کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / خدای دي وبخښي ښه سړی وو خو……..!

خدای دي وبخښي ښه سړی وو خو……..!

موږ هم یوعجبه قوم خدای پاک پیدا کړي یو ، موږ خپل ژوندي تر هرچابد او مړه تر هرچا ښه ګڼو، مطلب داچې په ژوندو کې مو ښه سړی نشته په مړو کې مو بد نشته .‌ دشنبې ورځ دروان ۲۰۱۲ کال دډیسامبر ۲۲ دلندن په ختیځ کې دپښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري دخان شهید عبدالصمد خان اڅګزي (۳۹) تلین لمانځل کېده او غونډه دماذدیګر پر (۵) رابلل شوې وه . زه هم دې غونډي ته وربلل شوی وم . 

پر یوه ځای په بریتانیا غوندي هیواد کې ددومره زیاتو پښتنو راغونډول اسانه کار نه وي او دا نو داراغونډو شویو کسانو لپاره هم هغه دچا خبره تر اختر کمه ورځ ځکه نه وي چې ګڼ کسان سره ویني او له میاشتویې نه وي سره لیدلي . خودا ځل دا اختر دتېر په انډول غمجن وو. په همدغه ورځ په پېښور کې دخیبر پښتونخوا پر مشر وزیر او دپاچاخان بابا دلاري پر یوه پخواني لاروي بشیر بلور باندي ځانمرګی برید شوی وو. 

نوموړی ، دهغه سکرتر او ۷ نورکسان په دغه برید کې وژل شوي وو او شاوخوا شل نور ټپیان وو. که څه هم له بده مرغه په افغانستان او پښتونخوا وطن کې ښايي له تېرو دېرشو کلونو داسي ورځ نه وي راغلې چې یوځای نه یوځای دي دغه ډول دغم ټغر نه وي غوړېدلی ،خو ددغه وروستي برید اثر لږ ځکه زیات وو چې دپښتانه وطن یوه مشهوره سیاسي څېره ورکي وژل شوې وه .

دګڼو خلکو پر خوله دا یوه خبره وه چې خدای دي وبخښي ډېر ښه سړی وو.‌ په دغو خلکو کې هغه کسان هم شامل وو چې په ژوند یې بشیر بلور ته هم دغسي یو مرګ له خدایه غوښتلو چې ځانمرګی ورباندي وشي . دا څه عام خلک نه وو ، دا دافغان وطن او پښتونخوا دقلم ،فکر ،نوښت او قام پرستۍ دعویداره کسان وو. هغوی ځکه بشیر بلور ملامت بللو چې نوموړي له یوه لوري پښتني قامي سیاست کاوه او له بله لوري یې طالبان هڅول چې په افغانستان کې جهاد وکړي . 

بشیر بلور دا خبره د ۲۰۱۱ کال دفبروري میاشتي پر دوهمه نېټه وکړه . هغه څه داسي ټکي وکارول : (كه د دوى دوښمني له امريكا سره ده، نو امريكا او ناټو ځواكونه خو په افغانستان كې دي، لاړ دي سي پر هغوى دي حملې وكړي، زموږ بچيان ولې وژني، دا ډېر ظلم او زياتى دى چي زموږ بېګناه خلك وژل كېږي، دا خو نه امريكايان دي، نه كافران دي، ټول مسلمانان دي او پښتانه دي، زه نه پوهېږم چي د داسې بېګناه خلكو له وژلو څخه د دوى مقصد څه دى)

نوموړي دا خبري  د پېښور په بډه بېره سيمه كې تر يوې بمي چاودنې وروسته چي نهه تنه يې ووژل او نيژدې شل تنه يې ټپيان كړل وکړې . دهغه دې خبري دنوموړي پر قامي سیاست باندي د(؟) نښه پیدا کړه او د هغه دګوند(آې این پي )  ډېری کسانو داسي انګېرله چې ګواکې دهغه خبري ناسمي تعبیر شوي دي خو نوموړي په بیا بیا دا خبري تکرار کړې .

یوه ورځ زه په کراچي کې دعوامي نېشنل ګوند له بل مشر شاهي سید سره مخامخ شوم او له هغه نه مي پوښتنه وکړه چې ایا دپاچاخان بابا فلسفه داوه چې په افغانستان کې دجهاد کولو اجازت شته او په پاکستان کې نشته ؟ شاهي سید راته وویل چې نه هیڅ کله نه . که پاچاخان بابا افغانستان خپله خاوره نه ګڼلی نو بیا يي مړی ولي په ننګر هار کې خښېده . ما ورغبرګه کړه چې بیا نو نن عوامي نېشنل ګوند ولي دا خبره کوي .‌هغه وویل چې دا د حاجي بلور صیب خپل نظر دی او دا له عوامي نېشنل ګوند سره تړاو نه لري . موږ په خبرو بوخت وو چې شاهي سید بشیر بلورته ته تلیفون وکړو او له هغه نه یې دا ژمنه واخیسته چې بیا به دا خبره نه کوي . 

که څه هم وروسته بیا بشیر بلور دا خبره نه ده تکرار کړې ،خو نوموړي په افغانانو کې خپل هغه محبوبیت له لاسه ورکړو چې تر دې وړاندي یې لرلو .‌ البته دا هم ښايي مهمه نه وه اوسي خو اړینه داده چې لا اوس هم ډېری پاکستاني سیاست وال په دې نه پوهېږي چې دافغانستان سوله دسیمي او نړۍ له سولي سره تړاولري، که په افغانستان کې جګړه وي نو بیا به نه سیمه په کراره پاتېږي او نه هم نړۍ . اوس هم په ګاونډي پاکستان کې داسي‌ګڼ سیاستوال شته چې په افغانستان کې په جګړه بوخت طالبان مجاهدین او پاکستاني طالبان ترهه ګر بولي . 

اوس هم دعمران خان غوندي احمق سیاستوال په افغانستان کې جګړه جهاد او په پاکستان کې فساد بولي‌. دا خبره تر لمر سپینه ده چې که دافغانستان جګړه جهاد دی او طالبان یې پر مخ بیا يي نو بیا په پاکستان کې هم  هم هغه طالب جنګېږي چې سپین بیرغ لري‌او دملا محمد عمر دامر اطلاق ورباندي کېږي یا په بله معنا ملا محمد عمر خپل مشراو امیرالموئمنین بولي . 

له بده مرغه چې تر څو پوري‌په دواړو هیوادونو کې سیاستوال او همداشان واکمن په دې نه وي پوهېدلي چې دافغانستان او پاکستان ستونزه یوه ده او دسولي یوې ریښتونې هڅي ته اړتیا لري ، تر هغو پوري په دواړو هیوادونو کې سوله ناشونې ده . کاش ددواړو هیوادونو سیاستوالو یو غوڅ دریځ درلودی او دپردې ترشا یې یو بل ته دکوهي کیندلو هڅه نه کولای نو به سوله شونې برېښېدلای . کاش چې په جګړه کې دجبرأ ښکیل شوي‌طالب لپاره دخپل دریځ دبشړ بیان او خوندي توب لپاره یوه لاره شته وای نو نن به په سیمه کې دا نا امني نه وای . 

خدای دي خیر پېښ کړي ، په افغانستان کې داسي اور ته لمن وهل کېږي چې خدای مکړه لمبې به یې دپښتونخوا ایالت دمشر وزیر بشیر بلورپه څېر ګڼ کسان وسوځوي . 

خو دا چې جګړه پر پښتني خاوره روانه ده نوتر تولو اول پښتنو مشرانو ته په کار دي چې پر دواړو حکومتونو فشار واچوي چې په سیمه کې ریښتونې سولي ته لار هواره شي او نور له دې پالیسي لاس واخلي چې په افغانستان کې جګړه جهاد او په پاکستان کې فساد بولي . عوامي نېشنل ګوند دپاکستان په حکومت کې دا مهال خورا مهم رول لري کولای شي چې په خپل سیاسي فشار حکومت دې ته اړباسي چې دافغانستان په سوله کې ریښتوني ګامونه اوچت کړي . نو هغه مهال به بیا خلک دا نه وايي چې بشیر بلور ښه سړی وو خدای دي وبخښي خو ………….!

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …