کور / تاریخ / دتورو اوبو شير علي / وروستۍ برخه

دتورو اوبو شير علي / وروستۍ برخه

په هند کې شير علي يواځينې کس دی چې د بريطانيې د حکومت استازې  يې په يواځي ځان ووژلو. د نولسمې پيړۍ د پنجاب د اتلانو په تذکره کی د شير علي خان نوم هم ياديږي چې د جيل د مودې بند پوراکولو وروسته هم خوشې نه کړې شو. د ۱۸۵۷ د پاڅون نه وروسته دې د مسلمانانولومړی مهم شهيد و.   

د وايسراې لارډ ميومړی د تورو اوبو نه کلکتې ته يې يوړو.  هلته په  بندر ولاړو زرگونو خلکوپه ويرد ده دمړي درناوې وکړو. دانگلستان اود هند اخبارونو د ده په کارنامو رڼا واچوله چې د خپل وطن په خدمت کي يې سر قربان کړی و. په هند کې د مسلمانانو او هندوانو مشرانو د ميو پر وژنه يو شان د غم او د تاسف احساسات ورښودل او د هغه مېرمنې ته يې د غمرازۍ ليکونه ورواستول.  د هغه مړې د کلکتې نه په اوولسم فروري ۱۸۷۲ م  بيړۍ کې ايرلينډ ته روان کړی شوچې هلته د جنگ د قرباني په توگه يې هرکلی او درناوی وشو.  په ۲۵ اپرېل په ډبلن کې د لارډ ميوجنازه وشوه.  له ده اوو اولادونه پاتې و.

دی د ايرلينډ په کلډېر کې د هغه کورنۍ هديره کې ښخ کړی شو.  د مې په مياشت کې دانگلستان په پارليمان کې دمشرانو ( لارډانو) جرگې ميرمن ميو ته ټول عمر لپاره د کال زر پونډه پينشن وومنلو.  په نولسم اگست ۱۸۷۵ م کې د ايرلينډ په کاکرماوتهـ نومې ښارپه منځ کې د مرمرو جوړه د لارډ ميومجسمه ودرول شوه چې ورباندې اته سوه پونډه لگښت راغلې و او دا پيسې د هغه سيمې خلکوراټولې کړې وې. 

کال وروسته د لارډ ميو د قتل پلټنې پای ته رسيدلې وې او په دې کې دوه خبرې څرگندې شوې.  يو دا چې شيرعلي په زندان کی د ځان سره شوې ناانصافي خپه و اوبل د قتل پلان يې له وړاندې جوړ کړې و.  شيرعلي د يو لوړ رتبه انگرېز د وژلو لپاره درې کاله انتظار کړی و اود محکمې له خوا هغه ته د مرگ سزا ورکړی شوه چې وروسته د سترې محکمې له خوا تصويب کړی شوه.  خو شير علي د رحم او د کرم لپاره خواست ونکړ .

پيرنگي پلټونکي هنټر د شير علي د ژوند د وروستيو ورځو په اړه ليکي  چې دی به زر په قهر شو او د خپل مرگ په انتظار ده د هر شي مخالفت کوو. هغه پښيماني نه ښودله او په خپل چلند کې سر زوری شو.  هنټرد لارډ ميو قتل پخپلو سترگو ليدلې و او وروسته شير علي يې هم څارلو.  هنټر واي چې انگرېز حکومت له شيرعلي سره ښه چلند کوو خو ځينو چارواکو د دی مخالفت کړی و. مانا داچې دانگرېزانو په اندد هغه وخت د هند په حالاتوکی دشيرعلي سره ډېره ښه وضع شوې وه او د نورو بنديانو په پرتله ده ته ځينې امتيازات ورکړی شوي و خو هنټر د شيرعلي هغه غوښتنه ونه منله چې د غرغرې نه وړاندې يې خبرې غوښتلې.  د انگرېز په فکر د يو سياسي شهرت او د ده نوم د يو اتل په توگه خلکو ته د ورښکاره کولو هڅه وه.

 په وايپر جزيره کې د انگريزانوله خوا مجرمان  به د سپيدې چاودې نه وړاندې غرغره کيدل.  هلته به يو ډاکټر، دوه اعدام کوونکي، د مړي د سمبالولولپاره دوه کسان او يو پوځي افسر وچې دا هر څه به د هغه تر څارنې لاندې کيدل، نورو خلکو ته هلته د ودريدو اجازه نه وه.  د غرغرې نه يو ورځ وړاندې، بندي به ولامبل، پاکې جامې به يې ورله ورکړې، هغه خواړه چې د ده خوښ و، ورته راوړل شول چې د ده وروستۍ ډوډۍ به وه.  د ده نه وروستې پيغام چې زياتره د کورنۍ دغړو لپاره به يې و، زباني يا په ليکلي بڼه واخستل شو اوپه يوې ځانگړې کوټې کې به يې بند کړو.  د غرغرې نه وړاندې شير علي ته يو وروستی پيغام واورول شو.  دا پيغام د لارډ ميو د کونډې له خوا وچې " خداې دې تا وبخښي، هم هغسې لکه چې مونږ ته بخښلې يې."

په ۱۱ مارچ ۱۸۷۳ م کې د وايپر جزيرې د اعدام رسمي کارونه پيل شول. د غرغرې نه وړاندې شر علي انگرېز افسر ته وويل، " مونږ هم گناهگار يو او تاسو هم خو فيصلې به په بلې نړۍ کې خداې پاک کوي" . په فايلونو کې د شيرعلي دا خبره ثبت ده.  هم هغسې چې انگرېزانو غوښتل د شير علي د مړي او د ده د قبر او د شناخت ځاې پټ وساتل شوچې څوک پرې د يادگار څلې جوړ نکړي.   خو زيات امکان د دې دی چې هم هلته په وايپر جزيره کی به يې خښ کړي وي.  هغوی د ده نوم، قام او د کلې په اړه هيڅ رېکارډ نه دی ساتلي او يواځې د ميو د قتل د پلټنو په دوسيو کې يې نوم پاتې دی. هلته ليکلي  دي. " شير علي ، عمر دېرش کاله، کلک هډونه او ښه ونه، د ولي زوې، د جمرود سره نږدې د خېبر د کوکي خيلو او د کابل د سيمې د پخري( پکري) اوسيدونکې…  په دې کې هيڅ شک نشته چې دی يو با جراته ځوان دی او ميړني و. دی نور هيڅ بد اخلاقي نه لري. که څه هم دی په سن کې زيات و خو قوي اوزړه ور و. د خپلې مړينې تر نيټې پورې دی چرې هم خپه نه ښکاريدو."

د شيرعلي د جرم په اړه انگرېزانو پخپل قانون او اصولو چلن کوو.  دوی د هند د لوې وچې واکمن شول خو دلته اوسيدونکو قامونو او قبايلو د دودونو او رواياتو په اړه يې پوهه نه وه.  له بده مرغه په دې حالاتو کې ددوی د سزا سيسټم ديو مجرم په پيژندلو کې پاتې راغلو. هم دغسې پښتانه د انگرېز په قانون نه پوهيدل.  شير علي د يو قامي دښمن وژل جرم نه گڼلو. او د غرغرې نه وړاندې هغه خپل اقرارکې دا وويل چې کله په دې سزا هغه تورو اوبو ته يې وراستولو نودا يې يوه ناانصافي گڼله اوپه بدل کې يې غوښتل چې د لوړ کچ يو پيرنگی مړ کړي.  

د قتل شاهدانو نورو بنديانو وويل چې شيرعلي په هغه ورځ د ميلمه د راتگ نه وړاندې د ټولو ملگروسره خدای په اماني کوله.  هغه داوړو نه جوړه خوږه ډوډۍ مسلمانو او چيني ( بوره) هندوانو ته ويشلې و.  خپلې ټولې سپما شوې پيسې يې خرڅې کړې وې.  کله چې پوښتنه وشوه چې ايا دوی داسې نه گڼله چې دا ټولې نښې د يوکس له خوا د خپلې مړينې تياري وه  نو دوی ووېل چې دوی ورباندې پوهه نشول.  که په بنديانوکې چا دا خبره کړې وی چې هو دوی ورباندې پوهيدل نو ارومرو انگرېز به ورته ويل چې بيا نو ولې يې چارواکي خبر نکړل.  د پنجاب د شهيدانو په کيسو کی يوه داسې ده چې  په بند کې يو وارې شير علي له چارواکوخواست وکړو چې مور يې ناروغه ده او دی د هغې خدمت لپاره کور ته تلل غواړي.  خو د ده خواست رد کړی شو. وروسته مور يې مړه شوه نو د شېرعلي ناميندي په قهر بدله شوه.  د انگريز هغه  پښتون ملازم چې د شير علي سره په زندان کې و، ورته ويلي و چې يو ورځ به دې پښتانه په لنډيو کې ستاي.  څوک يوه لنډۍ راته موندلې شي چې د شير علي لپاره چا ويلي وي؟

په دويم نړۍ وال جنگ کې د انډېمان جزيرې د جاپان لاس ته ورغلې . په ۱۹۴۳ م کال د دسمبر په مياشت کې د هند د خپلواکۍ يو مخ کښ سبهاش چندربوس چې د انگرېزانو پر ضد دجاپان سره يې لاس يوکړې و په دی جزيرو د خپلواکۍ بيرغ پورته کړو. د جنگ نه وروسته دا جزيرې د لږ وخت لپاره انگرېز حکومت ته بيرته ورکړی شوې .  هغه وخت دوی هلته د بندي خانو د ختمولو اعلان وکړو.  دا جزيرې په ۱۵ اگست ۱۹۴۷ کی دخپلواکه هند يو برخه شوې او هم هغه وخت دا بدنامه بندي خانې تشې شوې.  وروسته د خپلواکۍ د يادگار په توگه خلکو پر مخ پرانستل شوې.  په وايپر نومې جزيره کې د شير علي دغرغرې ځاې هم هغسې ساتل شوې دې اوس يې سيلانيان د نندارې لپاره ورځي. د پنجاب په تاريخ کې د لارډ ميو د قاتل شير علي د نوم سره شهيد ليکلې وي.   پښتانه شير علي اپريدې پيژني چې په تورو اوبو کې يې انگريز وايسراې وژلې و؟

لیکواله : تاریخ پوهه او ژورنالیسټه اغلې صفیه حلیم 

پاې

 

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …