کور / خاطرې / دعبدالله د نيم ميليون ډالرو ساعت او دملا نسیم اخوندزاده سینګار!

دعبدالله د نيم ميليون ډالرو ساعت او دملا نسیم اخوندزاده سینګار!

 

په پېښورکي د حرکت انقلاب اسلامی د ګوند مشر مولوي محمد نبي محمدي کور ته دهغه په جبهاتو کې ترټولو د لويې جبهي مشر ملامحمد نسيم آخند ورغلي وو، هلته يې ځينې کارونه درلودل، او مولوي محمد نبي محمدي صاحب په خپل کور کې د اوسيدو ځای ورکړی وو، د مولوي صاحب محمدي سره يو تن کارکوونکي حاجي ورور ويل چې يوه ورځ سهار له چای څښلو وروسته چي 

مولوي محمدي صاحب او ملانسيم د چای څښلو له کوټي څخه راووتل چيرته يې د تلو پلان درلود، مولوي محمدي صاحب ورته وويل چې ځان تياروه زه بيرته راوځم بيا به حرکت کوو.

حاجي ورور وايې چې کله مولوي محمدي صاحب لږ هاخوا ولاړ ملامحمد نسيم آخند ويل چې ښځه خو نه يم چې ځان تيار کړم سرخي او سپيده ووهم، زه هر وخت تيار تيار يم، چي کله ږغ وکړي په هغه وخت کې تلو ته چمتو يم، دا خبره دیوه رښتوني مجاهد وه، چې د دنيا له خيالي ښکلا او مصنوعي جوړښت سره يې په زړه او بدن هیڅ ډول مينه نه معلوميدله.

يو افغان ورور(احمد) چې د سولي اړوند کارونو کې هڅاند دی، وايې چي مازيګرمهال مو د ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدو وعده وه، موږ يو بل ډير ښه پيږنو، او تر انقلاب مخکي هم موږ په کارته پروان کې اوسيدو، هغه وايې چې زما د عبدالله عبدالله ټول د کوچنيوالي حالتونه او بيا وروسته د جهاد وخت کې وختونه په ياد دي، چي دغو خلکو څومره ستونزمن او له غربت څخه ډک ژوند درلود.

يو لوی ښايسته کور، په قيمتي قالينو فرش، نوي او قيمتي چوکئ، ميزونه او د لرګيو قيمتي المارۍ، په نويو عصري وسايلو سمبال تشنابونه، او د کارته پروان په زړه کي کور د ډاکټر عبدالله عبدالله وو.

له خپل کور سره شااوخوا نور کورونه يې هم له ګاونډيانو څخه په زور او يا جبر دده دخوښي په قيمت اخستلي وو، هغه نن ورځ د يوه شهزاده په څير ژوند درلود.

احمد وايې چې کله يې موږ کورته د ليدو له پاره ورغلو او غوښتل مو چې د سولي اړوند دده نظر او وړانديزونه واورو، هغه له کور څخه د ناستي ځای ته ژر رانغی، موږ انتظار وو، تر ټاکلي وخت څه ځنډ وروسته راغی، چې کښيناست، د خپل ځان د ثروت او شتمني انځور يې موږ ته ښوده، هغه هيڅ ډول د سولي او افغانستان په اړه د ارامي په فکر کي نه معلوميدی.

په لاس يې تر نيم ميليون ۵۰۰۰۰۰ ډالرو د زيات قيمت لرونکی ساعت وو، هغه لاس چې ساعت پري تړلی وو څو ځله يې  زموږ په مخ کې کښته او پورته کړ، ډاکټر عبدالله عبدالله پوهيدی چې زه ددغه ډول قيمتي شيانو په ارزښت پوهيږم، بل داچې تر انقلاب مخکي په سيمه کې ترټولو زموږ کورنۍ شتمنه وه، اوس يې غوښتل چې راته وښيې چې څومره شتمن شوی دی، او داسي نه چې زه د پخوا په سترګه ورته وګورم.

د ډاکټرعبدالله عبدالله په پښو بوټونو قيمت هم تر دوه زره ۲۰۰۰ امريکايې ډالرو زيات وو، هغه د مجلس په کوټه کې له لږ مجلس کولو ورسته ولاړ شو او ارام قدم يې واهه، بوټونه يې په پښو وو، او کله کله به يې خپلو بوټونو ته لاندي وکتل، ترڅو زه او ملګري هم په ځير ورته وګورو چي نن ورځ هغه پرونی د کارته پروان عبدالله نه دی، بلکه تر نيم ميليون زياتو امريکايې ډالرو ساعت او تر دوه زره امريکايې ډالرو زيات قيمت لرونکی بوټونه يې پر پښو دي.

لږ وروسته چې عبدالله عبدالله کښيناست، خپل د افغاني کالو تڼۍ (بټن)  ته به يې وکتل او دخپل لستوڼي تڼۍ به يي په دوو ګوتو ونيوله، هڅه يې کوله چې د خپلو کالو د بټنونو ارزښت راته وښيې، احمد وايې چې کله ما دهغه دکاليو تڼيو ته وکتل د سرو زرو او الماسو څخه جوړي وي، چي هغه تڼۍ اوس په امريکا او اروپاکي ميليونران هم نه کاروي، او ويريږي چې غله او يا اختطاف کوونکی به يې د قيمتي تڼيو له امله وتښتوي، خو ښاغلی عبدالله عبدالله يې د  خوار او غريب افغان ولس د وينو له زبيښلو، او ددغي خاوري دخرڅولو او دافغان ولس د وژني په مقابل کي له امريکا څخه د ډالرو اخستلو له امله نن ورځ په هغه افغانستان کي د سروزرو او الماسو تڼۍ په کالو کي کاروي چې ددغه ولس بچيان په وچه ډوډۍ هم نه دي ماړه.

احمد زياتوي چي عبدالله عبدالله په ځان جوړولو او ښايسته کولو هم پوره خواري کړي وه، ځان يې دومره فيشني کړی وو، چي زه او ملګری مي حيران وو چي ولي دنن زماني خلک په ځان د ښځو غوندي فيشن کوي، او له کومه وخته ددغه زړور او باتوره قوم د ځوانانو او اوسيدونکو له دغه غرب څخه راغلي کلتور او د ښځو په ډول له فيشن کولو سره مينه پيداشوي ده.

عبدالله عبدالله به د هغه لوی صالون په منځ کی په ډير ناز او نخرو قدم واهه او کله کله به يې يوه خبره وکړه  چي موږ مجاهدين حق لرو چي د هيواد واګي په لاس کي ولرو او له خپل هيواد څخه ساتنه وکړو، او بهرنيان پري نه ږدو چي زموږ هيواد ته وسلوال راپريږدي او دهيواد امنيت خراب کړي.

    امریکا او غرب چي همدغو چارواکو زموږ د بچيانو، وروڼو، پلرونو، خويندو او ميندو د بيګناه او ناروا وژنو تړون ورسره لاسليک کړی، او د امريکا پرمشري د ناټو د ۴۷ هيوادونو پوځيانو ته يې حق ورکړی چي افغان ولس وژلای شي، افغان ولس بندي کولای شي، افغان ولس ځورولای او شکنجه کولای شي، او هرډول غيرقانوني کړنه ددغه ولس په مقابل کي کولای شي، خو ددغو بهرنيو يرغلګرو پوځيانو څخه په افغانستان کي هيڅوک د پوښتني او ګرويږني حق نه لري.

دغه ډول عمل ته روا او پرځای عمل وايې، او په بې شرمي سره داهم وايې چي دغه يرغلګر قوتونه زموږ امنيت ساتي، زموږ هيواد جوړوي، او له موږ سره د نظام په جوړولو کي مرسته کوي.

بل خوا پاکستان متهم کوي او وايې چي بهرنی هيواد زموږ په هيواد کي امنيت خرابوي، او دلته ګډوډي راولي.  له دي سره سره د شمال ټلواله بيا ايران، هند او روسيې ته ګوته نه نيسي او داسي انګيري چي هغوی هم بهرنيان نه دي، داځکه چي د طالبانو سره د جګړي پرمهال يې له دوی سره مرسته کړي، او که اوسنی نظام له منځه ځي يوځل بيا به ايران، هند او روسيه له دوی سره په افغان وژنه کي مرسته کوی، نو ځکه خو يې په مزارشريف کي د افغانستان د مقدسي خاوری يوه ټوټه هم د هغو ايراني ډيپلوماټانو په نوم ونوموله کوم چي د افغانانو تر منځ د نفرت پيداکولو او افغان وژني له پاره کار کاوو.

دايو حقيقت دی، چي هیڅ ګاونډی هيواد د افغانستان ارامتيا او ددي هيواد پرمختګ نه غواړي، هغه که پاکستان، ايران، روسيه، تاجکستان، ازبکستان او يا هم هند وي، راځي چي د پاکستان په ګډون د ټولو بهرنيو هيوادونو لاسوهني ناروا او ظالمانه وبولو، او ټولو هيوادونو ته بې له توپيره بهرني ووايو  او د ټولو بهرنيو هيوادونو پوځيانو ته د افغانستان پرخاوره د يرغل پرمهال يرغلګر او متجاوزين ووايو.

احمد ډير ناهيلی او خفه ښکاريدی، هغه ويل چي اصلا ما داسي کومه خبره له ښاغلي عبدالله عبدالله څخه وانه وريدله چي هغه دي د سولي او په هيواد کي د ارامي له پاره وي. يواځي واک ته درسيدو خبري او سوچونه يې په مغزو کي ګرځيدل.

هغوی دافغان ولس ټولي دربدري، ټولي ځوروني، ټولي شکنجي او پردغه هيواد کي د ۴۷ هيوادونو يرغلګرو پوځيانو شتون او دلته ډول ډول نارواوي ناليدلي ګڼي، د هيواد د ازادي او دلته د افغانانو په لاس د يوه خپلواک او افغان ولس ته د منلو وړ حکومت په اړه فکر هم نه کوي، اوس يې فکر او سوچ تل د غلامي له پاره مصروف وي، او دغه ډول پخواني او اوسني چارواکي هڅه کوي چي څه ډول د امريکا او غرب اعتماد حاصل کړي چي تر نورو دی ښه غلام او امر منونکی دی، د هيواد او ولس ګټي او هوسايي يې هدف نه دی بلکه د امريکا او غرب له پاره به کار کوي او د هغوی ګټي به خوندي کوي.

یادونه :دا لیکنه دخبریال ډاټ کام یوه همکار دخاطرودلړۍ لپاره دهیواد له یوه خواخوږي (مستعار نوم /احمد) نه نقل کړې ده .

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …