کور / افغانستان او نړۍ / خبره نه د کندهار ده، نه د رباني/ شننه

خبره نه د کندهار ده، نه د رباني/ شننه

 

د يوه جنگسالار په نامه د احمدشاهي ښار د هوايي ډگر د نومولو وړانديز ته چټک او پراخ غبرگون هغه حساسيتونه يو ځل بيا خورا وځلول چې په داسې مواردو کې برسېره کېږي.

ځينو ته دا د يوه داسې چا له خوا خيانت برېښېدلى چې لس کاله د يوې ډلې د اسير په توگه پر نور هېواد واک چلوي. نورو ته پکې قومي ليکې ځلاندې شوي او پښتنو ته سپکاوى ايسېدلى دى.

مانا دا چې د جمعيت د وژل شوي مشر په نامه د کندهار د هوايي ډگر نومېدل بې ناندريو نشي پاتېداى. ددې ناندرۍ او بحثونو سټه نه په برهان الدين رباني کې ده چې پښتون نه و او نه په کندهار کې ده چې د پښتنو زړه دى. ددې ريښه د تېرو لسيزو په شخړو کې ده چې هره نېټه او هره څېره يې په جلا محکونو ارزول کېږي او په اړه يې واحد نظر نشته. آن پخپله تاجکان د ښاغلي رباني د شخصيت په اړه يوه خوله نه دي. د وژل کېدو پر ورځ يې يوه پنجشيري وطنوال ويل: "خيلې دېر شد!" (يعنې بايد لا دمخه وژل شوى واى!).

د ثور اوومه يوه ته لا هم پرتمين انقلاب دى، بل ته خونړۍ کودتا. د ثور اتمه يوه ته د اسلام برى دى او بل ته د قومي نفاق او ملي ځوړ پيلامه. طالب غورځنگ يوه ته د سولې فرشته ده او بل ته د جهالت او قهقرا وروستۍ پوله. د وږي اتلسمه يوه ته د جهادي سردار د رحلت ورځ ده او بل ته د ملي بربادۍ د هڅوونکي د ورکېدو نېټه. ځانوژونکې چاودنه يوه ته استشهاد دى چې لار يې  نېغه جنت ته ځي او بل ته حرامېدل چې له دوزخ پرته يې نور نصيب نشته او همداسې دي نورې نېټې، نورې شېبې او نورې څېرې هم.

که ته مسعود "سردار شهدا" بولې {چې په اسلامي تاريخ کې يوازې د محمد رسول الله (ص) د لمسي حضرت حسين (رض) لقب دى}، نو بل ورته بې له ځنډه د يوه څاروي نوم راوړي چې د زړه بړاس يې پرې ووځي. که ته رباني "رهبر جهاد" بولي، نو پاته "شپږو پاکستان مېشتو" او "اتو ايران مېشتو" ته به څه وايې چې څوک و. ملا عمر به لا نه دريادوو، حکمتيار، سياف، محمدي، خالص، گيلاني، مجددي، محسني مزاري، اکبري، خليلي او نور تر رباني څه کم وو چې دى د جهاد لارښود شي او هغوى هېڅ.

له بلې خوا که ورته وگورې نو کوم جهاد؟ له روسانو سره معاملې جهاد و؟ له امريکاياينو سره تړون جهاد و؟ د کابل ورانول جهاد و؟ د ٥٠ زور کابليانو غوښې بادول او وينې تويول جهاد و؟ 

تېر لس کلونه يې د ملت غوږونه د شهيد د اوونۍ په نمانځنه کڼول چې د مسعود د نمانځنې لپاره پلمه وه. سږکال يې پرې د "سولې او ملي يووالي" اوونۍ هم ورزياته کړې چې يوه يې د شاگرد او بله يې د استاد د مړينې پر نېټو راځي. 

مخکې يوه اوونۍ وه اوس به نو هېواد د وږي له نيمايي نه د تلې تر لومړيو پورې د دريو اوونيو لپاره د لنډه غرو د زور ښودنې ډگر گرځي چې له تاوتريخوالي او دملي نفاق له پارېدنې خالي نه وي.

ښايي د حامد کرزي له خوا پر لومړي تلين د رباني درناوى يو سياسي تکيتک هم وبلل شي چې خپل ځواکمن جمعيتي موتلفين خوښ وساتي. خو هغه تکتيکونه چې ستراتېژيو ته زيان اړوي او د لنډولو پر ځاى لارې اوږدوي،  ملي غميزې راخېژي.

غوره دا وه چې پر دې دريو لسيزو د اوس لپاره برغولى ايښودل شوى واى چې "بوى يې نه پورته کېداى". وروسته به نسلونو پرې حکم کولاى چې اتل څوک و او غل. اوس که تاسې داسې هر نوم چا ته ورکړئ، ځانته پخپله اور کرئ.

رحمان بابا ويل:

نفس بېشمېره عالم پرېوست و کوهي ته

خداى نه کا نا بينا د چا پېشوا

په روا په ناروا کله پوهېږي

و گمراه ته څه روا، څه ناروا.

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …