کور / تاریخ / د تورو اوبو شير علي / څلورمه برخه

د تورو اوبو شير علي / څلورمه برخه

د تورو اوبو ( د انډېمان ) د زندان مشر ته د هند د وايسراې لارډ ميو له خوا سپارختنه شوې وه چې د ده د رسمي سفر پر وخت هلته ټولې چارې د نورو ورځو په شان عادي وساتل شي.  دا لومړې ځل و چې دومره لوړ کچ انگريز چارواکې دې جزيرو ته ورغلې و.  دده د غوښتنې سره سم ټول قيديان د فروري په اتمه نېټه د نورو ورځو په شان پخپلو ځايونوپه کارونو بوخت و، خو د ميلمه دامنيت لپاره مناسب گامونه پورته شوي و. د لارډ ميووړاندې وروسته، ښي اوگس لاس ته د پوليسو ډلې وې.  په وايپر او" راس" نومې جزيروکې چې خطرناکه مجرمان پکې ساتل کيده، د 

امنيت ځانگړې انتظام شوی و.  ځينې خو يې له کوټو نه و راويستي.  هغه چې بهر و او د ميلمه د ليدو اجازه يې لرله،  غوښتل چې د وايسراې مخې ته ځان ورواچوي او د ده د سفر پر وياړ له هغه د رحم او د بخښنې اپيل وکړي.  

څوک چې به دروند ميلمه ته نږدې شو، پوليسو به ټيل وهلو.  خو يودوو به ورته ځانونه نږدې کړل اوپه لاس کې ليکلې عرضي به يې نږدې چار واکي ته وړاندې کړه ، په دې هيله چې هغه به يې وايسرای ته وروسپاري.   لارډ ميو به داسې کسانو ته زړه سواندې نظر او لوز وکړو چې د دوی درخواست به وگوري.  هغه په سخت لمر او گرمۍ کې څو ساعته روان و او ډېر په احتياط يې هر څه له نظره تيرول چې کومو کوموځايونو کې د اصلاح اړتيا وه.  يو څو واري د خلکو گڼه دومره ډيره شوه چې پوليس د دوي په لرې ساتلو کې پاتې راغلل او وايسراې دې جوگه نه و چې په ازاده يې معاينه کړې وې.  دده له مخ څرگنده شوه چې د پوليسو په سستۍ  ناراضه و. 

د هغه ورور ميجر اېډورډ چې په هند کې د وايسرای پوځي صلاح کار و، ددې سفر نه وړاندې ورته د احتياط ويلي و.  د ده  شخصي سکتر  ورته خواست کړی و، چې د بنديانو په منځ کې د گرځيدو پر وخت دي پام وکړي چې دوی ورته ډېر نږدې نشي.  څو ورځې وړاندې په بنگال کې د هغه ځای د انگرېز قاضي القضات د وژنې پيښه ورپه ياده کړه چې د خلکو په گڼه کې عبدالله نومې پښتون ورباندې دانگلي و.   لارډ ميو ددوي په مشوره د لرگي يو کوتک چې په سر يې اوسپنه لگيدلې وه، ځانه سره راوړې وه.  اوس د زندانيانو په منځ کې د گرځيدو پر وخت هغه دا کوتک په لاس کی تاوولو راتاوولو. 

د ماځيگر پينځه بجې شوې خو په انډېمان کې د ورځې رڼا تر اوسه خپره وه.  د لارډ ميو رسمي سفرپاې ته رسيدلي و خو د بيرته تلو نه وړاندې يې دوه نورکارونه غوښتل. يوه يې سرکاري دنده وه او بله شخصي.  سرکاري دنده دا وه چې د يو روغتون د جوړولو لپاره ټاکل شوې ځاې معاينه کړي.  بله د غونډۍ د سر نه د لمر د ډوبيدو ننداره يې غوښتله.  د زندان مشر د يو شمير ساتندويانو ډله په وړې کشتۍ کی  ورواستوله.  کله چې لارد ميو د "هيريټ" ټاپو سره نږدې له کشتۍ ښکته شو نو ويې ليدل چې د ده سره مله ځينې ميلمانه له وړاندې هلته رسيدلي او ځانونه يې هوسا کړي و.  لارډ ميو د ټولو حال وپوښتلو او ميلمنو وليدل چې د ټوله ورځ د کارونو او شپږ ساعته په لمر کې د گرځيدونه وروسته هم دې تازه ښکاريدو.  

هغه ټولو ته ناره کړه، " راځۍ چې دلمرد ډوبيدوښکلې ننداره وکړو."  ميلمانه د ده جوش ته حيرانه و اوورپسې روان شول.   لارډ ميو تر ټولو وړاندې او گړندي گامونه يې اخيستل .  د " هيريټ"  غونډۍ لمنې ته ورسيدل نو هغه وخت د ده پام خپل باډي گارډ ته شو چې ډېر ستړې ښکاريدو. لارډ ميو پری زړه وسو او ورته يې هم هلته د کښيناستو وويل  چې د ماښام د هوا خوند واخلي. 

د بندي خانې مشر په غونډۍ د ورختلو لپاره د وايسراې د سورلي لپاره يواس ورليږلې و .  هغه د اس په ليدو اعتراض وکړو چې نور خلک به په پښوروان وي او دی به سپور وي.  خو د ميلمنود بيا بيا خواست نه وروسته دی په اس سپورشو. اس يوڅو قدمه اخيستي و چې ده ترې راټوپ کړل او ويې ويل، نور زه په پښوورځم. ټول کسان د غونډۍ سر ته ورسيدل نو لارډ ميو هلته چارچاپيره د زمکې معاېنه وکړه اود روغتون د جوړولو په امکان دخپلو مشاوروسره خبرې وکړې. 

دخپل رسمي کار د پوراکولو نه وروسته هغه لويديځ لوري ته مخ کړو او د لمر د ډوبيدو نندارې ته کښيناستو. د غونډۍ نه وراخوا د سمندر اوبه او د هغې نه وراخوا لمر په غرغره و. ده اسمان ته وکتل او بيا ورو غوندې يې ووېل " څومره ښکلې دی" بيا يې خپله خبره تکرار کړه . شيبه وروسته هغه اوبه وڅښلې او يو وارې بيا لمر ته ځير شو، چې اوس نيم په سمندر او نيم افق کی و. هغه خپل شخصي سکتر ځان ته راوبللو او وې ويل، " په ژوند کې مې دومره ښکلې ننداره چرې نه وه ليدلې".  لمر ډوب شو نو ټول خلک له غونډۍ راښکته شول. خو لارډ ميو اوس هم پخپل ځاې ناست و. هغه تر ټولو وروسته راپاڅيدو او له غونډۍ ورو ورو ښکته روان شو.  د "هوپ ټاون" د جيټي نه ورغلي يو څو کسان د لالټين د رڼا سره د غونډۍ په لمنه کی ورته په انتظار و.  اوس ټول خلک په تيزو قدمونو د جېټي لوري ته ورغلل. جيټي د خښتو يا د تيږو هغه جوړښت وي چې د سمندر په ساحل د وړو کشتيو تم ځاې وي.  د ساحل نه تر سمندر د تيږو او د لرگي يو اوږده لاره د هغو خلک د تگ لپاره جوړه وي چې کشتيو ته ورخيژي.

دجيټي نه وراخوا د سمندر په ژورو اوبو کی " گلاسگو " نومې لويه بيړۍ ورو ورو ځنگيده او د څراغونو لړۍ پرې له ليرې ښکارېدې.  د ماښام اوو بجونه تيرې وې او توره شپه وه.  د لارډ ميو ميرمنه د ډېر وخت نه د دې بيړۍ په يو منزل ولاړه او د خپل ميړه لاره يې څارله.  د وخت د تيرېدو سره د هغې تلوسه زياتيده. د گلاسگو نه په لږه فاصله دوو نورو بيړيو "ډهاکه" او "سکټيا"  لنگر اچولې و او په دې دوو بيړيو هم ميلمانه د وايسرای په انتظار و.  ميرمن ميو اوس د خپل ميړه د امنيت په اړه اندېښمنه وه.  هغې په تياره کې وليدل چې د لمر د ډوبيدو ننداره کوونکي ميلمانه بيرته را روان و.  د زمکې نه په اوبو کی جوړ جيټي ته د يوې دقيقې فاصله وه. ټول ميلمانه د جيټي نه په وړو کشتيوکې ژورو اوبو کې ولاړ وخپلوخپلو بيړيو ته ورتلل.   

لارډ ميو په ساحل د ماشيني کشتۍ غرارې  او د برتانيې د بري نغمه واوريده او د جيټي د پوړيو نه په چټکو گامونو يې کشتۍ ته مخه کړه. خو ناڅاپه هغه شا ته يو غږ واوريدو ، داسې لکه چې څوک په اوبو کی پرتو تيږو گرځيدو. چا ټوپ ووهلو، يو کس د لارډ ميو سره ونښتو او د بريښنا په څير يوتيره چاکو دوه وارې يې پکې خښ کړو.   په بله شيبه  د لارډ ميو دولسو ساتندويانو په هغه پړانگ ډوله سړي ورودانگل. د دې کسانو په لاسونو کې څراغونه پر زمکه پريوتل. رڼا گانې اوس مړې وې خو وايسرای د جيټي د تختې سره تر گونډو په اوبو کې ولاړ و. ده د خپل تندي نه ويښته لرې کول.

 يو انگرېز افسر دولس ساتندويان د خپلې تورې په زور ليرې کړل چې هغه حمله کوونکې يې وهلو او نږدې وه چې په ټکي يې وژلې وې.  دلارډ ميو شخصي سکتر سمدلاسه خپل مشر ته نږدې ورغلواود اوبو نه زمکې ته يې په راختلو کې ورسره مرسته وکړه.  لارډ ميو په ارامه ورته وويل، " برن، دوی په ما گوزار وکړو" بيا يې لږ په لوړ غږ وويل، "  هر څه سم دي، زه فکرکوم چې زيات نه يم ټپي شوې " اوس د هريکين رڼا گانې بيا بلې شوې وې او په دې رڼا کې ځينو ميلمنو وليدل چې لارډ ميود لرگي په يوې تسکرې کښينول شوی او پښې يې ځوړندې وې. د ده د کوټ پر شا د وينو يو تور داغ ښکاريدو. کله چې دی يې پورته کړو نو وينې ترې راماتې شوې چې د ده مرسته کوونکو پرې خپل رومالونه وتړل يو څو شيبې دی په هغه تسکره کی ناست و خو بيا د شا پر تخته پريوتواو وې ويل، " زما سر پورته کړئ"  لارډ ميويې مشيني کشتۍ ته يوړواوپه لاره چا دده کوټ پرېکړو، پرهرونه يې په ريتاړوتړل اوبل کس په لاسونو باندې يې د وينو د ودرولو هڅه کوله.   نورو د ده لاسونه او پښې موښلې. دريو کسانو د ده سر ته اډانه ورکړې وه. 

کله چې زخمي لارډ ميوگلاسگونومې بيړۍ ته يوړل شونوڅو کسانو گوزارکوونکي ته پام وکړو. هغه دبنديانوځانگړی لباس اغوستی و چې تورې ليکې يې لرلې.  د هر بندي په دې لباس د هغه نومره ليکل شوې وه.  او يو انگرېز افسر وليدل چې د دې سړي په لباس  ۱۵۵۵۷ليکلي و. ده خپل نوم شير علي وښودلو.  د انگريز پلټنو کې څه وموندل شول؟

لیکواله : تاریخ پوهه او ژورنالیسټه اغلې صفیه حلیم 

په بله برخه کې يې ولولئ

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …