کور / تاریخ / د تورو اوبو شيرعلي / دويمه برخه

د تورو اوبو شيرعلي / دويمه برخه

په نولسمې پيړۍ کې د هند انگريز حکومت  ددوي په اند خطرناک مجرمان  د انډېمان هغو جزيرو ته ورليږل چې د تورو اوبو په نوم مشهورو. دې زندانيانوځان ته ډوډۍ پخپله پېدا کوله.  په څوکليو کې د بيگار مزدوران به په کرکرهنې بوخت و.  دشلمې پيړۍ په پيل کې د داسی کليو شميره ۳۸  وه .  هغه بنديان چې د تيښتې امکان يې ډېر او يا خطرناک گڼل کيده، په پښوکې به يې زولنۍ وې او سخت کارونه به يې کول.  دلته د انگريز او هندي ساتندويانولپاره کورونه جوړ و او ددوي د کورنيو نه علاوه ورسره نورخدمتيان هم اوسيدل .  ځينو قيديانو چې چلند يې سم و، وړو هټيو کې د خپل لاس جوړ شيان خرڅول.   مزدوران هم وچې ورو ورو ددوي شميره په ډيريدو وه.   دلته  ډاکخانه ( پوسټ) هم وه چې ځينو بنديانو دخپلو کورونو نه ليکونه تر لاسه کول. 

د نولسمې پيړۍ تر وروستيو دلته څلور روغتونونه و چې پکې د هر چا علاج مفت و.  د پيرنگيانو دحکومتي دوسيو تر مخه، کال کې په هر يو بندي د شپږو پونډو لگښت کيدوچې په اوس حساب شپږ سوه کيږي. د يو ټاپو نه بل ته د ورتلو لپاره وړې او لويې کشتۍ کاريدې او د هرې کشتۍ د تگ راتگ وخت معلوم و.   پوليسو د شپې رڼا او د ورځې وړو رنگينو بيرغونو په وسيله د نوروټاپوگانو سره اړيکې لرلې. 

 د شلمې پيړۍ په سر کې د انډېمان په "راس"  ټاپو کې هغه پر مختللی زندان جوړ شو چې درې برخې يې اوس هم پاتې دي.  دا زندان لکه د بايسکل د پايې په شان د اوو ودانيو يوڅرخ و چې پکې د يو بندي لپاره يوه کوټه ( سيل) وه.  هره يوه کوټه څلورنيم ميټراوږده اودوه نيم ميټر پلنه وه.  ددې په درې ميټر لوړ دېوال کې يو روشندان ( هوادان) جوړ و.  کوټې يې داسې ډيزاين کړې وې چې يو بندي به بل نشو ليدی.   ټولټال  ۶۹۸ کوټې په دريو پوړونو کې جوړې وې.  د دې ودانيو يو سر په منځ کې د څار د برج سره انښتې و چې د هرې کوټې څارنه ترې کيدې شوه. په برج يو لوی زنگ ځوړند و چې د خطر پر وخت به غږول کيدو. ددې د پاڅه د رڼا مناره جوړه وه او دېرش کلوميټر لرې نه يې رڼا ښکاريده.

  " وايپر"  نومې جزيره د پورټ بلير د بندر نه وراخوا په لږو ژور اوبو کې ده اوهغه وخت خلک پکې نه اوسيدل.  د دې ساحلونه شگلن دي او ښکلې ونې او بوټي لري. خو ددې ښکلا سره دلته يوه " قتل گاه " يا د غرغرې ځاې هم جوړ و.   شيرعلي اپريدې هم دلته غرغره کړی شو.  دده جرم ډير لوې و . ده د هغه وخت د انگريز حکومت تر ټولو لوړ رتبه کس، د هند  وايسراې  لارډ ميو وژلې و.  داسې فکر وکړئ لکه اوس څوک په کابل کې د امريکه  تر ټولو لوې چاروکې ووژني. 

د جمرود شير علي

 د ۱۸۵۷ م د انگرېزانو پر ضد د هند د خلکو په پاڅون ( غدر ) کې انگرېزانو په پوځ کی د پنجاب او د خيبر د سيمې پښتانه په لوی شمير کې اخيستل شوي و. د شيرعلي په نوم يو ځوان په هم هغه وختونو کې نوی برتي شوی و. 

شيرعلي لومړی په ډېلي کې د ميجر هيو جيمز سره په چاوڼۍ کی پياده (اردلي) و.  په دې پاڅون کی ډيلي د باغيانو ( مجاهدينو) په لاس کی وه او انگرېزانو هغه وخت پخپل دفاع کې له يوې غونډۍ جگړه کوله.  ښاي شيرعلي په دې سختو ورځو کې د انگرېزانو سره خپل پت پاللې وي.  کله چې دوي بريالي شول نودشير علي عهده يې لوړه کړه او دې د سپرو پوليسو په ډله کی شامل کړی شو.  وروسته دی د يو انگريز افسر "رينيل ټيلر" په ملازمت کې و او هغه ورله يو اس، يوه تماچه ( طفنچه) او يو سند په انعام کې ورکړې و.  شير علي په ۱۸۶۳ م کې د امبيلې په جنگ کې هم د انگرېزانو په هغه ډله کې شامل و چې د پښتنو سره جنگيدله.  د ۱۸۶۷ م راهيسې شير علي په پيښور کې د کرنل پولک په ملازمت کې و.  ښاي يو څو کالو کې شير علي د خپلې تنخاه پيسې ټولې او په کلي کې زمکه واخسته.  راتلونکو څو کلونو کې دې به جمرود ته تلو او لکه د نورو اپريديانو خپلې ښې بدې به يې پورا کولې. 

په ۱۸۶۷ م په پيښور چاوڼۍ کی د کمشنر د دفتر سره نږدې په رڼا ورځ حيدر نومې يوکس ووژل شو. دا هغه وخت و چې د انگرېزانو چاوڼۍ ته به بې له هندي خدمتيانو، بل څوک په اسانه نشو ورتلی او په ځينوځايونو کې داسې لوحې وې چې پرې "دلته دځاي خلکواود سپو داخله ممنوع ده"، ليکلي و.   دانگريز په چاوڼۍکی قتل د نه منلو خبره وه او دا پوښتنه وشوه چې حيدر هلته څنگه ورسيدو؟

حيدرد جمرود په سيمه کې د "کودوم" اوسيدونکې واو په ځينو سرچينو کې راغلي دي چې دی د شير علي تربور و. ښاي د شيرعلي او حيدر تر منځ پخوانۍ تربگني وه او شيرعلي سمدلاسه ونيول شو. د پوليسو د پوښتنې په ځواب کې ده وويل چې هغه وخت دې د کرنل پولک کورته روان و چې د پيښې ځاې ته نږدې و.  خو دا وضاحت د هغه د بري لپاره کافي نه و. شير علي په قتل تورن ، محاکمه او د انگرېز د قانون تر مخې د اپرېل په دوهمه نيټه ۱۸۶۷ م کې د مرگ په سزامحکوم شو.  دا څرگنده نشوه چې شير علي او د حيدر دښمني په څه وه؟  که دا جرم کړې هم و نو ځان يې د دې سزا وړ نه گڼلو.  په پښتنو کی بدل اخيستل جرم نه وي اويا ممکن حيدر دده وژلو لپاره راغلې و.  شير علي ترې وړاندې شو.  ده د انگريزانو د خدمت او د پت پالنې په بدل کې له هغوي يې دا تمه لرله چې ټول عمر به ورسره ښه چلن کوي. فکر يې کووچې که ده څه غلطي وکړه نو هم دومره سخته سزا به ورله نه ورکوي.  دکرنل پولک په سفارش قاضي د شير علي د غرغرې سزا ټول عمري بند ته واړوله. 

 د پنجاب په تاريخ کې داسې ليکلي دي، " په ۱۸۶۷م کې دی يووارې په چوټۍ ( رخصتۍ )جمرود کې خپل کور ته ولاړو . هلته ده خپله ځمکه د يو سود خور حيدر سره گرو ايښې وه .  شير علي غوښتل چې د هغه نه خپله زمکه راخلاصه کړي .  خو دا لانجه حل نه وه چې حيدر ووژل شو."   په "سرگذشت مجاهدين"  نومې کتاب کی مولانا غلام رسول مهر ليکي.  په بندي خانه کی " شيرعلي يو ځلې خپلې زولنۍ ماتې کړې او کله چې محافظانو يې د نيولو هڅه وکړه نو هغه ددوي د لاسه ټوپک راښکلو".  

په ۱۸۶۹ م کې دی د ملتان، کراچي او د بمبۍ د لارې د انډېمان جزيرې ته يوړل شو.  هلته د قتل د نورو مجرمانوپه شان شيرعلي د انگرېز تر څارنې لاندې ژوند پيل کړو. دې ډېر مذهبي او لمونځ به يې نه قضاکوو. په جيل کې ده ته چې څه لږې پيسې ورکړې کيدې هغه به يې نورو قيديانوته ورکولې.  هره دوېمه درېمه مياشت به يې د ډوډۍ خيرات کوو. ده سره يو وارې د پينځو پونډو ( پاو) اوړه ونيول شول چې يو جرم وگڼل شو خو د دی نه علاوه شيرعلي يو مودب کس او د ښو اخلاقو خاوند و.

دوه کاله وروسته کله چې دجيل مشران په دې ډاډه شول چې شيرعلي خطرناک مجرم نه و نو د هغه له پښو بيړۍ ليرې کړی شوې او ده ته يې د ږيرو خرېلو او د ويښتو د جوړولو کسب ورزده کړو.  د ۱۸۷۱ راهيسې شير علي په پورټ بلير کې د يو سلماني ( ناي) په توگه کار کوو.  دده د دومره ښه چلند نه وروسته هغه کوم حالات و چې دې قتل ته اړ شو؟

لیکواله : تاریخ پوهه او ژورنالیسته صفیه حلیم 

په بله برخه کې يې ولولئ.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …