کور / تاریخ / شپږ بوجۍ سيکې / وروستۍ برخه

شپږ بوجۍ سيکې / وروستۍ برخه

د اندازو ترمخه د ميرزاکي په دويم غونډ کې د دريو او څلورو لکو(څلور سوه زره) تر منځ سيکې موندل شوې دي.  ددې لوټ شوي خزانې په اړه يوه پوښتنه پاتې ده چې دا څه وخت په هغه کوهي کې پټه کړې شوه. خو دا کار هله کيدې شو چې د مسکوکاتو ماهرانو صفیه حلیم ليدلې او د هرې دورې سيکې يې ترې بيلې کړې، ددوي ژبه ولوستې او بيا يې ترې نتيجه اخستې وې.  ددې هر څه نه وړاندې د سيکو پاکول ضرور وي او دا يواځې په اوبو وينځلونه پاکيږي.  په دوي د اوبو مالگه نښتې وي او د هغې ليرې کول يواځې هغه څوک کولې شي چې په چل يې پوهيږي.

د مسکوکاتوماهرډاکټراوسمنډ بوپارچي د ميرزاکي دخزانې په اړه پلټنې وکړې او واي چې دا هر څه په دويم ميلادي پيړۍ کې د هويشکا باچا يا د وسو ديوا پر وخت هلته ايښودل شوي وځکه په خزانه کې ددوي د سيکو نه وروسته دورې سيکې نشته.  په دې کې دميلاد نه د وړاندې پيړيود سيکو شته والې ښاي چې دا به د وړاندې نه په هغو خزانو يا خزانه کې موجودې وې.  هم دغسې زړې سيکې په آې خانم کې هم فرانسويانو موندلي و چې په ۱۴۵ ق-م بي نه هلته پراته و. په آې خانم کې د هند د موريه سلطنت ۶۷۷ سيکې موندل شوې وې چې په دريم ق-م پيړۍ کې يې افغانستان په لاس کې و. په دې کې د ۳۹  پيژندل شويو باچاهانود وخت سيکې وې چې ځينو په افغانستان، پاکستان حکومت کړې دې.   

بوپارچي دهند د يوکس امان الرحمان سره په گډه د يونان باختراو هندي دورې پرسيکو يولوې کتاب کې چاپ کړو. ( ۱۹۹۵ م په پاکستان کې د کشان نه وړاندې دورسيکې)  په دې کتاب کې د ټيکسلا، سراې صالح، ويسا، ډسکه، او د سوات نه د موندل شويو سيکو سبيره د ميرزاکه ( دويم غونډ) او د چمن حضوري پر سيکو علمي څيړنې شوې دي.  دوي دسيکو پر مخ ليکلې ژبه ولوسته او د تاريخونو سره يې د باختريونان باچاهانو نومونه وليکل.  په دې لوې کتاب کې د سيکو رنگين عکسونه او ددوي ځانگړتياوې يې په گوته کړې. دوي دواړوپه اصل ( هغه چې باچاهانو په خپل دور کې ضرب شوي و) او نوروچې د باچا له مړينې وروسته ضرب شوي و، تر منځ توپير وکړو.  د ميرزاکې د شپږو بوجيو د منونو سيکو نه ايله ۴۱۸ سيکې يو لرغون پوهه دڅيړنې لپاره واخستې.  په دي خزانه کې ۱۱۲ داسې سيکې دي چې تر اوسه د افغانستان په تاريخ کې ثبت شوي هم نه دي.  د بيلا بيلو باچاهانو د وخت سيکو نه علاوه د هغوي د مړينې نه وروسته د هغوي کاپيانې ضرب شوي سيکې چې ورباندې خروشتي ژبه ليکل شوې وه.

ډاکټر اوسمنډ بوپارچي د ميرزاکي د سيکو په اړه ليکي، " په خزانه کی د لرغونې هند، يوناني، يونان باختري، هندي يوناني، هندي ساکاي،هندي پارتياي،کشان اود هندي ساکاي د دويم باچا ازيس اود هرميوس باچا سيکې ډيرې وې.  د ميناندر نومې لومړي باچا د يوناني ډوله درهم ( تيترادراخما) سيکې داسی وی چې پخوا نه وې ليدل شوی او يو نااشنا ژبه پری ليکل شوی وه. ددی ( سيکې ) په يو مخ ميناندرباچا  چې تاج اوخولۍ دواړه يې پر سر دي، په ښي لاس د نيزې غورځولو په حال دی. بل مخ ته يې د اتينا( د يونان د ايتنز ښار) اسطوره او په نيم دايرې کی يوناني ژبه ليکلې ده." هغه د ميرزاکي په غونډکی يوه نايابه تاريخي سيکه وليده. واي، " ترټولوحيرانونکې د " ناستين " باچا سيکه وه. په هند کی دپارس(ايران) ددی باچا په اړه هيڅوک معلومات نه لري.   په دی سيکه يوناني ژبې کی ليکلي و، " ناستينيز خاترانو" . نو دا ښاي چې د باچا نوم ناستين او د پلار نوم يې خاتران و. ناستين هندي نوم نه دې اوکيدې شي چې ايراني يا ايران باختري باچا و." دا پوښتنه هم تراوسه ځواب نشوه چې ناستين باچا څوک و؟  د سرو زرو په دړو ليکل شوې نااشنا ژبه څه وه؟  

د ميرزاکي نه چور شوې خزانه نورو ملکونو ته ورسيده او د تيرو څو کالو راهيسې د انټرنيټ د لارې بازار کې خرڅيږي.  که باورمو نه وي نو په گوگل کې د " گريک بيکټريا کواين" توري وليکئ.  

پاې 

لیکواله :صفیه حلیم 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دعلامه اقبال لنډ پيژند لوري او ادبي توري

نن داقبال دزوکړې ورځ وه په همدې ورځ یې نړۍ ته سترګې را رغړولې وي …

دښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه / صفیه حلیم

د نولسمې پيړۍ په وروستي نيماي کې انگريزان قبايلي سيمو ته رسيدلي و او ددوي …