کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / پاکستاني بریدونه، یو عاجزانه وړاندیز !

پاکستاني بریدونه، یو عاجزانه وړاندیز !

اوس نو داسي ورځ ډېره کمه وي چې دډیورنډ پرکرښه دپرتو دریو ولایتونو ، کنړ ،ننګرهار او نورستان پر یوه نه یوه سیمه دي دپاکستاني پوځیانو له لوري راکټي برید نه تر سره کېږي . دا بریدونه چې اوس مرګ ژوبله نه وي ورکي اوښتې اکثره یې خبري بڼه هم نه لري ځکه چې اوس هره ورځنی عمل دی . 

په دې کې هیڅ شک نشته چې پاکستان په سیمه کې یو ځواکمن او دقوي پوځ درلودونکی هیواد دی ، خو دځواکمنتیا معنا دانشي کېدلای چې پر خپل ګاونډي دي یوڅوک دخپلو توپو نوخولې ورخلاصي کړي . اخیر ددوی ددې توپونو په ډزو کې ګټه څه ده ؟ 

که دوی غواړي چې دډیورنډ پر پوله هغه وسله وال طالبان وځپي چې دپاکستاني چارواکو په وینا په افغانستان کې پټ دي او پر پاکستاني پوځیانو بریدونه کوي ،نو بیا خو دوی په تېرو ۶ میاشتو کې داسي یوه لاسته راوړنه نه لري چې په دغو زرګونو بریدونو کې خپل یو مخالف وژلی وي . 

په تېر یوه کال کې یو پاکستانی طالب قوماندان ملا منصور دادالله په افغانستان کې ووژل شو . هغه وژنه هم یو خو دناټو ځواکونو دبې پیلوټه الوتکو په برید کې وشوه او پاکستاني پوځ پخپله دا کارنامه نه ده کړې او بل هغه دډیورنډ‌پر پوله پرته سیمه کې نه دی وژل شوی بلکه دکنړ ولایت په شیګل  ولسوالي کې د۲۰۱۲ کال داګسټ میاشتي پر ۲۴ دیوه هوايي برید په پایله کې له خپلو (۱۰) نورو ملګرو سره ووژل شو . نو بیا دپاکستاني پوځ دبریدونو ګټه دوی ته څه شوه ؟ ایا یوازي دا چې دافغانانو نفرت نور هم دپاکستان په خلاف راپاروي ؟‌ ددې نفرت ګټه به څه وي ؟ خو که دا هم نه وي بیا نو ښايي پر وزیرستان او نورو قبایلي سیمو باندي دامریکا دبې پیلوټه الوتکو دبریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځ داسي یو تړون له امریکا سره کړی وي چې دوی به هم په افغانستان کې خپل مخالفین په نښه کوي . 

که داتړون نه وي شوی نو بیا دامریکا سره دافغانستان دستراتېژیک تړون ګټه څه شوه چې دهیواد دسرحدونو دساتلو او هم داراز پر افغانستان دپردیو بریدونو دمخ نیوي معده یې تر ټولو په سرکې وه . 

حقیقت خو دادي چې دافغانستان په سیاست کې ترټولو لویه ستونزه داده چې زموږلویه برخه سیاسیون خپل لید لوری نه لري ، موږ یې له نړۍ سره په هغه ارغوند کوو چې دوی یې راسره کوي . خوله بده مرغه موږ دنړۍ دډېرو هیوادونو دسیالي په لیست کې لا ځان نشو اودرولای . پوځ ، استخبارات ، اقتصاد ، عدلي او قضايي ارګانونه او درسنیو قوت مو ټوله دبل پر اوږو ولاړ دی . 

حکومت او سیاستوالو مو هم هغه لوري ته مخه کړې ده چې تر ګټه یې تاوان زیات دی . 

پوره دېرش کاله کېږي چې افغانان داغږ پورته کوي چې پاکستان په افغانستان کې لاس وهنه کوي . او ددې لاس وهنې پایلي له پیل نه تر اوسه پوري‌دپاکستان لپاره ناسمي راوتلې دي . هر افغان او په ځانګړي ډول بیا لوړپوړي حکومتي چارواکي په دې پوهېږي چې دنورو په هیوادونو کې لاس وهنې ناوړه پایلي لري . که چېرته په تېرو (۳۰) کلونو کې پاکستان ته په افغانستان کې دلاس وهنو ترګټه تاوان زیات وي نو بیا افغان چارواکو ته نه دي‌په کار چې دپاکستاني هغو پرپله پل کښېږدي ؟

دا یوروښانه حقیقت دی چې په روانو حالاتو کې تر ټولو ډېر تاوان دپښتنو دی . که دامریا دبې پیلوټه الوتکې برید پر وزیرستان او نورو قبایلي سیمو کېږي هم پښتانه ورکي مري او که دپاکستاني پوځ راکټ راځي نو هغه هم دبل چا پر کور نه لګېږي او تاوان یې دپښتانه دی . 

په افغانستان کې په سیاست بوختو پښتنو ته په کار دي چې دوی دپاکستاني بریدونو په تړاو له جوش او جزباتو پرته له سیاسي‌لاري او ژور فکر نه کار واخلي . لومړی دخپل هیواد له چارواکو او وروسته له پاکستاني حکومت سره دیوې پښتني جرګې په بڼه خبري وکړي . 

دوی پاکستاني چارواکي په دې وپوهوي چې ټول افغان ملت ،ټول افغان حکومت ،یا ټول افغان استخبارات هیڅ کله په پاکستان کې دلاس وهنې هڅه نه کړې ده او نه یې کوي ،اودپاکستاني حکومت دا اندېښنه ورختمه کې چې ګواکې افغان اداره پاکستاني طالبان پر پښو دروي . 

همداراز پښتانه سیاستوال دي افغان حکومت هم په دې وپوهوي چې که ځیني کړۍ او اشخاص دپاکستان پر پله پل ږدي او دپاکستاني طالبانو تر شا درېږي ،نو په دې کار کې هم خیرنشته ، دوی دي دپاکستاني چارواکو په څېر طالبان نه وېشي . طالب که ترهه ګر دی هم په دواړو هیوادونو کې دی او که مجاهد دی هم په دواړو هیوادونو کې یو دی . پاکستاني طالبان اوس هم دهر رسمي خبر او غونډي ،جلسې او مرکې پیل دخپل روحاني پیشوا او امیرالموئمنین ملا محمد عمر مجاهد په نوم کوي . 

دا تېروتنه پاکستاني چارواکو کړې وه چې افغان او پاکستانی طالب یې بیلول ، پاکستانی طالب یې ترهه ګر او افغان یې مجاهد باله وروسته پښېمانه شول ، که چېرته زموږ ځیني چارواکي هم ورته عمل تکرار کړي نو هم به ارومرو له پښېماني سره مخامخ کېږي . 

او که دا عمل هم داسي‌دوامداره پاتې شي ،نه یوازي دا چې پایلي به یې زموږدهیوادلپاره ناسمي وي ،بلکه افغانستان به تر بل هروخت زیات تاوان ځکه وکړي چې په مسلسل ډول باندي پاکستاني ځواکونه دبریدونو سره سره په سیستوماتیک ډول دافغانستان لوري ته رادرومي . او ددې کار پایلي به بیا هم دنور افغانستان په انډول دپښتنو لپاره زیاتي نه زغمونکې وي . نو که پښتانه غواړي چې دکونړ ،نورستان ، ننګر هار حالات تکرار شي او سبا یا بله ورځ دخوست ،پکتیکا ،زابل ،کندهار ،هلمند او نیمروز پر ځینو سیمو هم ورته بریدونه وشي ،بیادي نو همداسي لاس تر زنې کښېني او پرېدي ایږدي چې زموږ دا شخړي ته هم دنړۍ نور هیوادونه راشي او دحل یوه داسي لاره یې راوباسي چې دتل لپاره دډیورنډ ناولې کرښه بیا راباندي وتپي . کنه اوس هم وخت دی او دستونزي په اصلي حل لاره پسې دي لېڅې راونغاړي .

پای 

لیکوال : میرویس افغان/لندن 

که وړاندیز یا نیوکه لرئ هیله ده لیکوال ته یې مخامخ دهغه پر برېښنالیک ولیکئ .

mir.afghan@yahoo.com

دا لیکنه دسه شنبې په ورځ دکابل په سرنویشت اخبار کې خپره شوې ده نن یې موږ په خبریال کې خپروو. 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …