کور / سلیم / وزيرستان ته د عمراخان ورتګ … وروستۍ برخه

وزيرستان ته د عمراخان ورتګ … وروستۍ برخه

 

دلازياتې روښانتيا لپاره بايد ووايم په لمړيووختونوکې ما د عمران خان  شمالي وزيرستان پر ورتګ مخالفت ښودلي ؤ زه ددې خبرې په حق کې نه يم چې دسياسي ګټو د لاسته راوړلولپاره څوک د عامو وګړو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړي ، دغه راز ماپه سويلې وزيرستان (جنوبې وزيرستان ) او شمالى وزيرستانونوکې 

توپير له وړاندې پيژنده اوپه په زور مې ځان په ناپوهۍ کې ښکيلولي نه شو ، ددغې دريز پر وړاندې دهغه (عمران خان )  يو خپلوان انعام الله خان نيازي د خپلو يو شمير نورو وياندويانو سره يوځاى رسنيوته وويل چې عمران خان او ملګري يې له مرګه نه ويريږې مګر ورسره يې په ضمن کې په چپه خوله خپل پروګرام له شمالى څخه سويلې ويزستان ته انتقال کړ ؟

لامل مو وپوښته وويل شول چې د شمالى وزيرستان حالات سم او د ورتګ نه دي اوس که چيرته له مرګه هغه او ملګرې يې نه ويريږې نوبيا يې له شمالى وزيرستان وانا څخه خپل پروګرام ولي سويلې وزيرستان ته انتقال کړ  او په کوم دليل ؟

او که موخه يې داوه چې د شمالى وزيرستان څخه نسبتاً چې حالات يې ښه وي سيمې ته ولاړ شي نه بيا د تحريک انصاف وګړو ولي خيبر ايجينسۍ ته دامن لپاره لاريون نه کوي ؟

زما د تيرو نيوکواو سوالونو د ځوابولو پرځاى د تحريک انصاف وګړو پر کنځلو او ستغو سپرو ځوابونه راکړل اوزما يادې نيوکي اوسوالونه پرځاى پاتي  دي . 

بله خبره چې د تحريک انصاف مشر ( عمران خان ) دمګرى ديوې ځانګړى ډلګۍ په محاصره کې دى اويايې د مشاورنيو دا ئره تريوه حده پورته نه ده . 

برهرحال عمران خان د شمالى وزيرستان له وانا څخه خپل دامن لاريون پروګرام سويلې وزيرستان کې ترسره کړ ، 

رازر دخپلې ليکنې وروستۍ برخې ته چې د پاکستان د حکومت د شميرو له مخې په تيرو لسو کلونوکې په قبائيلې سيموکې ١٥ زره عام وګړې ، ٤٢ زره وسلوال مخالفين او تر ٤٦٠٠ شاوخواو پورې امنيتې سرتېرې وژل شويدي . 

آيا د تحريک انصاف ګوند مشر او ياهم د کوم بل ګوند مشر د هغوې په جنازو کې ګډون اويايې د کورنۍ پاتې غړو ته لاس نيوي کړيدى شته څوک چې داسې په ډاګه کړي ؟

دغه ډول د حکومتې شميرو له مخې په باجوړ ايجنسۍ کې ٧٠ زره ، په مومندو ايجنسۍ کې ٣٤ زره ، خيبرايجنسۍ کې ٨٠ زره ، اورکزيو ايجنسيوکې ٦٠ زره ، کرمه ايجنسۍ کې ٢٥ زره او په سويلې وزيرستان څخه ٢٥ زره کورنۍ خپلو کورونو پريښودلو ته اړشويدى اوسمهال هم په ټانک او ډي آي خان سيموکې مهاجرين شتون لري . 

ددغو بې ځايه شويو او مهاجرينو لپاره کوم ګوند څه وکړل ؟

له تيرو لسو کلونو راپديخوا زه د حلال زرق د لاسته راوړلو ترڅنګ ماداد دخپل ژوند موخه ګرځولى چې زه په پاکستان هيواد کې دتګلارو د جوړونکيو اوپه سياسي او صحافتي ډګرونو کې د مشرانو توجو ديادې مسئلې پلوته واړوم ، اوس که عمران خان ياکوم بل څوک اوچت شي اود نړيوالو توجو همدغې مسئلې ته اړوي نو زه بايد پري خوشاله شم مګر ددغې مسائلو دحل لپاره خپله ترجيح ورکول او په هغې باندې سياست کول توپيرلري عمران خان کيداى شى پدې ميدان کې وخت لږ تيرکړاى وى موږ پر دغه ډګر کې ډيرې تماشې او لوبى ليدلي دي ، په مکتب کې ؤ چې جماعت اسلامى کرش انډيا مهم وچلوه ، چې پوهنتون ته لاړو نود امريکا مرده باد مهم چرچه وه اوبياچې کله وروسته پر ډمه ډوله باندې د بې پيلوټه الوتکى بريد وشو نو د اسفنديار ولى په مشرولۍ له چکدري سيمې څخه تر باجوړه پورې د هغې پر غبرګون کې مو لاريون ترسره کړ مګرکله چې هغه چوکۍ ته ورسيده هغه اوسمهال د ډرون بريدونو پر وړاندې چپه خوله پاتې دى . 

دامريکا په خلاف اوپه قبائيلى سيمو کې دعملياتو پرخلاف ترټولو ستر لاريون د ايم ايم اے مشرانو ترسره کړى ؤ مګر کله چې هغوې د مشرف سره په پټه د جوړ توړ په پايله کې په پښتونخوا او بلوچستان کې د حکومت واګى ترلاسه کړل نوبيايې افغانستان او قبائيلې سيمې هيري شوي او د اولسم ائيني ترميم په ډرامو کې يې ځانونه ښکيل کړل دناټو توکې دهغوې تر کنټرول سيمو لاندې ولايتونوکې تلل راتلل هغوې چپه خوله ؤ اوس چې هغوې له واکه لويدلي دي نو يو وار بيا ورته د ناټو تداروکاتي لار ور په ياده شوه .

دامريکا پروړاندې اصلي جنګ ملاعمر اودهغه ملګري ترسره کوي څوک چې له امريکا سره جنګيدل غواړي په اوچتو اوچتو غرونوکې شتون لري هغوې پدې ډول ډراموکې خپل وخت نه ضايع کوي اونه هم پدې ډول ډرامو باندې دامريکا ، هند او ياهم دنورچا څوک څه کولاى شي . 

عمران خان که ريښتيا هم د قبائيلې سيمو دخلکو لپاره څه کول غواړي نو بسم الله دي وکړي ، سيد منور حسين ، مولانا فضل الرحمان ، مولانا سميع الحق ،ميا نوازشريف اود طالبانو په صفونوکې چې ورته د عزت په سترګه کتل کيږې مولانا شيرعلي خان ، مولانا فضل الرحمان خيل ، حافظ محمد سعيد ، مولانا لدهيانوي او يو شمير نورو دينې شخصيتونه دى  له ځانه سره کړي ، او د طالبانو او حکومت ترمنځ دي د يو پل رول ولوبوي اوپه سيمه کې  دى ددغه کرکجنو جنګونو د پاى ته رسولو لپاره جدي کوښښونه وکړي له کومې له امله چې ياده سيمه د تباهيو او برباديو سره مخ ده . 

کومې روپۍ چې عمران خان د امن په نوم لاريون باندې خرچ کړى که هغه يې د ټانک او ډى آى خان کې د سويلې وزيرستان د عملياتو څخه متاثره شوو وګړو ته ورکړاى واى ښه به نه واى . 

 

پاى 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …