کور / بوټي / قراني بوټي / انځر

قراني بوټي / انځر

 وَالتِّينِ  وَالزَّيْتُونِ (١)    

  قسم دی په انځر او،ښون «زیتون»باندي 

  وَطُورِ سِينِينَ (٢)  وَهَذَا الْبَلَدِ الأمِينِ (٣)

اوقسم دی په غره چي نوم یې طورسینین دي ،اوقسم دی په دې ښــــــــار امان ورکوونکي «دمکي مکرمي»باندي

   لَقَدْ   خَلَقْنَا الإنْسَانَ  فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ (٤)انځر

چي خامخا په تحقیق پیداکړی دی موږ انسان بني آدم په ډېرښه اعتدال سره 

ثُمَّ رَدَدْنَاهُ أَسْفَلَ سَافِلِينَ (٥)

بیا وګرزاوه موږهغه (انسان په ضمن دبعض افرادوکي )ډېرکښته ترکښتونه (چي لاندنۍ طبقه ددوزخ ده)

إِلا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ فَلَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ (٦)

مګرهغه کسان چي ایمان یې راوړی دی اوکړي یې دي ښه (عملونه) نووي به دوی ته اجرثواب بې انتها بلاانقطاع 

فَمَا يُكَذِّبُكَ بَعْدُ بِالدِّينِ (٧)

پس څه شی دی چي تا باعث کوي په دروغ ګڼلو (ای منکردبعثه )وروسته (له دې واضحه ؤدلائلو ) په ورځ دجزا ء  (یا) څوک نسبت ددروغوبه کوي  تاته (ای محمدصلی الله علیه وسلم) پس له دغو واضحه ؤدلائلو 

 

أَلَيْسَ اللَّهُ بِأَحْكَمِ الْحَاكِمِينَ (٨)

ایانه دی الله ښه لوی حاکم دټولوحاکمانو؟(بلکه ښه لوی حاکم دی پرټولو حکم کوونکو باندي )    ژباړه له عثماني تفسیر نه 

عن ابي هریرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :« من قرأ بالتین فانتهی الی اخرها الیس الله باحکم الحاکمین   فلیقل :بلی وَاَنَا عَلی ذَلکَ مِنَ الشّاهِدِین »

   رواه ابوداؤد تفسیرمظهري ج ۱۰ ص ۲۹۹

له حضرت ابوهریره رضی الله عنه نه روایت دی چي جلالت مآب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چي سورة (التین) تلاوت کړي نوآخرته یې چي (الیس الله باحکم الحاکمین )دی ورسيږي نودغه جمله دي «په پای کي وايي» بلی واناعلی ذلک من الشاهدین  بلی هو! زه پردې باندي له ګواهانو یم.

ځینوعلماؤ دـــ التین والزیتون ــــ په اړه نور تفسیرونه هم کړي دي چي ورځني مراد غرونه دي لکه چي امام عکرمه رحمة الله علیه وايي :هما جبلان .دادوه غرونه دي  ـــ  وقال قتادة:التین الجبل الذی علیه دمشق والزیتون مسجد بیت المقدس .

حضرت قتاده رضی الله عنه وایي: التین هغه غر دی چي دمشق ورباندي پروت دی او   الزیتون  دبیت المقدس مسجدشریف دی 

وقال ابومحمدابن کعب «التین مسجداصحاب الکهف والزیتون ایلیا »اوابومحمدابن کعب رحمة الله علیه وایي: التین داصحاب کهف مسجد اوالزیتون ایلیا   دی.

خوډېر قوي علمي ،تحقیقاتي،اوجمع غفیره سرغنه وایي : چي  ـــ التین  ـــ انځر او ـــ الزیتون ـــ خوونه دی 

قال ابن عباس ،والمجاهد،والحسن ،وابراهیم ،وعطاء،ومقاتل ،والکلبي : تینکم الذي تأکلون وزیتونکم هذاالذي تعصرون منه الزیت 

حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما ،امام مجاهد،امام حسن ،امام ابراهیم،امام عطاء، امام مقاتل اوامام کلبي رحمة الله علیهم اجمعین وایي: التین  ــ  ستاسي هغه انځردي چي خورئ یې اوستاسي زیتون دغه شی دی چي تاسي ورځني غوړي رانښتیځۍ .

                                                                                   التفسیرالمظهري   ــ ج ـــ ۱۰ـــ ص ـــ ۲۹۶

نوثقه هم دغه قول دی چي مفسرین امامان ورباندي متفق دي چي التین والزیتون هم داغه انځر اوخوونه (زیتون) دي .

پر زیتون باندي  به  وروسته پرخپل ځای ان شاء الله طبي بحث وکړو لومړی به دانځرپه اړه پخوانی اونوی طبي تحقیقات په تفصیل سره وړاندي کړوترڅودعظیم الشان قرآن دیوې مختصري نسخې دبې شمېره طبي فوائدویوڅه اندازه راز    راته     معلوم شي.

                                                                                 «انځر»   

الفلاحة (کتاب) لیکي :

 چي کله ته اراده وکړې چي انځر وکرې! نویوه ورځ یې په  مالګه کي واچوه بیایې نودغوايي ترخوشایي لاندي په ځمکه کي وکره نودمېوې خوندبه ډېره ښه مزه ولري ،اوکه یې دزیتون په اوبواوبه کړې نومیوه به یې ټینګه شي اونه به رژیږي .

اوکه دانځر پاڼي په تودواوبو پرېوللي شي مېوه به یې خوسا اوونه به یې له کاره ولویږي .حکیم ابن سینا وايي :

دانځر دوني لرګي دخزندو(حشراتو) دچیچلي لپاره په څیښلو اوموښلوګټه رسوي ،که څوک دادرارپه ناروغي اخته وي نودانځر دلرګي دود (لوګی) به یې دومره په تکلیف کړي چي دسپوختي (مثانې)اوهګیو(خایو) له درده به بې تابه شي   دنارونوپۍ(شیدې)که ئ دخزندوپر چیچل شوي پرهار وڅڅولی شي نور بدن ته دزهرو له سرایت (خپرېدو)نه مخنیوی کوي، اوبه چي یې ونښتیځلي شي اومستقیمي په خراب شوي غاښ ولګول شي  ګټه ورته رسوي ،(الفلاحة  ) لیکي :دانځر دلرګیو ایره چي په باغ کي وپاشل شي دبڼ(باغ) ټول چینجي به مړه کړي .

شیخ رئیس حکیم ابوعلی ابن سینا وایي : دانځر دوني پاڼي چي لامدې وي اودانځر دټوټې ټوټې شوي لامدې مېوې سره یې وټکوې نودلیوني سپي دچیچل شوي (داړل شوي) لپاره دواده ،دپاڼونښتیځلي شوي اوبه یې دمخ دخالونوآثارختموي .

حضرت عبدالله ابن عباس رضی الله عنهما فرمایي : هذهِ الثّمَرَة اَقسَمَ اللهُ بهَا لانّهَا تَشبَهُ ثِمَارَ الجنّةِ لکونِهَا علی قَدرِاللُقمَةِوخُلُوهَا عنِ العجمِ والنّوی  ــ

ژباړه: داهغه مېوه ده چي لوی الله ورباندي قسم کړی دی ځکه چي دغه مېوه دجنت له مېووسره مشابه ده ځکه چي : دغه مېوه دیوې ګولې په کچه ده اوله پټوکي اوزڼي تشه (خالي)ده .

اودجناب رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کي دانځر مېوه راوړل شوه دوی صلی الله علیه وسلم وفرمایل :لوقلت ثمرة انزلت من الجنة لقلت هذه کلوها فانها تقطع البواسیر وتنفع من النقرس  ـــ یعني : که چا پوښتنه کړې وای چي یوه مېوه ده چي له جنت نه رانازل شوې ده؟ یعني :هغه کومه مېوه ده ؟ مابه ویلي وو چي هغه انځر دی  خورئ یې ځکه چي دغه مېوه بواسير قطع کوي (ختموي) اونقرس (دپښودپاړسوب ناروغۍ) ته ګټه رسوي .

    عجائب المخلوقات للامام زکریاابن محمدابن محمودالقزویني  ـــ ج ـــ ۲ ـــ ص ـــ ۳۴۷

  رئیس الحکماء ابن سیناوایي : دانځر په لامده مېوه باندي چي تورخالونه دبدن،سپین خاپونه،اوټپونه چي وموښل شي جوړوي یې ،اوچي تل یې خوري نودبني آدم خراب رنګ ورسموي اوپه ډېرچټکي سره سړی چاغوي ،اووچه اولامده مېوه یې نزلې ته ګټوره ده ،اوپه شیدوباندي چي یې دبدن مېخونه «تورووړوکوخالونوته ورته ټپونه دي» ووهل شي ختموي یې اوپرهغه پرهار چي فاسده غوښه ورباندي وي چي شیدې یې ولګول شي هغه خرابه غوښه به اصلاح کړي ،اوشیدې چي یې له شاتو«عسلو»سره ګډي کړې نودسترګوپردوته (چي ورباندي لګوي یې) ګټه کوي ،اوهم داراز دلړم لپاره دواده .

امام محمد ابن زکریا رحمة الله علیه فرمایي: دانځر له لوګي «دود» څخه غوماشي اونوري خزندې تښتي .                                                                     

                                                            عجائب المخلوقات     ج  ـــ  ۲ ـــ ص ـــ ۳۴۶

لنډه داچي دانځر دمقدسي وني اومېوې په اړه دومره کافي ده چي لوی رب ﷻ په خپل لوی کلام کي ورباندي قسم یادکړی  !اوټول التین سورة چي اته آیتونه لري په همدې نامه دي  خوطبي ګتي یې لااضافه دي  دغه چي یادي شوې دپخوانیو معتمدوحکیمانوڅیړني وې،اوداوسني عصر نوي تحقیقاتو  یې نوري ډیري ګټي یادي کړي دي چي یوڅویې دادي :

 دکېنسر«سرطان» دناروغۍ مخنیوی کوي ،دویني کولسټرول کنټرولوي اوپرمعتدل حالت یې ساتي ،دویني دفشارمخنیوی کوي یعني دویني فشارلوړېدوته نه پریږدي،حافظه اوبدني طاقت زیاتوي انسان ډنګروي ځکه چي غوړورکي نشته ،پرډکه خوا خوړل یې غذاهضم کوي،بدن نرم اوښائسته کوي ،غذائیت ورکي ډېرزیات اوله ویټامینونوډکه مېوه ده  ـــ  یوه خبره بایدواضح کړوچي دحکیم ابن سیناپه قول کي راغلی چي سړی چاغوي اوجدیدتحقیقات وایي چي سړی ډنګروي ځکه چي غوړځګي ورکي نشته یوه داچي دانسانانو په مزاجونوکي ډېرغټ توپیر دي سوداوي اوصفراوي موادیاعناصر چي دچاغالب وي هغه چاغوي اومعتدل مزاج والاپراعتدال ساتي اوپورته ذکرشوي عناصرچي یې لږاوپه ټیټه کچه وي هغه ډنګروي .دوهمه خبره داده چي پرتشه خواباندي خوړل یې سړی چاغوي اوپرډکه خواچي یې وخوري هغه ډنګروي .

ـــ والحمدلله علی ذلک ـــ  اوهم داراز په یوه جدیدتحقیق کي راغلي دي چي:ترڅلوېښتوورځو پوري یې که څوک په متداوم ډول له نوروغذایي غښتلو موادوسره «سربېره»وخوري ،نوداسي به یې چاغ کړي چي ساری به یې نه وي ،انځر ډېررنګونه اوحجمونه لري چي تور،بور،شنه،نسواري،اوکوچني وغټ ورکي شته خواص یې دټولویوشان دي .

د انځردمبارکي وني په پاڼوباندي زموږپلارحضرت سیدناابوالبشر آدم علیه السلام اوزموږګراني مورحضرت سیدتنا اُم البشر حوا رضی الله عنها وعلیها السلام په جنت کي خپله پرده وکړه نوزموږ دوالدینوعزت اوآبرو ددې قدرمني وني په پاڼوخوندي شوی موږهم دې عزتمني وني ته په کمال احترام ګورو  ـــ  که څه هم دنورومېوواوقرآني حبوباتواوقراني غلودانوپه ډول یې په قرآنکریم کي ډیر ځله نوم نه دی راغلی فقط دغه یوځای یې ذکرشوی دی خودغه یوځای داسي ذکردی چي ګرده سورت ددې مېوې په مبارک نوم نومول شوی ،دغه امتیاز نوري مېوې نلري ،حکیمانولیکلي دي چي دانځر خوراک اوغذائیت له پخوا نه لاهم ثابت ؤ اودمصر فراعنه وُ په خپلوباغونوکي ډیري وني لګولې اوزښته ډیریې خوړل خوددواپه ډول لومړنی ځل امیر المؤمنین سلیمان ابن عبدالملک ؤچي ورباندي تورټکی پیداشوی اودده طبیب چي ائذاک نومیدو ورته توصیه وکړه چي دانځر پۍ ورباندي وموښي چي په څو وختونولګولوسره جک جوړشو اودبدن پوست یې صفاشو ،کیدای شي دغه به دمخصوصی ناروغئ لپاره استعمال شوی وي ګني طبیب حاذق صلی الله علیه وسم   یې لاپخواپه اړه معلومات ورکړي ؤ« فکلوا منها فانها تقطع البواسیر وتنفع من النقرس .»الحدیث 

 حکماء وایي: التین یقلل الحوامض فی الجسد ویدفع اثرها السئ (۱).انځر په بدن کي بریښونه لږوي اوبدتأثیرات دفع کوي ،یادامعنی چي:دبدن تروشکي اودهغې بدتأثیرات دفع کوي چي دهغې جملې دویني دفشارجګوالي،دبدن پاړسوب اونور………شمېرل کیږي یوڅوګتي یې نوري هم  دجدیدو تحقیقاتوپه رڼاکي بیانوم درومم: دسېنې (ځیګر)لپاره ډېر ګټوردی ،پاڼي چي یې په اوبوکي وایشولي شي اودبواسیرووالاورباندي کښیني بواسیربه یې ختم شي ،وچ انځر چي په اوبوکي جوش اووڅیښل شي څوورځي دادراردناروغۍ اوسوزاک لپاره ګټوردی دانځر په مېوه کي وسپنه 

،کلثیم وټامن أ ــ ب  ۲ ــ  ج ــ ب   اوګلوکوزپه پراخه پیمانه وجودلري ،نحاس «ژړ»«مس» یې په ماده کي ګډدي  داینې دعلاج لپاره ښه فاکهه ده ،زړه قوي کوي اوپه خوړلوسره یې دنس چینجیان ختمیږي ټول خواص یې په یوه مستقل ضخیم کتاب کي په مټي ځائېږي دلته همدومره  ــ

                                          فسبحان الذي بیده ملکوت کل شئ والیه ترجعون

تعبیر:

 زېړانځر په خوب لیدل ناروغي ده ،تورانځر غم اورنځ دی اوشین انځر پر وخت اوخپل موسم چي خوندیې خوږوي خوړل تاواني نه دي  ـــــ والله اعلــــــم 

 

 

                                                                                                    والســـــــلام 

                                                                                      لیکوال: ابواحمـــــــــد ابن العجم   

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …