کور / خاطرې / امر وشو, د قومندان ويښتيان دي په غچي وشکول شي

امر وشو, د قومندان ويښتيان دي په غچي وشکول شي


د امارت په وخت کي پرنظامي چارو د څار له پاره ځانګړی کميسون وو، ددوی دنده داوه چي د نظامي او جنګي ډلو کړني وڅاري او دهغوی اصلاح  وکړي، او ترټولو مهمه دنده يې داوه چي د کم عمر لرونکي کسان له نظامي او جنګي ګروپونو څخه را بېل او خپلو کورونو ته يې وليږي.

يو ځل د کميسون مرستيال ملا اسماعيل آخند له خپلو څو تنو ملګرو سره سهار وختي د قرغي فرقي ته ولاړی، لمونځ يې د فرقي په جماعت کي له نورو طالبانو سره يوځای اداکړ، د فرقي له مشر ملامزمل سره يوځای يې د طالبانو د خوب د کوټو پلټنه پېل کړه، په ګرده فرقه کي يې دوه طالبان داسي پيداکړل چي د سهار د لمانځه جماعت ته نه وو حاضر شوي، ملا اسماعيل خپلو ملګرو ته امر وکړ چي د دوی سرونه غچي کړئ (دسر ويښتيان يې ورته غچي کړئ)، د سهار جماعت څخه دپاتي شوو طالبانو سپارښته فرقي مشر ملا مزمل کوله، او د ملا اسماعيل ملګري يې نه پريښودل چي د هغوی سرونه غچي کړي، ملااسماعيل چي د ملامزمل ټينګار وليد چي دخپلو طالبانو شفاعت يې کاوو، خپلو ملګرو ته يې امر وکړ چي د فرقي د قومندان ملا مزمل سر غچي کړئ.

کله چي امر وشو چي د فرقي د قومندان د سر ويښتيان دي په جزايې توګه په غچي وشکول شي، نو بيا ملامزمل هیڅ هم ونه ويل، ارام يې خپل سر د نظامي کميسون کسانو ته ونيول هغوی یې سر غچي کړ، د فرقي قومندان خپل د سر ويښتيان له ځمکي څخه راټول کړل، په يوه کوچني دستمال کي يې غوټه کړل او ملا اسماعيل آخند ته يې وويل چي نور هیڅ هم نه وايم خو دغه ويښتيان لوی ملاصاحب ته ښکاره کوم او هغه ته به شکايت وکړم.

سبحان الله وګورئ، څو تنه طالبان د قرغي فرقي ته ځي، هلته په ټوله فرقه کي دوه طالبان د سهار لمانځه جماعت ته نه دي حاضرشوي، هغوی ته جزا ورکوي، د فرقي قومندان سپارش کوي، او په خپل سپارش ټينګار کوي، د نظامي کميسون مرستيال د لمانځه څخه د پاتي شوو دوو نفرو پرځای د فرقي قومندان ته سزا ورکوي، هغه سره له دي چي فرقه يې په واک کي ده، په زرګونو نظامي او مسلح طالبان لري، شااوخوا يې خپل نږدې ملګري مسلح ولاړ دي، هيڅ نه وايې اطاعت کوي، زور نه کاروي، بده خبره نه کوي، او دا عمل د خپل ځان او نفس له پاره عار نه ګڼي، په ارامه سره خپل د ځان له پاره سزا مني، خو دخپلو ملګرو څخه دفاع کوي. يواځي دومره وايې چي زه به دغه شکايت زموږ او ستاسي مشر (لوی ملاصاحب) ته کوم.

لدي څخه معلوميږي چي طالب مشرانو په خپلو کشرانو شفقت درلود، پر هغوی يې زړه خوږيدی، دهغوی سپکاوی او توهين يې نه غوښت، خو ددي سره سره د شرعي امورو په عملي کولو او رعايت کولو کي بيا سخت او ټينګ وو، د فرقي قومندان خپل حق باله چي له خپلو ملګرو څخه دفاع او دهغوی سپارښتنه وکړي، خو چي کله خبره دده په اړه شوه، نو بيا دامر اطاعت کوي او په خپل ځان سزا مني.

الله ج دي موږ ته اسلامي او افغاني پوځ را نصيب کړي ترڅو هغوی زموږ د راتلونکو نسلونو له پاره الګوه او مثال وګرځي.

شبيراحمد

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …