کور / سلیم / ملاله ، ملالے او د هغې پلويان ……ليک سليم صافى

ملاله ، ملالے او د هغې پلويان ……ليک سليم صافى

 

په کومه ورځ چې  دملالى يوسفزۍ پرسر ګولۍ ويشتل شوي ، پرهمدغه ماښام د جيونيوز په يوه پروګرام کې مى په  ستړى او غمجن  زړه پرياده پيښه د خواشيني په څرګندولو سره ويلې ؤ اود خپلو دوعاګانو د قبوليدو آرزو مې هم نه درلوده لدې امله مې له خپلې مور څخه په ځانګړى ډول وغوښتل  چې هغه د ملالى د روغيدو لپاره لاسونه لپه کړي ، اوهغه له خدايه غواړي چې هغه روغه شي . 

د پروګرام پاي ته رسيدو وروسته د تحريک طالبان پاکستان وياند احسان الله احسان تلفون وګړنږيد ، هغه ګيله کوله چې تاسو خلک ولى د فلانکۍ ، فلانکۍ ملاله يوسفزۍ لپاره دومره غمجنيږئ اوبيا يې پر خپل موقف پيل وکړ ، ما ورته په ځواب کې وويل ددغې پيښې نه يوازې داچې دهغوې په  بې ساري نقصان ده بلکې په دغې ټولې معاملي کې يو پريکړه کوونکى موړ به هم ثابت شي ، ماتري وپوښتل چې اخر ديوې ښځې اوهغه هم چې معصومه ماشومه وي  ولې پر نښه کړه ؟

په ځواب کې هغه د شرعي جواز باندې مشتمل يو اليکتروني ليک  راليږدوي او ليکه يې قطعه کړه نيمه شپه د هغه ليک راواستول سو په کوم کې چې هغه د ددغې کار شرعي جواز وړاندي کولو کوښښونه کړي مګر د پاکستان د وګړو ډيره برخه ياد تاويل د منلو وړ نه ګڼي تردي چې د جماعت اسلامى پخوانى مشر قاضى حسين احمد او عمران خان هم د يادې پيښې په کلکو ټکو پر غندولو مجبورشويدي . 

تيره ورځ لاهور ښار ته تلم د الوتکى د کارکونکو سربيره عامو مسافرو او چاچې هم راسره ليدلي لومړى سوال يې د ملالى د روغتيا په اړه ؤ ومي ليدل چې د ياد ښار د مال روډ پرواټونو باندې د يوې پښتنى لورپر انځورونو اود هغې لپاره پر دوعائيه ټکو پوښل شويدى ، دغه عزت ، شهرت ، زړه خوږاوى ، مينه ، کوم چې ملالى ته په نصيب کيږې څوک يې فکر هم نه شى کولاى ، 

مګر ملاله يوسفزۍ يوازې يوه ملاله ده ؟

په ګرد افغانستان اود پاکستان پر پښتون ميشته سيمه کې د ملالۍ د نوم شهرت له ميوند له ملالۍ سره تړاو لري ، د ميوند ملالۍ د فرنګيانو پر وړاندې نه داچې خپله په سنګر کې جنګيده بلکې د خپلې شاعرۍ او حماسۍ له امله يې دافغان پوځيانو احساسات ګرم ګړل  د پښتو شاعري ، او ادب د ميوند د ملالۍ د يادونى سربيره پاى ته نه رسيږي او پښتو ټپه خوبيا ملالۍ او ملالۍ ده دهغې يوه ټپه چې ډيرشهرت لري داده 

که په ميوند کې شهيـــــد نه شوې 

خوږه لاليه بې ننګۍ له دي ساتمه 

دغه راز هغې ته منسوب يوه بله ټپه څه په دي ډول ده 

که د وطن په ننـــګ شهيد شوې 

په تار د زلفو به کفن درته ګنډمه 

مګر د ملالۍ کيسه د ميوند پر ملاله نه ختميږې بلکې له دغه ځايه پيليږې د سره لښکر پروړاندې په زرګونو افغانې ملالۍ شهيدانى شويدي بې کوره شوې ، يتيمانى شوي ، اوياهم هغوې کونډي شويدي په تيرنږدي کې په افغانستان کې يوه بله ملالۍ مشهوره شوي وه هغه وه ملالى جوئيه . 

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کله چې د لکونو په شميرد افغان ملاليو مکتبونه وتړل شول نودغه ملالۍ په پټه باندې ماشومانوته زده کړي ورکولي هغه له شعله جاويد له فکر څخه الهام اخيست مګر ډيره لبرل او بهادره ښځه وه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال دښځو د حالاتو د مالومولو لپاره يې په پټه کارونه کړي ؤ مګر هغه د طالبانو په څيرهم  له ډيرو زياتو قومندانانو او جنګ سالارانو پر وړاندې ګواښ ؤ ، په تيرو ټاکنوکې چې هغه په  افغان پارلمان کې دخلکو استازى شوه نو سملاسې په پارلمان کې ناستو جګړمارانو پرهغې توندي نيوکي وکړي ، هغې به ويل دغه ناست خلک وژونکي او پر ښځود زرو زياتيو  له  کوونکيو څخه دي اوهغوى ته د قانون جوړونى حق نه دي ورکول اړين . 

دصبغة الله مجددي په څير خلکو پرهغې د بيلاريتوب او مرتدى فتوي ولګولى او نوبت آن تردي راورسيده چې ټول پارليمان په اتفاق سره دهغې رکنيت ختم کړ پرهغې باندې څو ناکام وژونکى بريدونه ترسره شول لدې امله د هغې ميړه هم عام محضر ته نه شي راښکاره کيداى او په پاى کې هغه ديته اړکړاى شوه چې  لويديز ته وکوچيږي اوهغه  هلته هم  په آرام نه ده ناسته تيره ورځ يې يو کتاب شايع کړ اوپه هغې کې يې د پخوانيو قومندانانو ، جګړمارانواو مجاهدينو له امله خپل وطن پريخودولو ته اړباسل شوې او نن په لبرل او سيکولرځواکونولپاره د يوې اتلي په څير کار کوي مګر يوه بله ملاله د طالبانو اتله وه طالبانود خلکو د احساساتو د ګرمولو لپاره او د ځانمرګو بريدونو د چمتو کولو لپاره چې کوم نظمونه چمتوکړي په هغې کې يو مشهور نظم د دغې ملالى يادونه شوي 

دهغې يادونه څه پدي ډول شويده 

فرياد کومه ملالے پيغله د باګرام 

هغوې له دغې ملالى څخه يوه استعاره جوړه کړى د کومې سره چې په ښکاره ډول امريکايان د زياتي کوښښ کوي اوپردغه مزاحت کې هغې خپل ځان قرباني کړى . 

باګرام دهغې په څير د سلګونو ملاليو پرحالاتود يادونى څخه د سړي غوني زيږيږي او زړه يې غواړي چې هم داسمهال پاڅيږي او د امريکايې سرتيرو پروړاندې ځان وژونکى بريدترسره کړي . 

دا دري واړه دهغوافغانيو او پاکستانيو ښځو يادونه ده د کومو اصل نومونه چې ملالۍ وي مګر که په غور سره وکتل شي نو په تيرو کلونو پر مهال افغانستان او پاکستان کې په زرګونو اولکونو ملالۍ ددغې پليتي لوبې له امله وژل شويدي بې ابرو او در به دره شوى ، کله هغوې د کمونستو او روسيانو د پوځونو په لاسونو شهيدانى شوي ، بى عزته شوى ، ياهم بې کو ره شويدي ، 

کله هغې د مجاهدينو د جنګونو له امله په نښه شوي اوکله طالبانو په زرګونو د ملاليو مکتبونه تړلي دي ، اوکله هم په قبائيلې سيمو او سوات وغيره کې د بې پيلوټه بريدونو ، بمباريو اوياهم د طالبانو په ځانمرګو بريدونوکې وژل شويدى بې کوره شوى يتيمانى شوى او کونډي شوي او 

ځينې ملالۍ دپاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې هم په نښه شوي او ځينې يې په کراچۍ ښارهم او بلوچستان  ديو بل ډول تشدد ښکاردى . 

اوس د افسوس خبره داده چې دسوات ملاله يوسفزى د ګرد پاکستان اتله ده ليکن د طالبانو او دهغې د ملګرو لپاره هغه دامريکا هيواد اودهغې د لاسپوڅو يوه کارکوونکى ده په دغه ډول د باګرام ملالى د طالبانو اتله ده ليکن د امريکا او دهغې د سيمه ايزو ملګرو لپاره قابل د وژولوده مګر په افغانستان کې د ملاليو د مکتبونو د بندولو خاوندان د طالبانو  اتلان دي .

ملاله خو هره يوه بهادره ده مګر د سوات ، باګرام ، او لال جومات په ملاليو کې توپير دادى چې هغه د بهادرۍ سره سره يوه مظلومه هم دي . 

مګر د خپلې ملالۍ د عزت او د راتلونکى خوندي ساتلو لپاره يوازينۍ لار داده چې د نورو ملاليو ته هم هغه حق او اهميت ورکړل شي کوم چې موږ  دسوات ملالۍ ته ورکوو ……!

ددې لپاره اړين دى چې په ياده سيمه کې روان د پټو شبکو ، جګړمارانو اودغه بوږنونکي لوبه (جنګ) به ترکومې دوام ولري 

موږ به ترکومې له غمونو سره لاس او ګريوان يو 

هرڅنګه چې وي راشئ لاسونه لپه کړئ او د ملالى يوسفزۍ د روغتيا اود پاکستانى او افغانى ملاليو په وسيله اوپرهغې د ملاتړولو لپاره د هدايت دعا وکړو . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …