کور / سلیم / ديهوديانو تقليد- ولي اوڅه ډول؟ لومړۍ برخه

ديهوديانو تقليد- ولي اوڅه ډول؟ لومړۍ برخه

 

داخوټول پيژني اومني هم چي اوسمهال دنړۍ واګي عملاً ديهودو په لاس کې دې ، امريکا ، المان ، فرانسه او آن ترد ي د روسيي په څېرهېوادونوکې هم په سياسې ، جنګي او حتى په اقتصادې ډګرونو کې يو ګام هم داسې نه شې پورته کولاى کوم چې د يهوديانو د اسرائيلو دګټو سره په ټکرکې وي ، د هولو کاسټ تړاو راسن او نيغ په نيغه د يهوديانو له عقيدې ياکوم مقدس شخص اوله کتابونوسره کومه واسطه

او يا تړاو نه لري هغه يوه متنازعه تاريخې پيښه وه کوم چې هغوې د خپل ځانونود بيګاثابتولو لپاره اوپه سياسې او مذهبى ګټولپاره  استعمالوې دهغې ردولو (هولوکاسټ ) خفه کوې اود فائدې لپاره ترې ګټه پورته کوې اوپه لويديځه نړۍ کې ګرد هيوادونه چې په هغې د المان په څير هيواد هم شامل دى اوهغوې ته هولوکاسټ منسوب هم دى دهغوې په هيواد کې دقانون جوړونى په واسطه له هولوکاسټ څخه منکريدل په جرم کې راځې ……؟

مګر دوهم لورې په مسلمانانو کې اوخپله د لوديځو هيوادونو وګړي په لوړه کچه په مسيحې مقدسو کتابونو ، پيغمبرانو او شعائرو پوري خندل کوم جرم نه ګڼي  اوکله چې هغوې دغه  ناوړى کارونه  ترسره کړي نو درايو د ازادۍ پرنوم د لويځو هيوادونو حکومتونه ، عام وګړي او تردې پورې چې رسنۍ هم  دهغوې ددفاع لپاره مټي رانغاړي

 

اساسې پوښتنه داده چې هغوې (يهودو) ته دغه حيثيت چا ورکړيدې ؟

آياپه نړۍ کې دهغوې نفوس ډير دى ؟ هيڅکله نه ، ولې چې په نړۍ کې دهغوې د نفوس شمېر شاوخوا ١٣ ميليونه دي اود مسلمانانو شمير دوه نيم اربه ، اود مسيحيانو شمير د څه دپاسه دوه اربه دى په نړۍ کې يوازيني هيواد دهغوې خپل وطن دى چې د هغوې د شمير کچه پکې ډيره ده .

اود مسلمانانو دشمېر ډيروالى دنړۍ د پنځوسو هيوادونو څخه په ډيرو هيوادونوکې قرار لرې په لويديځ هيوادونوکې يهود په لږ شميرکې دى بلکې دمسلمانان يا مسيحيانو څخه په ډير شميرکې قرار نه لري ، خپله په امريکا هيواد کې د مسيحيانوشمير شپږ اويا سلنه ، مسلمانان عشاريه شپږ سلنه ، او يهوديان (٦٢١٤٥٦٩) عشاريه يو سلنه دى ، په فرانسه کې تقريباً څه دپاسه شپږ لکه يهوديان ژوند کوې په کاناډا کې څه د پاسه دري نيم لکه اوپه المان کې تقريباً دوه لکه يهوديان مېشت دي په فرانسه کې يې دنفوس کچه دوه سلنه ، کاناډا يوعشاريه يو سلنه ، په روسيه کې شپږ سلنه ، بريتانيه عشاريه پنځه سلنه په المان کې عشاره دري سلنه ده .

يعنى دامريکا ، فرانسه او کاناډا هيوادونوسربيره پاتې نورو لويديځو هيوادونوکې دهغوې د نفوس کچه ډيره ټيټه ده او له يو سلنه څخه هم کمه ده بلکې دهغوې ابادي هم ډيره نه ده نو بيا آيا په نړى ځواکمنيدل دهغوې د بهادرۍ او ياهم د غبرګون له امله دي ؟

هيڅکله نه له پلټنو وروسته مالومه شوي چې ځواب يې منفي دى

دلومړۍ برخي پای /لیکنه دوام لري

ليک : سليم صافى

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …