کیږي ،اوپه بل هیڅ شي کي دومره ګټي نشته لکه په زیتون کي حتی چي په اېرویې ورېښم مینځل کیږي ،اودالومړنۍ ونه ده چي په دنیا کي رازرغونه شوه ،اودالومړنۍ ونه ده چي دنوح علیه السلام له طوفانه وروسته بیاپرزمکه رازرغونه شوه ،اودانبیاء علیهم السلام په کورونواوپرمقدسه زمکه رازرغونه شوه ،اودې مبارکي وني ته اویاوو(۷۰) انبیاؤپه برکت سره دعاء کړې ده چي له هغو اویاوونه یوهم حضرت  سیدناابراهیم علیه الصلوة والسلام اوحضرت خاتم النبیین سیدنا محمد مصطفیدی ځکه چي رسول الله وفرمایل :اللهم بارک فی الزیت والزیتون  .                     (شجرة الزیتون ص ۱۵)

دزیتون دوني لرګی له غوره اووتلیولرګیوڅخه دی عجیبه رنګونه  اولیکي لري ،که په کومه ودانۍ کي وکارول شي نوښه خوندي ودانۍ به وي ځکه چي دزیتون لرګی دزمکي خزندې ،وینه ،سپوږۍ اونورحشرات نه شي خوړلای ،دزیتون میوه له هغو میووڅخه ده چي دغوړځکي له پلوه ډېره بډایه ده  ځکه په غوړیوکي یې غوړځګي  Fatty Acids       او
ګلسرول     Glycerol    شامل دي  اوپه هر ۱۰۰ ګرامه دزیتون په غوړوکي ۱،۵  پروټین غوړځګي   ۱۳،۵ ګرام   خوږه لوړه (شکره) ۴ ګرام پوټاشیم   ۱، ۹ ملي ګرام کالسیم ۶،۱ ملي ګرام مغنسیم ۲۲ ملي ګرام فوسفور ۱۷ ملی ګرامه وسپنه (۱) ملي ګرام  مس (ژیړ) ۲۲ ملي ګرام آلباف  ۴،۱۴ ګرام کاروټین  ۱۸۰ مکروګرام ویټامن  ۳۰۰ وحدات نورویټامینونه هم ورکي شته خوپه ځانګړي ډول   E – B  اوکاروټین ورکي زیات دي .

دزیتون دغوړو طبي ګټي 

دزیتون غوړي ډیري طبي ګټي لري دبېلګي په ډول یې یوڅو ذکرکیږي !

دبدن ورباندي غوړول یې دزړه شریانونه (زړه ته تللي رګونه ) له وچیدلو اومرضمن کیدلو ساتي ،خوړل یې اعصاب قوي کوي اودلوړفشارلپاره دواده ،دشکري «شوګر» په ناروغۍ داخته انسان لپاره ګټوردي اوشکره لوړیدوته نه پریږدي ،دامساک قوت زیاتوي ،په غوړېدلویې پوستوکی نرم اوتازه کیږي ،دسرغوړول یې وېښتان ټینګوي ،اوښه یې ساتي اورښتیا فرمایلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم :کلوا الزیت وادهنوابه فانه یخرج من شجرة مبارکة .

که ودانۍ ورباندي جوړه شي نودلرګیوپه ودانیوکي بله  دومره بهترینه ودانۍ نشته ،څپوس (چي له غوړوویستلو وروسته یې فالتو موادپاته  شي )یې دڅارویوپه خوراک کي ورګډول کیږي هغوی ته ګټه رسوي دزمکي دخټي په ټینګولوکي کارورکوي ،دسون لپاره ورځني کار اخستل کیږي ،اوکه په دیوال کي وکارول شي په خټه ګډشي نوښه یې ټینګوي ،دزیتون پاڼی چي زرغونې وي اووژوولي شي نودغاښونواو  ووریودنارغیولپاره دوادي ،دزیتون ونه تر پنځه زره(۵۰۰۰ )کلونوزیات عمرلري اوهیڅ کوم دکښت  کار خوارۍ ته هم اړتیانه لري چي هغه یې په پاللوستړی شي   نوپه حقه سره دامبارکه ونه د ه 

همداراز یوه ایراني حکیم مهدي شیخ مولائي په خپل کتاب (زیتون) کي دې ته ورته ټکي په ټکي معلومات اوطبي خواص بیان کړي دي ،

دایرانیانوپه دارونامه مشهور طبي کتاب  کي یې داخبر ه هم وراضافه کړې ده چي ښځي دي دزیتون غوړي ډېر اوبیخي ډېرخوري ترڅودسینې په سرطان اخته نه شي اوکه خدای مکړه دځیکرپه سرطان اخته وي نوهم دزیتون خوراک ورته ډېر ګټوردی .

 دزیتون د مبارکي وني  اومقدسي میوې په باره کي که ټولي خبري کوونوپه جلدونوکتابونه ورباندي لیکل کیږي خدای پاک دي وکړي چي پښتانه څیړونکي دناول،طنز،افسانه اونوروخرافاتوپر ځای پرهمدغسي مقدسوموضوعاتوڅیړني اولیکني وکړي .زما مطلب دې موضوع ته توجه اړول دي نوهمدومره !!!                                                                 اللهم ارنا الحق حقاً وارزقنااتباعه

تعبیر :  

دزیتون تېل په خوب کي لیدل خیر اوبرکت دی  دخوبونودتعبیر په اړه ترټولوکره خبره داده چي کوم شی که په قرآنکریم کي ذکرشوی ؤ ورپسې ایت ددغه خوب ترجمه ده نودانځر اوزیتون ددواړوتعبیر دالتین دسورة ــ وهذالبلدالامین ــ دی یعني امن، 

آرام ،سکون اوراحت . 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …