کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / عربستان دافغانستان دستونزي ښه درې یم ګړی دی !

عربستان دافغانستان دستونزي ښه درې یم ګړی دی !

عربي نړۍ چې په اسلامي دنیا کې ترنورو هیوادونو دعقیدې له نظره لوړ مقام لري ،په توندلارو اسلام پالو کې هم تر بل هر هیواد زوړتاریخ او ژوري رېښیې لري . 

که ځېر شو دالقاعده لوړرتبه کسان له عربي نړۍ سره تړاو لري ، دبېلګي په توګه اوسامه بن لادن سعودي عرب ، ایمن الۍ ظواهري مصری ،خالد شیخ محمد کویټی ، ابو فراج اللپیي لیبین ، رمزني بن الشیبه یمنی ، عبدالله فلسطینی ، ابوسلمان الجزائیري الجزائیری ، ابو عبدالله تیونسي او منصور الشامي اردنیان دي . 

هم دا راز که په عربي سیاست کې داسلام پالو ډلو سرګرمیو ته وکتل شي ظاهرأ له القاعده سره هیڅ تړاو نه لري او داخوان المسلمین په څېر ډلو هم له القاعده نه دپرېکړون پرېکړه کړې ده ، خو په لویه کې دواړه ډلي دامریکا او اسرایلو دګټو مخالفي دي . که لږ نور وړاندي ولاړ شو نو ویلای شو چې پخپله اوسامه بن لادن هم داخوان المسلمین له مشرتابه څخه متاثره شوی او دجهاد وژنو او امریکا دښمني ته یې وردانګلي دي‌. داوسامه بن لادن مرستیال ایمن الظواهري دمصر داسلامي جهاد ډلي مشر وو او دهغه هیواد دولسمشر انورسادات په وژنه تورن بلل کېده . 

 که په مصر کې داخوان المسلیمون ډله وي او که دیمن اسلامک جهاد، دلیبیا داسلامي جګړه مارو ډله ده که د صومالیې حرکت الشباب ، دفلسطین د حماس ډله ده او که دالجزائیر اسلامک سالوشن فرنټ ، ټول په نړۍ کې داسلامي نظام غوښتونکي او دامریکا او اسرایلو سره اختلاف لرونکي او په لویه کې دامریکا اواسرایلو دګټو وټو دښمنان دي‌. دا هغه دفکر مشترکات دي چې دوی یې له یوبل سره لري . 

اوس خبره داده چې دوی تل هڅه کړې ده چې په کمزورو برخو کې دامریکا پر ګټو باندي بریدونه وکړي چې دا مهال په ټوله نړۍ کې کمزورې نقطه له بده مرغه افغانستان دی . 

اوس دا چې دامریکا او اسرایلو له ګټو سره دعربي نړۍ داسلام پالو ژوره دښمني ده ،دوی په یوه نه یوه ډول په افغانستان کې دحزب اسلامي او وسله والو طالبانو تر شا ولاړ او یا په بله معنا هڅه کوي‌ چې دامریکا ګټي زیانمني کړي . 

اوس خبره داده چې دعرب نړۍ اوسېدونکي څنګه کولای شې چې تر سمندرونو راواوړي او په افغانستان کې دامریکا دګټو په خلاف وجنګېږي ،دې ټکي ته لاره یا دهغو افغانانو په مټ هوارېږي چې په عرب نړۍ کې اوسېږي او یا هم دګاونډي پاکستان دځینو اوسېدونکو له لاري دا هرڅه ممکن دي . 

دپاکستان او عربي نړۍ اړیکي ډېري ژوري او که وکتل شي نو ښايي یوازي عربستان وي چې پاکستان یې دنړۍ تر بل هر هیواد خبري ته غوږ نیسي. که څه هم دچین او پاکستان دوستي لا بیا هم تر یوه بریده دګټو پر بنسټ ولاړه برېښي خو دپاکستان او عربستان اړیکي‌ تر اوسه رېښتونې منظر ورکوي . ددواړو هیوادونو مشران یو بل ته داحترام په سترګه ګوري او دواړه هیوادونه دیوبل ګټي په پام کې نیسي .

اوس دا چې له یوې خوا افغان حکومت له حزب اسلامي او طالبانو په تنګ دی ،له بله لوري دپاکستان سره اړیکي ،ستراتېژیک تړون ، پر افغان خاوره دپاکستاني پوځیانو بریدونه ،دافغان چارواکو له لوري دا تور چې ګواکې پاکستان دطالبانو تر شا ولاړ دی او ورته نور مسایل هغه څه دي چې تل یې ددواړو هیوادونو ترمنځ داړیکو مزي سست کړي دي‌. 

که چېرته وکتل شي نو بیا خو په لویه کې پر پاکستان باندي یوازینی برلاسی هیواد سعودي عربستان دی چې پاکستان یې له خبري ځان ته ښور نه ورکوي ، په کار دي چې دپاکستان سره دپېښو ستونزو په اړه افغان چارواکي دسعودي عربستان منځګړي توب ته لار هواره کړي. په دې کې به افغان حکومت دوې ګټي‌وکړي یوه داچې دالقاعده او نورو اسلام پالو ډلو سره به دخپلو مخالفو طالبانو او نورو وسله والو ډلو دمزیو په غوڅولو کې دسعودي عربستان مرسته تر لاسه کړي ،او له بله لوري به دسعودي دکورنۍ په مټ پر پاکستان باندي فشار راوړي چې پر کونړ ،نورستان او ننګرهار باندي دخپل پوخ بریدونه بند کړي . 

که افغان حکومت دغې مسئلې ته جدي شي ښايي دډېرو ستونزو لپاره دحل لار ومومي ،خو عرب شیخانو ته دا ډاډ ورکول هم اسانه خبره نه ده چې دامریکا په مټ جوړشوی افغان حکومت دي ددوی سره ژمن پاتې شي ، خو که افغان حکومت په دغه کار کې له اخلاصه ډګ ګامونه اوچت کړي ښايي تر بل هر درې یم ګړي سعودي عربستان ښه درې یم ګړی ثابت شي . 

لیکوال : میرویس افغان /لندن 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …