کور / تاریخ / د تورو اوبو شير علي / پينځمه برخه

د تورو اوبو شير علي / پينځمه برخه

په تورو اوبو کې يوه مشيني کشتۍ چې پکې د هند وايسراې لارډ ميو ټپي پروت و، روانه شوه.  ددې شا ته يوې بلې کشتۍ کې شير علي لاس پښې تړلې ناست و.  په هغې لوې بيړۍ " گلاسگو" اته زنگونه وغږول شول چې د اتو بجو وخت يې ښودلو.  کشتۍ لويې بېړۍ ته ورنږدې شوې نو ددی رڼاگانې مړې کړی شوې چې په بيړۍ کې مېلمانه نارامه نشي.  هلته ټولو خلکو د ماښام د ډودۍ لپاره ځانونه جوړ کړي او ځينو پکې د هغو مهيانوکيسې کولې چې د ورځې دوی ښکار کړې و. لارډ ميوخپلې کوټې (کيبن ) ته ورسول شو. خوکله چې دی پخپل کټ وسملول شو نو ولاړو خلکو ته څرگنده شوه چې دې مړ و. هغه دوه وارې په چاقو وهل شوې و او داوږې له خوا د ده وجود تر سينې سورې و. ډاکترانودده مړينه تصديق کړه اوکلکتې ته يې پيغام ورواستوو.   

د سپيده چاودې پروخت د لويې بيړۍ د سکام (مستول) د پاڅه لگيدلی د برتانيې د بيرغ سرټيټ و. د دې ټول پړي ځوړند او د سپينو پر ځای خړ رنگ بادبانونو هغو خلکو ته د شپې د بوږنونکي پيښې خبر ورکوو. کومو خلکو چې هيله لرله چې ميو به د ټپ له لاڅه ژوندې پاتې وي خبر شول چې هغه مړ و.

شير علي هم هغه بيړۍ ته ورواستول شو چې وژل شوې وايسراې پکې پروت و. د لارډ ميوخارجه سکترترې پوښتنې پيل کړې چې په هندي ژبه کې وې .

افسر.  دا وژنه تا کړې ده؟

شير علي.  هو، ما دا کار کړی دې.

افسر.  ولې دي داسې وکړل؟

شير علي.  د خداې پاک حکم و.

افسر.  تا سره په دې کار کې بل څوک مله و؟

 شېر علي. بې له خدايه ما سره بل هيڅوک مله نه و.

د پيښې په بله ورځ دفروري په نهمه نيټه انگرېز حکومت ميجر جنرال سټوارټ د سيشن کورټ ( محکمې ) مشر وټاکلواو د شيرعلي پر ضد د دولسو شاهدانوبيانونه واخيستل شول.  په دوی کښې ځينې بنديان وچې يې وويل، د پيښې پر سهار کله چې د توپو د ډزو غږ واوريدل شوچې د يو مهم ميلمه په راتلو د سلامي په توگه به يې داغول، نو شير علي د ږيرې د خرېلوچړه ( پاکي) راواخسته اوهغه يې په تيږې تيره کړو.  هغه وخت يې له ځانه سره ويل چې "نن به دوه کسان ستاقربانيان وي.  د ده هدف ښاي وايسرای او د جيل د داروغه دواړو وژل و.

د محکمې لپاره فيصله اسانه وه خود شيرعلي د غرغره کولو نه وړاندې دا معلومول غوښتل چې هغه د قتل پلان څنگه جوړ کړی و. هم دا وه چې دوي د پلټنو لپاره د خپل پوځ يو پښتون چې د خيبر اوسيدونکې ود يوقيدي په جامه کې تورو اوبو ته ورواستوو. په څوورځو کې هغه د شيرعلي باور تر لاسه کړو.  ده ته يې وويل چي پښتانه دده په کار وياړي او دا چې قام به د هغه دا کارنامه ياده ساتي .  هغه شيرعلي ته ډاډ ورکړو چې خلک به يې په سندرواو لنډيو کې ستايي.  خو دا يې هم ويل چې د نورو خلکو د خبرولو لپاره پکار ده چې شيرعلي ورته ټول حال وواي چې دا کار يې څنگه کړې و. 

شيرعلي ورته ووېل چې دی ټوله ورځ دوايسرای سره لکه د سيوري گرځيدو خو هيڅوک په ده پوهه نشول.   په هغه ورځ د اوبو نه د پورې وتلو هڅه يې هم وکړه چې وايسرای ته ځان نږدې کړي خو پاتې راغلو. دی په هغه غونډۍ ( هيريټ) هم ورختلې و چې ټولو ورباندې د لمردډوبيدو ننداره کوله خوموقع يې پېدا نکړه.  بيا دی هم د نورميلمنو سره ښکته راکوز شو.  هغه ناهيلې شوی و او خپل کار يې د بلې ورځې لپاره ځنډولی و.  خوماښام محال يې ارمان پوره شو چې ښکار ورته پخپله رانږدې شو.  کله چې وايسرای د جيټي پر تختو وروستي گامونه اخيستل نو د څراغونو په رڼا کې دده وجود تر نورو ټولو ورته واضح ښکاره شو او دی په يوې شيبې کې د ساتندويانو له منځه تير شواو د سترگو په رپ کې يې ورباندې ټوپ ووهلو. ده ومنله چې له ډېرې مودې د يو پيرنگي د وژلو په انتظار و.

شيرعلي په دې راضي شو چې د ده عکس دې واخستل شي او پر هغه محال دې لکه د ماشومانو خوشاله ښکاريدو. د انگرېز چې څه توقع وه هغه پورا نشوه. دوی شک من و چې د افغانستان پيښې به ددی قتل سره تړلې وې.  خوشيرعلي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نور څوک ورسره په دې جرم کی شامل او يا بل چا راهڅولې و، بيا بيا هم دا ويل چې د خداې له خوا ورته امر شوی واود خپل ايمان او د دين لپاره يې دا کارکړی و.  په دې کې نه دده شخصي گټه وه او نه يې له چا بدل اخستو، بس د يو لوی سړي وينه يې تويوله. 

دې پيښې د برتانيې د حکومت پاې ولړزولې او هر څومره چې دوی د قتل د اصل هدف معلومول غوښته، څه يې نه موندل.  په يوراپورکې انگرېز پلټونکی، هنټرد شير علي په اړه  ليکي. " دی يو خاموشه اومودب سړی واو لږه موده وروسته يې ورته دسلماني ( ډم ) مسلک وروښودلو او په هوپ ټاون کې يې د هغو کسان سرونه او ږيرې خرييلې چې د خوشي کيدوټکټ ورته ورکړې کيدو".  يعني هغه کسان چې د بند د سزانه وروسته خپلو کورونو ته تلل.  شير علي د اسلام په دين ټينگ ولاړ و، نو دا اندېښنې پيدا شوې چې کيدی شي ده د وهابيانو په لمسه به دا کار کړي وي.

هغه درې کسان چې د پټنې د وهابي شورا غړي او  ۱۸۵۷م د پاڅون پر وخت د جهاد اعلان کړې و، د انډېمان په جيل کی وو او امکان  ددې و چې هغوي شيرعلي ته د دی حملې لپاره ويلي وي او يا ورسره په پلان کې شريک و.  د وايسرای د سفر خبره پټه نه وه او ټول بنديان له دې خبر و.  شيرعلي که ريښتيا د هغه مذهبي ( وهابي) مشرانو سره ناسته پاسته لرله او د وايسرای د وژلو پلان يې له دوی سره جوړ کړی و نو بيا دا هم امکان وچې دوي له هغه دا غوښتنه کړې وي چې مونږ به دې د شهيد په توگه لمانځو.  بل امکان دا و چې شير علي ورته پخپله ويلي وي چې دا کار به تر سره کوي ځکه دې د خپل ژوند نه ستړې و.  داسې هم کيدې شوه چې وهابي مشرانو په ده شک کړي وي چې د انگرېز جاسوس و او له دوي د حال اخيستو لپاره ورسره مل و ځکه چي ده ډېره موده د انگرېزانو سره نوکري کړې وه.  خوانگرېزانو د دی خبرې هم هيڅ ثبوت پيدا نکړوچې شيرعلي دوهابي بنديانوسره اړيکې لرلې.  

د شيرعلي دمعمولي سامان نه په فارسي ژبه ليکل شوي څو ليکونه وموندل شول چې کورنۍ ورته استولي و.  ددوي له ژباړې وروسته انگرېزانو هر توري ته پام وکړو چې د کوم سازش نښې پکی ومومي.  د نورو ټولو بنديانو تر منځ د اړيکو جاج هم واخيستل شو . دشيرعلي د کورنۍ په اړه بيلې پلټنې وشوې چې دوی له چا سره اړيکې لري خو هيڅ يې پيدا نکړل. په دې ټولو پلټنو يو کال واوړيدو.

د دې پيښې په فايلونو کې په پينسل ليکلې يو نوټ دی چې په ۹ فروري، ۱۸۷۲ م د ماسپښين لس کم دوه بجې وليکل شو.او ليکونکې يې جيمز جي راپرکرزن و چې پخپله يو بندي او د نورو بنديانو څارنه يې کوله. دانوټ د راپور سره ښاغلي هلټن ته چې دپلټنو مشر سکترو وړاندې کړې شو. په دی کې ليکلي و،

" په دې محکمه کې کله چې له هغه (شير علي ) پوښتنه وشوه چې پخپل دفاع کې څه ويل غواړي نو قاتل وويل چې قاضي له شاهدانو چې څه واوريدل، له دې زيات هيڅ ويل نه غواړي.  قاضي هر څه چې يې خوښه وي فيصله کولی شي او کله چې په بلې دنيا کې حساب کيږي نو هله به قاضي خبر شي. هغه زياته کړه چې دی د ژوندوي پاتې کيدو لپاره به چرې هم له انگرېزانوخواست نه کوي خو په کومه ورځ چې دی په دارځړول کيږي نودی به يو بيان ورکوي.  ده وويل چې "بي له خدايه بل هيڅوک په دی کار کی ورسره مله نه و" 

د محکمې پروخت شير علي وويل چې پدی کار هغه خپل ورور عبدالله سره يو والې ښودل غوښتل چې قاضي نارمن يې وژلې و.  انگرېزان په دې خبره پوهه نشول اوداسې يې وگڼله لکه چې شيرعلي په ريښتيا د عبدالله ورور و. په جمرود کی د شير علي د کورنۍ په اړه نورې پلټنې پيل شوې خو څرگنده شوه چې عبدالله د ده ورور نه و.   هغه عبد الله چې قاضي نارمن يې وژلې و هغه هم پښتون و او ښاي په انډېمان کې شير علي د هغه پيښې نه خبر شوی وچې دده لپاره ممکن يوه بېلگه او د غچ اخيستلو بانه شوي وي. 

دا چې د شير علي او د لارډ ميوپايله څه وه؟

لیکواله : تاریخ پوهه او ژورنالیسټه اغلې صفیه حلیم 

په بلې برخې کې يې ولولئ.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …