کور / تاریخ / شپږ بوجۍ سيکې / دوهمه برخه

شپږ بوجۍ سيکې / دوهمه برخه

په ۱۹۹۴ م کې کله چې د ميرزاکې د سيکو، د سرواو سپينو د توکو خبر مطبوعاتوته ورسيدو نو په نړۍ کې د افغانستان د لرغونو توکو ماهران په دې اند و چې دا د کابل ميوزيم نه لوټ شوي وچې هغه وخت پکې سخت جنگ روان و. په ميرزاکه کې د سيکولومړې خزانه هم تصادفي په ۱۹۴۷ م ( ۱۳۳۶ ش) کال کی تصادفي وموندل شول.  په کابل کی د فرانسې د لرغون پوهنې ډله چې استاد احمد علي صفیه حلیم کهزاد ورسره مله وميرزاکي ته ولاړل.  په هغه غونډۍ کی يې پلټنې وکړی او د لسو زرو شاو خوا سيکې يې وموندلې چې دافغانستان د بيلا بيلو باچاهانونومونه پرې کښلي او څيرې پری جوړی وې.  ددی سيکو پر اساس څيړنو کی د سيمې دلرغوني تاريخ نه يو څه پلوو پورته شوه.  دووفرانسوي لرغون پوهانو"ډي-شلومبرگر" او "آر-کيوريل" په دی اړه يو کتاب وليکلواو سيکې د کابل په ميوزيم کی وساتل شوی. ددې موندنو نه وروسته د ظاهر شاه حکومت په دی ځاې په کنستون بنديز ولگوو. 

په دې لومړي خزانه کې ۵۸۳۷ هندې سيکې وې چې پکې اوږد تاو شوي او په نښه شوي سيکې شاملې وې. تر ټولو زړې سيکې پکې د ۴۰۰ ق-م پيړۍ نه وې. په دې کې ۵ سيکې د يونان، ۲۷۵۷ باختر يوناني او هندي يوناني، ۴۳۹۰ د هندي ساکايانو، ۲۹ هندي پارتيانو او ۳۷ سيکې د کشان دورې وې. دا ټولې سيکې په کابل ميوزيم کې ايښې وې او د مجاهدينود حکومت پر وخت لوټ شوې.

اوسمنډ بوپارچي د فرانسې نه لوړی زدکړی کړی او د لرغون پوهنې په مضمون کی د مسکوکاتو تخصص لري. ده هم هڅ وهلو چې ممکن د ميرزاکي سيکې هم هغه د کابل ميوزيم نه چور شوي سيکې به وي. خوکله چې ده سيکې وليدې نود هغوي د حالت نه ښکاريده چې  تازه له زمکې راوتلي او په ټولو سيکو خټه او تور سلفايډ نښتې و. 

د ميرزاکي نه راوتلي لرغوني توکي او ددوي د شميرو په اړه چې څوک واوري نوهر څه ورته افسانه او دروغ ښکاري.  څوک به باور کوي چې دلته په بوجيواو منونو په حساب سره او سپين راوتلي و.  بوپارچي ته په پيښور کی وويل شول چې   په لومړي سرکی دموندل شويو سيکووزن څلور ټنه ( ۹۰۰ کلوگرام ) و. په دی کی د سرو، سپينو او برونزوسيکې وې چې شميره يې پينځه نيم لکه ( پينځه سوه زره) جوړيږي.  ددی نه علاوه په دی کی د ۳۰۰ کلوگرام وزن د سپينو او سرو زرو نورتوکي هم وچې شميره يې نه ده څرگنده ځکه ځيني توکي لوې او ځيني ډير واړه و. بوپارچي پخپل رپورټ کی واي، " ددی خزانې په اړه زما معلومات يواځې تر سيکو پوری محدود دې. زما مخې ته شپږ بوجۍ ( د سيکو)  ډکې ايښې وې چې د هر يو وزن پنځوس کلوگرام و." هغه دا سيکې په تادۍ کتلې ځکه هټۍ وال په ويره و.

په انساني تاريخ کې د سيکو تر ټولو لويه زيرمه په بل يو ځاې کې تر اوسه نه ده موندل شوې.  د اندازو تر مخه دلته دوه درې ټنه په وزن د سرو، سپينو او د برونزو سيکې وې.  

د دويمې خزانې ته په يو سرسري نظر کولو ددې خزانې نوعيت څرگند شي.  د ميرزاکه لومړي پلټونکي او کنستونکي واي چې هغه وخت سيکې دوي له دوو باوليو (د اوبو واړه کوهيان) رابرسيره کړې وې.  دوي اټکل کړې و چې پخوا به خلکو د نذر لپاره په اوبو کې سيکې او نور قيمتي شيان غورځول. هغه وخت لرغون پوهان دې نتيجې ته ځکه رسيدلي و چې زياتې سيکې پکې وړې اود برونز وې او يا دراخمه (درهم) سيکې وې چې ارزښت يې ټيټ و.  بله دا چې سيکې د تاريخ د يوې دورې نه بلکه د پرله پسې باچاهانواو د زمانونه راپاتې يو ځاې راټولې وې. 

په هغه خزانه کې تر ټولو زړه د څلورم ق-م هندي موريه سلطنت ( د نن نه  دوه زره څلور سوه کاله پخواني) سيکه وه.  نوي سيکې د کشان باچا وسوديوا د وخت وچې په دويم ميلادي پيړۍ په وروستيوکې د افغانستان واکمن و.  بوپارچي واي چې د ميرزاکا د لومړي خزانې په اړه زه هم په دې نظر ووم چې خلکو د پيړيو راهيسې يو مقدس تالاب يا چينې کې پيسې ورځولې او ټولې پر يو خاې وموندل شوې. خو ددويمې خزانې سيکو ته په کتلوهغه شک من شو. دې ليکي. " که دوي د هرې عقيدې منونکي و، خو هيڅوک به د سرو زرو شيان، مجسمې، گاڼې اوذينتي توکي په داسې يو تالاب يا چينې کې نه غورځوي."   په دې سيکو کې د هرميوس( باچا)  او د دويم ازيس ( باچا) دمړينې وروسته ددوي په نوم جاري شوې سيکې هم شته چې دا مفروضه غلطه ثابتوي.  دريمه دا چې د سيکو هغه ډيلران چې د ميرزاکه د خزانې ځاې ته ورغلي و، بوپارچي ته وويل چې هغه ځاې کې نه خو د يوې زړې يا لرغونې ودانۍ نښې وې او نه پکې څه جوړښت و چې څوک وواي هلته يو مقدس تالاب يا عبادت ځاې و.  

هغو فرانسويانو چې په ۱۹۴۸ م کې يې په لومړي ځل ميرزاکي کې سيکې موندلې، دوي هم حيرانه وچې د سيکو په ځاې کې نه د يوې لرغونې ودانۍ اثار و او نه څه داسې نښې وې چې گني دلته يو تعمير هم موجود و.  

د لومړي په شان دويمه خزانه هم په يوکوهي ( څاه) کې وه.  ځينې خلک په دې باور دي چې يو چا د شاهي ماڼيواو عبادت خانو نه قيمتي شيان لوټ کړل. په تادۍ کې يې دلته راوړل او په کوهي کې يې واچول چې يوه ورځ به بيرته ورپسې راځي. ددې يو ثبوت هغه د لرگي تښتې اودړې وې چې د کوهي خله پرې بنده کړې شوې وه.  هغو خلکو چې خزانه يې دلته راوړې او پټه کړې وه ممکن په تيښته واو بيا ورپسې رانغلل او نه ده معلومه چې ولې؟ بيا دا سيکې او نورتوکي دوه زره کاله د اوبو د لاندې پټ و.   د ميرزاکې خلکو خپله ملي شته مني خرڅه کړه خو ددې اخيستونکي څوک و او په کومو لارو دا د نړۍ بازار ته ووتل؟

په بله برخه کې يې ولولئ.

لیکواله :صفیه حلیم 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …