کور / تاریخ / شپږ بوجۍ سيکې / دريمه برخه

شپږ بوجۍ سيکې / دريمه برخه

دميرزاکه خزانه د ۱۹۹۳ م نه تر ۱۹۹۵ پوری په لوی لاس، بې له دی چې حکومت يا څوک افغاني لرغون پوهه پری خبر شوی وې، لوټ شوه.  د نړۍ په تاريخ کی تر اوسه د دومره لوې خزانې بيلگه نه ده موندل شوی . د ميرزاکي لرغونو توکود راويستلوپړه ددی ځای د قامي مشرانو پر غاړه ده.  نورو خلکو ته د توکودښودلواو پلورلوکارپخپله د دې کلي اوسيدونکوکړی دی.  ددوي ملگرتيا نوروکاروباريانوکوله ځکه د پيښور د زرگرو په بازار کی داسی هټۍ شته چې د گاڼو جوړولو سره سره د " انټيک" ( لرغوني توکي ) هم اخلي.  خو که دا خزانه پلورل يوه گناه وه، نو په دې کې هغه بهرنيان هم ورسره مله دي چې د سيل په بانه د لرغونو توکو تجارت کوي.  safia haleem

د زرگرانو په بازار کې  يو دکاندار راته وويل چې، " زمونږ ټوله گټه له دی خلکو وي.  جاپانيان هر وخت راځي او ډيرې پيسې راکوي، د جرمني او فرانسې خلک هم سودا کوي."  د شلمې پيړۍ په وروستي لسيزه کې هغه ټول بهرنيان چې د کار لپاره افغانستان او پاکستان ته ورتلل، دوه توکي به ارو مرو په بازار کې اخستل، قالين او لرغوني شيان.  د ميرزاکي دسرو زرو سيکې او گاڼې ، جاپاني، بريطانوي، الماني او امريکاي کاروباريانوپه ميلينو ډالرو واخيستل.  د مسکوکاتو متخصص اوسمنډ بوپارجي د ميرزاکي په اړه خپل رپورټ کی ليکلي دي چې ددی ځاې يوې سيکې ته شل زره ډالره بيه ټاکل شوې وه.  واي چې " ددی توکو تر ټولو لويه برخه چې درې ټنه وزن لري، اوس په برسلز ( بروکسل ) کی ساتل شوی ده."  معلومه نه ده چې دا څه وخت هلته يوړل شول. ځينې نايابه او ښکليو سيکو د جاپان ميوزيم ته لاره وکړه.  د سرو زرو يوه سيکه چې د اسکندر مقدوني څيره پرې جوړه ده، په لندن کې د يو کس سره پيدا شو چې هغه يې چا ته ورکول نه غواړي.  خو ددې د عکس اخستو اجازه يې ورکړه.  د سيکو د پلورلو لپاره د لرغونو توکو کاروباريانوپخپله د نړۍ لويو او شته منو ميوزيمونوسره اړيکې ټينگې کړې. ددې لپاره چې څوک پرې شک ونکړي، دا يې وويل چې سيکې دآمو د سيند نه يې موندلي دي.

د طالبانو د حکومت د ړنگيدو نه وروسته بوپارچي د ۲۰۰۴ م په ژمي کې پخپله ميرزاکې ته ولاړو او د ځينو سيکو عکسونه چې ده د نړۍ په بيلا بيلو ميوزيمونوکې اخستي و، هلته څوکلي والو ته يې ورښکاره کړل.  دې واي، هغو کسانو دا سيکې سمدلاسه وپيژندلې او راته يې هغه ځاې هم په نښه کړو چې پخپلو لاسونو يې دا له خاورو رابرسيره کړي و. 

د ژورناليسټانو په منځ کې کله نا کله ددې خزانې په اړه خبره وشوه خو دډيرو لپاره دا مهم خبر نه و.  په ۲۰۰۴ م کی مې په گرديزکی ديو ژورنالسټ نه د ميرزاکي د خزانې په اړه پوښتنه وکړه نو راته يې وويل،  "خزانه مزانه نشته ، يوڅو شيان موندل شوي و خوتاريخي نه و. خلکوخوشې افسانې جوړې کړي دي."  اوس هم دير خلک ددې موضوع نه ډډه کوي خوپه نړۍ کې د مسکوکاتو ماهران ددې خزانې په اړه خبر دي او واي چې ډيرو لويو ميوزيمونوسره ددې ځاې څو سيکې شته دې.  پوښتنه دا ده چې د ميرزاکي سيکې يو او بل ملک کې تيت شوې. نو آيا چا پرې څيړنې هم وکړې؟

په بله برخه کې يې ولولئ.

  

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

دعلامه اقبال لنډ پيژند لوري او ادبي توري

نن داقبال دزوکړې ورځ وه په همدې ورځ یې نړۍ ته سترګې را رغړولې وي …

دښو ځوانانو خون به ستا په غاړه وینه / صفیه حلیم

د نولسمې پيړۍ په وروستي نيماي کې انگريزان قبايلي سيمو ته رسيدلي و او ددوي …