کور / افغانستان او نړۍ / رباني په کندز، لوګر، ننګرهار، کندهار، وردګو اوپه بیلابیلوسیموکې خلک راوپارول

رباني په کندز، لوګر، ننګرهار، کندهار، وردګو اوپه بیلابیلوسیموکې خلک راوپارول

 

 درباني په نوم دکندهار دهوایي ډګر دنومولو په اړه د هیواد له ګوټ ګوټ نه د خلکو غبرګونونه لا هم راروان دي . څومره چې شېبې داعلان کچي ته رالنډېږي ،هغومره دخلکو غوصه راپارېږي . که څه هم تر اوسه لا دولسمشر کرزي له لوري دا اعلان نه دی شوی چې دکندهار هوايي ډګر به د استاد رباني په نوم نوموي ،خو په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو خبریال ویبپاڼې ته تاييد کړه چې صلاح الدین رباني دا خبره کړې ده . دسولي دعالي شورا ریس او داستاد رباني زوی صلاح الدین رباني وايي چې کرزي پخه ژمنه ورسره کړې چې دپلار په لومړي تلین کې به یې  دکندهار هوايي ډګر 

دهغه په نوم کړي . دا خبره په لومړي ځل خبریال ویبپاڼې میډیاته راوایستله . 

په کابل کې دالجزیرې ټلویزیون خبریال ولي ولله شاهین وايي چې ورته کارونه لويي ستونزي راپیدا کوي ، هغه زیاته کړه : 

«دافغانستان اوسنی روان  حالت او اوسنۍ مرحله زموږ لپاره ‌ډیره حساسه ده او په دې مرحله کې داسې پریکړې چې هغه دخلکو احساسات را وپاروي هیڅ کله ددې ملت او خاورې په ګټه نه دي؛ په دې نومولو سره که لس کسان خوشحاله شي نو په لکونو نور پرې خفه کیږي».

که څوک غواړي یو ځای یا ودانۍ دیو چا په نوم ونوموي نو مهرباني دې وکړي پخپله دې یو څه جوړ کړي یوه کارنامه دې وکړي بیا یې دې دهغه په نوم کړي؛ کوم څه چې موږ ته له پلرونو او نیکونو راپاته دي دې ته باید په درنه سترګه وکتل شي.

شاهین زیاتوي: « زه له هیچا سره ستونزه نلرم خو که دکندهار هوايي ډګر د استاد رباني په نوم نومول کیږي ددې ګټه به دې هوايي ډګر ته څه وي او په خپله رباني ته به یې ګټه څه وي؟ ایا ددې ډګر د نوم په بدلیدو سره به کوم بدلون راشي؟ خو ښکاره خبره ده چې هیڅکله هم یو دیو ځای نومول په یوه نامه سره هلته هیڅ بدلون نشي راوړلای.»

دشاهین په وینا په دې وخت کې دې اشخاص پریکړه نه کوي چې خلکو ته ویاړونه ورکړي او یا هم ملي شتمنۍ دهغوی په نوم کړي دا پریکړه به زموږ راتلونکي نسلونه د اشخاصو کار ته په کتو سره کوي.

شاهین په ورستیو کې هیله څرګنده کړه چې دا فیصلې دې تاریخ ته پریښودل شي او زموږ په اوسني تاریخ دڅوک لوبې نه کوی .

ننګرهار میشت ژورنالست بختیار تلاش دخبریال ډاټ کام دکابل له همکار قریب الرحمان شهاب سره ددې موضوع مخالفت وکړو .هغه داسې وايی:

د رباني شهادت او مړینه به د افغان ولس او په ځانګړي ډول د کندهاریانو لپاره دومره د خواشینۍ خبره نه وي، لکه په کندهار ولایت کې چې د هوایي ډګر د رباني په نوم نومول کېږي.

دا چې د کندهار هوايی ډګر دې د رباني په نوم ونومول شي، کومه عادي خبره نه ده، په یوه کور کې دې هم په یوه کوچني باندې د نوم اېښودلو پر وخت له پوره غور او دقت څخه کار واخیستل شي، پاتې خو لا پر ملي شتمنیو د یوه داسې چا نوم اېښودل، چې په هغه سیمه کې یې هیڅوک پلوي نه وي او له نوم نه یې په یو ډول بد وړي.

زه یې په هیڅ ډول پلوي نه کوم، د کرزي او د هغه ادراې ته په کار دي،چې په وروستیو شېبو کې د هر کار په ترسراوي کې له پوره دقت نه کار واخلي

دوردګو ولایت څخه یو لیکوال مجیب الرحمن احساس خبریال ویبپاڼې ته وویل:

دا کار کیدای شي دخلکو دپاروني سبب شي او که چیرته په ریښتیا هم دا کار وشي نو دملي یووالي پرځای به نفاق ته لمن وهل وي

که دا ډول سیمې دهیواد دهغه اشخاصو په نوم ونومول شي چې دهیواد لپاره یې يوه لاسته راوړنه لرلې وي خو ښه خبره ده اما رباني افغانستان ته څه لاسته راوړنه لرله چې دا هوایي ډګر یې په نوم شي.

محمود کندزي له کندز نه خبریال ویبپاڼې ته خپل احساسات داسې څرګند کړل :

درباني په نوم ددې ډګر نومول  درباني کورنۍ ته دکرزي یو اضافي امتیاز ورکول دي،

کرزی په دې توګه غواړي درباني دوژلو لاملونه پټ کړي او اوس یې کورنۍ په دې سره خوشحاله کړي ځکه دی دشمالي ټلوالې تر فشار لاندې ده او په دې سره خپل ټول ملت له لاسه ورکوي.

دې ته ورته دکابل د ښوونې او روزنې  پوهنتون هم دده په نوم نومول غوښتل شوی خو هیڅ محصل او افغان به دې ته اجازه ورنه کړي.

بصیر احمدزی له لوګر ولایت نه په دې نظر ده

زما په اند په پښتون میشته کندهار کې د رباني په نوم د هوايي ډګر نومول قومي او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهل دي ځکه کندهار دپښتنو مرکزي ولایت دی هلته خپله ډیر تاریخي خلک تیر شوی ولې دهغو په نوم ونه نومول شي او تر څو په افغانانو کې احساس ژوندی وي هیڅکله به دې کارته اجازه ورنه کړي.

دې ته ورته په ټولنیزو شبکو کې هم په لکونو افغانانو ددې کار په واړندې خپل نظرونه څرګند کړي او ډیر کسان یې په کلکو ټکو غندي

دکندهار ولایتي اداره بیا په دې موضوع  نا خبري ښيي . دکندهار دوالي ویاند جاوید فیصل خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دوی ته په دې تړاو هیڅ خبر نه دی ورکول شوی ،البته که دا کار وشي دا به په کندهار کې سختي ستونزي رامنځ ته کړي . 

تر دې وړاندي دکندهار ولایت ګڼو وکیلانو او استازو دخبریال ویبپاڼې سره دخبرو پر مهال باندي ددې کار مخالفت کړی وو. 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …