کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / پرخالد دبرید په تړاو یوراز او یو وړاندیز ! میرویس افغان

پرخالد دبرید په تړاو یوراز او یو وړاندیز ! میرویس افغان


دطالبانو پخوانی ویاند لطیف حکیمي ډېر ټوکي او خورا حاضر ځوابه کس دی. یوه ورځ زه ښاغلی حاکیمي ، او مولوي …….. یو ځای سره ناست وو ، هغه مولوي په تن غټ او ډېر چاغ سړدی ، مولوي کیسه کوله چې یوه ورځ یو ډېر غټ سړی چې تر ما  هم غټ وو کوټې ته راننوت ـ حاکیمي یې خبره ورغوڅه کړه او ورته ویه ویل : بس – بس مولوي صاحب ! چې تر تا غټ سي نو سړی نه دی بس یوشی ورته وایه او ووایه چې : « یو غټ شی په کوټه راننوت » موږ ټول وخندل او له دغه ځایه پاڅېدو او دیوچا سره دلیدلو په موخه مو خپل موټر روان کړ. 

موټر ما چلاوه ښاغلی حاکیمي راسره په خوا کې ناست وو. موږ پر دې باندي خبري کولې چې طالبان دهر برید پړه بې له پوښتنې او ګروېږني اخلي او غواړي چې ځانونه داسي‌وښيي چې ګواکې دهر برید تر شا ددوی لاس دی . دا خبري لا نوې بشپړي شوې چې پر سړک یو مردار شوی سپی پروت وو. ما موټر ورته وداراوه او طالب ویاند ته مي وویل چې ایاد ددې سپي پړه منې کنه ؟ 

ما هغه وخت له بي بي سي سره کارکاوه . طالب ویاند په ډېري حاضر ځوابي راته وویل چې هو ! «داسپی طالبانو قتل کړ او علت یې داوو چې لېونی شوی وو او خلک یې داړل .»

هم دا ډول په ډېري بې صبري سره دتېري پانج شنبې په ورخ چې د ۲۰۱۲ کال د‌ډیسمبر دمیاشتي ۶ نېته کېږي‌ وسله والو طالبانو پر اسدالله خالد دځانمرګي برید پړه ومنله . طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې ځانمرګي واسکټ اغوستی وو او ځان ته یې چاودنه ورکړه . داچې زه اسدالله خالد له نېژدې پېژنم نو دبرید یو څه وخت وروسته په دې خبر شوم چې برید دنیکر په وسیله شوی دی . دطالبانو دویاند داخبره خو سراسر غلته وه چې په واسکټ سره دابرید تر سره شوی دی ،ځکه دواسکټ قربانیان ټپیان نوي دهغوی ټوټې په هوا باندي ګرزي . 

نن ولسمشر کرزي هم دا خبره وکړه چې دا برید طالبانو نه دی کړی او له پاکستان نه یې دبرید په تړاو وضاحت غوښتی دی ،او ماته دطالبانو ځینو سرچینو هم دا وویل چې هو ! ددوی له لوري ددغه برید مسئولیت منل یوه تېروتنه وه . 

خیر هغه دپښتنو متل دی چې وايي : «پلار دي سپرو مړ کړ که پلیو ؟ وايي زما له ښیې یې ویستو که سپرو وژلی او که پلیو.»  اسدالله خالد پّه مرګوني حالت کې ټپي دی ، که هر چا دابرید کړی وي دافغانستان حکومت یې کمزوری معریفي کړو او دولسمشر کرزي دښي لاس دغوڅولو هڅه یې وکړه . 

اوس خبره داده دابرید ولي په داسي حساس وخت کې وشو چې دسولي خبري او له پاکستان سره داړیکو دنېژدې کېدو یوه ګړندۍ هڅه روانه وه ؟ 

یوځلي چې دسولي دخبرو لپاره دپیل دروازه پرانیستل کېده په مرموز ډول باندي دولسمشر کرزي‌ ورور احمد ولي خان کرزی په خپل کور کې ترور کړل شو . دهغه دمرګ پایلي پټي پاتې شوې . تر هغه وروسته چې دسولي کیلي پاکستان افغانستان ته سپارله دسولي دعالي شورا پر ریس برهان الدین رباني برید وشو او هغه په خپل کور کې ووژل شو . پر استاد رباني تر برید وروسته دسولي دروازې په ټپه بندي شوې او اوس چې بیا لاره پرانیستل کېده نو پر اسدالله خالد داسي‌ځانمرګی برید وشو چې تمه یې نه کېدله . داحمد ولي کرزي ، دبرهان الدین رباني او اسدالله خالد تر بریدونو سمدستي‌وروسته ښاغلي کرزي په هر وار له پاکستان نه وضاحت غوښتی دی . پاکستان تل دکرزي په خبره خوا بده کړې ده او بیا یې دسولي دخبرو څخه مخ اړولی دی . دا ځل هم ښايي بیا دسولي پروسه له هم دې کبله داسي یوه پړاو ته ولاړه شي‌. 

هو دا یادونه هم ضروري ده چې دسولي په خبرو کې چې هر ځل دافغانستان دحکومت د هېرولو او له منځ دایستلو هڅه کېږي بیا دالويي پېښي رامنځ ته کېږي . دا ځل هم په خبرو کې دافغانستان ولسمشر کرزي ته طالبانو ، امریکا او دپاکستان حکومت لاس یو کړی او دافغانستان حکومت یې دخبورو له مهم رول څخه بې برخي کړی دی . 

داچې دورته بریدونو پایلي تل پټي پاتې شوې دي ، زما وړاندیز افغان حکومت ته دادی چې داځل دي پلتنې په نړۍ واله پولیسي ځواک وکړي . دا ځواک چې په ټوله نړۍ کې دلویو پېښو څېړنه کوي دبریتانیا دسکاټ لینډ یارډ پولیس دي .که ددغې قضیې څېړنه سکاټ لینډ یارډ ته وسپارل شي ګټه به یې داوي چې رښتیا به راڅرګند شي . که چېرته پاکستان دا کار کړی وي نو بیا به یې په زغرده او ښکاره ترلاس راونیسو او ولس به دافغان حکومت تر شا ودرېږي . او که پاکستان دا کار نه وي کړی او ددې تر شا دسیمي یانړۍ کوم بل داسي‌هیواد ولاړ وي چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او دپاکستان او افغانستان اړیکي سمي شي بیا به داراز هم راڅرګند شي او موږ به خپل اصلي دښمن وپېژنو. 

دبریتاینا د سکاټ لینډ یارډ پولیس په نړۍ کې دپلټنو لپاره یو پېژندل شوی ارګان دی چې هیڅ وخت دخپل نوم دساتلو په خاطر دروغ نه وايي . دا کار به دا ګټه وکړي چې ددغه قضیې پلټنې به پټي نه پاتېږي او دافغانستان حکومت ته به هم د«توکلو» لپاره شونډان په لاس ورشي . کنه یوازي وضاحتونه غوښتل بې له دې چې اړیکي خرابي کړي بله معنا نه لري . او که دافغانستان حکومت په سکاټ لینډ یارډ باندي باور نه لري بیا دي قضیه ملګرو ملتونو ته وسپاري چې دهغوی له لوري ی پلتنې وشي . دا بیا به هغوی اړه لري چې دا پلټنې په چاکوی .

لیکوال : میرویس افغان / لندن بریتانیا 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …