کور / سلیم / وزيرستان ته د عمراخان ورتګ … ليک سليم صافى

وزيرستان ته د عمراخان ورتګ … ليک سليم صافى

 

په يوه ناسته کې له عمران خان سره پرسياست تودي خبرو جريان درلود له هغې څوورځې وړاندې هغه (عمران خان صيب ) په يوه جذباتې وينا کې د مولانا فضل الرحمان په حق کې د منافق ټکي استعمال کړ ، په ډير ادب او احترام مې ورته وويل : کوم څوک چې دخپلو مخالفينو لپاره د غلو ، فاسدو ، بې حياو او منافقينواوياد هغې په څير يوشمير نورټکي کاروي ديوه قومي مشر اورهبرسره مناسب نه دي هغه هم پدغه جذباتې انداز کې وويل ولي سليم ! زه منافق ته منافق او غل ته غل ونه وايم ؟

لمړى مي ورته په ډيرادب سره وويل چې اولنۍ خبره خو داده چې د زړونو حال يوازې الله جل جلاله پيژني ،اودويمه خبره چې هر حقيقت پرستيج (ډاګه ) ويلولپاره نه وي د بيلګې په توګه هرڅوک داخبره پيژني چې ماشوم په کوم ډول پيداکيږې اوس که څوک د هغې ټول جزيات په ډاګه ووايې نوله ناپوهۍ او بى عقلۍ ورته نور څه ويلې شو ؟

ورته زياته مى کړه چې هغه دي مخالفين پدې اړه دوکه نکړي بايد هغه د دخپلو مخالفينو پر ذاتياتو ونه غږيږې ولې چې د ټاکنو پرمهال کله چې مخالفين پرياد ډګر کې وارد شي نو هم د هغوې په تاوان ده . 

او بيا عمران خان زموږ په څير د خلکو کله اوري ؟ خپل ملګرې يې داسې روزلې چې دهغوې شاوخوااو زموږ د مشر ورور ( عمران خان ) کوم چې د دوستۍ د ساتلو په اړه ښه نوم لري هم د (( بى غيرت بريګيډ)) په څير ټکي کارولي دي که څوک يې ګورې زما د ايميل ادرس ريکارډ موجود دى د تحريک انصاف کوم وياند او يا وګړې زما د تيري ليکنې ديادو شوو نيوکو او ياهم سوالونو کوم ځواب نه ؤ ورکړى ،

ها البته په کنځلو او ستغو سپورو او فتواو سره يې زما تود هرکلى کړيدى ، دلته خبره داده چې زما مشرانو زما روزنه څه پدې ډول کړى چې پر هغې زه فخر کوم چې د کنځاو ځواب پر کنځلو نه ځوابوي له کومى سيمې سره چې زه تړاو لرم هلته خود ګولۍ ځواب په ګولۍ ښامخا ورکولاى شي مګرد کنځلو ځواب پر کنځلو هيڅکله نشې ورکولاى 

که دغه خلک هرڅه وکړي زه يې ځواب دهغوې په لهجه کې نه ورکوم دهغوې په خدمت کې يوازې داعرضوم چې کم خلک ګولۍ خوړلو ته چمتووي هغه پر ستغو سپرو او کنځاو نه شي غلي کيداى مګر زه هم انسان يم اوهغه هم ډير ګناهګار خپلې خبرې ته سمه وايم خوپه هغې کې د غلطۍ امکان هيڅکله نه ردوم که اوس هم څوک کوم وزني دليل رامخي ته کړي له خپلې رايې له روسته کيدو څخه دريغ نه کوم او ترکومې چې د بندو لفافو وغيره ياد تحريک انصاف مخالف ګوندونو په لاسونو د خرڅلاو معامله ده يوازې دومره يې په هکله وايم چې پر هغه انسان دى دالله لعنت وي چاچې د کومې ملکې ، ياغيرملکې ادارې يا ګوند اويا هم له کوم نفرڅخه ګټه پورته کړي وي يايې د کوم سياسي ګوند په اشاره صحافت پيل کړي وي پرهغه دي لعنت وي امين ثم امين 

يقين لرم چې لوستونکي او د تحريک انصاف وګړې پرې هم امين ووايې ولى چې هلته په دربار کې درباريان هم چپه خوله پاتي شي ولى چې هغه خلک چې د چا چې د  درباريتوب سره مينه وي اوکوم څوک چې له دغو حالاتوخوند اخلي دهغوې ليډر دهغې خلکو په موټي کې بند دى اودهغې په ګوند کې د راتلونکو او د تلونکيو خلکو لارهم ددغه خلکو په کورونوورتيريږې ……….

په  اخلاقي بڼه  ياد خلک دنړۍ پروړاندې خپل اصل پيژندنه هيڅکله نه ښکاروي …… وروره که کوم څوک وياند يا درباري وي هغه دې په ورځپاڼو کې له ځانه سره دخپلې دندې پرځاى درباري يا د کوم لوړ پوړي چارواکى وياند دنده هم بايد ورسره جوخت وليکل شي که دادو نمبري نه ده نو نور څه دي چې د نړۍ پروړاندې خپل ځان شنونکى يا ليکونکى په ډول معرفي کوي اوپه اصل کې د چا وياند اوياهم درباري وي ؟

دصحافت په ډګر کې زما د ځينو استادانو نيوکه ده او بلکل پرځاى هم ده چې زه پر ځينو وختونوکې جذباتې يا احساساتي کيږم اوپه غوصه کې لېکنه کوم دغه راز زما پرتيري ليکني هم ياده نيوکه شوي وه مګر زه د تل لپاره دهغوې پروړاندې دپښتو ژبي يو شعروړاندې کوم  کوم چې په يوه محفل کې ما د پاکستان د سپينو او سرو مالک پرويزمشرف صيب ته هم اورولي ؤ تاسو يې هم واورئ :

ما پر ګودر پورې د ژوند ګټه تاوان تړلي 

دجــانان هسې مشــغولا ده مازيګر اړوي

ما د ژوند ګټه تاوان له هغه پورې تړلى اوهغه يوازې د يو مازيګري د تيرولو لپاره راغلي ؤ ، قبائيلې سيمې کې د مخالفت د جنګونو موضوعاګانې د چالپاره دسياسي ګټو لپاره کارول کيږې دچا لپاره د ستراتيژيکو پلانونو لپاره يوه وسېله ده ، مګر زما لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده زما زده کړې له همدې امله نيمګړي پاتي شويدى زماد پلار او نيکونو پر ځمکو له تيرو لسو کلونو راپديخوا زموږ دقوم د خلکو وينه توييږې زما د وروڼو په څير دوستان په يادو پيښو کې خپل ځانونه له لاسه ورکړيدى زما د ميندو اوخويندو دبى ابرو کيدو لامل شوى دچا د پګړيو لوړوالى چې تراسمانونو رسيده نن د پرديو په قدمونوکې په سوال کولو مجبوردي ښه ميلونران په سوال کولو مجبور شول ، څوک چې مکتبونه الوزوي هغه هم زموږ اولادونه دي اوهغه چې په دغه مکتبونوکې سوځوي هغه هم زموږ د اولادونو دي څوک چې په چاودنوکې الوزي هغه هم زما وينه ده او څوک چې دخپل بدن پورې بمونه تړي هغه هم زما وينه ده لنډه داچې زموږ ټولنه برباد شوه اقتصاد ، فرهنګ او کلتور او رواجونو هم سر وخوړه ، په بې پيلوټه بريد کې وژل شوې هم زما وروڼه دي مګر زما وروڼه يوازې په بې پيلوټه الوتکوپه بريدونوکې نه وژل کيږې کوم چې د جټ الوتکو د بمباريو او توغنديو له امله وژل کيږې هغه هم زما وروڼه دي (( ښکاره دى وي تيره مياشت په اورکزيو ايجنسۍ کې څو واري جيټ الوتکو بمبارۍ ترسره کړيدي ))

دغه راز د بلوچستان د مستنګ خلک هم زما خپل دي داچې دهغوې شميرد سلګونو په شميرکې دى اوپه قبائيلې سيمو او پښتونخوا کې يې شمير زرګونوتنو ته رسيږې . 

لدې امله د بلوچستان خلک يادول کيږې هم نه 

د حکومتي شميرو له مخې په تيرو لسو کلونوکې په قبايلې سيمو کې تر ١٥ زرو پورې ملکيان ، تر ٤٢ زرو پورې مخالف وسلوال او تر ٤٦٠٠ پورې امنيتې سرتيرو خپل ژوند له لاسه ورکړيدى . 

د لومړى برخې پاى 

ليک سليم صافى 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …