کور / افغانستان او نړۍ / دکندهار دهوايي ډګر دنوم دبدلون خبر سخت غبرګونونه راوپارول

دکندهار دهوايي ډګر دنوم دبدلون خبر سخت غبرګونونه راوپارول


 

وروسته له هغه چې دسولي دعالي شورا دریس صلاح الدین رباني له لوري داخبر را روښانه شو چې ولسمشر کرزی غواړي دکندهار هوايي ډګر د سولي دعالي شورا دپخواني مشر برهان الدین رباني په نوم کړي ، په کندهار او افغانستان کې سخت غبرګونونه راوپارېدل . 

په ولسي جرګه کې دکندهار دخلکو استازي عبدالرحیم ایوبي خبریال ډاټ کام ته وویل چې دکندهارهوايي ډګر دهیچا شخصي ملکیت نه دی او هیڅوک یې دشخصي ګټو لپاره نوم نشي بدلولای . نوموړي زیاته کړه چې :«کندهاریان او ټول پښتانه استاد برهان الدین رباني ته درناوی لري ،خو که چېري ولسمشر کرزی دکندهار هوايي ډګر دښاغلي رباني په نوم کړي ،نو په لویه کې به دبرهان الدین رباني شخصیت او نوم ته تاوان ورسېږي . کندهار زیات شهیدان ورکړي دي ،که دهوايي ډګرونو نومان دشهیدانو په نومونو اړول کېږي نو بیا دي دیوه کندهاري شهید نوم ورکول شي . » 

دکندهار دخلکو استازي ښاغلي ایوبي زیاته کړه چې دهوايي ډګرونو او ښارونو نومان بدلول ښايي ډېر ژر ښاغلي کرزي ته ډېري زیاتي ستونزي ورپېښي کړي . 

دکندهار دولایتي شورا غړي حاجي اغالالي‌خبریال ویبپاڼې ته وویل چې تر اوسه پوري دکندهار دولایتي شورا څخه په دې اړه هیڅ ډول پوښتنه نه ده شوې ،خو که ولسمشر کرزی دکندهار هوايي ډګر دبرهان الدین رباني په نوم کړي ، نو دا به یوه ناندریزه مسله وي او دا دکندهار داوسېدونکو لپاره دمنلو وړ خبره نه ده . 

صلاح الدين رباني د ناټو له خبري ټلوېزيون سره په مرکه کې په ډاگه کړې چې د کندهار نړيوال هوايي ډگر به د دۀ د پلار په نامۀ کيږي.

هغه ولسمشر حامد کرزى پر دې پرېکړه وستايه چې د دۀ په وينا د هېواد د گټو لپاره يې کړې ده.

صلاح الدين رباني وايي:

" دا د ملي يو والي لپاره ښه خبره ده چې يو هوايي ډگر د هېواد د يوې بلې سيمې د يوۀ ملي شخصيت په نامۀ کيږي. دا د افغانستان د بيلا بيلو توکمونو او خلکو ترمنځ د مينې او يووالي ښکارندويي کوي. "

که پلې شي، نو دا به لومړى ځل وي چې د افغانستان يو هوايي ډگر ته د يوۀ سياسي مشر نوم ورکول کېږي.

تر اوسه دغه ډگرونه يوازې د اړوندو ښارونو په نامه يادېدل.

ولسمشر کرزي پر ٢٠٠٩ کال د پخواني ولسمشر محمد دادود په وياړ، چې پر ١٣٥٧ کال له خپلې کورنۍ سره دثور دانقلاب په راتلو ووژل شو ، د کابل د هوايي ډگر د نومولو وړانديز رد کړى و.

دپوخي چارو کارپوه ولي توفان ترکي خبریال ویبپاڼې ته وویل چې دکندهار هوايي ډګر که له یوې خوا دولس سره تړاو لري له بله لوري دافغانستان دتاریخ په اوږدو کې تل یوه پوځي اډه هم پاتې شوې ده . نوموړی وايي چې دداسي‌تاریخي ځایونو نومونه بدلول دناندریو او دولسونو ترمنځ دکرکې سبب کېدای شي . هغه هم پر خپل ځای دا یادونه وکړه چې افغانان برهان الدین رباني ته احترام لري ،خو که کرزی غواړي خاماخا دهغه په نوم یوڅه ونوموي نو بیا دي په مزار شریف یا دهیواد په یوه بله برخه کې یو واټ دهغه په نوم کړي . 

ښاغلي توفان له خبریال ډاټ کام سره دخبرو پر مهال زیاته کړه چې دا یو سم فکر دی چې ځیني‌داسي واټونه چې دپردیو په نومونو دي لکه په مزار کې دایراني دیپلوماتانو په نوم واټ دا باید دبرهان الدین رباني یا کوم بل افغان شهید په نوم شي . 

په کابل کې دخبریال ویبپاڼې همکار قریب الرحمان شهاب وايي چې دصلاح الدین رباني له لوري ددې خبر دخپرولو ورسته ډېری افغان لیکوال پر بیلا بیلو نظرونو شول ،ځیني وايي چې کرزی دخپلو لڼد مهاله ګټو په خاطر دا کار کولای شي ،خو ځیني نور بیا په دې باور دي چې ښاکرزي په جزباتو کې دبرهان الدین رباني زوی ته دا خبره کړې وي چې دکندهار هوايي ډګر به دهغه دپلار په نوم کړي . 

په کندهار کې دخبریال ډاټ کام همکار عبدالمنان ارغند ته ګڼو کندهاریانو ویلي چې که چېرته ولسمشر غواړي دکندهار هوايي ډګر نوم وربدل کړي ، دا به ستونزمنه ځکه وي چې کندهاري ځوانان به په ښکاره دولسمشر ددغې غوښتنې په وړاندي‌ودرېږي . 

اوس پوښتنه داده چې دولسمشر کرزي له لوري به دا پرېکړه عملي شي او کنه ؟ دېری څارونکي په دغه نظر دي چۍ هو ښايي کرزی دخپلو لنډ مهاله ګټو لپاره دا پرېکړه عملي کړي ،خو په لویه کې به ددغه ډول کارونو په سلسله کې ترګټي زیات تاوان ځانته واړوي . 

که څه هم پرهان الدین رباني دولسمشر کرزي په فرمان ملي شهید او اتل بلل کېږي ،خو په افغانستان کې ډېر وګړي‌په دې باور دي داستاد برهان الدین رباني په څېر شهیدان دهیواد په هره برخه کې شته دي چې دخلکو په خبره تر اوسه دافغان حکومت له لوري هیڅ امتیاز نه دی ورکول شوی . 

 

دا هم په زړه پوري مطلب دی

افغان ۱۹ کلنو په کرکټ کې پاکستان ته ماته ورکړه

د اسيا د ١٩ کلنو په کرېکټ اتلوليو کې چې په سرېلنکا کې کېږي افغان …

لغمان کې د کابل پر سیند پول جوړېږي

په لغمان ولايت کې د کابل پر سیند د نېږدې دوه څلویښت میلیونه افغانیو په …