کور / د میرویس افغان دلیکنو دبرخي زخیره / کرزی صیب دا تېروتنه ونکړې !!!

کرزی صیب دا تېروتنه ونکړې !!!

 

عجبه اتفاق دی ، پوره ۳۲ کاله وړاندي په همدغه سنبله میاشت کې په ۱۳۵۸ کال کې دوخت واکمن حفیظ الله امین ناببره پرېکړه وکړه چې ننګرهار به له دې وروسته «تړون ښار» وي . دا ښار ښاغلي آمین دسید داود تړون په نوم ونوماوه چې دده ډېر نېژدې ملګری وو او دنور محمد ترکي دپلویانو له لوري ووژل شو. 

دهم دغې پرېکړي یوه برخه دا وه چې لښکر ګاه «دنواب ښار» په نوم ونومول شوه . نواب او سورګل هم دهغه نېژدې دوستان او له ښاغلي تړون سره یوځای ووژل شول .

سورګل ته دجمهوریت دروغتون نوم ورپه برخه شواو دجمهریت روغتون «سورګل روغتون » شو او دوخت دولسمشري له دفتره په زغرده دا خبردافغانستان تر ملي راډیو ټلویژن پوري ورسېدو او دنمبر واره فرمانونو یو نمبر په زیات شو .  

دوخت حکومت جابر هم وو او په اساني سره یې چا مخالفت هم نشوای کولای ،خو بیا هم افغانانو او په ځانګړي ډول پښتنو ته تل خپل ملي ارزښتونه تر ځان ،خپله سرمایه او آن تر دې چې تر اولاد هم ورتېروي . ګڼودنظر خاوندانو او دهیواد خواخوږو پټ او ښکاره مخالفتونه پیل کړل . دلږ وخت په تېرېدو سره دثور دانقلاب دګڼو نورو فرمانونو په څېر دا فرمان او دحفیظ الله امین آرمان دیخي په څېر دوخت لمرینو وړانګو له ځان سره وبهول . 

دا لا هم کېدای شي عجبه نه وي ځکه په افغانستان غوندي هیواد کې فرمانونه تل داوبو خوراک شوي دي ، خو دنړۍ دځواکمن او او دوخت دزبر ځواک شوروي اتحاد کمونیستي نظام هم ورته ځیني داسي کړنې وکړې . 

کمونیست انقلابي مشرانو په روسیه کې د ۱۹۱۷ تر کمونیستي انقلاب وروسته د «والګا ګراد» یعني والګا ښار د «سټالین ګراد» په نوم ونوماوه . هغه مهال «سینت پیترز بورګ» لینین ګراد شو . دوخت کمونیست رژیم په زور او جبر او دخپلي میډیا په مټ دا پرېکړه په عارضي توګه پر خپل ولس وتپله . عجبه داده پوره اویا کاله وروسته چې کله کمونیستی نظام ړنګ شو ولس دخپلو ښارونو په اړه خپله پرېکړه عملي کړه . سټالین ګراد یې بېرته والګا ګراد کړو او لینین ګراد یې هم په سینت پیترز بورګ واړاوه او دکمونیستي نظام هغه فرمان یې له منځه یووړو چې اویا کاله پر دوی تپل شوی وو. 

نن چې داستاد برهان الدین زوی او ځای ناستي دولسمشر کرزي له خولې دا خبره کوي چې دکندهار هوايي ډګر به داستاد برهان الدین رباني هوايي ډګر کړي دا کار هم ناشونی برېښي . له تېرو څه دپاسه ۲۴ ساعتونو راوروسته ددغه خبر په خپرېدو سره په افغانستان کې سخت غبرګونونه راوپارېدل . ولس یوازي په کندهار کې نه بلکه دهیواد په بیلا بیلو برخو کې دا کار ناسم وباله . دا غبرګونونه به تاسو درنو لوستونکو په رسنیو کې لوستي وي ځکه زه پر دا خبره تبصره نه کوم چې ولي خلک داستاد رباني نوم دکندهار پر هوايي ډګر نه مني ،خو دا ویلای شم چې دټول افغانستان اوسېدونکو ته له بده یا له نیکه مرغه استاد رباني ملي اتل او دسولي شهید نه برېښي . دا دوی یوه حکومتي پرېکړه بولي . 

دکندهار هوايي ډګر په (۱۹۶۰) کې د امریکا دمتحده ایالاتو د  United States Agency for International Development له لوري ورغول شو . له هغه وخته تر نن پوري هم دا دکندهار هوايي ډګر دی . دا هوايي ډګر یوازي دملکي الوتنو لپاره نه دی جوړ شوی بلکه په بېلا بېلو وختونو کې پوځي اډې په توګه هم مهاله کارول شوی دی . امریکا یانو خو له وخته له روسانو سره دجګړې اراده لرله او دا هوايي ډګر یې ځکه ورغاوه چې دپوځي اډې په توګه یې وکاروي .

 دمجاهدینو دواکمني پر مهال او دخلقیانو دواکمني په وروستیو کې بلکه زه به دا ووایم چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې دکندهار هوايي ډګر سخت زیانمن شو . چې کله طالبان راغلو نو دا دافغانستان دهغه مهال دپلازمېني کندهار نړۍ وال هوايي ډګر وو. هغه وخت هم دپوځي اډې په توګه کارول کېدو خو ټول سیستم یې له کاره لوېدلی وو. دطالبانو دواکمني‌له ړنګېدو وروسته نړۍ والي ټولنې دا هوايي ډګر بېرته جوړ کړو او دادی اوس یوه پوځي اډه او نړۍ والي الوتنې ورڅخه کېږي . 

دا په ټوله نړۍ کې دکندهار نړۍ وال هوايي ډګر پېژندل شوی دی ، خو نن صلاح الدین رباني غواړي چې دا ډګر دخپل پلار په نوم کړي او دده له قوله چې کرزي صیب دا خبره ورسره منلې هم ده . 

زه فکر کوم دا کار به ناشونی وي ، ځکه به ناشونی وي چې ولسمشر کرزی لا تر اوسه دپخوانیو کمونیسټانو پر لار نه دی تللی . 

 وروسته له هغه چې په افغانستان کې دسردار محمد داودخان مړی وموندل شو نو په ۲۰۰۹ کال کې د نعیم خان لمسي نادر نعیم او دولي باز کورنۍ چې ورور یې دداود خان سر یاور وو له ولسمشر کرزي نه غوښتنه وکړه چې دکابل هوايي ډګر دسردار محمد داود خان هوايي ډګر ونوموي . هغه وخت کرزي صیب له ډېره احتیاط نه کار وخیست او ویه ویل چې دا کار ناندریز دی او ناندرۍ به راولاړي کړي . نو که چېري ولسمشر کرزی نن دا کار کوي او دکندهار هوايي ډګر داستاد برهان الدین رباني په نوم نوموي نو دا کار هم ناندریز دی او دا به ډېري زیاتي‌ناندرۍ او نا خوښۍ را وپاروي . 

ددغه عمل مخالفت په ډاګه دافغانستان دپارلمان ګڼو غړو ، دننګرهار ، کندهار ، لوګر ، کندز ، زابل ، اروزګان ، غزني ، هلمند ، وردګو لنډا چې دهیواد بیلا بیلو وګړو او دنظر خاوندانو وکړو . 

نو که دافغانستان دخلکو ، دحکومتي چارواکو ، دلیکوالو او ژورنالیسټانو ، دپارلمان دغړو او دکندهار دولایتي شورا دا پرېکړه نه وي خوښه ،نو ولي باید وشي .  زه فکر کوم ولسمشر کرزی دافغانستان تر ټولو پر لوړه څوکۍ ناست دی اوپه کار دي داسي یوه تېروتنه ونه کړي‌چې سبا یې ده ته پېغور او تور ټکی ترقیامته پاتې شي . ځکه کرزی صیب نه تر حفیظ الله امین ځواکمن دی او نه هم دپخواني شوروي اتحاد دکمونیسټانو تر هغو انقلابي رهبرانو چې دولس دهیلو په خلاف کړې پرېکړي یې (۷۰) کاله وروسته هم خلکو بدلي کړې ، په تاریخ کې دوخت دواکمنو پر څېرو په سره خط دکراس(+) کرښې راکش کړې . 

لیکوال : میرویس افغان 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

په افغانستان کې ولي خبریالان په نښه کېږي ؟ میرویس افغان 

خبریالان د افغان ټولنې هغه کاري پاړکی جوړوي چې دندې یې نه دي خوندي. هر …

په افغانستان کې دامریکا ماموریت دنړۍ والو رسنیو په سرټکو کې

بلې انلاين خپرونې بزنس انسايډر پر افغانستان د امريکا د پوځي حملې د پنځلسو کلونو …