کور / ظریفي / درباني په نوم د پوهنتون نومول د استاد درناوی که متنازعه کول ؟

درباني په نوم د پوهنتون نومول د استاد درناوی که متنازعه کول ؟


دا یو ښکاره حقیقت دی چې په تیرو دریو لسیزو کې په افغانانو ډیرې ناخوالې رامنځته شوې دي چې یوه پکې د سیاسي نظریاتو ټکر او یو د بل نه زغمل دي ، چې د پردیو په قومانده د هغوي هدف ته د رسیدو په لار کې یو سیاسي ګوند یا جهادي تنظیم او ګوند په ضد جنګیدل دي ، چې د تخار په ولایت کې د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي 

تنظمونو غیر معقول ، غیر انساني او ضد ملي برخورد ؤ چې د جهاد په دوران کې د حزب اسلامي د ځینو غړو څخه په ژوندونې پوستکي وویستل شول ، همداشان د (۱۳۷۱) کال د کابل په ښار کې د تنظمي جنګونو په وخت د حزب اسلامي او شمالي ټلوالې په راس کې ئې جمیعت اسلامي چې په (۱۳۳۶) لمریز کال کې د ویښ زلمیانو په مقابله کې د سیستم ملي په نوم بنیاد ايښودل شوي دي او تکتیک ئې وخت په وخت بدل شوی ، خو اصلي موخه ئې افغانستان ضد او اکثریت په مقابل کې مقابله کول او د افغانستان تجزیه ده ، اصلي خبره دا ده چې د استاد په نوم ولې پوهنتون نومول کیږي ؟ چې په دې کې افغانانو ته یو لړ تکلیفونه محسوب کیږي ، که د دې پوهنتون څخه څوک د فراغت سند اخلي او کومې ادارې ته ورځي چې په راس کې داسې یو مشر وي او هغه د بل نظر او مکتب فکر خاوند وي نو دغه سند لرونکي ته به په بل نظر ګوري او کار به ئي نه کیږي ، همدا شان که د دې پوهنتون څخه کوم پښتو ژبي سند تر لاسه کړی وي او هغه د استاد پيروانو ته ورشي هغه به ئې د پښتون په نوم کار نه کوي دا د یو مجاهد د خول ېخبره ده د صاحب حق په نوم یادیږي ، د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ د اینځري استاد وراره او روحاني شخصیت دی ، دا د ۱۳۵۸ کال خبره ده چې صاحب حق صیب د جمعیت اسلامي په تنظیم کې مجاهد ؤ ویلې چې مونږ د استاد سره په یوه غونډه کې ناست وو استاد په خپلو خبرو کې وویل چ ې((شما ببنید همی افغان بی فرهنګ ترکی ، حفظ الله امین که کمونیزم به خراسان اورد )) صاحب حق صیب وايي چې ما ورته وویل په دې بې فرهنګو کې خو ببرک کامل او نور بې فرهنګه هم شته او اوس همدا افغانان (پښتانه) دي چې کمونیزم په مقابله کې ټوپک ته لاس کړي ، صاحب حق صیب ویلې چې استاد ماته په ځواب کې وویل چې (( بلی افغانها ما سګ است و سګ برای جنګ افریده شده )) صاحب حق صیب ویلې چې ما غونډه ترک کړه او ترې راپاڅیدم او اوس د حزب اسلامي په تنظیم کې جهاد کوم .

ایا صاحب حق صیب به دا خبره زما په شان په ډيرو محفلونو کې نه وي کړي او اوریدونکو به د استاد په چادري او زنانه اي لباس کې پيښور رسولی ؤ ، هغه د مجاهدینو په حکومت کې د قبایلو د وزارت معین ؤ خو بیا د شمالي ټلوالې له ویرې چې هر څه ؤ بیرته پيښور ته راغی او ویلې ئې چې واقعاً جمعیت ستم ملي او پښتون ضد سازمان او شبکه ده ، همداشان نور ډیر دلایل شته چې د استاد په ستمي توب دلالت کوي چې د تیرو کلونو په مهربانۍ کې لویه مهرباني ئې د امریکا څخه په طالبانو د غټو غټو بمونو ویشتل و ، طالبان د دې هیواد او وطن اوسیدونکي او افغانان دي خامخا به که نن نه وي سبا به د دې ملک په سیاست کې برخه اخلي او دا تکلیف بیا هغه کسانو ته وي چې د دې پوهنتون څخه د فراغت اسناد اخستې وي .

ایا په دې کار به هیواد کې نفاق نور هم زیات نه شي ؟ ایا همدا اوس په نوموړي پوهنتون کې استادان او محصلین دوه ډلې شوې ؟!

جلالتماب ولسمشر صیب ! ایا تاسو ته د استاد شخصیت لوړول او همیشه ساتل غواړې ؟ که شخصیت ئې متناززعه کول ؟ زما خو د استاد د پيروانو ، ستم ملي او په هغې شاملې ټولې ډلې ، جمعیت اسلامي ، شورا نظار ، شمالي ټلواله او د جبل سراج د معاهدې ټولو څخه هیله ده چې په دې خبره غور وکړي که د استاد شخصیت ته واقعي درناوی لري نو د ولسمشر څخه دې وغواړي او قومانده دې ورکړي چې خپل امر بیرته واخلي ځکه هغه په کار عادت دی د هغې د سهار او ماښام خبره یو نه ده حتی په ساعتونو کې هم خپله خبره بدلوي هغه یو ریښتنی او ولاړ موقف نه لري ، ګیله ترې نه ده پکار ځکه هغې دې متل ته هم فکر نه دی کړی چې پښتانه وايي چې سل کاله وروسته دې خپل بدل واخیست تادي وکړه .

نو تاسو ټلواله کوشش وکړئ چې په بدخشان کې یو نوی پوهنتون یا بله تعلیمي اکاډمي جوړه کړئ او د استاد نوم پرې کیږدۍ دا یو لقب ئې بس دی چې د سولې د شهید په نوم یاد شو .

 

ليک : بادام ظریفي « فقیر»/

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …