کور / ظریفي / د څوکۍ مازیګری لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

د څوکۍ مازیګری لیکوال : بادام ظریفي (فقیر)

ابله ورځ په کور کې پر کټ نیم ویښ او نيم ویده پورت وم ، چې د ټیلیفون غږۍ په اواز راغله ، د (بلې) په ویلو سره مې د سلام څخه وروسته دا ځواب واورید چې زه میاخیل یم ، د څوکۍ څخه تاسو ته مخاطب یم ، مونږ دلته یوه فرهنګي ټولنه جوړه کړیده ،ستاسو څخه د یو روڼ اندي سپین ږیري او فرهنګي شخصیت په توګه هیله کوو چې د څوکۍ په باب څه معلومات درسره وي د یوې مقالې په شکل يي په کومه رسنۍ کې نشر کړئ هم به نور لوستونکي او هم به موږ ورنه څه معلومات ترلاسه کړو .

د دې خبرې په اوریدو مې زړه باغ باغ شو او د ستر خالق په دربار کې مې شکر ادا کړ چې زما په هیواد زما په ولایت او زما په ولسوالۍ کې داسې با احساسه فرهنګپال ، فرهنګيان او د نوښت خاوندان ځوانان پیدا کیږي چې د خپلو مقدساتو ، کولتور او خپل تاریخ څخه ننګه کوي ، د خپل ولس تاریخي ، اقتصادي فرهنګي ،سیاسي او ټولنز ژوند اړخونه راسپړي او د ځوان نسل د ښو روزلو له پاره یوه لار جوړوي ، شکر بیا هم شکر دا ځوانان د تقدیر او شاباس وړ دي ،عمرونه دې ډیر او په ځوانیو کې دې برکت شي .
هلکه روغ به لیونی شې                         که د څوکۍ مازیګری دې ولیدنه
د څه سوچ کولو سره جوخت زما د ذهن پر سکرین (پرده) زما د ورکوټوالي صحنې راښکاره شوې ، چې د ژوندی د څه مسئولیت احساس مو نه درلود ، ټوله ورځ به په لوبو نه ستړي کیدو ، کله د یو سره جنګ کله پُخلا ، کله مرور کله پټونی کله اله داد ، کله کږه لاړۍ ، کله ډانډس ، کله خرګۍ  ، کله شغل ماتی ، کله انګۍ ، کله خُسۍ کله تود کاڼی ، دا ټولې زمونږ د وخت لوبې وې ، کرۍ ورځ به لګیا وو نه به په یخنۍ خبر وو او نه به مو ستړیا احساسوله ، ښه زمانه وه ، هغه وخت په څوکۍ کې یو منځنی ښوونځی و ،چې د لرو لرو کلیو ماشومان به مکتب ته راتلل ، اوس شکر دی په دې ولسوالۍ کې ۲۹ بابه کلیوالي لومړني او منځني ښوونځي او لیسې موجود دي .
هغه وخت مکتب تعمیر نه درلود ، د رباط ( ولسوالۍ په منځ کې یو جومات و ، چې د محکمې دفتر  یانې د قضا دفتر او قاضي به پکې ناست وو ، د دې جومات لویدیځ خواته یوه چاردیوالي وه چې شپږ کوټې پکې وې ، کله به چې باران شو ، نو تر څلورم ټولګي پورې شاګردانو به د شلوټۍ د کلي په جوماتونو کې زده کړه کوله ، اوړي کې به مو شالمار باغ کې چې د سین پر غاړه د توتانو یو لوي باغ و درس لوست .
مونږ ته به ئي په کال کې  یو پنسل ، یوه تخته ، سلیټ او یو غونډاری تخته ګیل راکاوه ؛ په پنسل کې به مو تار اچولی او په ګریوان پورې به مو کلک تړلی و ، مجبور وو چې دغه راکړل شوي شیان تر کتابونو پورې ، تر کاله ورسوو ، ځکه چې په دوکانونو کې نه خرڅیدل او په ټوله څوکۍ کې اووه دوکانونه وو ، چې څلور د څوکۍ د کلي په وستل یو د رباط خوا کې یو د ډنډۍ کلا د ماخان سماوات او دوکان وو .
هغه وخت چې  په څوکۍ کې د حجرې او جومات خبره شریکه وه د مشرانو مخکې به کشرانو خبرې نه شوې کولی هغه وخت ښه درانه مشران وو ، د خپلې مشرۍ د مقام په پیژندلو ئي د خلکو پروړاندې حکومت کاوه ، د خپلو ښو اخلاقو ، مهربانیو او زړه سواندۍ او بې طرفه قضاوتونو په ترسره کولو ئي ښه ولسي نظم ساتلی و ، مړی ژوندی به ښه په عزت سره سرته رسیده .
د هغه وخت ځیني سپین ږیري او مشران چې د ځینو شکلونه اوس هم زما تر سترګو کیږي ، د ځینو نومونه چې یاد دي : د بابړو ملک عبدالله ، د ښادیخیلو محمد اجان وکیل ، د شلوټي ملک سردار ، ملک جلاد ، کلمانی ملک ، سید محمد خان ، ملک یعقوب خان ، ملک سیف الله خان ، ملک فتحو خان ، د څوکۍ د کلي ملک زرین خان ، وکیل میرباز خان ، ملک تجورخان ، ملک سراندازخان ، ملنګ زړور خان ، ملک یاسین خان ، ګړیګال میرزا عبدالکریم جان ، د چمبیل ملک حیدر خان ، د ډیوه ګل درې ملک میا سعید خان ، ملک جمیل خان ، ملک دمینج ، ملک محصل خان او د چلس ډاسوک ،
هغه وخت به ټول کارونه په ګډه کیدل ، لو ، غوبل ، نهالونه ، واله ، دا ټول به په اشر کیدل ، درمند چې به تیار شو نو ټول کسبګر به درمند ته راغلل ، جاله وان ، تواچي ، دروزګر (نجار) پښ (اهنګر) نایي ، ملاامام او نور غریبانان کونډې رنډې به درمند ته راتلل ، خپله برخه به ئي وړله او د درمند خاوند به پاکه حلاله دانه غنم ، جوار او وربشې به ئي کور ته یووړل او مطمئين ژوند به ئي کاوه ، د اوس په شان لالهانده ژوند نه و ، د اختر لمونځونه به په یو ځای د ولسوالۍ د پله بره خوا د ګټو د کلي لاندې خوړ کې لاندې خوړ کې چې یو تعداد زړې ښځې به هم لمانځه ته راتلې ، زما پخ یاد به په لومړي سرکې د اختر لمونځونه د سید جمال استاد او وروسته د هغه د زوي مطیع الله په امامت کاوه له لمانځه څخه به وروسته ولسوال چې هغه وخت به ورته حاکم ویل کیده ، د اعلحضرت محمد ظاهرشاه بابا د مبارکۍ پیغام ولوست یوه لونګۍ او یو پاکټ بادامي نقل چې پاچا به رالیږلي وو ، ملا امام ته ئي ورکړل ، له ټولنیزې دعا څخه به وروسته د اختر مبارکي ګانې شروع شوې .
عجیبه ښه رواجونه وو ، ښه اتفاق ، بې تمې مینې ، د ټول کلي اوسیدونکو به ځان ټول یو وجود ګاڼه ، د اختر مبارکۍ به له یوه کور څخه شروع شوه ، د هغه کور نارینه ورسره روان شول او د مازیګر تر لمانځه به ټول کلیوال د کلي د مشر کور ته سره راټول شول حجرې به هره شپه ګرمې وې ، کلیو کې به یوه لویه حجره وه ، ټول کلیوال د کلي د مشر کور ته سره راټول شول ، ټوکې ټکالې ، منګی او سیتار به وهل کیدل ، شوقیانو به ورسره سندرې ، ټپې چاربیتې ، بګتۍ ، داستانونه ویل قصه خوانانو به د یو سریال په شکل پرلپسې د سیف الملوک او بدري جمالې ، جلاتي او محبوبې ، ګل اندامې او ترابان دیو قیصې په شپو شپو کیدې ، حتی د ځینو کلیو ځوانانو به د خپلو نژدې کلیو تته د کیسو د اوریدو لپاره تلل راتلل ، هغه وخت محمد لال ښه کومیډیاني ټوکي و، شیر حسن او عزیز خان په منګي وهلو کې ښه ماهران وو ، ښه په درز به يئ منګی او لنګن واهه ، شیرا ښه سیتار غږاوه ، شیرولي ، شاه محمود ، عبدالظاهر خان او مامور محمد حسین هم سیتار وهلو او ادم خان به باجه (هرمونه) غږوله ، د بابړو ګوډا ، محمد عمران د ډیوه ګل شریف ، معذور د ښادیخیلو ، غلام نبي د څوکۍ د کلي وکیل او محمد اعظم او وروسته بیا حسین خان دا ټول شوقي سندرغاړي وو .
ډاکي کاکا چې بادي شاعر و ،د داریا(چمبې) سره ښه مست ساز او مجلس کاوه ، ښه وختونه وو ، بدي ، ځانځاني ، ټګي برګي نه وه ، ټول خلک مخلص صادق او یو پر بل د لوریینې د احساس خاوندان وو ، څه عجیبه زمانه راغله ، زوي د خپل پلار خبره نه مني !
سریزه رانه ډیره اوږده شوه ، عفوه غواړم اصلي مطلب ته راځم ، چې د څوکۍ مازیګر ولی مشهور دی ؟ څه پکې وو او څنګه مازیګر و ؟
ماچې د څوکۍ د مازیګر په باب کومه مطالعه ما کړیده ، البته په لیکلي بڼه مې په دې باب څه د نظره تیر شوي نه دي ، خو کوم تحلیل چې ما کړی دی هغه زما خپله تجربه او لیدلي حالات دي ، چې خلک يئ لیوني کول .
څوکۍ ته ولې څوکۍ وايئ ؟
غواړم چې ددې کلي په موقعیت او مازیګري باندې یو څه ولیکم ، نو لومړی به د څوکۍ ولسوالۍ په موقیعت لنډ څه ولیکم :
د څوکۍ ولسوالۍ د کونږ د مرکز اسعد اباد څخه جنوب غرب لور ته په اتلس کیلو مترۍ فاصله کې د جلال اباد-اسعد اباد په لویه لاره اباده لومړۍ درجه ولسوالي ده چې د ختیځ طول اللبلد په اویا درجو او ۵۵ دقیقو او څوارلس ثانیو او عرض البلد په ۳۴ درجو ۴۱ دقیقو او ۲۴ ثانیو کې موقیعت لري نفوس يئ (۱۳۸۹لمریز) کې شپږ سوه زره تنه او ټول پنځه شپیته کلي لري .
د څوکۍ کلی د ډیوه ګل (دیوه ګل) په خوله کې موقیعت لري او لویدیځ خواته يئ اوچت غرونه دي ، چې شمال خواته غر يئ ختیځ خواته هم غزیدلی او دا کلی د دې غرونو په زاویه کې پروت دی .
د څوکۍ کلی ډیر لوی کلی و ، تقریباَ شپږ سوه کورونه پکې وو او په دریو برخو ویشل شوي وو ، دا کورونه د تاریخي کنډراتو په شکل موجود دي ، مسعودو ، ګربزو کننتر یا کنډۍ چم او ګړیګال هم د څوکۍ د کلي مربوط وو ، داسې فکر کیږي یا فعالیت ته نژدې چې د څوکۍ د کلي نوم په دې منظور ایښودل شوی دی ،چې دلته د ډیوه ګل د درې لپاره څوکۍ (پهره) به يئ په پلرنۍ ماته کړې وې ،ځکه څوکۍ کې دریواړه پلرني شته او د کلي تقسیم همدغسې شوی دی . (والله علم)
داسې څه مې نه دي لوستي چې د څوکۍ د مازیګري په څرنګوالي دلالت وکړي ، خو د مشرانو د خولې خبرې دي چې خوله په خوله یو بل ته رسیدلي دي داسې ویل کیږي چې پخوا زمانه کې دغلته د ترناب په غونډۍ یو سړی میشت و او سرور يئ نوم و لوي غل او ډاکو و د ډیوه ګل د درې خلک چې به راتلل نو ده به چور کول او هر څه به ی ئي ترې اخیستل ، نو د ډیوه ګل درې خلک مجبور شول چې دلته هر قدم خپل خلک د څوکۍ لپاره ودروي او بلااخره د وخت په تیریدو سره همدلته میشت شول ، دا هم ویل کیږي چې د شونکړۍ ساپي راغلل او د لښکر په شکل کې ئي د سرور کور چور کړ او سرور د مزار درې ته چې د نور ګل په ولسوالۍ کې واقع ده فراري شو.
دا چې د څوکۍ مازیګری څنګه دی او د مازیګري ټپه څنګه ویل شوی زما د سترګو لیدلي څلور دلایلو په رڼا کې څیړو :
۱ : ما مخکې ولیکل چې د څوکۍ کلی د ډیوه ګل د درې په خوله کې د غرونو په لمنه کې پروت دی نو د لمر د زر پریوتو په وجه دا مازیګر نسبت نورو ځایونو ته اوږد مازیګری دی ، یو دلیل داهم کیدای شي .
۲ : د څوکۍ د کلي په جنوبي برخه کې یعنې د ګربزو او کنډۍ چم په ساحه کې یوه لویه میداني وه چې د بنګړي په نوم مشهوره وه ، دې میدانۍ د یو لوبغالي حیثیت درلود چې هر مازیګر به دلته مختلفې لوبې کیدلې لکه : والیبال ، ډانډس چې اوس ئي عصري نوم کرکټ دی ، د تیږو غورځول ، غیږې نیول ، پهلواني ، لوبې ، د (سپو ، مړزانو ، چرګانو ، ایرړو ، پسونو ) جنګول به دلته کیدل د ټولو کلیوالو ځوانان او شوقیان به دلته راتلل ، یو دلیل ئي دا هم کیدای شي .
۳ : د څوکۍ د کلي او د ګربزو د کلي منځ کې یو وړوکس تجارتي مرکز و ، چې دوستل په نوم یادیده ، دلته به هر سهار او مازیګر راکړه ورکړه کیده ، د ډیوه ګل د درې ټول محصولات لکه د سوخت لرګي ، د ابادۍ لرګي ( لاړي ، بشونه ، د کټ بازوګان ) ، دنداسه ، شونټۍ چې اصلي د پښتو نوم يئ لتکی دی او لاسي جوړ شیان لکه منګي ، کټوې ، چلمان او منجیلې ، د حیوناتو محصول وژغنې او وړۍ چرګان هګۍ ، غوړي پنیر ، همدعه شان واړه مالونه لکه وزې ، ایړري ، ګډی ، میږې ، تازه او وچې میوې لکه غوزان (چارمغز) امبلوکان ، شفتالان ، انګور ، بټنګان ، خوبانۍ (زردالو) ، انار، ټانګوان ،ناشپاتۍ ګوګورې ، کورې (یوقسم وړې وړې دانې ) ، ماڼوګانو دانې ، شهد (شات) او نانزړه ( یو ډول بدبویه مایع) دا به ډیوه ګلیانو د خرڅ لپاره راوړل او دلته به يئ خرڅول او له دې ځایه به يئي غنم ، جوار ، وریژې ، وربشې ، چای مالګه ، تیل ، ګوړه او ځینې نور سنډ سپرکۍ له ځانه سره وړل او د کالو لپاره ټوټې يئ هم اخستلې ، بل دلیل يئ دا هم کیدای شي ،
۴ : د څوکۍ د ټول کلی لپاره د څکلو اوبه له یوې چینې څخه راوړل کیدې ، داچینه د پاچایانو قلعه لاندې ، ترناب غونډۍ ته څیرمه ، د مسعودو د کلي په بر سرکې وه ، اکثره به په مازیګر کې جونو اوبه راوړلې پیغلې او ځوانې ښځې به په ډله ییزه د بیل بیل چم څخه د اوږد قطار په شکل اوبو پسې تللې ، نو څرنګه چې اوبه لرې وې نو هرې ښځې به په یوه منجیله یو د بل د پاسه دوه منګي په سر کړي وو او دپاسه به پرې یوه پتیله یا دیګچی چې کټوری (جام) به هم په دیګچي کې پروت و ، چې منګي او دیګچي به يئ پرې ډکول ، دیرش څلویښت زنانه به یو ځای په اوبو پسې تللې ، لاره وړه وه دوي به یو ځیل جوړ کړی و ، څرنګه چې منطقه غرنۍ وه نو دوي به په یوه تیږه او بله تیږه هسکې ټیټې کیدلې او هغه جامونه چې په دیګچو کې پراته وو د دیګچو له غاړو سره لګیدل یو قسم اواز به ئي کاوه او ټولو جامونو به یو قسم مازیګرۍ نغمه جوړوله ، زما ګومان ډیره سلنه په همدې متمرکزه کیږي چې د څوکۍ مازیګري ټپه دې همدې حالت ته ویل شوی وي ، ځکه ماته یوه بله ټپه هم را یاده شوه .
یو څوکیواله راته وکړه            چې په یوه منجیله غبرګ منګي راوړینه

0700026965
Yousafzarifi200@yahoo.com

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …