کور / تاریخ / د تورو اوبو شيرعلي /دريمه برخه

د تورو اوبو شيرعلي /دريمه برخه

 

د انډېمان لويې وړې جزيرې چې د تورو اوبو په نوم يې شهرت لرلو،  ځينو ته انگرېزانو د خپلو اتلانو نومونه ورکړي و.  د هند د ۱۸۵۷ م د پاڅون  کې هغوچې  ډېره ميړانه يې کړې وه، " نيل،  هيولاک، لارنس او داسې نور.  هم دلته د هغه پاڅون بې شميره بنديان هم ساتل شوي وچې د نومونو پرځاې نومرې يې لرلې.  د پټنې او ډېلي ډېر مسلمان مشران يې تورو اوبو ته وراستولي و چې پکې محمد جعفر تهانيسري، يحيا علي او مولوي احمد الله مخه ور و. دوی د اتو نوروکسانو سره يو ځای په امباله کې په اپرېل ۱۸۶۴ م کې په دې تور محاکمه شوي و چې د انگريز پر 

ضد دبغاوت لپاره پلان جوړ کړی و.   ټولو ته مرگ سزا ورکړی شوه خو انگرېز په دې وېرېدو چې دا خلک به د شهيدانو په توگه مشهور شي اوخلک به يې يادگاري څلي جوړوي، هم دا وه چې هر هغه کس چې د باغي شک پرې کيدو په ټول عمري بند د انډېمان جيل ته يې ورواستوو.  دا ټول مشران د انگرېز په نظر د وهابي نظر خاوندان و.  تر ۱۸۷۰ م انگرېزانو دعوا کوله چې دوی په هند کې د وهابي تحريک جرړې ويستلې وې.  خوپه ۱۸۷۸، ۱۸۹۰ او ۱۹۱۹ کی په خېبر اوپښتونخوا په نورو سيمو کی د پښتنو د هر يو پاڅون پر ضد انگرېزانو لښکر کشي وکړه او دا به يې د وهابي تحريک سره تړل.  

د نولسمې پيړۍ تر پاې د تورو اوبود زندانيانوحال د هندلوې وچې ته راکډه شو. دانډيمان په دې جزيرونه د بنديانو شميره زرگونو ته رسيده، خوهغه  بختور چې ترې راغلي و، داسې بوږونونکې کيسې يې راوړې چې د چا پرې باور نه کيدو.  د زندانيانو خواړه د انسانانو لپاره نه و. په سپورې ډوډۍ کې چينجي، اېشيدلې ځنگلي واښه د لاوڼ په توگه به يې خوړل. د څښلو لپاره به د باران اوبه وې چې هر ډول حشراتو پکې لامبو وهله.  د زندان کوټې تيارې او نمژنې وې.  د حاجت ځايونه بيل و او څوک چې دې کوټو ته نږدې کيدل نو له بوي به يې سپيږمې سوځيدې. زندانيان به په پروړ ويده کيدل، دوي ته د يوبل سره د خبرو يا د ليدو اجازه نه وه.  جسمي سزاگانې، په دورو وهل ټکول، ښکنځلې او سپکی سپورې عامه خبره وه.

په ۱۸۶۸ م کال د مارچ په مياشت کې ۲۳۸ زندانيانو له تورو اوبو د تيښتې هڅه وکړه. خو د اپرېل تر مياشتې ټول ونيول شول.  يو تن پکی ځان ووژلو او په پاتې کسانو کې ۸۷ غرغره شول.   په هند کې د انگرېزانو د راج پر وخت قضايي سيسټم گډ وډ و، چارواکو بې له دې چې د يوې قضيې په اړه يې پوښتنې گروېږنې کولې چې څوک ملامته او څوک بې گناه و، دوی به د سزاگانو فيصلې وکړې.  د دې فيصلو پر ضد به خلکو اپيل کوو، د انگرېزانو مينت زارۍ به يې کولې، کله کله دوی په سزا کې نرمښت راوستلو يا مجرم به يې وبخښلو.   د دې چلن نه د انگرېزانو يو هدف دا و، چې د هند عاموخلکو ته وروښاي چې دوی څومره نرم  او باانصافه و.   ناولوستو او بې وزلو خلکو به په خپلو سيموکې د دوی د انصاف ډنډورې غږولې چې د انگرېزانو په گټه وه.

وايسرای د برتانيې هغه لوړه عهده وه چې د مستمرو مشرانو ته به يې ورکوله.  رچرډ ساوت وېل د آيرلينډ د ميو نومې کورنۍ د پينځم ارل ( نواب)  مشر زوی و.  په ۱۸۶۸ م کی دې د هند وايسرای وټاکل شو.  ده د خپلو انتظامي اصلاحاتو لپاره نوم لرلو او د هند په اداري چارو کې يې بدلونونه راوستل.  د ده په نوم ځينې ودانۍ اوس هم شته چې يو يې په لاهور کی ميوروغتون دې.  لارډ ميود هندد بندي خانو د حالت نه خوشاله نه و.  د انډېمان په بندي خانو د ملاريا له کبله ډېر خلک به مړه کيدل.  په يو زرو کسانو کی د سلو نه زيات به د ملاريا له لاسه مړه کيدل.   لارډ ميو د انډېمان د راتلونکي په اړه  خواشينی و چې هغه وخت پکې شل زره کسان اوسيدل او ډيرو پيسو ته يې اړتيا وه.  هم دا وه چې په ۱۸۷۱ م کې يې د پورټ بلير د زندانونو لپاره د اصولو او د چلند قانون جوړکړو.

 ده غوښتل چې هغه بې وزله بنديان چې بيرته نشول تلی هغوی ته په جزيرو کې د اوسيدواسناد ورکړي چې د ازادو انسانانو په څير ژوند وکړې شي.  ځاي پوليس يې غوښتوځکه  په هند په لويه اوچه کې ناارمي وه اودې پوهيدو چې يو نا يو ورځ به دوي له هغه خاورې ووځي.  

د جيلونو لپاره دا قوانين او اصول دلارډ ميو تر څارنې لاندې وليکل شول. هغه خپل تکړه پوځي افسر سټوارټ ته د دې اصولو د پلي کولو کار وسپارلو.  سټوارټ تر شپږو مياشتو په انډېمان کې کار وکړو او ده ته يې بلنه ورکړه چې راشي خو د ده د بلنې څه ځواب را نغې او لږه موده وروسته هغه د وايسراې شخصي سکتر ته پيغام ورکړو چې " اوس يو څه پرمختگ شوی دی. خو زما تلوسه ده چې پخوا له دې چې مونږ د جزيرې د پاکولو کار پېل کړو لارډ ميو دي پخپلو سترگو وويني چې څه مو ترلاسه کړي دي. "

 د جنوري پر څليريشتمه نيټه ۱۸۷۲ م د کلکتې په بندر لوی شمير خلک راټول و. دوی د هند د وايسرای لارډ ميو او د ده سره ملوکسانو ته ولاړ وچې انډېمان ته يې رخصت کړي.  هغه سره په سفر کې نورچارواکي او د وايسراې ملگري او دده ميرمنه هم شامل وچې په دوو بيړيوکې سپاره و.  په ساحل ولاړو خلکو ورته لاسونه پړکول او د خوشالۍ نارې يې وهلې خو لارډ ميو په هغه سهار يو څه انديښمن و. 

په افغانستان کې هغه وخت د روس خطر زيات شوې وچې په تيرو څو کالو کی د مرکزي اسيا سيمې ورو ورو پخپل کنټرول کی واخيستې.  انگرېزان ويرېدل چې روسان به افغانستان هم رالاندې کړي.  د دوي استازي به پښتونخوا ته تلل راتلل او د روسانو سره د افغانستان د شمالي پلو په اړه ددوي خبرې اترې روانې وې.  لارډ ميو د خپل يو استازي د خوندي  بيرته راتگ په اړه تلوسې نيولې و.  هغه خپل دفتر کې دا امر پرېيښې و چې که د شمالي سرحد نه څه مهم خبر و نو ده سره دی سمدلاسه اړيکې ټينگې شي او که کوم بد خبر ونودې به کلکتې ته بېرته راوگرځي. کله چې دی برما ته ورسيدو نو يو شمير پيغامونه يې د تار( ټيليگرام ) د لارې تر لاسه کړل چې هر څه سم روان دي.  په دې خبرونو د هغه زړه ډاډه شو نو د فرورۍ په اتمه نيټه هغه دوه بيړۍ د انډېمان د هوپ نومي بندرته ورسيدې. 

لیکواله :تاریخ پوهه او ژورالیسټه صفیه حلیم 

دا چې لارډ ميو په تورو اوبو کې څه وکړل او څنگه ووژل شو؟

په بله برخه کې يې ولولئ.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …