کور / افغانستان او نړۍ / جنرال رازق:ډېر ژر به سيمه ايز پوليس ډېر او غښتلي کړي

جنرال رازق:ډېر ژر به سيمه ايز پوليس ډېر او غښتلي کړي

د کندهار امنيه قومندان جنرال رازق وروسته له هغه چې پري ځانمرګي بريد وسو نن د رسنيو په وړاندي څرګندوني  وکړي.

هغه وويل چې د تېرو ورځو را په دي خوا يې له مرکزي چارواکو سره خبري کړي دي تر څو د کندهار ولايت د سيمه ايزو پوليسو د تشکيل د زياتولو او په دي برخه کې د نورو پياوړتياوو لپاره کوټلي ګامونه واخيستل سي.

ده وويل چې د کورنيو چارو وزارت ور سره ژمنه کړي چې په ګڼو پاتي ولسواليو کې به سيمه ايز پوليس جوړ کړي او هغه چې اوس سته او شمېر کم دى ډېر به يې کړي.

((د کندهار ولايت د امنيت لپاره مو په مرکز کابل کې د کورنيو چارو د وزارت او نورو مسولينو سره د سيمه ايزو پوليسو او په لويه کې د ټول کندهار وضعي د ښه والي په موخه خبري وکړي.

دا مهال د کندهار په کچه د سيمه ايزو پوليسو کمښت موږ احساس کړى دى او دا ستونزه به ډېر ژر اواره سي)).

بل لوري ته د کندهار امنيه قومندان وويل چې دا مهال د کندهار په ژړۍ، ميوند، ارغنداب، شاولي کوټ، معروف او ځينو نورو ولسواليو کې سيمه ايز پوليس جوړ سوي دي او پاتي نورو ته يې هم منظور کړي دي او ډېر ژر به يې د فعاله کيدو چاري پيل سي.

دى وايې چې د سيمه ايزو پوليسو د جوړيدو سره سم به په سيمو کې امنيتي وضيعت د ډاډ وړ سي او هڅه يې داده چې د خلکو د خوښي وړ امنيتي پلانونه پلي کړي.

((د کندهار په ګڼو ولسواليو کې سيمه ايز پوليس سته خو شمېر يې کم دى او په ځينو ولسواليو کې بيا نسته د هغوى لپاره منظور سوي دي زه په دي باور يم چې د سيمه ايزو پوليسو د جوړيدو او ډېرښت سره به په سيمو کې امنيت مثبت لوري ته ولاړ سي)).

دده د معلوماتو له مخي چې په ليري پرتو سيمو کې امنيت د سيمه ايزو پوليسو په مټ راغلى دى کوم چې ډېره برخه ور سره ولسي وګړيو بشپړه کړي ده که چېري لا هم ولسي وګړي ددوى مرستي ور ودانګي نو امنيت به سم سي.

په کندهار کې دا مهال نه يوازي د سيمه ايزو پوليسو تشکيل کم دى ولي امنيتي مسولين په کندهار کې د ملي پوليسو د کمښت خبره هم کوي او وايې چې وروسته له دي به په ځينو ولسواليو کې د پوليسو په برخه کې هم پرمختګ راسي  او په دي تړاو هم مرکزي چارواکو ورسره ژمني کړي دي.

د کندهار ولايت په ولسواليو کې ډېري يې نا امنه دي چې له دي جملي څخه غورک، ميانشين، شاولي کوټ، ژړۍ، پنجوايې، خاکريز او ځيني نوري د بيلګي په ډول يادولاى سو.

چارواکي وايې په هغه سيمو کې چې سيمه ايز پوليس فعاله سوي دي امنيت هم سم سوى دى.

د کندهار د ژړۍ د کلک سيمي الله نور، د شاولي کوټ د داماني حاجي رحيم، د معروف اوسيدونکى نصر الله او د خاکريز محمد داود په دي باور دي چې سيمه  ايز پوليس په سيمه کې د امنيت لپاره ډېر ښه دي خو که چېري دولت يې په ښو وسلو سمبال او مجهز کړي نو ښه به وي.

هغوى وايې چې((زموږ سيمه ايز پوليس ډېر کمزوري دي يو خو وسلي نه لري، دوهم يې اعاشه پر وخت نه وي، دريم يې روزنه سمه نه د تر لاسه کړي او ورته نوري ستونزي لري)).

دا په داسې حال کې ده چې کندهار شاوخوا اولس ولسوالۍ لري چې په دي کې يې دامان، ډنډ، سپين بولدک او تخته پل ولسوالۍ د لومړيو څخه په امنيت لرونکو ولسواليو کې ګڼل سوي دي.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …