کور / افغانستان او نړۍ / دکابل دسه شنبې ورځپاڼو ته کتنه

دکابل دسه شنبې ورځپاڼو ته کتنه

 

خدمتګار

د ولسونو تر منځ معنوي ملاتړ او وفاق د ملي يووالي د رغولو او د ترهګرۍ ضد هڅو په لړ كې اغېزناك اقدام دى.
د ملي وفاق ګوند درې سوه پلويان د پاكستان د توغندويي بريدونو په وړاندې د كونړ له خلكو نه د ملاتړ لپاره تېره ورځ اسعداباد ته ورسېدل. د سولې او ملاتړ په دغه كاروان كې د افغانستان د هر ولايت او مختلفو قومونو خلك وو.
د دغه كاروان خلكو وويل چې د كونړ خلك يوازې نه دي او د پاكستان په وړاندې به يې د نورو هيوادوالو له خوا هر ډول ننګه وشي.
تر دې وړاندې د كونړ سپين ږيرو د ارګ تر دروازو وټكول، خو د هغوى غوښتنې او نظرونه چندانې وانه ورېدل شول.
له اتلسو مياشتو راهيسې د كونړ ولايت سرحدي سيمې د پاكستان پوځ له خوا په توغندويو ويشتل كيږي چې تر دا مهاله يې لسګونه كسان وژلي او زرګونه كورنۍ يې د سيمې پرېښودو ته اړ كړې دي..
افغان دولت ته په كار وه چې د ملي وفاق او يووالي د پياوړي كولو او د قومونو ترمنځ د باور د اعاده كولو لپاره د سولې او پيوستون داسې كاروانونه يې ترتيب كړي او تر لرو لرو سيمو يې استولي واى.

كه څه هم په دې كې شك نشته چې په افغانستان كې د مېشتو قومونو ترمنځ تربګني، تعصب او بېلتون نشته، خو د تېر وخت جګړو او د ځينو ايډيالوژيكو او سياسي ډلو د ناوړه هڅو او مخامخوالي له كبله د ملي وفاق، معنويت او يووالي سياسي اغېز كمزورى شوى او د دې لپاره چې په هيواد كې د ناوړه سياسي جريانونو، جګړې او ترهګرۍ د مخنيوي تر كچې دغه اغېز تر بالقوه كچې پورته شي، نو داسې كاروانونو ته اړتيا ده چې دا كاروانونه به له يوې خوا د قومونو او ولسونو ترمنځ تفاهم ته لار پرانيزي، له بلې خوا به ورسره ملي نظر، فكر، وفاق، سياست، تحرك او معنويت رامنځته شي. په داسې حال كې چې د افغانستان د ګاونډيانو له خوا د دغو پديدو په عكس كې شديد فعاليتونه روان دي او زموږ د ملي يووالى، معنويت او ځواك د تخريبولو هلې ځلې پرمخ وړي، نو د دغو ملي ارزښتونو بيارغونې، تعميم او ترميم ته زياته اړتيا ليدل كيږيد ډیمپسي منظق

سرنوشت

له لنډ ځنډ وروسته يو ځل بيا د افغان امنيتي ځواکونو غړو د خپلو ټوپکو خولې پر بهرنيو ځواکونو را وګرځولې او په دوو بېلابېلو پېښو کې يې شپږ بهرني پوځيان ووژل.
دا پېښې له هغه وروسته کيږي چې افغان او امريکايي چارواکو ددې ډول بريدونو د مخنيوي لپاره د ګڼو هڅو خبرونه ورکړل. د افغانستان د ملي دفاع وزارت وويل چې له همدې امله يې د ملي اردو له ليکو څه باندې سل شکمن کسان ايستلي او يا يې هم له وسله والو سره د تړاو په شک نيولي دي. دغه راز دا بريدونه له هغه وروسته کيږي چې د بهرنيانو د فشار له امله افغان امنيتي ځواکونو ته د فرهنګي زده کړې تر نامه لاندې بېړني کورسونه جوړ شول، تر څو هغوى ته وښودل چې بهرني ځواکونه د دوى دښمنان نه، بلکې دوستان دي او ځينې هغه کارونه چې افغان امنيتي سرتيري يې سم نه ګڼي، د فرهنګي توپير له امله ناسم پوهاوى دى. ددې ترڅنګ ګڼ نور استخباراتي ګامونه هم پورته شول چې ددې ډول پېښو مخنيوى وکړي. خو داسې ښکاري چې دا ګامونه بريالي نه وو او پر بهرنيو ځواکونو بريدونه دوام لري.
امريکايي چارواکي لا هم ددې بريدونو پر اصلي لاملونو نه پوهيږي او يا هم نه غواړي چې ځان پوه کړي، له همدې امله بې ګټې هڅې کوي او غواړي ددې بريدونو لپاره پر افغان دولت فشار زيات کړي. د همدې هڅو په لړ کې د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارتین ډیمپسي ويلي، چې د افغانستان حکومت ته پکار ده چې دا ستونزه هومره جدي وګڼي چې امریکايي او ناټو قومندانان او چارواکي یې ګڼي. نوموړي ويلي، چې دا ستونزه ناټو او امریکايي پوځیان په یوازې ډول په ډېرو سختو هڅو نه شي حل کولی. ديمپسي په دې باور دى چې د افغان ځواکونو له خوا پر امریکايی یا ناټو پوځیانو حملې د افغانستان د جګړې هلوځلو ته تر ټولو زیاتې خطرناکې دي، ځکه چې ددې بريدونو د مخينوي لپاره د افغان دولت له خوا اخيستل شوي ګامونه کاپي نه دي.
د ډيمپسي منطق دا دى چې د خپلو کړنو او پاليسو ستونزې د نورو په مديريت او کړنو کې ګوري او فکر کوي چې پر بهرنيو ځواکونو بريدونه د افغان چارواکو د ناسم مديريت او ناپامۍ له امله دي. خو ډيپمسي د افغانستان په لانجو کې د نورو ښکېلو امريکايانو په څېر يو ځل بيا تېروتنه کوي، ځکه پر امريکايي ځواکونو د بريدونو لاملونه په هغه ځاى کې نشته چې ډيمپسي يې لټوي. پر امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د بريدونو لاملونه په لنډ ډول داسې يادولى شو:
– د امريکايي ځواکونو وحشت، د ملکي وګړو وژنه او په ټوله کې د امريکا پاليسۍ
– له افغان امنيتي ځواکونو سره په ګډ کار او روزنه کې د بهرنيانو ناوړه چلند
– د امريکايي ځواکونو له خوا افغاني او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوى
دا او دې ته ورته ګڼ نور لاملونه هم شته چې له امله يې افغان ځواکونه پر بهرنيو پوځيانو بريدونه کوي. امريکا ددې پر ځاى چې دا ستونزې حل کړي، پر افغان دولت بې ځايه فشارونه راوړي او غواړي د خپلو ستونزو جرړې بل ځاى ولټوي. همدا وروستۍ پېښې په داسې وخت کې شوي چې په امريکا کې داسې فلم جوړ شوى چې رسوالله ته په کې سپکاوى شوى، ناټو او امريکايي ځواکونو په لغمان کې اته ښځې وژلي او اووه نورې يې ټپيانې کړي دي، د زندانونو په اړه يې شوى پرېکړه ليک تر پښو لاندې کړي او … کارونه يې کړي دي. همدا پر بهرنيو پوځيانو د وروستيو بريدونو اصلي لاملونه دي.
که امريکا په رښتيني ډول غواړي چې ددې بريدونو مخنيوى وکړي، نو د ستونزو جرړې دې په خپلو تګلارو او کړنو کې وګوري او په ټوله کې دې د افغانانو، افغاني فرهنګ او افغانستان په اړه پر خپل ذهنيت، تګلارو او کړنو کې بنسټيز بدلون راولي او همدا ددې ډول بريدونو او ګڼو نورو ستونزو د مخنيوي يوازينۍ لار ده.

 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …