کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / له چین سره دوستي هراړخیزه ګټه لري !

له چین سره دوستي هراړخیزه ګټه لري !

داسي ښکاري چې په افغانستان کې دامریکا دمتحده ایالاتو حضور مخ په کمېدو دی ، او له دې موقع څخه په ګټه اخیستنې ګاونډي چین دافغانستان سره داړیکو دټینګولو لورته خپل لومړی ګام اوچت کړو . له ۱۹۶۶ میلادی کال وروسته د چين د کورني امنيت مشر او د واکمن کمونيست ګوند د سياسي بيرو غړى ژاو يونګ کانګ لومړنی لوړرتبه چارواکی وو چې افغانستان ته یې سفر وکړو . هغه له افغان چارواکو سره داسيیوتړون لاسلیک کړ چې له مخي یې ددواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او امنیتي همکاري غښتلې کېږي ،په دواړو برخو کې ګټه دافغانانو ده ، ځکه نه خو په چین کې اقتصاد خراب دی او نه هم امنیت ،ددغو دواړو اړخونو لویه ستونزه افغانان لري چې دنړۍ دهر هیواد او په ځانګړي ډول دچین هیواد مرستو ته اړتیا لري . 

چین په سیمه او نړۍ کې یو مهم هیواد دی ، ددوی داقتصادي ځواکمن تیا او سیاسي‌ ځېرکۍ اوس دنړۍ زوره وره امریکا هم په وېره کې ده . دغه هیواد په داسي‌مهال کې دافغانستان مرستي‌ ته لاس راوغځاوه چې امریکا له افغانستان نه دخپلي لمنې په ټولېدو بوخته ده . د ناټو عمومي منشي اندريس فوګ راسموسن (دي سټېټ جورنال راجسټر) ته وویل : 

تر ٢٠١٤م کال وروسته به موږ په افغانستان کې د روزنې ماموريت ته دوام ورکړو، دا به جنګي ماموريت نه وي

که څه هم امریکا او دناټو غړي هیوادونوخو پخوا هم دافغان امنیتي ځواکونو دروزنې ژمنه کړې او دا لړۍ اوس هم روانه ده ،خو دچین له لوري‌داوسنیو مرستو په لړۍ کې د افغان پوليسو د تجهيز او روزنې په برخه کې دهمکاري ژمنه شوې ده ، دا ژمنه ځکه مهمه ده چې افغانستان له چین سره پوله او چین له امریکا سره سیالي لري .

له بله لوري افغانستان ته د چین د پنځوس کسیزه ډلي راتګ دنړۍ په رسنیو کې سرټکي جوړه وي . د رويټرز خبري اژانس وايي چې چين دافغانستان طبيعي منابعو ته زياته لېوالتيا لري، غواړي د افغانستان د طبيعي زېرمو په استخراج کې نقش ولري، د امريکا د دفاع وزارت اټکل کوي چې دغه زېرمې يو ټريلون يا زر مليارده ډالره ارزښت لري.د چين يوه دولتي شرکت په ٢٠٠٨م کال کې د لوګر د مس عينک کان د راسپړلو تړون لاسليک کړ، چې د استخراج کارونه به يې عملاً تر ٢٠١٣م کال وروسته پيل شي.

خو دچین دلچسپي ښايي ظاهرأ په دغو منابعو کې وي ،په لویه کې چین دامریکا سره سیالي لري او غواړي چې دخپل سیال سره په افغانستان کې هم خپلې سیالي ته اوږه ورکړي .

که څه هم دچین سره دافغانستان دوستي‌به دامریکا لپاره ډېره په زړه پوري نه وي ،خو دا کار دافغانستان لپاره ځکه اړین دی چې چین په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې تر بل هرهیواد دافغانستان په سوله او امنیت کې ښه رول لوبه ولای شي . 

دلته دوه علته دی :

یو داچې چین پر پاکستان باندي پوره اثر لري او تر ډېره بریده یې پاکستان خبره ځمکې ته نه غورځوي ،که افغان چارواکي له ځېرکۍ او هوښیارۍ نه کار واخلي او دچین دوستي‌پر مخامخ لاس پخپله وکړي ، ددې دوستي ګټه تر نورو هغوو ډېره ده . افغان حکومت تل دا خبره کوي چې دافغانستان په نا امنیو کې ګاونډی پاکستان لاس لري ،که چېرته افغانستان دپاکستان سره چین دریم ګړی کړي‌ښايي تر بل هر هیواد اغېزمن ثابت شي ،ځکه دچین او پاکستان اړیکي ژورې او تر بل هر هیواد خوږه دوستي سره لري .ښايي دچین په وینا پاکستان طالبان له افغان حکومت سره دخبرو پرمېزکښېنوي .  

دوهمه خبره داده چې که چېرته افغانستان له چین سره ژوري او پخې اړیکي ولري ،بیا به دچین او امریکا دسیالي په ډګر کې تر ډېره هده امریکا هم دافغانستان غوښتنو ته غاړه ایږدي ،او افغانان به له یوې خوا دچین دوستان او له بلي خوا تر لویه بریده دامریکا له محتاجي نه ووزي‌. 

داچې تر ۲۰۱۴ کال وروسته دافغانستان په اړه ټوله نړۍ اندېښمنه ده ، ښايي دچین اندېښنه یوڅه زیاته وي ، که چېري تر ۲۰۱۴ کال وروسته افغانسان دتاوتریخوالي‌لورته خي نو دا چې چېن زموږ ګاونډی دی ښايی دوی ته یې زیات تاوان ورواوړي . کېدای شي دا علت وي چې چین په پراخ زړه افغانستان ته ددوستي لاسونه راوغځول . 

افغان حکومت ته په کار دي چې دپاکستان دسیاسي ډلو په څېر له هر ډول کورنیو مخالفتونو سره سره دچین دوستي ته غاړه کښېږدي او له دې دوستي نه دپاکستان په څېر هراړخیزه ګټه واخلي . 

لیکوال : میرویس افغان / لندن 

دالیکنه سه شنبه ۲۵ سپټمبرپه کابل کې په شرنویشت اخبار کې خپره شوې

دا هم په زړه پوري مطلب دی

بسم الله افغانمل د زابل که دکندهار والي ؟ 

نهه میاشتي‌ وړاندي زابل ته دراغلي‌نوي‌او با استعداده والي بسم الله افغان مل په تړاو …

د لوی کندهار د برېښنا ستونزه حقیقت لري او که معما ده؟

په تیرو څو ورځو کي د ټولنیزو رسنیو، او ږغیږو رسنیو له لاري د کندهار …