کور / تاریخ / شپږ بوجۍ سيکې / صفیه حلیم /لومړۍ برخه

شپږ بوجۍ سيکې / صفیه حلیم /لومړۍ برخه

په ۱۹۹۲ م د پکتيا په يو کلي کې چا د منگي نه اوبه راواړولې نود زړې زمانې يوه سيکه هم ورسره راولويده. اوبه د يوې کوهي (څاه) نه راوړل شوې وې. د سيکې خبره خله په خله شوه، واړه زاړه هغه کوهي ته ورمات شول. چا پکې د ځان سره بيلچې او کودالونه هم رااخستي و. يوڅوپه هغې زمکې دعوا وکړه چې ددوي ده. جنگ ونښتو او څو کسان پکې  ټپيان شول.  صفیه حلیم

دا کلې د گرديز نه درې پنځوس کلوميټر شمال ختيځ کی دسيد کرم په اولسولۍ کې دې او ميرزاکه نوميږي. ځينې يې " ميرزکا " هم بولي.  دپکتيا خلک واي چې "ميرزاکه" او "تخته بيکا" دوه خويندې وې چې څلورزره کاله پخوا دلته اوسيدې او ددوي په نوم کلي جوړ و. هغه وخت دوه وروڼه د " گبر " او " زمر" دلته اوسيدل چې په نومونويې کلي اباد دي. د ميرزاکه کلې دوه لارې لري چې يوه يې څمکنيونه خوست او د پولې نه اخوا پاړه چنارته وتلې ده.  بله گرديز ته ورځي. د لويوغرونو نه ښکته دی کلي ته نږدې وړې تپې اوغونډۍ هم شته اوخلک يې د چينوخوږې اوبه څښي. 

په ۱۹۷۸ م د اپريل په مياشت کی د انقلاب نه وروسته، په افغانستان کی گډ وډي شوه او ډيرخلک د سيمې نه ووتل.  د ډاکټر نجيب الله د حکومت پروخت ځينې کورنۍ بيرته راغلې.  د پيړۍ په وروستي لسيزه کې د مجاهدينو ډلې پخپلو کې په جنگ اخته شوې نو په هره سيمه کی د حکومت دقانون پر ځاې واک د خلکو پخپل لاس کی شو.  په ميرزاکه کې قامي مشرانو جرگه وکړه اوټول په دې رضا شول چې د کوم ځاې نه سيکه موندل شوې وه، هلته به اشر وکړي او هر څه به پخپلو کې وويشي.    

څرگنده نه ده چې څومره کسانو به کنستون کړی وي خوځاي کوماندان ورته ډاد ورکړو چې څوک ورته لاس نشي اچولې.  د چينې اوبه يو کوهي ته راتلې چې په سرکی يې د خاورود منگو، کټوو، کاسو اودکوزو کودړې وې. کنده پينځه ميټره ژوره وکنستل شوه نو د لرگي پخوانيو دړو لاندې يوکوهي ( څاه) کی د سرو او سپينو زرو توکي اوسيکې پيدا شوې.  د کلي خلکو په نوي جوش کودالونه او بيلچې ورته ونيولې، څادرونه له سيکو، گاڼو، مهرونو، لوښو، مجسمو او نورو زينتي شيانو ډک شول.  د سرو زرو وړې پلنې ټوټې وې چې ورباندې ليکنه شوی وه. په گاڼو د پيل (هاتي)، پړانگ، هوسۍ اود ځينو داسی ځناورو نقشونه وچې په افغانستان کې اوس نه موندل کيږي.  د سرو زرو ځينې مجسمې، د مار، هاتي  پړانگ او د زرکې په شکل جوړې وې.  ښه لوې شمير د سرو زرو تاجونه هم پکی و.

د بي بي سي پښتو خپرونو په ۱۹۹۳ م کی ددی خزانې د توکو په اړه په لومړي ځل خبرخپورکړو. ورپسې څو کسانو پلټنې وکړې خوپورا حال يې د چا له خلې نشو اخستې.   په ۱۹۹۵ م کی مې خپل يو همکار نه چې د سيمې اوسيدونکې و،  په دی اړه معلومات وغوښتل . هغه څو ورځې وروسته خبر راکړوچې د پکتيا د سيمې نه هيڅوک خبری کول نه غواړي اود پيښور د زرگرانو د بازار يودکاندار له خلې يې عمومي معلومات ترلاسه کړي دي.   ددی سيمې يوکس نه مې په ټيليفون پوښتنه وکړه نوراته يې وويل چې خزانه موندل شوې ده خوقام پخپله ددې د ساتنې فيصله کړي ده او کله چې يومرکزي حکومت جوړشو نو بيا به پری علمي څيړنې ووشي. 

څومره چې د لرغونو توکوراويستل دوام وکړو،  هغه هومره د سيمې خلک منظم کيدل. هيچا نه غوښتل چې دکلي اولس ددی معاملې نه حکومت يا چار واکي خبرشي. د ملک لرغون پوهان او د تاريخ استادان نورو ملکونوته وتلي و. دميرزاکې هغه خلک چې پيښورته تلل راتلل، د زرگرانو په بازار کې داسې کاروباريان وموندل چې داسې توکي به يې اخستل.  هغه وخت د کلي خلک خبرنه و چې ځينې لرغوني توکي د سرواو د سپينو زرو نه زياته گرانه بيه لري او پخپلې ناپوهۍ کې يې ډيرڅه د تول په حساب وپلورل.  کله چې خبر شول چې د پيښورهټۍ وال دا توکي په بهرنيانوگرانه بيه خرڅول نوخپله د مشتريانو په لټون شول.  په سر کې ددې ځاې نه راوتلي د سرو زرو توکي او سيکې په ميلينو ډالرو په جاپانيانو، انگريز او امريکاي راټولوونکو خرڅ شول ورپسې د سيکو وار و. 

په ۱۹۹۴ م کې د سري لنکا يو لرغون پوهه، د سيکو د تاريخ متخصص اوسمنډ ېبوپارچي پيښورته تللې و اوهلته په يوې هټۍ  کې ورته د ميرزاکي د خزانې څو توکي وليدل.  دادسرو زرو د ماتو شويو گاڼو ټوټې وې. داسې ښکاري چې کله قام دا توکي پخپلو کې ويشل نوهر څه يې د وزن په حساب سره ويشل. هغه ښکلي گاڼې چې ورباندې لرغوني نقشونه جوړ و اوممکن د افغانستان د پخواني تمدن نښې پکې پټې وې، د سرو زرولپاره ټوټې شوې.  هټۍ وال د اوسمنډ بوپارچي مخې ته شپږ بوجۍ د سيکو کيښودې چې د هرې يوې وزن پنځوس کيلو گرام و. 

دا خزانه ولي په ميرزاکه کې وه او چا هلته پريښې وه؟

په بله برخه کې يې ولولئ.

لیکواله : صفیه حلیم 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …