کور / افغانستان او نړۍ / دکابل ننی برید،مشرانو جرګې چارواکي تر سوال (؟) لاندي راوستل

دکابل ننی برید،مشرانو جرګې چارواکي تر سوال (؟) لاندي راوستل

 

 

دکابل په سخته امنیتي سیمه کې نني ځانمرګي برید یوځل بیا دافغان امنیتي ساتونکو کار او فعالیت تر سوال لاندي کړو . نن سه شنبه دمرانو جرګې په عمومي غونډه کې تر بل هرڅه تودې خبري پر هم دغه موضوع رواني وې چې ولي افغان امنیتي ساتونکي نه دي توانېدلي چې له باروتو دډګو موټرو مخ نیوی وکړي . 

سناتورانو وویل چې دکابل امنیتي ځواکونه هرڅه په لاس کې لري ،خو بیا هم نشي کولای چې امنیت پیاوړی کړي . 

دکابل ننی ځانمرګی برید له نورو بیل وو، یو دا چې حزب اسلامي وايي چې دا برید دوی تر سره کړی او بله دا چې دا برید دحزب اسلامي په وینا یوې پېغلي کړی دی . تر ټولو لویه خبره داده چې دا برید کټ مټ خپل هدف ویشتلی دی . تر ډېره بریده په افغانستان کې دځانمرګو بریدونو هدفونه سم نه وي او عامو وګړو ته زیاته مرګ ژوبله ورکي اوړي خو نن ډېر وژل شوي بهرنيان د اې سي اېس  ( ACS ) په نامه له امريکايانو سره ديوه بهرني قراردادي هوايي شرکت کارکوونکي او پيلوټان وو.

دوی روسان او د سوېلي افريقا هېوادونو اوسېدونکي وو.

ددوی پر موټر چاودنه دیوه کرولاډوله موټر په وسیله دکابل هوايي ډګر ته نېژدې وشوه ، افغان امنیتي چارواکي وايي چې په چاودنه په داسي حال کې رامنځ ته شوې چې بهرنیان له سیمي څخه دتېرېدو په حال کې وو. دکابل دامنیې قومانداني مرستیال جنرال محمد داود امین وايي‌چې ټول ۹ بهرنیان او ۳ افغانان وژل شوي دي . دا ځان وژونکې حمله د کابل نړېوال هوایی ډګر ته څیرمه په اتیا مټره سړک د اورانوس مجلل هوټل ته نږدې سیمه کې د یوه کرولا ډوله موټر په واسطه شوی ده.

که څه هم تر دې وړاندي په بیا بیا په کابل کې ورته ځانمرګي بریدونه شوي دي‌،خو نني ځانمرګي برید دکابله د اوسېدونکو او هم دا راز دولسي او رانو جرګې دغړو غبرګونونه را وپارول . که څه هم تر اوسه لا دولسي جرګې دغړو په شورا کې غبرګون نه دی را څرګند شوی خو دمشرانو جرګې خورا سخت غبرګون وښود. 

په کابل کې دخبریال ډاټ کام همکار قریب الرحمان شهاب وايي چې په ځايي اوسېدونکو کې هم وېره خپره شوې ده ،ځايي خلکو ویلي دي چې دکابل زرغونه سیمه خوندي نه ده او هوايي ډګر ته تلونکي‌ټول موټران خو داسي پلتل کېږي چې څوک هیڅ هم نه شي تېرولای . دلته په داسي وخت کې قوي برید او بښپړه موخه ویشتل ددې معنا لري چې دطالبانو او دحزب اسلامي استخبارات ډېر قوي او پر وخت معلومات لري .

په کندهار او دهیواد په بیلا بیلو برخو کې دخبریال ویبپاڼې همکاران دځايي اوسېدونکو له خولې وايي چې مشرانو جرګه دي یوازي‌دکابل پر امنیت خبري نه کوي ،بلکه دوی ته په کار دي چې دټول افغانستان او په ځانګړې توګه دنا ارامه سیمو امنیت تربحث او خبرو لاندي راولي . 

ډېری خلک په دې باور دي چې اوس دافغان حکومت مخالیفینو دډېروالي پر ځای کره والي ته پاملرنه کړې او تر ډېره بریده یې دا پالیسي ځکه بریالۍ ده چې له یوې خوا خپل هدف ولي او له بله لوري په حکومت او نړۍ واله ټولنه کې غوغا رامنځ ته کړي . 

نن هم دکابل دوروستي برید له کبله پر امنیتي ځواکونو دشک کرښي راکش کړل شوې . 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …