کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / عجبه پالیسي‌ ؟ طالبان ونیسئ ، طالبان خوشي کړئ !

عجبه پالیسي‌ ؟ طالبان ونیسئ ، طالبان خوشي کړئ !

دطالبانو دواکمني دړنګېدو یوازي یو کال وروسته په افغانستان کې خال – خال دبیلا بیلو چارواکو له لوري دا غږ راپورته کېده چې دطالبانو مشران ګاونډي هیواد پاکستان ته تښتېدلي دي . ورو – ورو دا خبري زور واخیستو او ددوونورو کلونو په تېرېدو سره افغان چارواکو دا فشار زیات کړو چې پاکستان دي په افغانستان کې له لاس وهنې پر شا شي او دهغو طالبانو په خلاف دي ګامونه اوچت کړي چې له افغانستان نه تښتېدلي دي . 

دا خبري دافغان چارواکو وروسته ورو – ورو امریکا يي چارواکو ته وروغځېدې . یوه ورځ ما «لیکوال» دکندهار دولایتي بیارغاونې (پی‌آرټي) په دفتر کې په یوه ناسته کې دهغه مهال له امریکا يي سفیر زلمي خلیل زاد څخه پوښتنه وکړه چې دافغانستان دستونزي کیلي چېرته ده ؟  دهغه ځواب یوازي مخامخ پاکستان ته ګوته نیونه وه او ویه ویل چې پاکستان افغان طالبان پر پښو دروي او په افغانستان کې جګړې ته لمن وهي . دا دلومړني‌لوړرتبه امریکا يي چارواکي خبره وه چې دنړۍ والو رسنیو پر مخ راڅرګنده شوه ،ما هغه وخت له بي بي سي او رویټر خبري آژانس سره کار کاوه . 

ددغه خبر له خپرېدو وروسته په افغانستان کې افغان چارواکي هم زړه ور شول او دپاکستان په خلاف یې خولې راخلاصي کړې . له ولسمشره نیولې بیا تر یوه ولسواله هرچا په بیلا بیلو وختونو کې هڅه کوله چې دامریکا يي سفیر زلمي خلیل زاد دې خبري ته پخلی ورکړي او دا ثابته کړي چې طالبان په پاکستان کې دي . 

په دې کې هیڅ شک نشته چې طالبانو پاکستان ته پنا وړې وه ،ځیني پټ او ځیني به یې نیم ښکاره ګرزېدل ، ځینو یې دکاندارۍ شروع کړې او ځینو هڅه کوله چې دپاکستاني اسنادو په ترلاسه کولو او دنومونو په بدلولو سره دا سیمه هم خوشي کړي او عربي هیوادونو ته ولاړشي . خو دپاکستان څارګره اداره هم ویده نه وه او ډېر ژر یې دطالبانو دا هڅي‌ ورشنډي کړې . 

له دې وروسته پاکستاني استخباراتو پر افغان طالبانو فشارونه زیات کړل او اکثره یې په دې مجبوره کړل چې په افغانستان کې دجګړې ډګر ته ورودانګي ،هغه کسان چې جګړه به یې نه کوله پاکستاني چارواکو به نیول او یا به یې دامریکا دخوشحاله ولو لپاره هغوی ته سپارل او که به دځینو په سپارلو څه نه تر لاسه کېدل هغه به یې له ځان سره ساتل . 

افغان حکومت او ورسره دنړۍ بیلا بیلو هیوادونو به دپاکستان ددغو هڅو ستاینه کوله او دا به یې دترهه ګري‌پرضد جګړه کې یو لوی پر مختګ باله . 

دطالبانو ځیني مشران دپاکستاني څارګري ادارې دوهلو او ټکولو له کبله ښايي وژل شوي‌هم وي ،خو ځیني چې عیبي شوي او دوجود ځیني برخي یې له لاسه ورکړي دي‌چې ځیني یې ما پخپله هم لیدلي او دځینو په اړه نورو خلکو معلومات راکړي دي‌. 

دا به اکثره هغه طالبان وو چې په افغانستان کې جګړې کولو ته زړه نه ښه کاوه ، البته هغه کسان چې په افغانستان کې به یې جګړه کوله هغه به یا دافغان او امریکا يي بریدونو په ترڅ کې وژل کېدل او یا که به ونیول شول هغوی به ګونټانامو یا دباګرام زندان ته اچول کېدل .

 وروسته له هغه چې په افغانستان کې دامریکا ترمشري لاندي دحامد کرزي‌اداره رامنځ ته شوه دطالبانو پر سر معمېلې پیل شوې . 

طالبانو پر اسمان ستوری او پر ځمکه سیوری نه لاره ، ځینوجګړې ته مجبوره کول او پر سر یې پیسې اخیستې او ځینو نوربیا نیول او وژل یې او پر سر یې پیسې اخیستې .

نتیجه داشوه چې طالبانو په دواړو هیوادونو کې د حکومتونو له کمزوررو برخو څخه دځان په ګټه کارواخیست او دتېرو (۱۱) کلونو په اوږدو کې ځانونه دیوه قوت او بلکه دډېر پیاوړي قوت په څېر راڅرګند کړل . داسي یو قوت چې په سیمه او نړۍ کې زوره ورځواکونه پر پښو کښېنول . که څه هم دپاکستان دپوځ او څارګري ادارې له لوري‌داسي هڅه کېږي چې افغان او پاکستاني طالبان سره بېل کړي ،خو په لویه کې دا بیلوالی ځکه شونی نه دی چې ددواړو هیوادونو طالبان خپل روحاني پېشوا او مشر ملا محمد عمر مجاهد بولي او دهغه دمشرتابه تر سیوري‌لاندي کار کوي .

دایو حقیقت دی چې له طالبانو سره ددواړو هیوادونو حکومتونه خواخوږي نه لري ، نه یې دهغوی دواکمني‌له ړنګېدو وروسته دسولي ریښتونې هڅه کړې ده او نه یې هم اوس هڅي ریښتونې برېښي . داسي ښکاري چې ددواړو هیوادونو مشران په دې هڅه کې دي چې طالبان مات کړي ، دافغان حکومت له لوري د ملا عبدالغني برادر دراخوشي کېدو یو علت دادی چې دهغه دشتون په صورت کې ښايي هغه دطالبانو ډېری مشران دځان لورته ورمات کړای شي‌،او عجبه خبره خو لاداده چې اوس هم ملا برادر ته پاکستاني چارواکي دهم دغه جرم جزا ورکوي . 

دا یو حقیقت دی چې طالب ته پر خپله خاوره دژوند کولو حق نه دی ورکول شوی او دهغوی له جملې څخه که اوس خوشي‌شوي‌(۱۳) کسان په خپله خاوره کې دژوند کولو حق پیدا کړي دا رښتیا هم یو نیک ګام دی ،خو که دې عمل ته دسولي دعمل نوم ورکول کېږي ښايي پر طالبانو زیات اثر ونه لري‌، ځکه ددواړو هیوادونو کړنې طالبانو ته ورښکاره شوې دي . 

بله خبره داده که رښتیا هم افغان حکومت دطالبانو دخوشي کولو په صورت کې سوله ویني‌نو بیا ولي په افغانستان کې زنداني طالبان نه خوشي کوي؟ دهمدغې کچې طالبان خو په افغان زندانونو کې هم شتون لري . او که دامریکا په مشري افغان حکومت او پاکستاني چارواکي‌یوځل بیا دطالبانو دماتولو او دهغوی څخه دځینو کسانو درابېلولو هڅه کوي ، نو ښايي دا کار هغه نتېجه ورنکړي چې دوی یې انتظار باسي . که بېله ولو پایلي لرلای نو اوس به رابېل شوي کسان په دې توانېدلي وای چې په افغانسان کې سوله راولي .

اوس په کاردي چې افغانستان د«طالبان ونیسئ ، طالبان خوشي کړئ » تر پالیسي تېرشي ، داسي یوه غوڅه پالیسي دسولي لپاره غوره کړي چې نه محمد قسیم فهیم اثر ورباندي ولري او نه هم دټلوالې کوم بل غړی چې له وسله والو طالبانووېره لري . افغان چارواکي دي پر پاکستان فشار ورزیات کړي چې طالبانو ته دخبرو کولو لار ورپرانیزي چې هغوی پخپله دخپلې راتلونکې په باب فیصله وکړي . دواړه هیوادونو دي داسي یوه پرېکړه وکړي چې یو دبل په خلاف په پته دطالبانو دحمایه کولو څخه لاس واخلي ، پاکستان تور لګوي چې افغان حکومت ددوی طالبان پر پښو دروي او دا علت دی چې پاکستانی پوځ دافغان خاوره په توپونو ولي ، او افغان چارواکي بیا ورته خبري دپاکستان په اړه کوي . 

طالبان چې دم ګړی ځانونه جګړې ته اړبولي په کاردي چې دسولي دریښتونې لاري‌لپاره یوځل بیا پر خپلو غوښتنو غور وکړي او ددواړو هیوادونو پاکستان او افغانستان دحکومتونو له احتیاجه ځانونه خلاص کړي .  

لیکوال : میرویس افغان

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …