کور / رسنۍ / د کابل د چهارشنبي چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل د چهارشنبي چاپ ورځپاڼو ته کتنه

خدمتګار ورځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه کې دستراتېژیکه دفاع ترعنوان لاندې لیکي:تر هغه چې د هيواد له ستراتيژي سره په موازاتو كې ګام پورته نه شي د امنيت په شمول هيڅ كار به سم نه شيد مشرانو جرګه راتلونكې سې شنبې ته امنيتي چارواكي په داسې حال كې د امنيتي نيمګړتياوو له امله راغواړي چې پخواني يې له همدې كبله لرې شوي او نويو يې تازه په كار پيل كړى دى.
د امنيتي نيمګړتياوو اساسي علت دا دى چې امنيتي تدابير او سوق الجيش د هيواد له ستراتيژي سره سمون نه لري.
دا سمه ده چې د هيواد د امنيتي ځواكونو شمېر لوړ شوى او نسبي روزنه يې ليدلې ده، خو تر هغه چې د دغو ځواكونو فعاليت له ستراتيژي سره موازي او منطبق نه شي نو ډاډمن او دايمي امنيت نه شي رامنځته كولاى.
امنيتي ځواكونه د ماضي په ايسارتيا كې محصور پاتې دي او له همدې كبله ده چې هر اقدام يې نتيجه نه وركوي او په هر اقدام سره د ماضي لوري ته قدم اخلي.
افغان امنيتي ځواكونه د خپلو مخالفانو پنځه او شپږ برابره دي او په وسلو او امكاناتو كې پرې هم برتري لري. په دې اساس افغان دولت دا وس لري چې خپل مخالفان يو يو وڅاري او له منځه يې يوسي.
كه چېرې هيواد او لويو ښارونو ته په راغلو لارو او د خلكو په تګ راتګ اغېزناك څار رامنځته كړاى شي، نو يقيني ده چې د مخالفانو جبهه او عمق به شاته وهل شوى وي او جګړه به يو قدم شاته تللې وي

سرنوشت
زموږ امنیتي تګلاره، په لکو او ښارونو کې جګړه
وسله وال مخالفین د ډیورینډ له کرښې را اوړي، د بیلا بیلو ولایتونو کلو او بانډو ته ځي، او د کابل تر دروازې راځي او ان کابل ته را ننوځی، خو افغان امنیتي ځواکونه د دوی پر وړاندې بنسټیز ګامونه د دوی په وروستي تمځای کې اخلي.
سلګونه او آن زرګونه وسله وال څنګه په اسانۍ سره د ډیورینډ له کرښې را اوړي او پرته له دې چې کوم ځانګړی مزاحمت ورته وشي د افغانستان کلو او بانډو ته راځي؟ دغه راز د ځانمرګو واسکټونه، یا د ځانمرګو د واسکټونو توکيو نور چاودیدونکي توکي، بمونه، وسلې، مرمۍ، او نور هغه تجهیزات چې وسله وال مخالفین یې کاروي، څنګه د افغانستان تر کلو او بانډو، ښارونو او ان پلازمینې پورې راځي؟
د افغان امنیتي ځواکونو له پاره د دوی پر وړاندې ګام اخیستل څه وخت لومړیتوب لري، د ډیورینډ پر کرښه، تر کلو ، بانډو او ښارونو پر لاره او که په کلو ، باندې او ښارونو کې؟
زموږ امیتي تګلاره له بهرنیو ځواکونو او د هغوی له اهدافو اغیزمنه شوې ده.

ملي باور :
د سولې ستړی مزل او خوندور منزل
په افغانستان کې د سولې اونۍ لمانځل کیږي او د سولې د عالي شورا مشر هم ویلي دي، چې دوی د دې اوونۍ د لمانځلو له لارې نه هواریږي، بلکه د سولې او خبرو اترو له لارې دغه شخړه په ښه توګه هواریدای شي.
نوموړي دا هم ویلي دي ، چې یو شمیر طالبان غواړي، چې له افغان دولت سره سوله وکړي، نو ستونزه څه ده؟ چې له دوی سره سوله نه کیږي؟
ایا په افغان دولت کې د ننه داسې کسان شته چې سوله نه غواړي او که نړیواله ټولنه د افغانستان د سولې د سپیڅلې لارې پر سر خنډونه را پیدا کوي؟
افغان دولت، طالبانو،امریکا او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د افغانستان د سولې مسلې ته جدي پام وکړي او د جګړه د خبرو او سیاسی حل لارې پای ته ورسوي په افغانستان کې کې یو پیاوړی نظام را منځ ته کړي او له تولو هغه افغاني ډلو سره خبرې وشي چې اوس یې د دولت په وړاندې ټوپک په اوږه کړی دی.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …

نړۍ والي‌رسنۍ دافغانستان دواک پر وېش ږغېدلي

ورلډ پالیټیکس ریفیو خپرونې د افغانستان په حکومت کې په وروستیو اختلافاتو لیکنه خپره کړې ده. …